ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·6hده ثبت شوې، همدا راز يې له خبريالانو د عامه پوهاوي پراختيا له امله مننه وکړه. د کمپاين د پرانيستې پر مهال د پوليو د بيړني مرکز مشر ډاکتر نجيب کاموال، د ختيځ زون د کتلوي معافيت آمر ډاکتر حکم خان ګلابزي، د يونيسف او نورو ادارو مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفترÜbersetzen PS00058
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·6hد عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف په وینا، دغه کمپاین جلالاباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې ورسره به د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د وېټامین «A» درمل هم ورکړل شي. د WHO مسوولينو وويل، چې تېرو اوو میاشتو کې ننګرهار کې د پوليو مثبت پېښه نهÜbersetzen PS10063
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·6hد ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د ختیځ زون په کچه د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به يې په ننګرهار کې نږدې ۹۰۰ زره او په ټول ختیځ زون کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.Übersetzen PS105146
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·10hد معلوماتو له مخې، په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري مهارتونو د پياوړتيا اړوند موضوعات وړاندې شول، چې د چارو اغېزمنتيا، همغږۍ او مسلکي ظرفيت لوړولو پر اهميت ټينګار وشو.Übersetzen PS000112
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·10hد ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري د روداتو ولسوالۍ ۴۱ کار کوونکو ته د مسوولیت پېژندنې، پلان جوړونې او راپور ليکنې په برخه کې ورکشاپ ورکړل شو.Übersetzen PS106272
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hد زندانونو چارو د سمون رئيس مولوي سهيل سعيد وايي، دا ډول ورزشي پروګرامونه د زندانيانو پر روحي حالت مثبت اغېز لري او د هغوی د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون لپاره به نور پروګرامونه هم پلي کړي.Übersetzen PS000106
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hد معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې د جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ د هېواد د ۱۰ ولايتونو ټيمونه هم ګډون لري او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.Übersetzen PS100129
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hد #ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رياست له لوري د «ردالظلم» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې موخه يې د زندانيانو سالمه بوختيا، ذهني سکون او د اصلاح او روزنې بهير پياوړتيا ده.Übersetzen PS1015813
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hپه ورته مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست مسوولينو له لوري د کور او ښار جوړولو رياست د ۱۸ کار کوونکو د ارزونې له پروسې څارنه وشوه. ننګرهار کې هره ورځ د هغو کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه کيږي چې د ګمارنې او فعالیت کال يې بشپړ شوی وي.Übersetzen PS00073
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hد يادو کار کوونکو کاري لايحې او کلني پلان ته په کتلو د دوی فعاليتونه او لاسته راوړنې مثبت ارزيابې شوې او د چارو لا ښه والي په موخه ور سره د ولایت مقام لارښوونې شريکې شوې.Übersetzen PS100109
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·11hد ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو ریاست مسوولينو له لوري د کرنې ۳۸ او د ښار جوړونې ۳ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه وشوه.Übersetzen PS105195
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hهغه دغه راز د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کانونو ساتنې او خونديتوب په موخه خپلې هڅې جاري وساتي او په دې برخه کې اصولو سره سم اجراات تر سره کړي.Übersetzen PS000115
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hهمدا راز په تېرو پرېکړو، حل شويو ستونزو او په راتلونکې کې په نورو پلانونو هم بحث تر سره او نظرونه شريک شول. د ولایت مرستيال مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانونو په برخه کې سپارل شوي مسووليتونه پر وخت تر سره او کمېټې سره يې راپور شريک کړي.Übersetzen PS100130
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري په مشرۍ د کانونو ساتنې کمېټې ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې د کانونو په خونديتوب، د نيمګړتياو مخنيوي، شفافيت او د کړنلارې له مخې په فعاليت خبرې وشوې.Übersetzen PS116292
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·13hدغه پروژه چې د OLH مؤسسې له لوري د ګلاهي او هزارناو لېسو کې عملي کيږي موخه يې د زده کوونکو لپاره د برېښنا اسانتيا برابرول او د پوهنې پياوړتيا ده.Übersetzen PS00063
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·13hد ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د شينوارو او مومندرې ولسواليو په دوو لېسو کې د لمريزې برېښنا د سيستمونو د نصب پروژه پوهنې رياست ته ور وپېژندله.Übersetzen PS116208
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hد معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان ورکړل شول او له دې وړاندې ورته د چرګانو د ساتنې اړين توکي هم برابر شوي وو، چې موخه يې د مالدارۍ پراختيا، د عايد زياتوالی او د خوړو خوندیتوب دی.Übersetzen PS00080
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hد ننګرهار کرنې رياست تر چتر لاندې، ستاسو غږ مؤسسې له لوري په کوزکنړ ولسوالۍ کې ۴۷ راستنو شويو، معلوليت لرونکو او بې سرپرسته مېرمنو ته د کورني اقتصاد پياوړتيا په موخه د هګيو چرګان ووېشل شول.Übersetzen PS104292
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hمحصلين د دې رياست د بېلابېلو مسلکي څانګو په چارو کې عملاً برخه اخلي، د پروژو د تطبیق بهیر څاري او له اداري میتودونو سره بلدتیا مومي، چې دا کړنې د هغوی د ظرفیت لوړونې او راتلونکو کاري فرصتونو په زیاتوالي کې مهم رول لري.Übersetzen PS00085
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hد ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د پوهنتونونو يو شمېر محصلينو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې، څو د نظري زده کړو تر څنګ مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي.Übersetzen PS105238