AFW
987 posts

AFW
@AFWire_Official
Breaking & verified updates from #Afghanistan. Neutral. Fast. On-ground sources.













最後の右側勢の棒立ちはなんなんや









د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د چارواکو ګډون، چې له مذهبي او تشریفاتي سرودونو سره مل وو، په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر پاکستاني کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. پاکستاني کاروونکو په ۲۰۲۴ کال کې یوې پېښې ته په اشارې سره یادونه کړې، چې په پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل محبالله شاکر د پاکستان د ملي سرود د غږولو پر مهال له خپل ځای څخه نهوو پاڅېدلی. طالبانو هغه مهال د دې کار لامل د پاکستان په ملي سرود کې د موسیقۍ موجودیت په ګوته کړی وو. اوس د ټولنیزو شبکو یو شمېر پاکستاني کاروونکي وايي، چې په داسې مراسمو کې د طالبانو د چارواکو ګډون چې په مذهبي او تشریفاتي سرودونو سره ترسره شول، د موسیقۍ په اړه د دې ډلې له پخواني دریځ سره په ټکر کې دی. هغوی دا چلند د طالبانو د «سلیقوي شریعت» او دوهګوني چلند یوه بېلګه ګڼي.









