
د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د نو آباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحې د ښاري، تخنیکي، چاپېریالي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو له مخې په هر اړخیز ډول تر مطالعې لاندې ونیول شوې او اړوندې څېړنې یې بشپړې شوې.
دغه مطالعات د کور او ښار جوړولو وزارت د منظمې ښاري پراختیا د ستراتیژیک چوکاټ پر بنسټ، د ښاري مطالعاتو د ریاست په لارښونه او د مسلکي تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شوي دي، چې موخه یې د یادې ساحې د واقعي وضعیت ارزونه او د ښاري پراختیا لپاره د بنسټیزو معلوماتو راټولول دي.
د ترسره شوو ارزونو له مخې، یاده ساحه چې شاوخوا ۱۶٫۶۴ جریبه مساحت لري، د کابل سیند ته نږدې موقعیت لري او تر دې مهاله په کې منظم ساختماني فعالیت نه دی ترسره شوی.
تخنیکي ارزونې ښيي، چې ځمکه نسبتاً هواره ده او د ښاري پراختیا وړتیا لري، خو د غیر معیاري کثافاتو او ساختماني پاتې شونو له امله تر جوړولو وړاندې د ساحې تخنیکي تصفیه او چمتووالی اړین بلل شوی دی.
همدارنګه چاپېریالي ارزونې څرګندوي، چې دا ساحه د موسمي سیلابونو له ګواښ سره مخ ده او د کانالېزاسیون، کثافاتو مدیریت او بنسټیزو زیربناوو د نشتون له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
د ښاري پراختیا د چوکاټ له مخې، د یادې ساحې لپاره منځمهاله استوګنیز فعالیت ټاکل شوی، چې د شاوخوا ۹۰۰ څخه تر ۱۱۰۰کسانو د استوګنې ظرفیت لري او کولی شي د کابل ښار د استوګنې د کمښت ستونزې په راکمولو کې تر یو بریده مهم رول ولوبوي.
په ټوله کې، د نو اباد د دویمې برخې (قلعه ارجل) ساحه د ترسره شوو مطالعاتو پر بنسټ، سره له ځینو تخنیکي او چاپېریالي ننګونو، د اصولي پلان جوړولو په صورت کې کولی شي د کابل ښار لپاره یوه معیاري، خوندي او دوامداره استوګنیزه سیمه وګرځي او د ښاري پراختیا او مسکن د پراختیا له پروګرامونو سره اغېزمنه مرسته وکړي.

PS
































