ننګرهار رسنيو دفتر

69.5K posts

ننګرهار رسنيو دفتر banner
ننګرهار رسنيو دفتر

ننګرهار رسنيو دفتر

@nmic8

Afghanistan شامل ہوئے Aralık 2012
28 فالونگ35.8K فالوورز
ننګرهار رسنيو دفتر
همدا راز د څارنې پر مهال د قانوني جوازونو، د پېر او پلور د قانونيت او د رسمي اسنادو د کارونې څرنګوالی وڅېړل شو او مسوولينو ته د موجوده نيمګړتياوو د اصلاح لپاره لازمې سپارښتنې وشوې. ننګرهار رسنيو دفتر
PS
0
0
0
22
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار د عدليې رياست په مشرۍ ګډ پلاوي د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پايله کې يو دفتر د غير اصولي کړنو له امله وتړل شو.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
4
82
ننګرهار رسنيو دفتر
د معلوماتو له مخې، ګډونوالو ته د ترافیکي قوانینو، سړک خوندیتوب، تخنیکي معایناتو او نښو نښانو په برخه کې عملي او نظري زدکړې ورکړل شوې، څو د قانون مطابق موټر چلونې ته چمتو شي او د ترافیکي پېښو کچه راکمه شي. ننګرهار رسنيو دفتر
PS
0
0
0
29
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت له لوري ۱۸۰ موټر چلوونکو ته د پنځلس ورځنیو مسلکي زده کړو تر بشپړولو وروسته قانوني لایسنسونه ورکړل شول.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
2
121
ننګرهار رسنيو دفتر
ده ثبت شوې، همدا راز يې له خبريالانو د عامه پوهاوي پراختيا له امله مننه وکړه. د کمپاين د پرانيستې پر مهال د پوليو د بيړني مرکز مشر ډاکتر نجيب کاموال، د ختيځ زون د کتلوي معافيت آمر ډاکتر حکم خان ګلابزي، د يونيسف او نورو ادارو مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفتر
PS
0
0
0
100
ننګرهار رسنيو دفتر
د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف په وینا، دغه کمپاین جلال‌اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې ورسره به د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د وېټامین «A» درمل هم ورکړل شي. د WHO مسوولينو وويل، چې تېرو اوو میاشتو کې ننګرهار کې د پوليو مثبت پېښه نه
PS
1
0
0
128
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د ختیځ زون په کچه د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به يې په ننګرهار کې نږدې ۹۰۰ زره او په ټول ختیځ زون کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
8
481
ننګرهار رسنيو دفتر
د معلوماتو له مخې، په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري مهارتونو د پياوړتيا اړوند موضوعات وړاندې شول، چې د چارو اغېزمنتيا، همغږۍ او مسلکي ظرفيت لوړولو پر اهميت ټينګار وشو.
PS
0
0
0
124
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري د روداتو ولسوالۍ ۴۱ کار کوونکو ته د مسوولیت پېژندنې، پلان جوړونې او راپور ليکنې په برخه کې ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
6
316
ننګرهار رسنيو دفتر
د زندانونو چارو د سمون رئيس مولوي سهيل سعيد وايي، دا ډول ورزشي پروګرامونه د زندانيانو پر روحي حالت مثبت اغېز لري او د هغوی د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون لپاره به نور پروګرامونه هم پلي کړي.
PS
0
0
0
117
ننګرهار رسنيو دفتر
د معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې د جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ د هېواد د ۱۰ ولايتونو ټيمونه هم ګډون لري او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
PS
1
0
0
144
ننګرهار رسنيو دفتر
د #ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رياست له لوري د «ردالظلم» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې موخه يې د زندانيانو سالمه بوختيا، ذهني سکون او د اصلاح او روزنې بهير پياوړتيا ده.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet mediaننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
22
1.4K
ننګرهار رسنيو دفتر
په ورته مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست مسوولينو له لوري د کور او ښار جوړولو رياست د ۱۸ کار کوونکو د ارزونې له پروسې څارنه وشوه. ننګرهار کې هره ورځ د هغو کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه کيږي چې د ګمارنې او فعالیت کال يې بشپړ شوی وي.
PS
0
0
0
82
ننګرهار رسنيو دفتر
د يادو کار کوونکو کاري لايحې او کلني پلان ته په کتلو د دوی فعاليتونه او لاسته راوړنې مثبت ارزيابې شوې او د چارو لا ښه والي په موخه ور سره د ولایت مقام لارښوونې شريکې شوې.
PS
1
0
0
124
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو ریاست مسوولينو له لوري د کرنې ۳۸ او د ښار جوړونې ۳ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه وشوه.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
0
6
229
ننګرهار رسنيو دفتر
هغه دغه راز د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کانونو ساتنې او خونديتوب په موخه خپلې هڅې جاري وساتي او په دې برخه کې اصولو سره سم اجراات تر سره کړي.
PS
0
0
0
126
ننګرهار رسنيو دفتر
همدا راز په تېرو پرېکړو، حل شويو ستونزو او په راتلونکې کې په نورو پلانونو هم بحث تر سره او نظرونه شريک شول. د ولایت مرستيال مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانونو په برخه کې سپارل شوي مسووليتونه پر وخت تر سره او کمېټې سره يې راپور شريک کړي.
PS
1
0
0
145
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري په مشرۍ د کانونو ساتنې کمېټې ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې د کانونو په خونديتوب، د نيمګړتياو مخنيوي، شفافيت او د کړنلارې له مخې په فعاليت خبرې وشوې.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
1
6
327
ننګرهار رسنيو دفتر
دغه پروژه چې د OLH مؤسسې له لوري د ګلاهي او هزارناو لېسو کې عملي کيږي موخه يې د زده‌ کوونکو لپاره د برېښنا اسانتيا برابرول او د پوهنې پياوړتيا ده.
PS
0
0
0
68
ننګرهار رسنيو دفتر
د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د شينوارو او مومندرې ولسواليو په دوو لېسو کې د لمريزې برېښنا د سيستمونو د نصب پروژه پوهنې رياست ته ور وپېژندله.
ننګرهار رسنيو دفتر tweet media
PS
1
1
7
233