Asadullah Emran
1.2K posts

Asadullah Emran
@AEmran1993
Emran English Launguge and Computer Center.
Katılım Ocak 2019
1.2K Takip Edilen269 Takipçiler

@sashna111 لږ ډخپل وجدان څخه وشرميږي ټول کميڼټونه ستادتبصیری پر خلاف دي نوته بايد نور سیاسی مثايل او دابي معنا تبصيري پريژده دخپل اولادو پمپر ورته بدلوه نور
خر سوسته
PS

د ملي هویت وضاحت!
...
دا چې حقوقي مفاهیم پیچلي او جامع تشریح ته اړتیا لري، له همدې امله د تیرې ناتمامه تبصرې له امله یو سوئتفاهم رامنځ ته شو.
د می١١ تبصره کې ټوله تشریح او دلایل نه وو ذکر شوي؛ د دې سبب شوه چې ډیر په هیواد مئین دوستان د شخصي حرمت په ساتلو، خپل اصلاحي انتقاد او مخالفت څرګند کړي چې ماته ډیر د درناوي او قدر وړ دی.
١_ پدې کې شک نشته چې په افغانستان واکمنه ډله اکثریت په خټه پښتانه دي، او د نورو قومونو افراد هم ورسره موظف دي، خو دا چې ټول واحد مذهبي فکر لري، اعمال او کړنې یی د هیڅ قوم استازیتوب نه کوي.
٢_ د پنځه کالونو موده کې، طالبانو په شعوري ډول داسې اقدامات وکړل چې د افغانستان تاریخي حیثیت او ملي هویت ته په کې ډیر زیان رسېدلی او د محوه کیدلو درشل ته یی رسولی.
د سیاسي خپلواکۍ په ۱۰۷ کلنه موده کې د ټولو نظامنامو او اساسي قوانینو [چې د افغانستان ملي ګټې او ملي هویت پکې تعریف شوی و او سخت د درناوي وړ و] د طالبانو په واکمنیدلو سره په تدریجي او عمدي ډول د سیاسي جوړښت حذف شوی. دغو اقداماتو "ملي هویت" او ملي ارزښتونه کمزوري کړي او د زوال په لوری روان دي چې ((د می په۶مه د ډیرو ملي ادارو نه د ملي کلمې لری کول یی وروستۍ او څرګنده بیلګه ده.))!
واکمنې ډلې هیڅ داسې اقدام ونکړو چې ملي هویت پکې تعریف شي او افغان هویت پکې خپل رسمي ملي حیثیت حفظ کړي.
د ملي هویت او واحد ملت د تدریجي زیان نورې عمده بیلګې دا دي:
⬅️اساسي قانون تعلیق/منسوخ دی
⬅️ښځې د تعلیم، تحصیل او مساوي مدني حقونو محرومې دي
⬅️ملي حکومت چې د ولس د استازو لخوا تمثیل شي، نشته؛ يوه ډله فرمان چلوي او پر ولس بی له حساب کتابه، واکمني کوي
⬅️مستبد حاکمیت د زرګونو متخصصینو، ماهرینو، او مسلکي کدرونو د کډوالۍ سبب شوی
⬅️افغانستان د "غیرقانوني" حاکمیت له امله د نړۍوالې ټولنې منزوي او د استبداد، ترهګرۍ، قاچاق او تور کاروبار په سیمه ایز بازار بدل شوی یادیږي
⬅️ملګروملتونو او نړۍوالو معتبره سازمانونو په عام ولس، (پخوانیو نظامیانو، ښځو، نجونو، هلکانو، او اقليتي فرقو) د ظلم، غچ اخستلو، هدفمندانه وژلو، شکنجو او تیریو اسناد مستند کړي
⬅️سیمه ایزو امنیتي سیالیو خپلې جګړې افغانستان ته دننه کړلې او د لمړي ځل دپاره د افغانستان په زړه (کابل) باندې بریدونه وشوو او ډیورند کرښې ته څېرمه لږترلږه ٥ ولایتونو باندې پاکستان بمبارد وکړ
⬅️سره لدې چې تیر جمهوري نظام اشغال، فاسد او بیکاره بولي، خو د هماغه جمهوریت له برکته ملي رسمي اسناد چاپ او صادروي چې په رسمي سرحدونو، هوايي ډګرونو، نړۍوالو قراردادونو او د کډوالو پناه اخستلو کې د "افغان" هویت پری ثابتیږي. د افغانستان وګړي (دننه او بهر) د هویت د تشخیص لپاره باید هرډول مراوداتو او راکړې ورکړې وخت کې یو ملي سند وړاندې کړي لکه (د هویت تذکره، پاسپورت)! د طالبانو واکمن نه یوازې دا ډول ملي هویت ترتیب او تنظیم نشو کړی، بلکې د می په ٦مه يې د ملي احصایې، چاپیریال ساتنې ملي ادارې او ازموینو ملي ادارو نه د "ملي" کلمه هم لرې کړه.
⬅️د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت په رسمي اسنادو د پاکستان، ایران، او شمالي ګاونډیو اتباع په غرب یا بل هیواد کې د مستحقو افغانانو پرځای، (په تزویري او جعلکارۍ) سیاسي پناه اخلي او همدا شان د محتسبانو د ادارې په شمول، د افغانستان د نظام په ډیرو مهمو شعبو کې پردي اتباع رسمي مقام نیسي، املاک اخلي او د ولس د بی وزلۍ او مجبورۍ نه په ګټې، څو څو ودونه کوي او ملي شتمني پاکستان ته انتقالوي.
⬅️په نن عصر کې چې یو (سیاسي هیواد) ملي میثاق یا اساسي قانون ونلري، د "اتباعو تعریف شوي حقوقي شناخت" لپاره رسمي سند هم نلري، د واکمنانو کاري صلاحیتونه او مکلفیتونه هم ندي معلوم. همدا علت دی چې د افغانستان د جمهوریت دورې په تالان شويو رسمي اسنادو نن سبا ګاونډي هیوادونه تزویر کوي او خپل استخدام شوي اشخاص د (افغان هویت) لاندې په نړۍوالو سازمانونو، حکومتونو، او خاصو ادارو کې ګماري او خپلې ملي ګټې پری ساتي.
دا هغه حالتونه دي چې د افغانستان "ملي هویت" ورسره په "رسمي ډول" زیانمن شوی او میلیتونه اړ ایستل شوي چې خپلو معنوي او تاریخي ریښو ته پناه یوسي.
⚫️🔴🟢
ژوندی دی وي افغانستان
ژوندی دی وي د افغانستان ولس

Lorton, VA 🇺🇸 PS

د افغانستان په هر کلي او کوڅه کې د ښکلا یوه ملکه شته؛ او زما د هیواد تر ټولو غریب کلي کې به هم د عربو تر ښایستې ښایسته موجودې وي؛ خو د وخت او بخت خبره ده؛ عربۍ نجونې بختورې دي؛ او افغانې بدبخته شوې.
د افغان مېرمنو بدبختي د طالبانو د حکومت سره نه ده پیل شوې بلکه دا بدبختي له تېرو ۴۵ کلونو را پیل شوې او هره ورځ یې افغان مېرمنې بیه پرې کوي.
که افغانستان کې جګړه نه وای؛ ډاډه یم چې اوس به مو لسګونه د ښکلا نړۍ والې ملکې لرلای.
د هر افغان په کور او کلي کې د ښکلا ملکه شته دي چې ناز او مینه ورکړئ ښکلا به یې تر عربې ښایستې په ځلونو زیاته وي.
د خپلو ښایستو قدر وکړئ؛ مینه ورکړئ؛ احترام ورته ولرئ او ډاډ ورکړئ چې هره توره شپه پسې رڼا راځي.

PS

@Salah_a_DIN دا فکری غلامان دی کفر ورته ښه ښکاری تراسلام
اصل له داسو خلکو بحث معنی نه لری
ځکه داټول ملحد سوی مخلوق
PS

د کب نهمه د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو ورځ دی. 💚❤️🖤 🇦🇫
مونږ د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو پوروړي او منندوی یو.
ستا مېړانې ته سلام دی.
#ANDSF #SanctionPakistan #BanTaliban
PS

@AmanyNasir @sargar_siy76607 اشه ته مور دکومی خواپیداکړی یی چی داسی کفری ايډیا لری
PS

@sargar_siy76607 په ننۍ ټولنه کې د ځمکې پر سر یو انسان هم له خور او لور سره زنا نه کوي او که یې وکړي هم نو ذهني لیونۍ به وي او لیونۍ له سزا خلاص دی او په اوسنۍ زمانه کې شریعت او حدودو ته هیڅ ضرورت نه شته.
PS

د شرعي حدود په هکله زما منطقي دلیل او هغه څه چې ماته یې قناعت راکړی دا دی،
۱- قاتل چې د شریعت پر بنا قصاص ورباندې عملي کیږي نو بیا خو د شرعي حدودو او د قاتل د فکر توپیر یو دی، ځکه چې قاتل هم قتل کړی او شریعت هم د قصاص په بهانه قاتل وژني. او بل دا چې قاتل په عصبیت او حتا شاید په نه آګاهانه ډول مقتول وژلی وي، خو شریعت ورباندې بیا نه په عصبیت او نه په ناپوهۍ د قتل امر صادر وي.
۲- غل چې د شریعت پر بنا ورباندې د لاس غوڅول عملي کیږي نو بیا خو شریعت بیا هم له غله څخه ظالم دی، ځکه چې غله یوازې غله کړې ده او شریعت ورڅخه د وجود یوه ټوټه غوڅوي چې دا غیر عقلاني، غیر انساني او غیر منطفي عمل دی.
۳- زناکار چې د شریعت پر بنا ورباندې سنګسار عملي کیږي نو بیا خو دلته هم شریعت له زناکاره زیات ظالم وختو ځکه چې زناکار شاید په نشه، مینه او یا شهوت کې زنا کړې وي خو شریعت ورباندې نه په عصبیت او نه په ناپوهۍ د سنګسار امر صادر وي.
دا پریکړې په تمامه توګه غیر عقلاني، غیر انساني او غیر منطقي عمل دی.

PS




















