AFG Embassy Russia

64 posts

AFG Embassy Russia banner
AFG Embassy Russia

AFG Embassy Russia

@AfghanEmbRussia

په مسکو کې د افغانستان سفارت رسمي پاڼه - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Moscow

Moscow, Russia Katılım Temmuz 2025
33 Takip Edilen4.7K Takipçiler
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي گل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک د لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې. افغان سفیر د بانکي سکتور د پرمختگ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پياوړتيا هيله څرگنده کړه او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتيا او هم سوداگرو ته د لازمو اسانتياوو پر برابرولو يې ټینگار وکړ. په ورته مهال؛ روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
0
18
182
5.3K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا سفیر ښاغلي مولوي گل حسن حسن د افغان سوداگرو سره د کتنو په دوام دا ځل د سیوستوپول بازار په افغان سوداگریز مرکز کې له یوشمېر سوداگرو سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداگریزو اړیکو پر پراختیا، د ټرانزیت او ټرانسپورتي اسانتیاوو په رامنځته کولو او په دې لړ کې د شته ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. ښاغلي سفیر افغان سوداگر وهڅول، چې له هېواد سره د سوداگرۍ پراختیا ته پاملرنه زیاته کړي او په دې لړ کې د ستونزو د حل لپاره خپله همغږي پیاوړې کړي. په پای کې، د ستونزو د حل او سوداگریزو فعالیتونو د ښه‌والي لپاره یو شمېر رغنده وړاندیزونه شریک شول او د دوامداره همکاريو ډاډ څرگند شو.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
0
11
119
3.6K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر ښاغلي گل حسن حسن د «روسیې–اسلامي نړۍ د ستراتیژیک لیدلوري» کلنۍ غونډه کې گډون وکړ. ياده غونډه چې د کازان نړیوال اقتصادي فورم د معلوماتو په موخه جوړه شوې وه، په کې د روسيې فدراسيون د لوړپوړو چارواکو سربېره، د بېلابېلو اسلامي هېوادونو استازو گډون او وېناوې درلودې. د غونډې په څنډه کې ښاغلي سفیر د تاتارستان جمهوریت له رئیس رستم مینیخانوف سره ولیدل، په دې ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې او هم د کازان په فورم کې د افغان استازو پر دوامداره گډون ټینگار وشو.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
1
49
523
22K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر مولوي گل حسن حسن، د روسیې د نړیوال امنیتي فورم په مقدماتي ناسته کې گډون وکړ. په دې مقدماتي ناسته کې چې د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو او استازو گډون کړی و، په کې د راتلونکي فورم د بحثونو په اړه لومړني معلومات وړاندې شول. دغه فورم چې د مې له ۲۶مې تر ۲۸مې پورې په مسکو کې ترسره کېږي، ټاکل شوې ده، په دې فورم کې به پر نړیوال امنیت، سیمه‌ییزو همکاریو او مهمو سیاسي موضوعاتو بحثونه وشي.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
3
32
387
18.3K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
د روسیې فدراسیون د بریانسک ښار له توقیف‌ځای څخه اوه تنه افغان بندیان خپل هېواد ته ولېږدول شول. په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د کوربه هېواد له اړوندو ادارو سره د همغږۍ او پرله‌پسې هڅو په پایله کې، هغه اوه تنه افغان هیوادوال چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله توقیف شوي وو، د اړینو حقوقي او اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته نن خپل هېواد ته واستول شول. افغان سفارت تل هڅه کوي څو په خپله کاري حوزه کې د افغان اتباعو، په ځانګړي ډول د توقیف شویو کسانو، ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د خلاصون او بېرته ستنېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې وساتي.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
0
4
43
2.5K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د هغو بې اسرې سلگونو شهیدانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل، چې په کابل کې پر یو ملكي روغتون د پاکستاني فوځي رژیم د ظالمانه بمبارۍ له امله شهیدان شول. په دې مراسمو کې، د سفارت مستشار، ښاغلي حافظ عبدالله یاسر، د افغانستان پر ملکي وگړو د پاکستاني فوځي رژیم د ړندو بمباریو په ځانگړې توگه د روژې برکتي میاشتې په ۲۸مه شپه په کابل کې د روږدو پر ملکي روغتون برید چې د ۴۰۰ شهیدانو سربېره یې سلگونه ملکي هېوادوال زخمیان او ژوند یې ور زیانمن کړ، گډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او دغه ظالمانه عمل یې په سختو ټکو وغندلو او په وړاندې یې د افغانانو پر یووالي، اتفاق او ورورولۍ ټینگار وکړ. دغه مراسم شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د ژر روغتیا په دعاوو پای ته ورسېدل.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
0
10
119
6.2K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا د سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر د افغان سوداگریز مرکز له لوري د روژه ماتې په مراسمو کې گډون وکړ. په دې مراسمو کې هلته مېشتو افغانانو، سوداگرو، محصلینو او د یوشمېر علماوو په گډون د مسکو لوی مفتي او نورو مسلمانانو حضور درلود. ښاغلي ياسر په خپله وينا کې د یووالي او ورورولۍ په اهميت ټينگار وکړ او په کابل يې د پاکستان وروستی برید او هم د ملکي وگړو مرگ ژوبله د بشري ارزښتونو خلاف عمل وبله او زياته يې کړه؛ چې نړیوال باید پر دې ډول پېښو سترگې پټې نه کړي او خپل مسوولیت ادا کړي. په پای کې، په روسیه کې مېشتو افغانانو د یووالي او گډ دریځ په ملاتړ ټینگار وکړ.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
0
15
124
7.4K
AFG Embassy Russia retweetledi
حافظ ضياء احمد تکل
کابل مېشتو بهرنیو سفيرانو، ډيپلوماټانو او د نړيوالو سازمانونو له استازو سره ناسته کې د پاکستاني فوځي رژيم له لوري په مکرره توګه، د افغانستان د هوايي حريم نقض، تجاوزنو او جنګي جنايتونو په اړه د ا.ا.ا بهرنيو چارو وزير وينا: Address by Foreign Minister of Afghanistan at a meeting with Kabul-based ambassadors, diplomats, and representatives of international organizations, concerning the repeated violations of Afghanistan’s airspace, acts of aggression, and war crimes by the Pakistani military regime:
PS
130
1K
3.3K
156.1K
AFG Embassy Russia retweetledi
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
په پای کي دواړو لوریو د دورته تماسونو او د نظر د تبادلې پر دوام ټينګار وکړ.
PS
3
3
30
2.7K
AFG Embassy Russia retweetledi
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ستونزې باید د سیاسي ډیالوګ له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړه چي روسیه چمتو ده چې د کړکېچ د حل په برخه کې مرسته وکړي.
PS
3
4
43
3.4K
AFG Embassy Russia retweetledi
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
محترم مولوي امیر خان متقي د پاکستان له لوري د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې د وروستیو تېریو په اړه د افغانستان موقف شریک کړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره دیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو د خپل ولس او خاورې د دفاع حق خوندي ګڼي.
PS
1
3
53
2.6K
AFG Embassy Russia retweetledi
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي، د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر، ښاغلي سرګي لاوروف، سره ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې تماس کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث وکړ.
Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan tweet media
PS
13
59
505
30.3K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او فوق العاده استازي، ښاغلي مولوي گل حسن حسن، د افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون د ولسمشر له ځانگړي استازي، ښاغلي ضمیر کابلوف، سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر وضعیت او د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. ښاغلي سفیر د پاکستان له اړخه د افغانستان د حریم د نقض او د افغانستان اسلامي امارت رسمي دریځ په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز یې د هغو روسي رسنیو ناسمو نشراتو ته هم اشاره وکړه چې د افغانستان له واقعیتونو لرې معلومات خپاره کړي وو. ښاغلي ضمیر کابلوف د افغانستان او پاکستان وروستۍ شخړې د اندېښنې وړ وبللې او ټینگار یې وکړ چې ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي. نوموړي څرگنده کړه، چې د اړتیا په صورت کې یې هېواد د افغانستان او پاکستان تر منځ د ستونزو د حل په برخه کې منځگړي رول ته چمتووالی لری.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
3
29
312
12.4K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر، ښاغلي مولوي گل حسن حسن، د ازبکستان له سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو، ترانزیټي مسایلو او سیمه‌ییز تعامل په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د گډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینگار وشو. په دې لیدنه کې د افغانستان د روانو واقعیتونو او لاسته راوړنو په ځانگړې توگه د سراسري امنیت د تامین په اړه هم خبرې وشوې او ټینگار دا وو، چې د هېواد وضعیت دې د واقعي شرایطو او مثبت لید له مخې وارزول شي.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
1
11
147
5.9K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
نن په مسکو کې د ا.ا.ا سفیر او ځانگړي استازي مولوي گل حسن حسن د ترکیې له سفیر ښاغلي تنجو بیلگیچ سره تعارفي ناسته ترسره کړه. په دې لیدنه کې د ترکیې او افغانستان د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنگي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې. همدا راز د افغانستان اسلامي امارت په وړاندې د ترکیې د متوازن او پر متقابل درناوي ولاړ سیاست قدرداني څرگنده شوه. دواړو سفیرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې افغان سوداگرو او ناروغانو ته د ویزو د اسانتیاوو د رامنځته کولو موضوع هم وڅېړله، او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو همکاریو پر لاپیاوړتیا ټینگار وکړ. په پای کې د دواړو سفارتونو ترمنځ پر دوامدارو اړیکو پاللو، همغږۍ او ورته ناستو ټینگار وشو.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
1
10
78
2.5K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
نن په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر او ځانگړي استازي مولوي گل حسن حسن د روسیې مېشتو افغان سوداگرو سره وکتل. په دې کتنه کې، چې د سفارت یوشمېر ډیپلوماټانو هم پکې گډون درلود، د متقابل تفاهم، همغږۍ او د اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا بحث سربېره، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداگرۍ په برخه کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې وشوې. ښاغلي سفیر په خپلو خبرو کې افغان سوداگر په هېواد کې پانگونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله او زیاته یې کړه، چې سفارت به د دوه اړخیزو سوداگریزو اړوندو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي. په ورته وخت کې روسیې مېشتو افغان سوداگرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل او د اسلامي امارت له اړوندو ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
7
22
152
6.1K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
نن په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوی ګل حسن حسن په مسکو کې د چین له سفیر ژانگ هانهویی سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د سیمې د ډاډمن امنیت د پیاوړتیا په برخه کې پر گډې مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو خبرې وشوې، او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینگار وکړ.
AFG Embassy Russia tweet mediaAFG Embassy Russia tweet media
PS
4
19
149
5.2K
AFG Embassy Russia
AFG Embassy Russia@AfghanEmbRussia·
په مسکو کې د ا.ا.ا. لوی سفیر مولوي گل حسن حسن د روسیې د سوداگرۍ خونې د ريیس له ځانگړي استازي الکساندر شکیراندو او د افغان ـ روسي سوداگرۍ شورا له ريیس دیمیتري انتونوف سره وکتل. په دې کتنه کې روسي لوري په افغانستان کې د پانگونې او سوداگرۍ لېوالتیا څرگنده کړه او زياته يې کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د پانگونې لپاره وړ شرایط برابر شوي دي. ښاغلي سفیر د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د افغاني محصولاتو د وارداتو او بازارموندنې د پراخولو غوښتنه یې وکړه. دواړو لورو د همکاریو د پياوړتيا او پراختيا ډاډ څرگند کړ.
AFG Embassy Russia tweet media
PS
3
30
361
12K