
ویډیو: په نوې ډيلي کې اورلګېدنه، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي
په نوي ډيلي کې د یوې څلور پوړیزې استوګنيزې ودانۍ اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځایي چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته ويلي چې له ودانۍ څخه تر ۱۲ ډېر کسان ژغورل شوي دي. ویل کېږي چې اورلګېدنه د ایرکنډیشن د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ويډيو له ټولنیزو شبکو څخه
PS














