Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE

33 posts

Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE banner
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE

Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE

@AfgConsulateDxb

په دوبۍ کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ رسمي پاڼې ته ښه راغلاست. Welcome to the official page of Afghanistan .Consulate in Dubai

Katılım Temmuz 2023
28 Takip Edilen480 Takipçiler
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE
که د مرحوم کوم خپلوان یا د کورنۍ غړی په متحده عربي اماراتو کې شتون لري، په ډېر درنښت غوښتنه کېږي چې په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. او که د هغه کورنۍ یا اقارب په افغانستان کې وي، مهرباني وکړئ له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: 📞 00971509744069 روح دې یې ښاد. 2/2
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE@AfgConsulateDxb

د پیژندې خبرتیا. په ډیرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې زموږ یو افغان ورور، مرحوم غفور خادور، د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی، شاوخوا ۴۰ کلن، په متحده عربي اماراتو کې وفات شوی دی. تر اوسه پورې د مرحوم هېڅ ډول خپلوان یا د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي. 1/2

PS
0
0
0
130
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE
د پیژندې خبرتیا. په ډیرې خواشینۍ سره خبر درکوو چې زموږ یو افغان ورور، مرحوم غفور خادور، د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی، شاوخوا ۴۰ کلن، په متحده عربي اماراتو کې وفات شوی دی. تر اوسه پورې د مرحوم هېڅ ډول خپلوان یا د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي. 1/2
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE tweet media
PS
0
0
1
213
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE
په دوبۍ کې د ا.ا.ا. لویې قونسلگرۍ د ختیځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د تعزيت په پار د فاتحې مراسم ترسره کړل. په دې مراسمو کې د یوشمېر هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، دیني عالمانو، سوداگرو او مېشتو افغانانو گډون وکړ او د شهیدانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرگنده کړه.
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE tweet mediaConsulate General of Afghanistan in Dubai, UAE tweet mediaConsulate General of Afghanistan in Dubai, UAE tweet mediaConsulate General of Afghanistan in Dubai, UAE tweet media
PS
0
0
2
1.1K
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
تازه: په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته زیری ورکوو چي په نژدې راتلونکي کې به دالمان هېواد په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بیا فعاله کړي. د يادو خدمتونو بيا پيل سره به په اروپایي هېوادونو کې د پاسپورټ پلوه د افغان وګړو ستونزو ته فعاله رسېدنه وشي.
Hafiz Zia Ahmad tweet media
PS
4
65
418
11.5K
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan@MoFA_Afg

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.

PS
8
25
167
7.3K
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Hafiz Zia Ahmad
Hafiz Zia Ahmad@HafizZiaAhmad·
د حکومت د رسنیو په مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام 🔴
PS
6
103
290
17.7K
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
د افغانستان اسلامي امارت، ازبکستان جمهوریت او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ا.ا.ا د فواید عامې، د ازبکستان د ټرانسپورت او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ د ټرانس افغان وسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan tweet mediaMinistry of Foreign Affairs - Afghanistan tweet mediaMinistry of Foreign Affairs - Afghanistan tweet media
PS
26
107
563
35.2K
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو مخلص او زحمت‌کښ دیپلومات، ښاغلی فیضان الله ناصري، چې د ایران په مشهد ښار کې د قونسل په توګه دنده ترسره کوله، د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. فیضان الله ناصري یو دیندار، متواضع، خدمت‌ګار او وطن‌پال شخصیت و، چې د خپلې دندې پر مهال یې تل له اخلاص، او ایماندارۍ څخه کار اخیسته. د نوموړي مړینه موږ ټولو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده. په دوبۍ کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ مشرتابه او رهبري د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګندوي، او د هغه کورنۍ، ملګرو او ټولو خواخوږو ته تسلیت وړاندې کوي. خدای ج دې ټولو ته صبر، او مرحوم ته دې خپل رحمت، مغفرت او د فردوس جنت لوړې درجې نصیب کړي. روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې.
Waisuddin Qahraman tweet media
PS
0
1
1
277
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د افغان محصلینو لپاره په سکای لاین پوهنتون کې سکالرشیپونه! په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسلګرۍ د لوړو زده کړو په برخه کې د هڅو په دوام، د سکای لاین پوهنتون سره د افغان محصلینو لپاره د سکالر شیپونو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د د غه هوکړه لیک په اساس به هغه افغان محصلین چې غواړي د لیسانس او ماسترۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړي کولای شي چې د 15٪ څخه تر 75٪ پورې تخفیف تر لاسه کړي. دا هوکړه لیک د افغان محصلینو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې مهم ګام دی، چې له یوې خوا به د هغوی تحصیلي فرصتونه زیات کړي او له بلې خوا به د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مرسته وکړي. دا همکاري نه یوازې د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، بلکې افغان محصلینو ته په نړیوال ډګر کې د نویو پرمختګونو او فرصتونو په رامنځته کولو کې هم ګټور تمامیدای شي. په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسلګرۍ په هڅه کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د شته پوهنتونو سره د ورته هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره افغانانو ته د لوړو زده کړو په برخه کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي. په دوبۍ کې د افغانستان ا.ا جنرال قونسل ښاغلي عبدالرحمن فداء د سکای لاین پوهنتون د مشرتابه څخه مننه وکړه او په راتلونکې کې د نورو همکاریو غوښتونکی شو. د نورو معلوماتو لپاره او یا په اسکای لاین پوهنتون کې د تحصيلي بورسونو د ترلاسه کولو لپاره، خپل تعلیمي یا تحصیلي اسنادونه لاندې ایمیل ادرس ته راولیږئ، او یا هم د قونسلګرۍ اړوند څانګې ته مراجعه وکړئ. ایمیل ادرس: dubai@afghanconsulate.ae
Waisuddin Qahraman tweet mediaWaisuddin Qahraman tweet mediaWaisuddin Qahraman tweet media
PS
0
3
5
430
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د رخصتۍ خبرتيا په دوبۍ کې د افغانستان د ا.ا د لویې قونسلګرۍ محترمو مراجعینو ته خبر ورکول کیږي چې له امریکایي اشغال څخه د ګران هیواد د فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت به، د قونسلګرۍ خدمتي چاري د راتلونکې چهارشنبې ورځ، د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د زمري ۲۴مه نیټه، چې د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۴مې نیټې سره سمون خوري، رخصت وي. له درنو مراجعینو څخه هیله کیږي چې د قونسلګرۍ د خدماتو د تر لاسه کولو لپاره د پنجشنبې ورځ، د زمري ۲۵مه نیټه، چې د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۵مې نیټې سره سمون خوري، مراجعه وکړي. الله تعالی دې زمونږ هیواد ته د تلپاتې امن او پرمختګ لاره هواره کړي، او دا اسلامي نظام دې رب تعالی دایم غښتلی ولري. له امریکایي اشغال څخه د هیواد د فتحې او خپلواکۍ ورځ دې ټولو ته مبارک وي. په درنښت، د قونسلګرۍ د مطبوعاتو او کلتوري چارو څانګه --------------------- اطلاعیه رخصتي به اطلاع عموم مراجعین محترم جنرال قونسلگری ا.ا افغانستان مقیم دبی رسانیده می‌شود که به مناسبت سالروز پیروزی و استقلال کشور عزیزمان، خدمات این قونسلگری روز چهارشنبه، ۲۴ اسد سال ۱۴۰۳ هجری شمسی، که برابر با ۱۴ آگست ۲۰۲۴م می‌باشد، رخصت خواهد بود. از مراجعین محترم خواهشمندیم که برای دریافت خدمات قونسلگری روز پنجشنبه، ۲۵ اسد، که برابر با ۱۵ آگست ۲۰۲۴م می ‌باشد، مراجعه نمایند. از خداوند متعال خواستاریم که صلح و پیشرفت پایدار برای کشورمان به ارمغان آورد و نظام اسلامی را همواره مستحکم نگه دارد. سالروز پیروزی و استقلال کشور از اشغال آمریکایی‌ها را به همگان تبریک می‌گوییم. با احترام، بخش مطبوعات و امور فرهنگی قونسلگری
Waisuddin Qahraman tweet media
PS
0
1
1
305
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د اختر په مناسبت د قونسلګرۍ د رخصتۍ اړوند… نور حال په راپور کې…. The consulate will be closed from Monday, June 17, 2024, to Friday, June 21, 2024, in observance of Eid al-Adha. Services will resume on Monday, June 24, 2024. #qahraman #EidAlAdha #HolidayNotice #ConsulateClosure #Eid2024
0
2
4
332
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
بخالص الحزن والمواساه تتقدم القنصلية العامة لجمهورية أفغانستان الإسلامية في دبي والإمارات الشمالية بنعي فقيد الوطن المغفور له بإذن الله تعالى الشيخ/ هزاع بن سلطان بن زايد آل نهيان، نائب حاكم إمارة أبوظبي، داعين المولى عزوجل ان يتغمده الله بواسع رحمته وأن يدخله فسيح جناته. "إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ" ____________ كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ. په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن ورځ د ابوظبي مرستیال واکمن اعليحضرت الشيخ/ هزاع بن سلطان بن زايد آل نهيان، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي. په دوبۍ او شمالي اماراتو کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ رهبري په اماراتو کې د مېشتو افغانانو په استازېتوب د متحده عربي اماراتو مشرتابه، حكومت او د عربي، او اسلامي نړۍ ټول ولس ته د زړه له تله د تسلیت مراتب وړاندې کوي. او دعا کوي چې نوموړي ته دې رب تعالی مغفرت وکړي او جنتونه دې ورنصیب شي. اللهم اغفر له وارحمه واسكنه الفردوس الأعلى وأبدله دارا خيرا من داره واجعل قبره روضة من رياض الجنة. روح یې ښاد
Waisuddin Qahraman tweet media
العربية
0
1
2
399
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د نن ورځې د بريا په تړاو د افغان جنرال قونسل ښاغلي عبدالرحمن فداء د مبارکۍ پيغام او د راتلونکو لوبو لپاره د برياو هيلې……… نور حال په ويډيو کې… #qahraman #Cricket @FidaMadani
Dubai, United Arab Emirates 🇦🇪 PS
0
3
12
620
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د رخصتۍ خبرتیا په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ محترمو مراجعينو ته خبر ورکول کيږي، چې په کوربه هیواد (متحده عربي اماراتو) کې د اټکل شوو دوامداره ورښتونو له امله او د خراب موسم د احتمالي خطرونو څخه د خپلو هیوادوالو او همکارانو د خوندیتوب او هوساینې په پار به سبا دوشبنې ورځ د روان ۲۰۲۴م کال د (فبروري ١٢ نیـټه) د قونسلګرۍ چاري رخصت وي. له درنو مراجعینو څخه هیله کیږي چې د قونسلګرۍ د خدماتو د تر لاسه کولو لپاره د سه شنبه ورځ د روان ۲۰۲۴م کال د (فبروي ١٣ نيټې) سره سم مراجعه وکړي. په درنښت په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ د مطبوعاتو او کلتوري چارو څانګه ________ اطلاعیه رخصتی به اطلاع عموم مراجعین محترم جنرال قونسلگری افغانستان مقیم دبی رسانیده میشود که با توجه به بارندگی های دوامدار در کشور میزبان (امارات متحده عربی) و به منظور حفاظت و اسايش هر چه بيشتر هموطنان و همکاران خويش از خطرات احتمالی آب و هوا نامناسب جاري، فردا دوشنبه (١٢ فبروري) سال ۲۰۲۴م اين قونسلگري رخصت خواهد بود. مراجعين گرامي ميتوانند که برای دريافت خدمات قونسلی، روز سه شنبه به تاریخ (١٣ فبروري) سال ۲۰۲۴م مراجعه نمايند. با احترام بخش مطبوعاتی و امور فرهنگی جنرال قونسلګري افغانستان مقيم دبی
Waisuddin Qahraman tweet media
PS
0
1
1
283
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
د قونسلګرۍ د خدماتو اړوند….. په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ رهبري د يوې مغرضي فيسبوکي رسنۍ هغه ادعاوې چې ګواکې قونسلګرۍ کې د خدماتو پر وړاندې کولو کې فساد روان دی, په کلکه ردوي. په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ تر ټولو شفاف, پر وخت، پرته له کوم سمتي، ژبنيز او قومي توپيره او د ولس په خوښه قانوني خدمات وړاندې کوي. دا چې يوې مشخصې مغرضي رسنۍ د ا.ا.ا د رهبرۍ لاندې د قونسلګرۍ پرمختګ، کاميابي، شفافيت، غوره، او پر وخت خدمتونه نشي زغملی، نو غواړي چې د قونسلګرۍ په اړه د ولس اذهان مغشوش کړي. په قونسلګری کي د هيوادوالو د اسانتيا، د لا ډير شفافيت او د پيسو د انتقال د مصونيت پخاطر قونسلګرۍ د متحده عربي اماراتو يوه بانک سره کلونه مخکې قرارداد کړی، او د کلونو راهيسې د ياد بانک څانګه قونسلګرۍ کې فعاليت کوي، ياده څانګه قونسلګرۍ کې د (cashier) په نوم ياديږي، او په (cashier) کې ناست کارمند د بانک لخوا تعين کيږي، او کيدی شي چې د مختلفو هيوادونو تبع اوسي، او د ياد کارمند مسووليت د ټولو خدماتو فيسونو اخيستل او مستقيما يې د قونسلګرۍ بانکي اکاونټ ته جمع کول دي. ياد کارمند د هر ډول خدماتو د فيس اخيستلو په بدل کې رسيد ورکوي، او د يادې چارې شاهدان هغه افغانان دي چي په ورځني ډول قونسلګرۍ ته د خدماتو د ترلاسه کولو پخاطر راځي. په دوبۍ کې د افغانستان لويه قونسلګرۍ د ټولو افغانانو کور دی، او اماراتو کې ميشتو هيوادوالو ته د غوره او شفافو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ځان ژمڼ ګڼي، او تل به يې د ټولو هيوادوالو پر مخ دروازې د هر ډول قانوني خدمتونو لپاره خلاصې وي. په درنښت
Waisuddin Qahraman tweet media
PS
1
1
1
457
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
۱۱ قوس ۱۴۰۲ متحده عربي اماراتو ابوظبې ښار کې د افغانستان سفارت په تالار کې د افغانستان ګڼ شمېر تاجرانو له سرپرست سفیر م. بدر الدین سره وکتل، نوموړي د وینا په ترڅ کې وویل : په ابوظبي کې د افغانستان سفارت او په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ په ګډه د مشرتابه د هدایاتو سره سم د افغانستان ټولو وګړو ته پرته له کوم توپيره يو ډول خدمات وړاندې کوي، د سفارت او قونسلګرۍ دروازې د هر ډول قانوني خدماتو لپاره د مسافرو پر مخ خلاصې دي. اوس مهال په هيواد کې پوره امن دی، او د ټولو هيوادوالو لپاره د هر ډول قانوني پانګونی زمینه مساعده ده، د ا.ا.ا ستاسو هر ډول اصولي همکاريو ته ژمن دی. لاندې وټس اب چینل هم درسره فالو کړئ. whatsapp.com/channel/0029Va…
Waisuddin Qahraman tweet mediaWaisuddin Qahraman tweet mediaWaisuddin Qahraman tweet mediaWaisuddin Qahraman tweet media
PS
0
2
9
937
Consulate General of Afghanistan in Dubai, UAE retweetledi
Waisuddin Qahraman
Waisuddin Qahraman@qahraman_khan1·
افغان جنرال قونسل ښاغلي عبدالرحمن فداء په شارجه کې د سکای لاین پوهنتون د محصلینو د ۳۳ (درې دیرشم) دور فراغت پروګرام کې ګډون وکړ. د سکای لاین پوهنتون د محصلینو د فراغت دغه پروګرام کې د یاد پوهنتون د ریس او اداري کارکونکو سربیره د شارجې د واکمن د دفتر ریس اعلیحضرت شیخ سالم بن عبدالرحمن القاسمي، د متحده عربي اماراتو یوشمیر نورو معتبرو منسوبینو، او د ګڼ شمیر هیوادونو سفیرانو، او جنرال قونسلانو ګډون کړی وو. د غونډې یادو ګډونوالو سره د لیدو سربیره افغان جنرال قونسل د یاد پوهنتون څخه فارغ شوو افغان محصلینو ته د مبارکۍ نیکې پیرزوینې وړاندې کړې، او هیواد لپاره د خدمت جوګه کیدو هیلې یې ورته څرګنده کړې. همدارنګه افغان جنرال قونسل ښاغلی عبدالرحمن فداء د یاد پوهنتون د هڅو، روزنې، اکاډمیکې رهبرۍ او افغان محصلینو ته د هر اړخیزو علمي خدمتونو د وړاندې کولو له امله د یاد پوهنتون موسس او د یاد پوهنتون له ټولو رهبري غړو څخه مننه کوي. په درنښت په دوبۍ کې د افغانستان د لويې قونسلګرۍ د مطبوعاتو او کلتوري چارو څانګه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ @FidaMadani
PS
1
3
10
994