AFG Embassy Kazakhstan

209 posts

AFG Embassy Kazakhstan banner
AFG Embassy Kazakhstan

AFG Embassy Kazakhstan

@EmbassyAfAst

په استانه کې د افغانستان سفارت رسمي پاڼه - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Astana

Bayan Sulu Street 13 شامل ہوئے Ağustos 2024
53 فالونگ1.1K فالوورز
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
د «افغانستان - منځنۍ اسيا مشورتي خبرو اترو» غونډې په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پايليزه وينا. Closing Remarks by IEA-Foreign Minister at the “Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue” یوټیوب لینک youtu.be/cBbHOvOQD-8 فیسبوک لینک facebook.com/share/v/1E423f…
YouTube video
YouTube
حافظ ضياء احمد تکل@ZiaAhmadtkl

د «افغانستان - منځنۍ اسيا مشورتي خبرو اترو» غونډې په پای کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پايليزه وينا Closing Remarks by IEA-Foreign Minister at the “Afghanistan–Central Asia Consultative Dialogue”

1
9
45
2.7K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د وینا متن.
حافظ ضياء احمد تکل@ZiaAhmadtkl

د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان ، تاجکستان او قزاقستان جمهوریتونو محترمو معين صاحبانو او استازو؛ او ټولو درنو مېلمنو او ګډونوالو؛ السلام علیکم و رحمة الله و برکاته سهار مو نیکمرغه........ خوښ یم چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لومړنۍ مشورتي ناستې د جوړېدو شاهدان یو. دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوې ده، یو څو اړخیز سیاسي مشورتي میکانیزم دی، چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه (ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان) د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې نن یې د فرصتونو، همکاریو او سیمه ییزې همغږۍ د یوې ژوندۍ بېلګې شاهدان یو. د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ نمونه ده. دا ناسته به پر لاندې بنسټیزو موخو ټینګار وکړي: د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا؛ د یوې اقتصاد محوره کړنلارې په اډانه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د نویو فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو پېژندل؛ او د سیمه ییزو بدلونونو او د ثبات په ټینګښت او تلپاتې پراختیا کې د همکاریو د رول په اړه د لیدلورو شریکول. موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هراړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو. موږ نن په داسې حال کې راټول شوي یو چې له یوې خوا نړیوال نظم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا بېلابېل توهمات او مخالف روایتونه رامنځته شوي دي؛ له یوې خوا د اسیا وچې، په ځانګړې توګه د اورآسیا سیمې د اقتصادي خوځښت شاهدان یو او له بلې خوا د لوېدیځې اسیا سیمه له جګړو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده. په دې منځ کې، بې له شکه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له دې جریانونو اغېزمن دي؛ نو اړتیا ده چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو او له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ، هوساینې او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو. درنو ګډونوالو، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو. له یوې خوا د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی. نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي. الحمدلله، نننی روایت د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم. موږ په ګډه کولی شو د سیمه ییزې همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړو او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړو. درنو مېلمنو ! د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي. په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو سیمه ییزو فرصتونو او ننګونو له امله پر سیمه ییز محوره ستراتیژۍ ټینګار کوو. د همدې سیاست په پایله کې، نن الحمدلله د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې او رغنده تعامل لرو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ اوسنۍ اړیکې یې ښکاره بېلګه ده. ٢/١

PS
0
9
56
1.2K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي وینا
PS
6
167
607
20.1K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه ، چې پکې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شي.
حافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
13
155
738
25.4K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي او په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. The foreign policy of the Islamic Emirate of Afghanistan is based on the principles of balance and economic centrality, with emphasis on Islamic brotherhood, good neighborliness, mutual respect, and cooperation. The Central Asian countries occupy a special place in this policy.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
32
80
3.9K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
حافظ ضياء احمد تکل
د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. Issues such as the activities of certain destructive elements—including the threats posed by Daesh groups, the smuggling of narcotics (especially synthetic drugs), illegal migration, and cross-border organized crime—are among the common concerns of both sides. To this end, the Afghan security entities have taken the necessary measures. Timely actions have been carried out against individuals and elements attempting to undermine the friendly relations between Afghanistan and the Central Asian countries.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
57
129
3.9K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. By adopting an economy-centered foreign policy, Afghanistan has created conditions conducive to the growth of trade and the attraction of foreign investment.
Hafiz Zia Ahmad tweet media
Català
0
19
49
1.1K
AFG Embassy Kazakhstan ری ٹویٹ کیا
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلی سیف الکتبي او په افغانستان کې د امریکايي اسیر ډینس کویل د کورنۍ غړي ښاغلي لي وکتل. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، وروسته له هغې چې د بندي د کورنۍ او په ځانګړي ډول د هغه د مور لیک د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ته راورسېده، چي زوی یې د نیکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت عفوه او خلاص شي د ا.ا.ا. د سترې محکمې مقام د نوموړي د بند موده کافي وبلله او د نوموړي د ازادیدو پریکړه یې وکړه. مولوي امیر خان متقي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا. د هېڅ هېواد وګړي د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره نه دي نیولي، بلکې د قوانینو د نقض په پایله کې د قضايي پروسې له طی کېدو وروسته ازاد شوي دي. د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید خپلو اتباعو ته د معیاري کونسلي خدماتو رسونه یقیني کړي او د افغانستان حکومت په دې اړه پوره چمتووالی لري. مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو دولت او په ځانګړې توګه د رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان څخه د خلاصون د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د رغنده رول مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد یاد کړ. همداراز د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې اسلامي امارت او د بندي د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په برخه کې د قطر دولت د رول قدردانی هم وکړ. په دې ناسته کې ښاغلي زلمي خلیلزاد هم پر خپل وار د ا.ا.ا. له خوا دا ګام د ستاینې وړ وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ټولو مسایلو د خبرو دوام مهم یاد کړ او په راتلونکي کي یې د لازیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړه. همدرازا د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي سیف الکتبي په بشري بنسټونو د خپل هېواد د رول لوبولو چمتووالی وښود او دغه ډول پرمختګونه یې د ټولو په ګټه وبلل.
حافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
30
111
730
33.4K
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
وروسته د شهیدانو لپاره دعاوې وشوې او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله څرگنده شوه. د سفارت سرپرست ښاغلي مفتي محمدالرحمن گډونوالو سره د پېښې په اړه معلومات شريک کړل او د دې غميزې ټول قربانيان يې ملکي وگړي ياد کړل2\2
AFG Embassy Kazakhstan tweet mediaAFG Embassy Kazakhstan tweet mediaAFG Embassy Kazakhstan tweet mediaAFG Embassy Kazakhstan tweet media
PS
0
0
2
79
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. سفارت په کابل کې د معتادینو پر روغتون د برید له امله د شهیدانو ارواحو ته د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د سفارت ډیپلوماټانو، کارکوونکو، افغان محصلینو، سوداگرو او هلته يو لړ مېشتو هېوادوالو گډون کړی و. مراسم د قران کریم په ختم پیل شول،1\1
PS
1
4
32
890
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
په استانه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت شارژدافیرښاغلي مفتي محمد الرحمن دقزاقستان جمهوریت مفتيت دروژه ماتي مراسمودگډون په ترڅ کې دقزاقستان جمهوریت له مفتي اعظم ښاغلي حاجي نوروزبای تاغان اولي سره وکتل.په دې لېدنه کې ددواړو هیوادونو په دیني،فرهنگي او تاریخي گډو موضوعاتو بحث وشو
AFG Embassy Kazakhstan tweet media
PS
0
1
15
294
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
میکانیزمونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې1/3
PS
0
0
2
180
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
د جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال باورژان آلنوف او مل پلاوي سره،د کیمیاوي مخکینیو موادو په اړه د سیمه‌ییز کاري گروپ د غونډې په څنډه کې لیدنه وکړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا او گډو.1/2
PS
1
0
2
190
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ساحوي او ولایتي رییس محترم مولوي اسدالله حلیم،او د وزارت خارجه د امنیتی همکاریو اوسرحدی چارو ریاست معاون انجنیر عبدالله توابزای چې د دوهم سکرتر ښاغلي محمد عظیم مجددي يې ملتیا کوله، د قزاقستان1/1
PS
1
2
7
339
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
او په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو پر اړتيا خبرې وشوې. دواړو لورو د همکاريو پر پياوړتيا او دوام ټينگار وکړ.1/2
AFG Embassy Kazakhstan tweet media
PS
0
2
7
550
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. د سفارت شارژدافیر ښاغلي مفتي محمدالرحمن د خوړو مصونيت د اسلامي سازمان د پروگرامونو له رييس ډاکټر ممدوح اونال سره وکتل. په دې کتنه کې د ياد سازمان له لوري د پخوانيو مرستو د مننې ترڅنگ؛ د اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا، د بشري مرستو په زياتوالي 1/1
PS
2
3
6
620
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
یاده غونډه د اسلامي سازمان د خوړو مصونيت ډایرکټر جنرال بیریک ارین، د قزاقستان لوړپوړو چارواکو، د اسلامي هېوادونو سفیرانو او د څېړنیزو پوهنتونونو د استازو په گډون ترسره شوه.۱/۲
AFG Embassy Kazakhstan tweet mediaAFG Embassy Kazakhstan tweet media
PS
0
2
9
279
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. د سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن، د اسلامي سازمان د خوړو مصونيت (IOFS) په غونډه کې گډون وکړ. مفتي محمدالرحمن د خوړو مصونيت په برخه کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو، د افغانستان پر اړتیاوو او د یاد سازمان د همکاریو پر اهميت خبرې وکړې.۱/۱
PS
2
0
3
483
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
دواړو لورو د اړیکو د لاپیاوړتیا او پراختيا لپاره د گډو همکاريو پر دوام ټينگار درلود.1/2
PS
0
0
0
152
AFG Embassy Kazakhstan
AFG Embassy Kazakhstan@EmbassyAfAst·
په قزاقستان کې د ا.ا.ا. د سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن په دغه هېواد کې د ترکمنستان له سفیر باتیر رجپوف سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو اړیکو سربېره؛ د گډو پروژو د پراختیا پر فرصتونو خبرې وشوې.1/1
PS
1
1
3
252