RTA Pashto

74.9K posts

RTA Pashto banner
RTA Pashto

RTA Pashto

@rtapashto

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan Tham gia Mayıs 2019
13 Đang theo dõi950.5K Người theo dõi
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
بیجینګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د راون کړکېچ د حل په برخه کې پر خپل رغنده رول ټینګار کړی. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
4
246
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو ناټو به د جوړېدو له وخته تر ټولو کمزوري حالت ته ورسېږي، چې یادې موضوع د دې ائتلاف د غړو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.۳/۳ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
6
174
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
راپور د کارپوهانو او ډیپلوماتانو له قوله وايي، چې د ایران او امریکا–اسراییل ترمنځ جګړه، سره له دې چې له اروپايي جغرافیایي واټن لري، د دغه ۷۶ کلن تړون پر یووالي سخت اغېز کړی او تر دې کچې یې رسولی چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.۲/۳
PS
1
0
5
201
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ناټو ائتلاف، چې په وروستیو کلونو کې له جدي ننګونو او بېلابېلو فشارونو سره مخ و، اوس له یوه نوي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.۱/۳
RTA Pashto tweet media
PS
1
0
14
401
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د کابل ښار اوسېدونکي وروستیو بارانونو ته خوښ دي، دوی وايي لږ تر لږه به د څښاک پاکو اوبو ستونزه کمه شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
1
7
325
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
له ایران څخه د تازه راستنه شوې ۹ کسیزه کورنۍ په کابل کې تېره شپه د شدید باران او زلزلې له کبله تر خاورو لاندې شوې، چې پکې ۸ تنه شهیدان او یوازې دوه نیم کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
5
370
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د پرله پسې اورښتو له امله د کابل سړکونه اوبو نیولي او خلک د تګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
4
486
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
ننګرهار کې د وروستیو اورښتونو او بارانونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
3
350
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، له افغانستان سره یې د ۷۸،۵ ټنه روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده . #ملي‌تلویزیون
PS
0
3
22
888
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
په دې چوپړتیاوو کې د درملو وېش، د ټپونو پانسمان، د واکسینوتطبیق، د خوارځواکۍ درملنه او د اړینو روغتیايي مشورو وړاندې کول شامل دي.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
0
418
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې یې د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۳ زره او ۹۵۴ ناروغانو ته روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کړې دي.۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
0
11
624
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
اندونه او تحلیلونه؛ نقیب علیم صافی وايي، د هېواد پر ځان بسیا کېدو لپاره باید اوبه کنټرول او مدیریت شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
12
654
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
اندونه او تحلیلونه؛ د کابل اوسېدونکی ملک اکبر وايي، د باران د اوبو مهار کولو او زیانونو مخنیوي لپاره باید په غرونو کې د اوبو بندونه جوړ شي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
15
1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
ټاکل شوې په دې غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو او همداراز پر سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د ترانزیټ د پراختیا په اړه بحث وشي.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
2
603
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري به سبا (یکشنبه) د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه جوړه شي. یاده غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د لوړ پوړیو استازو په ګډون ترسره کیږي.۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
12
60
1.2K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، دغه لاره د اړوندو ادارو په همکارۍ او د امنیتي ځواکونو په هڅو پاکه شوې او د موټرو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.۲/۲ #ملي‌تلویزیون
PS
0
0
1
635
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ مواصلاتي لاره له درنې واورې وروسته بېرته پرانیستل شوه. د ناور ولسوالۍ مواصلاتي لاره، چې د شاوخوا ۷۰ سانتي‌متره درنې واورې ورېدو له امله په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.۱/۲
RTA Pashto tweet mediaRTA Pashto tweet mediaRTA Pashto tweet media
PS
2
5
65
2.5K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د کابل د بګرامي ولسوالۍ اوسېدونکی، په یاده ولسوالۍ کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه کیسه کوي. #ملي‌تلویزیون
PS
0
1
6
874
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د ژغورنې دغه عملیات ځکه نور هم ستونزمن شوي، چې د دې هېواد دوه ژغورونکې الوتکې هم د ایران له لوري په نښه او راپرځول شوې دي.۳/۳ #ملي‌تلویزیون
PS
0
1
8
1.1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې امریکا لا هم د خپل هغه پیلوټ په لټه کې ده، چې په وروستیو ورځو کې یې الوتکه د ایران د هوايي دفاعي سیستم له لوري نسکوره شوې وه.۲/۳
PS
1
0
4
1.6K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په یوه تازه خبرداري کې ویلي، هغه مهلت چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ټاکل شوی، د روانې اونۍ تر دوشنبې ورځې پورې پای ته رسېږي. ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران تر دې نېټې اقدام ونه کړي، نو «دوزخ به پرې راکوز شي».۱/۳
RTA Pashto tweet media
PS
3
5
55
3.6K