Dr. Abdul Hai Qanit

9.5K posts

Dr. Abdul Hai Qanit banner
Dr. Abdul Hai Qanit

Dr. Abdul Hai Qanit

@AQanit

PhD in IR| Foreign Policy and Islamism| Books, Travel & Coffee addict.

Graveyard of empires Katılım Mart 2015
2.5K Takip Edilen18.1K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
هوښیار دولتونه په منظمه توګه په خپل چاپېریال کې پېښې او بدلونونه څاري،‌ ارزونه یې کوي او بیا د هغې په رڼا کې راتلونکي لپاره ستراتېژۍ ترتیبوي. سیاست د شطرنج لوبه او د انساني ژوند له ټولو پېچلی مسلک دی. د دې مسلک هرې پېښې ته له راڅرګندېدلو مخکې اوږده موده کورنۍ دنده او فکر کول غواړي. کلیشه اي بیروکراسي د سیاست پېچلو محاسبو ته هېڅ حل نه لري. هره سیمه ایزه/نړیواله پېښه د عام فرد په ژوند ژور تأثیر لري. سیاست د جذبو او روزنیزو چارو پر ځای فکر، تدبر او فراست ته اړتیا لري. هوښیار دولتونه د دې چارې مدیریت لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه قوي ذهنونه راټولوي. دوی په خپل R&D (تحقیق او پرمختګ)‌ له هر څه زیات مصرف کوي ځکه پوهېږي چې د هوښیار تصمیم راز په دقیقې ارزونې او تحلیل کې پروت دی. سیاسي تصامیم د فرض لمانځه په شان خپل وخت لري خو په دې تفاوت چې سیاسي تصامیم د لمانځه په څېر د قضاء چانس نه لري.
PS
22
22
293
32K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
Mustafa, Your analysis of Afghanistan through a liberal democratic lens reflects the same fundamental miscalculation that the so-called cradle of modern democracy, the United States, made over the past two decades. Imposing external political frameworks onto a society with its own deeply rooted historical, religious, and social structures has repeatedly proven counterproductive. Afghanistan cannot be understood, let alone evaluated, through abstract ideological templates detached from its historical and societal realities. Your argument appears to overlook the complexity of Afghanistan’s political evolution, its tribal dynamics, and the central role of religion in its social fabric. Before offering prescriptive judgments, it would be prudent to engage more seriously with Afghanistan’s history, its political traditions, and the lived realities of its people. Commentary that disregards these foundations risks repeating the very analytical errors that have already cost the country dearly.
English
4
3
38
1.5K
Mustafa Akyol
Mustafa Akyol@AkyolinEnglish·
On @AFIntlBrk, I argued that if the Taliban regime wants to serve Islam, they should wake up from Iran's self-defeating mistakes. They should refrain from coercion, and respect Afghans' freedom to practice Islam as they sincerely believe. The other guest did not exactly agree.
افغانستان اینترنشنال@AFIntlBrk

مصطفی آکیول، نویسنده و پژوهشگر موسسه کیتو در واشنگتن: طالبان برداشت قبیله‌ای خود از فرهنگ افغانستان را بر مردم این کشور تحمیل می‌کنند. دیدگاه را در یوتیوب ببينيد: youtu.be/0DyM3WgBQEQ?si…

English
11
9
34
40.5K
Dr. Abdul Hai Qanit retweetledi
TOLOnews
TOLOnews@TOLOnews·
ویډیو: د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس د اوزبېکستان لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي او د کابل او تاشکند د اړیکو په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي. #طلوع‌نیوز
PS
0
7
65
4.6K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
@mirdef82 خالص التهاني لسعادتكم بمناسبة نيلكم درجة الدكتوراه، وهو إنجاز علمي مشرّف يعكس تميزكم وإسهاماتكم القيّمة. مع أطيب التمنيات لكم بدوام التوفيق والسداد في خدمة وطنكم وتعزيز رسالتكم النبيلة..
العربية
2
0
11
695
Dr. Mirdef Alqashouti د. مردف القاشوطي
أتشرف بتكريمي في فئة الدكتوراه، وأرفع خالص الشكر والعرفان إلى حضرة صاحب السمو الشيخ تميم بن حمد آل ثاني، أمير البلاد المفدى “حفظه الله” على دعمه المتواصل للعلم والباحثين. هذا التكريم مسؤولية قبل أن يكون إنجازًا، وبداية لمسار أوسع في خدمة الوطن
تميم بن حمد@TamimBinHamad

فخورون اليوم بتكريم مجموعة مميزة من أبناء وبنات شعبنا خلال حفل التميز العلمي، مع تهانينا لهم بهذا الإنجاز، متمنين لهم التوفيق في مسيرتهم التعليمية والمهنية.

العربية
15
5
75
17.3K
Dr. Abdul Hai Qanit retweetledi
Javlon Vakhabov
Javlon Vakhabov@JavlonVakhabov·
This week, Dr. Abdul Hai Qanit (@AQanit), Director of the Center for Strategic Studies under the Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan, and I along with our teams sat down to discuss how our two research organizations can work together to advance our shared agendas for Uzbekistan-Afghanistan partnership filling it with substance in all aspects. We also discussed some of the ways of raising awareness among the public about current dynamics in our countries and the whole region through fostering understanding, changing attitudes, and driving action. I look forward to translating our long-term strategic goals into actionable initiatives that our think tanks will undertake in the years ahead.
Javlon Vakhabov tweet mediaJavlon Vakhabov tweet mediaJavlon Vakhabov tweet mediaJavlon Vakhabov tweet media
English
6
6
82
5.4K
Dr. Abdul Hai Qanit retweetledi
Abdullah ALTAY
Abdullah ALTAY@altay_abdulla·
İHH ve @insamerresearch iş birliğiyle düzenlediğimiz İNSAMER Çalıştayları Serisi’nin dokuzuncu programına ev sahipliği yaptık. “Pakistan ile İlişkiler Bağlamında Afganistan’ın Dış Politikası” başlıklı çalıştayda, insani diplomasinin, diyalog ve sivil toplumun barışçıl çözümlerdeki önemi vurgulandı. Tüm çalışmalarımızın merkezinde barış, diyalog ve ortak geleceğe dair sorumluluğumuz yer almaktadır. Bu anlamlı sürece katkı sunan herkese teşekkür ederiz.
Abdullah ALTAY tweet mediaAbdullah ALTAY tweet media
Türkçe
0
6
37
3.3K
Dr. Abdul Hai Qanit retweetledi
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
د ۱۷مې پیړۍ په اوږدو کې چې کله په اروپا کې د ملت - دولت سستم رامنځ ته شو، اسلامي نړۍ لا د تېر په څېر د امپراطوري په ساختار کې ژوند کاوه. هلته د عثماني سلطنت د ولکې لاندې له اناتولیا تر حجاز، قفقاز، بلقان او شام ټول ملتونه د یو چتر لاندې راټول وو. کله چې د عثمانيانو دغه لوی چتر په ۱۹۲۳م کې ونړېد، اسلامي نړۍ د سیاسي ساختار له اروپايي سستم سره مخ شوه. مسلمانان د ملت - دولت له سیاسي سستم سره نه مخ شوي وو او نه ورسره په تعامل بلد وو. اروپايي استعمار ډېر ژر د عثماني سلطنت له پرځېدلو وروسته د سایکس - بیکو له لارې شام او شمالي افریقا وویشله. دوی وتوانېدل چې د اسلامي‌ نړۍ لویه کورنۍ د کرښو په ویستلو تقسیم کړي. له هماغه ورځې د اسلامي نړۍ په اسلامپاله مفکرینو کې د دې نوې پدېدې سره د تعامل فکر پیدا شوی. په دې برخه کې د سیاسي مفکرین او د اسلامي نړۍ لوی تیوریسنان په دوه برخو وېشل شوي دي: یوه برخه هغه دي چې فکر کوي‌ د وسیټپالیا ( ملت - دولت) سستم وېش یو واقعیت دی او مسلمانان مجبور دي چې له دې سره تعامل وکړي. دا ډله علماء دا فکر کو‌ي چې که چېرته اسلامي‌ حرکتونه په بېلا بېلو هیوادونو کې له شته وسائلو په استفادې د قدرت واګې په لاس کې ونیسي‌، دوی به وکولای شي‌ په یوې نوې بڼه د اسلامي‌نړۍ د قدرت او حاکمیت دور را ژوندی کړي. بله ډله بیا هغه مفکرین دي چې د ملت - دولت سستم په بنیادي ډول له داسې ارزښتونو سره تړلی ګڼي چې اسلامي کول یې ناممکن برېښي. دوی فکر کوي د ملت - دولت سستم په خټه سیکولار، نشنلېسټ او مادي ګرا دی چې د اسلام له اخلاقي ارزښتونو، معنویاتو او د امت له داعیې سره ټکر لري. استاد وائل حلاق د دغه دویمې ډلې مفکرینو په ټولي کې مخکښ عالم دی. The Impossible State یا نا ممکن دولت د ښاغلي هغه شاهکار دی چې ښايي د یادې موضوع په برخه کې یې جوړه نه وي. استاد حلاق په دې کتاب کې د معاصر دولت بنیاد ته ښکته شوی او کوشش یې کړی چې د معاصر دولت په اسلامیزه کولو کې د شته خنډونو قوي استدلال وړاندې کړي. زه خپله د استاد حلاق د دې کتاب په آیډیالېزم او ځینو نورو داسې مسائلو چې ښايي استاد یې عملي بڼې ته ډېر پام نه وي کړی، کلک انتقاد لرم خو د دې بحثونو د شاربلو کلک طرفدار یم. اسلامي نړۍ د بحث د نه شتون له امله د فکر له تشې سره مخ ده او باید په یاد مو وي‌ چې د فکري بحثونو نه شتون د مړ تمدن لویه علامه ده. له ټولو هغو ملګرو چې د مطالعې ذوق لري، غواړم چې دا کتاب حتما ولولي. د کتاب او قهوې انډیوالي مه پرېږدئ!!!
Dr. Abdul Hai Qanit tweet mediaDr. Abdul Hai Qanit tweet media
PS
8
12
118
8.2K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
Dear friend, Honored to welcome you and your team to Kabul. We had productive and thoughtful discussions on issues of mutual interest, and I look forward to continuing our engagement and further strengthening constructive cooperation in the time ahead.
Javlon Vakhabov@JavlonVakhabov

Enjoyed my introductory conversation with Dr. Abdul Hai Qanit (@AQanit), Director of the Center for Strategic Studies at the Afghanistan Ministry of Foreign Affairs (@MoFA_Afg), while taking a walk around the courtyard of his office.

English
6
8
151
9.1K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
دا چې ایران په دوه اونیو کې کولای شي اټومي اسلحې ترلاسه کړي مطلب یې دا دی چې ایران ټول هغه وسائل، ټکنالوژي او اړین توکي لري چې خپل یورانیم له ۹۰ فیصده زیات غني‌ کړي خو تر دې دمه یې دا سیاسي تصمیم نه دی نیولی. که چېرته یې ونیسي، دوی لپاره دا کار دوه اونۍ وخت نیسي. دا تخنیکي موضوع ده چې ښايي‌ تاسي بیا پکې تحقیق وکړئ. دا چې ایران ولې په دې وخت کې دا تصمیم نه نیسي‌ دا بل لوی بحث دی خو دومره به ووایم چې داسې لوی سیاسي تصامیم خپل ځای سره یو عالم ننګونې لري. هیوادونه مخکې له داسې تصامیمو خپلې ټولې سیاسي محاسبې کوي. دا موضوعات داسې نه دي څرنګه چې مونږ فکر کوو. دویمه موضوع هم د سیاست په طبعیت پوهېدل غواړي. په سیاست کې د دښمن پر ضد مبارزه هم یو منطق او محاسبه لري. د ایراني رژیم په مقابل کې دا مهال قوي او منظم اپوزیسیون نشته چې د دوی ځای ناستی شي. له همدې امله په سیاسي لحاظ یو دښمن رژیم له دې ډېر ښه دی چې یو داسې بې ثباته حالت رامنځ ته شي چې بیا یې کنترول مشکل وي. ایران وړوکی هیواد نه دی، هلته بې ثباتي د منطقې په سر او بر تأثیر لري. نور دلایل شته چې ټویټر یې ځای نه دی.
PS
1
1
32
1.1K
مفتي شهاب الدين نظامي
په دوو مواردو کې درسره موافق نه یم: لومړی تاسو ویلي، چې که ایران وغواړي، په دوو اونیو کې اتومي وسلې جوړولی شي. زه فکر نه کوم دا فرضیه واقعي اوسي، که داسې وي، نو ولې یې جوړې نه کړي؟ په داسې حال کې چې ایران پوهیږي، اتومي وسلو ته لاسرسی هم پرې فشار کموي او هم یې سیاسي موقف لوړیږي. بینا تر اوسه ایران اتومي وسلو ته له رسېدو لرې دی یا لرې ساتل شوی. دویمه خبره دا ده چې دا سمه ده، چې د اوس لپاره د نړۍ په ځانګړي توګه د امریکا لپاره د ایران د رژیم بدلول اولویت نه دی. امریکا غواړي، چې د مظاهرو او نورو فشارونو له لارې ایران اصلاح کړي. په اصطلاح اړ یې کړي، چې د امریکا خبرو او غوښتنو ته غاړه کیږدي او دا اساسا د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پالیسي چې «ثبات او ارامي» ده، برخه ده. او د ایران رژیم بدلول د سیمې ثبات له منځه وړي،کوم چې امریکا نه غواړي. خو د اسرایلو لپاره دا قضیه سرچپه ده، اسرایل هم د ایران اتومي پروګرام او هم شته رهبري، چې دې پروګرام ته تر بل هر چا ډېره ژمنه ده، د ځان لپاره یوازینی خطر بولي. اسرایل فکر کوي، چې د ځان بقا یې دا ایجابوي، چې ایران سقوط وکړي، ځکه اسرایل همدا اوس هم د دې په لټه کې دي، چې روانې مظاهرې د ایرانی رژیم په سقوط منتج شي. له شک پرته په سقوط به یې نتنیاهو جشن نیسي. دا اساسا د لوی اسرایل د ستراتیژۍ برخه ده، کومه چې نتنیاهو تعقیبوي. په دې کې شک نه شته، چې د اسرایلو دا ستراتیژي د امریکا د ستراتیژۍ سره په ټکر کې ده او په ډېر ګومان هغه به کیږي، چې امریکا یې غواړي، حد اقل د اوس لپاره.
PS
1
0
19
1.6K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
د فشار هندسه: لاریونونه، بندیزونه او د ایران ستراتیژیکه تنګسیا د ۷ له اکتوبر وروسته په عمومي ډول او د ټرمپ له راتګ سره په ځانکړي ډول ایرانی حکومت د خپل تاریخ له سخت ترینو بندیزونو او د سیاسي او نظامي فشارونو له حالت څخه تېرېږي. اسرائیلي رژیم چې فکر کوي ایران دوی لپاره په سیمه کې له ټولو لوی خطر دی، کوشش کوي چې د ایران له ضعیف حالت څخه په استفادې ایراني رژیم ته قوي ضربه ورکړي. اسرائیلو ته د ایران له اړخه دوه لویې ننګونې موجه دي چې دوی فکر کوي چې باید غم یې وخوري: لومړۍ هستوي ټکنالوژي ده چې ایران یې ټول وسائل په لاس کې لري او چې وغواړي د دوه هفتو په ترڅ کې ترې اتومي اسلحې جوړولای شي. دا ټکنالوژي د ایران د امنیت لپاره ډېره لویه وسیله ده. اسرائیل فکر کوي چې که چېرته ایران اسلحې جوړې کړي، اسرائیل به د ایران پر ضد د فشار ډېر وسائل له لاسه ورکړي. دویم د ایران سیمه ېیز نفوذ دی چې اسرائیلو ته یې لوی درد سر جوړ کړی دی. د ۷ له اکتوبر وروسته اسرائیلو او امریکا تر ډېره حده په دې برخه کې د ایران رول محدود کړی دی. په لبنان، عراق، یمن او فلسطین کې هغه ډلې چې دوی ېې حمایت کوه، له حیاتي مشکل سره مخ دي. ایرانیان له همدې امله له حماس د دوی د ۷ اکتوبر له تصمیم ډېر ناراحته دي ځکه چې دوی فکر کوه چې دا مناسب وخت نه وو چې ایران په دې امتحان کې واچول شي. اوس اسرائیل او د دوی په لابي امریکا غواړي چې ایران په همدې کمزوري حالت کې پورته دوه برخو کې یو تفاهم ته تیار کړي. ایران له همدې امله اوس د امریکا لخوا د اعظمي فشار له ستراتیژۍ سره مخ دی. دوی فکر کوي چې په همدې کمزوري‌ حالت کې باید ایران دومره فشار شي چې په پورته برخو کې یو ډیل ته تمایل وښايي. یوه موضوع باید پوره واضحه وي چې دا مهال د ایراني حکومت د بدلون ستراتیژي د یو هیواد هم په ګټه نه ده ځکه ایراني حکومت داسې منظم اپوزیسیون نه لري‌ چې غرب پرې د دوی پر ځای سیاسي تشه ډکه کړي. له همدې امله، امریکا او اسرائیلو لپاره د انارشېزم او ګډوډۍ پر ځای د همدې حکومت پاتې کېدل په ګټه دي. امریکا ښايي د تېر په څېر محدود نظامي عملیات هم وکړي خو دا به د هماغه فشار د ستراتیژۍ برخه وي چې پورته پرې بحث وشو.‌ د محدودو نظامي عملیاتو هدف به هم دا وي‌ چې ایرانیان یو ډیل ته مجبور کړي. اوس مهال روان لاریونونه د فشار بله وسیله ده چې اسرائیل او امریکایان یې قوي ملاتړ کوي. زه فکر کوم ایراني حکومت به دا لاریونونه کنترول کړای شي خو دوی به حتما دا سګنل اخستی وي چې د دوی په خپل نظام کې له سیاسي او ټوله کې له اجتماعي اصلاحاتو پرته بله لاره نه لري. روان لاریونونه د ایراني انقلاب راپدېخوا له ټولو قوي او بې مخینې لاریونونه دي. د لاریون کوونکو په طرف کې له ټولو لوی مشکل دا دی چې دوی واحده، کرازماتیکه او قوي رهبري نه لري. د شاه تاریخ داسې دی چې ایرانیان به ونه غواړي د هغې شا او خوا ته راټول شي. له هغه پرته د ایران په داخل او خارج کې اوسمهال داسې رهبري نشته چې د ایراني حکومت پر ضد غږونه منسجم او رهبري کړي. په همدې اساس ایران اوسمهال له داخلي او بهرني اړخه له لویو ننګونو سره مخ دی او ممکن چې دا فشار لا زیات شي خو په دې وخت کې د ایراني رژیم د بدلون امکانات ډېر کم دي. امریکایان او اسرائیل کوشش کوي چې ایراني رژیم په پورته برخو کې یو تعامل ته تیار کړي. ایران اوس د خپل تاریخ له ډېر مهم او حساس وضعیت څخه تېرېږي او دوی لپاره یواځینی انتخاب مقاومت او مزاحمت دی. دا چې دوی دا مقاومت په څومره درایت کوي، د دوی د سیاسي درک او ظرفیت لوی امتحان دی. پای
PS
12
20
202
16.3K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
The world order is shifting from unipolar dominance to multipolarity, allowing mid-sized and smaller states to engage multiple great powers simultaneously instead of aligning with one hegemony. This transition poses two key challenges: uncertainty about the new order's shape requiring proactive analysis to prevent marginalization and the need for flexible, interest-driven alliances in a fluid geopolitical environment. For countries like Afghanistan, success depends on cultivating political acumen and economic self-reliance to navigate this intricate landscape effectively.
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit

نړیوال سستم له لسیزو وروسته له یوې مرحلې څخه د بلې مرحلې په لور مخ په بدلون دی. تر دې دمه دا نه ده مالومه چې نوی نظم به په څه شکل ترتیبېږي خو دا واضحه ده چې په دې نظم کې به یواځې څو لوی قدرتونه نه بلکې منځني قدرتونه او واړه هیوادونه هم خپل رول لري. تېرې لسیزې چې په نړۍ د یو لوی قدرت حاکمیت وو، ساختار په طبعي ډول داسې جوړ وو چې نور باید له همدې یو قدرت سره پراګماتیک تعامل وکړي. دا چې اوس د لوبغاړو شمېر ډېرېږي، هر هیواد به مجبور وي چې له څو لوبغاړو سره په یو وخت کې د تعامل لارې پرانیزي. مونږ له دوه لویو ستونزو سره مخ یو: لومړی ستونزه دا ده چې تر اوسه دا مالومه نه ده چې د نوي نظم ساختار به په څه ډول وي! مسؤل حکومتونه ورځ او شپه په دې کوشش لګیا دي چې د نوي جوړښت په لور مسیر پیدا کړي او د ځان عیارولو لپاره ورته کورنۍ وظیفه ترسره کړي. هغه هیوادونه چې په دې برخه کې وروسته پاتې دي، نوي نظم کې به د نورو قدرتونو د لوبو وسیله وي. دویمه ستونزه دا چې په نوي ساختار کې به له ډېرو لوبغاړو سره مشترکات پیدا کول غواړي ځکه یو مالوم نړیوال حاکمیت به وجود نه لري. زه فکر کوم دا ساختار به په داسې شکل وي چې مشخص بلاکونه به پکې وجود نه لري بلکې واړه هیوادونه به مجبور وي چې هر چا سره د خپلو ګټو مشترکات تعریف کړي. دا ډېر مغلق او حساس کار دی. دا دواړه ستونزې یو حل لري او هغه سیاسي ظرفیت دی ځکه د دې دواړو ستونزه حل له تحقیق او تفکر سره تړل شوي دي. دا لوبه به هغه هیوادونه ښه کوي چې وضعیت په ښه ډول مطالعه کړي او د خپلو ګټو او تاوانونه ځای پکې روښانه کړي. سیاست پراخه سینه، عمیق فکر او روڼ عقل غواړي. دا د درایت، هوښیارتیا او جدیت لوبه ده. پام پکار دی!

English
6
8
82
4.4K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
نړیوال سستم له لسیزو وروسته له یوې مرحلې څخه د بلې مرحلې په لور مخ په بدلون دی. تر دې دمه دا نه ده مالومه چې نوی نظم به په څه شکل ترتیبېږي خو دا واضحه ده چې په دې نظم کې به یواځې څو لوی قدرتونه نه بلکې منځني قدرتونه او واړه هیوادونه هم خپل رول لري. تېرې لسیزې چې په نړۍ د یو لوی قدرت حاکمیت وو، ساختار په طبعي ډول داسې جوړ وو چې نور باید له همدې یو قدرت سره پراګماتیک تعامل وکړي. دا چې اوس د لوبغاړو شمېر ډېرېږي، هر هیواد به مجبور وي چې له څو لوبغاړو سره په یو وخت کې د تعامل لارې پرانیزي. مونږ له دوه لویو ستونزو سره مخ یو: لومړی ستونزه دا ده چې تر اوسه دا مالومه نه ده چې د نوي نظم ساختار به په څه ډول وي! مسؤل حکومتونه ورځ او شپه په دې کوشش لګیا دي چې د نوي جوړښت په لور مسیر پیدا کړي او د ځان عیارولو لپاره ورته کورنۍ وظیفه ترسره کړي. هغه هیوادونه چې په دې برخه کې وروسته پاتې دي، نوي نظم کې به د نورو قدرتونو د لوبو وسیله وي. دویمه ستونزه دا چې په نوي ساختار کې به له ډېرو لوبغاړو سره مشترکات پیدا کول غواړي ځکه یو مالوم نړیوال حاکمیت به وجود نه لري. زه فکر کوم دا ساختار به په داسې شکل وي چې مشخص بلاکونه به پکې وجود نه لري بلکې واړه هیوادونه به مجبور وي چې هر چا سره د خپلو ګټو مشترکات تعریف کړي. دا ډېر مغلق او حساس کار دی. دا دواړه ستونزې یو حل لري او هغه سیاسي ظرفیت دی ځکه د دې دواړو ستونزه حل له تحقیق او تفکر سره تړل شوي دي. دا لوبه به هغه هیوادونه ښه کوي چې وضعیت په ښه ډول مطالعه کړي او د خپلو ګټو او تاوانونه ځای پکې روښانه کړي. سیاست پراخه سینه، عمیق فکر او روڼ عقل غواړي. دا د درایت، هوښیارتیا او جدیت لوبه ده. پام پکار دی!
PS
13
27
233
16.5K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
په منځني ختیځ کې روان وضعیت همدومره اساسي او حیاتي دی. د نړیوال سیاست راتلونکي لس کاله د نظم د انتقال مرحله ده چې دا لوري پکې د خپل ځان ثابتولو لپاره د خپلې بقاء د برخلیک تصمیم نیسي. 👇👇👇
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit

د منځني ختیځ برخلیک ټاکونکی کړکېچ عبدالحی قانت صهیونستي رژیم، ایران او د فلسطین اسلامي مقاومت؛ درې واړه لوري د خپلې بقاء له برخلیک ټاکونکي‌ حالت سره مخ دي. اسرائیل د دې کړکېچ له اولې ورځې په دې فکر دی چې ایران مستقیما له ځان سره جګړې ته راښکېل کړي تر څو رژیم د امریکا په ملاتړ د دوی سیمه ېیز قدرت، ټکنالوژیکي وړتیاوو او سیاسي/نظامي نفوذ ته د پای ټکی کېږدي. رژیم د دوه وجوهاتو له امله دا کار په همدې وخت کې کول غواړي: ۱ صهیونستان فکر کوي چې که چېرته اوس د ایران مخه ونه نیول شي‌، ښايي امریکا د خپلو نورو لومړیتوبونو له امله ایران سره د هستوي ټکنالوژۍ او یورانیمو د غناء په موضوع کې توافق ته ورسېږي. که چېرته دا توافق وشو، په اوږد مهال کې به اسرائیل د ایران پر وړاندې د قدرت له مخې ډېر بې وسې پاتې. رژیم د اوباما په وخت کې ایران سره د د هستوي تکنالوژۍ په برخه کې دد څرګند مخالفت اساسي لامل هم همدا وو. دوی د ټرمپ په لومړی دوره کې په دې کامیاب شول چې امریکا بېرته په یو اړخیز ډول له ایران سره د هستوي توافق پرېښودلو ته اړ کړي. ۲ صهیونستان پوهېږي چې د نړیوال توازن له بدلون سره له نن څخه لس - پنځلس کاله وروسته امریکا په هغه قدرت کې نه پاتې کېږي په کوم کې چې له تېرو ۳۰ کلونو څخه واقع ده. دوی فکر کوي همدا موقع ده چې که غواړي د ایران لاس د سیمې له لویو سیاستونو پرې کړي، باید د امریکا په بسپنه یې خراپ کړي. بل لوري ته ایرانیان دي چې له لسیزو راهیسې یې له صهیونستي رژیم او امریکا سره په ځینو اساسي مسائلو ټکر دی. په دا وروستیو کې دوی سره د امریکايي مذاکراتو په مسائلو کې ټولې مسئلې حل شوې خو یواځینۍ پاتې مسئله چې دوی پرې توافق ته ونه رسېدل د یوانیمو د غناء موضوع وه. ایرانیان په دې فکر د‌ي چې امریکایانو هم ځکه اسرائیلو ته پر ایران د مستقیم ګوزار اجازه ورکړه چې دوی د فشار په وسیله د یوانیمو په مسئله کې معاملې ته اماده کړي. تر دې دمه د ایران د حکومت موقف په دې برخه کې ډېر جدي برېښي چې د فشار او زور له لارې به هېڅکله دې ته تیار نه شي د یوارنیمو د غناء وړتیا له لاسه ورکړي. ایرانیان فکر کوي چې که د روان فشار حالت ته سر ټیټ کړي ښايي د لسیزو کار په نتیجه کې لاسته راوړې وړتیا له لاسه ورکړي او که چېرته ودرېدل ممکن د دې وړتیا لرولو سره تل لپاره په سیمه کې خپل امنیت او قدرت ثابت کړي. دوی د همدې له امله دې مرحلې ته د برخلیک ټاکونکي حالت په نظر ویني. بل اړخ ته فلسطیني مقاومت دی چې له لسیزو د صهیونستي رژیم له چېلېنج سره مخ دی. د ۷ له اکتوبر مخکې د دوی محاسبه هم دا وه چې که چېرته د سیمه ېیز او نړیوال سیاست په دې ځانګړې مرحله کې یو حیاتي موقف ونه نیسي، ښايي تل لپاره د فلسطین په قضیه کې له معادلې وویستل شي. دوی پوهېدل چې د تطبېع (عادي سازي) په ابراهمي توافق کې پلان دا دی چې دوی تل لپاره د فلسطین قضیه د خاوره لاندې کړي. د ۷ اکتوبر اساسي هدف همدا وو چې دا وخت باید د خپل برخلیک په اړه اساسي تصمیم ونیسي. همدا وشول، دوی وتوانېدل د فلسطین قضیه بېرته داسې را ژوندۍ کړي چې ښايي پیړۍ یې بیا د سیمې او نړۍ قدرتونو د خښولو فکر ونه کړي. اسلامي مقاومت هم دا مهال د خپل برخلیک حیاتي جګړه کوي چې که چېرته ترې دوی داسې حالت ته ووتل چې په غزه یې خپله ولکه وساتله، مقاومت به د راتلونکي لپاره د قضیې یوه مشروع مرجع ثابته شي. په منځني ختیځ کې روان وضعیت همدومره اساسي او حیاتي دی. د نړیوال سیاست راتلونکي لس کاله د نظم د انتقال مرحله ده چې دا لوري پکې د خپل ځان ثابتولو لپاره د خپلې بقاء د برخلیک تصمیم نیسي.

PS
4
12
83
4.4K
Victor Cha
Victor Cha@VictorDCha·
Arrival on New Years Eve! Get yours in 2026!
Victor Cha tweet media
English
21
82
535
32.5K
ريحان الأفغاني
ريحان الأفغاني@RihanAlafghani·
الله أكبر ولله الحمد 🚨أنباء غير مؤكدة عن خطاب مرتقب للبطل الملثم أبي عبيدة الساعة الرابعة مساءًا
ريحان الأفغاني tweet media
العربية
24
19
681
47.9K
Atif Mashal عاطف مشعل
الحمدالله د تحصیلي ژوند یو بل مهم پړاو په خیر او بریا سره پای ته ورسېد. د انګلستان د اکسفورد پوهنتون څخه مې د نړیوالو او دیپلوماتیکو مطالعاتو د فوق‌لیسانس پروګرام په بریا سره بشپړ کړ. تېر څلور کاله، له لوړو او ژورو سره سره، زما لپاره د زده‌کړې او فکري بوختیا کلونه وو. د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو له پوهنتون (LSE) څخه د نړیوالې ستراتیژي او دیپلوماسۍ (International Strategy and Diplomacy) په برخه کې د ماستري له ترلاسه کولو وروسته، د اکسفورد پوهنتون د فوق‌لیسانس دې پروګرام ماته دا فرصت راکړ چې د عملي تجربې او علمي تیورۍ ترمنځ اړیکه ژوره درک کړم او د نړۍ د چټکو بدلونونو روښانه انځور ووینم. نننۍ نړۍ له بې‌ساري پېچلتیاوو، څو‌قطبي کېدو، پرله‌پسې بحرانونو او د باور د کمزورۍ له بې مخیني حالت سره مخ ده؛ داسې شرایط چې پکې د دیپلوماسۍ اړتیا تر بل هر وخت ضروري او حیاتي ښکاري. له خپلې کورنۍ څخه د زغم او تشویق لپاره، له استادانو څخه د علمي لارښوونو او ملاتړ لپاره، او د St Cross College له ادارې څخه چې د اکسفورد په زړه کې یې د اوسیدو ارام او علمي چاپېریال راته برابر کړ، صمیمانه مننه کوم🙏. ان‌شاءالله د تحصیل راتلونکي پړاو ته به په لا شوق، تواضع او مسوولیت سره دوام ورکړم.🤞🏻
Atif Mashal عاطف مشعل@MashalAtif

I am pleased to share that I have completed my Postgraduate in Diplomatic Studies at the University of Oxford, following my MSc in International Strategy & Diplomacy from the London School of Economics and Political Science (LSE). My time at Oxford coincided with a period of profound transition in global politics. Engaging with diplomatic theory, while reflecting on practical experience, offered valuable clarity on an international environment increasingly shaped by multipolarity, uncertainty, and overlapping crises. In such conditions, diplomacy reveals its true purpose 🤝— not as an abstract ideal, but as a disciplined responsibility to manage differences, sustain dialogue, and reduce the risk of escalation when trust is fragile and conflict is never far away. I am sincerely grateful to my family for their patience and support, and to my professors and the Diplomatic Studies Programme (DSP) community for their guidance, intellectual exchange, and encouragement throughout this journey. I am also thankful to St Cross College for providing a welcoming and supportive academic environment 🙏. As I continue toward the next academic milestone, I do so with humility, appreciation, and a renewed commitment to learning and reflection 🤞🏻.

PS
29
0
115
10.9K
Habibi ⚡
Habibi ⚡@nooragha444·
@AQanit قدرمن قانت صاحب، هغه د سوريې قهوې کړې ژمنه به څنګه شي 😎
PS
1
0
0
60
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
د قهوې او کتاب ملګرتیا مه پرېږدئ 😊
Dr. Abdul Hai Qanit tweet media
PS
16
7
304
8.1K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
حرم رُسوا ہُوا پیرِ حرم کی کم نگاہی سے جوانانِ تتاری کس قدر صاحب نظر نکلے زمیں سے نُوریانِ آسماں پرواز کہتے تھے یہ خاکی زندہ تر، پائندہ تر، تابندہ تر نکلے جہاں میں اہلِ ایماں صورتِ خورشید جیتے ہیں اِدھر ڈُوبے اُدھر نکلے، اُدھر ڈُوبے اِدھر نکلے یقیں افراد کا سرمایۂ تعمیرِ مِلّت ہے یہی قوّت ہے جو صورت گرِ تقدیر مِلّت ہے علامہ (رح)
اردو
1
0
49
2.2K
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
@nahafghan شیدو او خواږه چې قهوه کې ګډ شول بیا یې شربت بولي. قهوه نو باید ترخه وي 😊
PS
3
1
10
343
Qazi Najibullah Jami
Qazi Najibullah Jami@JamiQazi·
@AQanit بلکل، خو که قهوه ښه وي ـ چې په موږ یې هم پیرزو کړې.
اردو
1
0
8
424
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
اقتصاد د یو هیواد ملي ګټو یوه برخه ده. سیاست، امنیت، حیثیت او.... همداسې نورې ډېر برخې دي چې هیوادونه پکې خپلې ملي ګټې تعریفوي. د هر هیواد تمرکز په همدې ټولو برخو وي تر څو وکولای شي چې خپلې ملي ګتې تضمین کړي.‌ ملي ګټې هم بیا له هیواد تر هیواد وي. امریکا چې یو ډېر لوی هیواد دی په ډېره برخو کې ګټې او تاوانونه لري‌ ځکه په ډېرو برخو کې ښکېل دي. ځینې هیوادونه بیا محدودې لري خو یواځې اقتصاد باندې تمرکز کار نه ورکوي. د اقتصاد ساتل هم امنیت، په نړیواله ټولنه کې د ملګرو شتون او نورو ډېرو برخو کې کار ته اړتیا لري.
PS
1
1
18
635
Dr. Abdul Hai Qanit
Dr. Abdul Hai Qanit@AQanit·
څه موده وړاندې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي اعلان شوه چې د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې د بحث توده موضوع وه. دغه ستراتیژي چې امریکا یې هر کال په بهرني سیاست کې د خپلو ستراتېژیکو لومړیتوبونو په اړه اعلانوي، د نړۍ په سطحه یو مهم سند دی. د هغې وجه دا ده چې امریکا د نړۍ لوی سیاسي، اقتصادي او نظامي قدرت دی. د نړۍ په ګوټ کوټ کې د نورو هیوادونو ستراتېژۍ د دوی په اړه د امریکا له نیت او ارادې سره مستقیم تړاو لري. دا ستراتیژي چې بېلابېلې برخې لري تر ډېره په دې بحث کوي چې د تېرې مودې د ملي امنیت په ستراتیژۍ کې خلاوې په نښه کړي او بیا د خپلو هغو ظرفیتونو چې دوی یې په لاس کې لري له وخت سره سم خپل لومړیتوبونه وټاکي. په دې سند کې امریکا په بهرني سیاست کې خپلې هغې سیمې هم په نښه کړي دي چې دوی ته د پام وړ اهمیت لري. د دې مطلب هېڅکله دا نه دی چې له دې پرته نورې سیمې ورته مهمې نه دي خو یادې سیمې هغه مهم ځایونه دي چې د دوی ملي ګټو ته مستقیم اهمیت لري. امریکا د کال په طول کې بیا د په همدې سیمو ترکیز کوي او غواړي چې خپلې ګټې پکې ترلاسه کړي. لومړۍ او له ټولو مهمه موضوع چې دا ستراتیژي کې په نښه کوي دا چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر په نورو هیوادونو خپل نظامونه وتپي. دوی به له دې وروسته په نورو سیمو کې د حکومتونو له څرنګوالي سره کار نه لري او کوشش به کوي چې له هیوادونو سره په ګډو مشترکاتو کار وکړي. همداراز، د ترورېزم په نوم هغه پدیده چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر وو، نور د دوی په ستراتیژۍ کې مهم ځای نه لري ځکه چې اوسمهال نورې لویې ننګونې شته چې امریکا غواړي له هغوی سره په ښه توګه تعامل وکړي. مخکې له دې چې هغه سیمې یادې شي چې امریکا ته به له دې وروسته ستراتیژيک اهمیت لري، ستراتیژي هغه وسائل په نښه کوی چې اوسمهال د خپلو ګټو لاسته راوړلو لپاره دامریکا په لاس کې دي. د امریکا قوي سیاسي سستم، اقتصاد، نړیوال مالي سستم، ټکنالوژي، نظامي قدرت، د سیاسي اتحادونو نېټ ورک، جغرافیه، نرم قدرت او د امریکايانو د وطن پالنۍ احساس د دې برخې مهمې نکتې یادې شوي دي. په دې وخت کې امریکا په نړۍ کې د ستراتیژیک اهمیت پنځه سیمې یادې کړي دي چې دوی به هلته د خپل سیاست ټول وسائل پکار اچوي. دوی به کوښښ کوي چې هلته د خپلو دښمنانو د مخنیوي او د خپلو ګټو ساتلو لپاره عملي چارې ترسره کړي. د ستراتیژیو اساسي هدف همدا وي چې یو هیواد یې له مخې خپل مسیر وټاکي، دا چې څرنګه بیا دا اهداف لاسته راوړي‌ او کومې عملي برنامې ورته جوړېږي د عامو خلکو له نظره پټې وي او تر ډېره یې هیوادونه له زمان او مکان سره سم پکار اچوي. لومړی: لودیځه نیمه ګره دا هغه سیمه ده چې د امریکا شا او خوا هیوادونو پکې مېشت دي. له شمالي اټلانټک آخوا ټول هیوادونه د کاناډا په شمول د شمالي او جنوبي امریکا ټول هیوادونو د لویدیځې نیمه کرې برخه ده. امریکا غوړاي چې په دغه سیمې کې خپل نفوذ وساتي او د چین او روسیې په شمول بل هېڅ هیواد پرېنږدي چې له دې هیوادونو سره په نظامي، اقتصادي او سیاسي برخه کې ستراتیژیکې همکارۍ ولري. امریکا دا سیمه په تاریخي لحاظ د خپل نفوذ طبعي ساحه بولي او هېڅکله لوی هیوادونه دې سیمې ته نږدې نه پرېږدي. د سیاسي اهمیت تر څنګ دوی د اټلانټک او پاناما د تجارتي لارو د ساتلو تر څنګ دلته د بل لوی هیواد راتګ ځان لپاره مستقیم خطر بولي. د ۲۰۲۵ ستراتیژي کاږي چې امریکا به د خپل پخواني دکتورین په اساس په دې سیمې کې خپل متحدین ساتي او کوشش به کوي چې نورو هیوادونو سره هم کار وکړي. دویم: آسیا له آسیا څخه تر ډېره د دې ستراتیژۍ مراد د آسیا د پیړۍ نوي اقتصادونه دي. په دې برخه کې امریکا غواړي د آسیا اقتصادي فرصتونه د خپل ځان په ګټه وکاروي او کوشش وکړي چې د خپل متحدینو په واسطه د چین د لا ډېر پرمختګ مخه ونیسي. همداراز، دوی دا هم کاږي چې نه غواړي په دې وخت له چین سره په مستقیم ټکر کې ښکېل شي خو د تایوان ملاتړ او د چین پر ضد د جاپان، هند، استرالیا، جنوبي کوریا او د سوېل شرقي آسیا ملګرو ته به په کله دوام ورکوي. دا سیمه امریکا لپاره له دوه اړخونو ډېره مهمه ده. لومړی دا چې د نړیوال تجارت هره دریمه بیړۍ له همدې لارو تېرېږي، دوی هېڅکله نه غواړي چې چین دا سیمه خپل کړي او بیا د خپلې ګټې لپاره وکاروي. دویم دا چې د چین د راپورته کېدلو لپاره دا سیمه داسې اهمیت لري لکه څرنګه چې د امریکا قدرت لپاره د لویدیځې نیمه کرې اهمیت دی. دوی نه غواړي چین پرېږدي چې په سیمه کې په ازادانه ډول خپل قدرت پراخ کړي. لنډه دا چې دا سیمه به نړوالو قدرتونو لپاره د روانې پیړۍ د جیوپولیټیک د اهمیت سیمه وي او ښايي تایوان او سوېل جنوبي سمندرګۍ د دوی ترمنځ د ټکر په نکته هم بدله شي. دریم: اروپا د ټرمپ اداره د اروپا په سیاستونو انتقاد لري‌ او غواړي چې دوی یو لوی تغیر ته وهڅوي. دا ستراتیژي کاږي چې امریکا به په اروپا کې د داخلي ثبات او له روسیې سره د ستراتیژیک ثبات په برخه کې اروپام ملاتړی وي. دا په دې مانا چې امریکا به د داسې اروپا ملاتړ ته دوام ورکوي چې دوی د روسیې په اړه خپل موقف په اوکراین کې له جګړې څخه د ثبات او سولې په طرف بدل کړي.‌ ټرمپ دا کار دې لپاره هم کوي چې نه غواړي په اروپا کې د روانې جګړې بوج پورته کړي. امریکایان کوښښ کوي چې اروپا کې ثبات وي تر څو دوی د چین په مخنیوي خپل وسائل او انرژي ولګوي. څلورم: منځنی ختیځ د ټرمپ اداره په دې باور ده چې منځنی ختیځ د تېر په څېر د انرژۍ په برخه کې اهمیت نلري بلکې د انرژۍ وسائل له وخت سره بدل شوي دي. همداراز، د منځني ختیځ اکثر حکومتونه د امریکا نږدې ملګري دي چې دوی به له هغوی سره خپل پارټنرشپ ته دوام ورکوي. همداراز، ایران د پخوا په پرتله ضعیف حالت کې دی او امریکا به یې له خپلو ملګرو سره په ګډه د بیا راپورته کېدو مخه نیسي. دوی به همداراز کوښښ کوي چې د اسلامي نړۍ نور هیوادونو هم د ابراهم له تړون سره یو ځای کړي تر څو اسرائیل له ټولو سره طبعي اړیکې ولري. د فلسطین په قضیه کې به اوربند کې د دوام هڅې کوي او کوشش به کوي چې حماس بیا د دې وړ نشي‌ چې د اسرائیلو امینت وننګوي. همداراز، سوریه یو بالقوه ننګونه ده خو د سیمې د هیوادونو په ملاتړ به کوشش کوي چې په داسې شکل نتظیم شي چې په سیمه کې په ثبات او ارامتیا ژوند وکړي. افریقا: امریکا په تاریخي لحاظ په افریقا کې د رژیمونو په بدلولو او لبرال آیډیالوژۍ په خپرولو تمرکز کړی خو د ټرمپ اداره په دې باور ده چې له دې وروسته به کوشش کېږي چې په دې سیمه کې روانو ټکرونو (کانګو – وراندا او سودان) ته د حل لاره پیدا کړي او د بالقوه ټکرونو (ایتوپیا، سومالیه او ایرتریا) مخنیو وکړي. امریکا به همداراز په دې سیمه کې د کومکونو پر ځای د پرمختګ په همکاریو ترکیز کوي او کوشش به کوي چې افریقايي حکومتونه خپله له دې فرصت څخه استفاده وکړي. دا چې امریکایان په دې باور دي چې د ترورېزم پدیده اوس د افریقا سیمې ته انتقال شوې ده، د دوی د راپورته کېدلو په ټینګه مخنیوی کوي. په دې ستراتېژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته. د امریکا مخې ته چې د نوو جیوپولیټیکو ننګونو بې پرې تحلیل کېږي، دا ښکاره ده چې امریکا نور افغانستان د لویې ستراتیژۍ په مرکزیت کې نه ویني. زه فکر کوم امریکایان به کوشش کوي چې د افغان لوري د مثبتې ارادې په نتیجه کې له افغانستان سره داسې تعامل وکړي لکه له نورو ډېرو عادي هیوادونو سره یې کوي. له دې سره چې دا افغانستان لپاره له یو اړخه مثبت خبر دی خو نورې لویې ننګونې شته چې باید افغان حکومت یې په جدي ډول وڅېړي. د قهوې او کتاب ملګرتیا مه پرېږدئ.
Dr. Abdul Hai Qanit tweet mediaDr. Abdul Hai Qanit tweet media
PS
14
36
304
15.9K