🅢-𝐁𝐓𝐀𝐑/سعيدبتار retuiteado

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې افغانستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته پاکستان ته څه باندې ۱،۴ میلیارد ډالر زیان اوښتی.
د پاکستان پارلمان ته وړاندې شوی راپور ښيي، په تېر کال کې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه له ۸۱۸ میلیون ډالرو ۸۵،۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي او څه باندې ۷۵۰۰کانټینرونه په لارو کې بند پاتې دي.
افغانستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان ته د پاکستان سوداګریزو توکو صادرات هم په ټپه درېدلي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵کال اکتوبر ۱۱مې وروسته په بشپړ ډول بنده شوې ده.
#حریت_راډیو
ویبسایټ لېنک: hurriyat.af

PS

























