GCTC INC
166 posts


د جنرال محمد ایوب سالنګي ګرانه لور، ارواښاده ندا، له سرطان ناروغۍ سره تر څه باندې دوه کلنې مبارزې وروسته د حق داعیې ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ څخه رخصته شوه.
د جمهوریت پر مهال چې جنرال صیب سالنګي د کابل امنیه قومندان و، د لوی اختر په لومړۍ ورځ د مبارکۍ لپاره د دوی کور ته ورغلم. جنرال صیب په خپل نظامي یونیفورم کې ولاړ و، ځکه هماغه سهار په سروبي کې یو وسله وال برید شوی و او دی د پېښې ځای ته د تلو په حال کې و.
په همدې وخت کې مرحومه ندا، چې شاوخوا پنځه کلنه ماشومه وه، د پلار پښو ته ولوېده او په ژړا یې وویل: «پلاره! نن د لوی اختر ورځ ده، مهرباني وکړه دا خوشاله ورځ له موږ سره په کور کې تېره کړه.»
خو دندې او مسؤلیت جنرال صیب اړ کړ، د کورنۍ غړو ندا له پښو پورته کړه او دی د پېښې ځای ته روان شو.
د مرحومې وریرې ندا دا صحنه او د هغې معصومې غوښتنې تر نن پورې زما په ذهن کې ژوندۍ پاتې ده.
ندا وروسته له کلونو، نږدې دوه نیم کاله له سرطان ناروغۍ سره په ډېر زغم او حوصلې مبارزه وکړه، خو بالاخره یې د حق داعیې ته لبیک ووایه او خپل رب ته ستنه شوه.
انا لله و انا الیه راجعون
د مهاجرت او مسافرت په دې ستړي ژوند کې د کورنۍ داسې ګران غړي له لاسه ورکول رښتیا هم ډېر دردوونکی او ماتونکی وي.
د شپې په یوه نیمه بجه راته درانه دوست ښاغلي عبدالمتین بیک د غم دا دروند خبر راکړ، د جلا وطنې په دې سخت ژوند کې مې نور هیڅ نلرل، د ګرانې او مرحومې وریرې په ویر مې یوازې اوښکې تویې کړې.
قدرمن جنرال محمد ایوب سالنګي او د هغه درنې کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت وایم.
الله تعالی دې ارواښادې ندا ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ ته دې صبر جمیل ورکړي.
موږ به تل د هغې د روح د ارام لپاره دعاګانې کوو.
درناوی
بلال سروري
ټورنټو- کاناډا
PS



