RTA Pashto

74.9K posts

RTA Pashto banner
RTA Pashto

RTA Pashto

@rtapashto

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan Inscrit le Mayıs 2019
13 Abonnements950.5K Abonnés
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
نوموړي ټینګار کړی، که دښمن هر ډول تیری وکړي، نو د امریکا او صهیونیستي رژیم ټول بنسټونه به د ویجاړوونکو بریدونو هدف وګرځوي.۳/۳ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
0
103
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د خاتم‌الانبیا د مرکزي قوماندانۍ جنرال علي عبداللهي علي‌ابادي په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ به د ملت د حقونو د دفاع او د ملي شتمنیو د ساتنې لپاره یوه شېبه هم ځنډ ونه کړو او هر یرغلګر ته به ځواب ورکړو»۲/۳
PS
1
0
0
115
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د ایران د مرکزي پوځي قوماندانۍ له لوري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښ رد شوی، چې د دغه هېواد د مهمو تاسیساتو د ویجاړولو په اړه یې کړی و، ایران دا کواښ «ناچاره، عصباني، ناعادلانه او احمقانه اقدام» بللی دی.۱/۳
RTA Pashto tweet media
PS
1
2
9
240
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
بیجینګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د راون کړکېچ د حل په برخه کې پر خپل رغنده رول ټینګار کړی. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
5
483
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو ناټو به د جوړېدو له وخته تر ټولو کمزوري حالت ته ورسېږي، چې یادې موضوع د دې ائتلاف د غړو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.۳/۳ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
6
364
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
راپور د کارپوهانو او ډیپلوماتانو له قوله وايي، چې د ایران او امریکا–اسراییل ترمنځ جګړه، سره له دې چې له اروپايي جغرافیایي واټن لري، د دغه ۷۶ کلن تړون پر یووالي سخت اغېز کړی او تر دې کچې یې رسولی چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.۲/۳
PS
1
0
5
449
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ناټو ائتلاف، چې په وروستیو کلونو کې له جدي ننګونو او بېلابېلو فشارونو سره مخ و، اوس له یوه نوي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.۱/۳
RTA Pashto tweet media
PS
1
2
23
1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د کابل ښار اوسېدونکي وروستیو بارانونو ته خوښ دي، دوی وايي لږ تر لږه به د څښاک پاکو اوبو ستونزه کمه شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
2
9
492
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
له ایران څخه د تازه راستنه شوې ۹ کسیزه کورنۍ په کابل کې تېره شپه د شدید باران او زلزلې له کبله تر خاورو لاندې شوې، چې پکې ۸ تنه شهیدان او یوازې دوه نیم کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
9
539
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د پرله پسې اورښتو له امله د کابل سړکونه اوبو نیولي او خلک د تګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
4
597
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو او بارانونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
3
429
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، له افغانستان سره یې د ۷۸،۵ ټنه روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده . #ملي‌تلویزیون
PS
0
3
25
1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
په دې چوپړتیاوو کې د درملو وېش، د ټپونو پانسمان، د واکسینوتطبیق، د خوارځواکۍ درملنه او د اړینو روغتیايي مشورو وړاندې کول شامل دي.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
0
469
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې یې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ زره او ۹۵۴ ناروغانو ته روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کړې دي.۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
0
11
716
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
اندونه او تحلیلونه؛ نقیب علیم صافی وايي، د هېواد پر ځان بسیا کېدو لپاره باید اوبه کنټرول او مدیریت شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
12
726
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
اندونه او تحلیلونه؛ د کابل اوسېدونکی ملک اکبر وايي، د باران د اوبو مهار کولو او زیانونو مخنیوي لپاره باید په غرونو کې د اوبو بندونه جوړ شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
16
1.1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
ټاکل شوې په دې غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو او همداراز پر سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د ترانزیټ د پراختیا په اړه بحث وشي.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
2
640
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري به سبا (یکشنبه) د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه جوړه شي. یاده غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د لوړ پوړیو استازو په ګډون ترسره کیږي.۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
12
61
1.3K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، دغه لاره د اړوندو ادارو په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو په هڅو پاکه شوې او د موټرو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
1
677
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ مواصلاتي لاره له درنې واورې وروسته بېرته پرانیستل شوه. د ناور ولسوالۍ مواصلاتي لاره، چې د شاوخوا ۷۰ سانتي‌متره درنې واورې ورېدو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.۱/۲
RTA Pashto tweet mediaRTA Pashto tweet mediaRTA Pashto tweet media
PS
2
5
69
2.6K