Sabitlenmiş Tweet
Akbar
4.2K posts


افغانانو خویندو او ورڼو !
که شاپور ځدراڼ مالي مرستې ته اړتیا لری،
نو زه په اروپا او امریکا مېشتو افغان ځوانانو، خویندو او وروڼو غږ کوم چې د هغه د ملاتړ او مرستې لپاره ګډه غونډه او کمپاین جوړ کړو، یو مسؤول او باوري کس به ورته وټاکو او د مرستو لپاره به ګوفنډ جوړ کړو څو هر افغان د خپل وس او توان مطابق خپله مرسته ترسره کړي.
شاپور ځدراڼ زمونږ ملي ویاړ او اتل دی، هغه د هیواد او ملت لپاره خدمت او قرباني ور کړی ده، نو په کار ده چې د خپلو اتلانو قدر د ژوند پر مهال وکړو، نه یوازې په خبرو بلکې په عمل کې هم. د روعتیا په هیله 🤲

PS
Akbar retweetledi

Shapoor Zadran, one of the shining stars of Afghanistan’s national cricket team, has for some time been undergoing treatment in India due to a serious illness.
For the past several months, I had wished to visit him, but due to the current situation in the Middle East and travel restrictions, it was not possible. Finally, yesterday I had the opportunity to travel to the city of Delhi, where I visited Shapoor Zadran, checked on his condition, and also met with members of his family.
In addition, I inquired about the progress of his treatment and medical care, and I provided the necessary financial support to his family to help cover the costs of his treatment. This support will continue until he fully recovers.
Shapoor Zadran is someone who, through his outstanding performances on the cricket field at the international level, has brought joy and a sense of pride to millions of his fellow countrymen. I pray to Almighty God for his complete recovery.




English

محترم سپین تڼي چین ته تللی و، ټکسي وان ته یی وویل زه سپین یم ته څه نومېږې، هغه ځواب ورکړ زه پاچا نومیږی او کوچۍ یم، چینايي بیا ترې وپوښتل ته د کوم هېواد یې، تڼي په ځواب کې وویل زه د #افغانستان یم
چینايي د خولې او لاسونو په اشارو داسې څرګندونه وکړه چې د جګړې، تاوتریخوالي او ظلم تصور یې کاوه، دا ډېره د افسوس خبره ده چې نن هم په نړۍ کې ځینې خلک افغانان د جګړې، وحشت او ظلم په نوم پېژني.
مونږ باید خپل فکر او ذهن بدل کړو، ځکه د وحشت او ظلم پای تل تباهي وي، هڅه مو باید دا وي چې نړۍ زمونږ هېواد د علم، تعلیم، پرمختګ، انسانیت او مېړانې له لارې وپېژني، نه د جګړې او وینې تویېدنې په نوم.
PS

محترم @KarzaiH !
پر افغانستان د ورستیو تیریو په لړۍ کې د پاکستان له لوري د ډیورند فریضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو کلیو او ولسونو د نظامي او اقتصادي فشارونو کچه زیاته شوې ده. د دغو فشارونو هدف داسې بریښي چې د سیمې پتمنه خلک اړ ایستل شي څو د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.
پدې وروستیو کې د همدې وضعیت په پایله کې، د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د ’’امن د هوکړې‘‘ په نوم اسناد لاسلیک شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغو هوکړو رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.
دا انکشافات د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بلل کېږي.
له دې امله، لازمه ده چی مسوول چارواکي د یادو انکشافاتو په اړه ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.


PS

نن په کابل کې د افغانستان کی
د ملي اتل @RGurbaz_21 خیریه بنسټ پرانسته ترسره شوه ټولو هیوادوالو ته مبارک وی
PS

@HatefMokhtar سلامونه درنښتت !
مونږ نه ډیورنډ لاین منو، نه په خپله خاوره د پردیو تار منو، او نه په خپله خاوره د پردیو برید منو. هر چا چې دا منلی وي، افغانانو ته د منلو وړ نه ده، تر څو چې یو افغان ژوندی وي، دا خاوره به د #افغانستان او د افغانانو وي او ده، مننه
PS

افغانان !
نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له سختو ستونزو، تبعیض، بېعدالتۍ او غیر انساني چلند سره مخ دي، ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي د جګړو، ناامنۍ، فقر او سیاسي فشارونو له امله خپل هېواد پرېښود، خو له بده مرغه په ځینو ځایونو کې بیا هم له اساسي بشري حقونو بېبرخې پاتې دي.
زمونږ پوښتنه له نړیوالې ټولنې، اروپایي اتحادیې، د ملګرو ملتونو سازمان، او د بشري حقونو له ټولو ادارو څخه دا ده، افغانان به تر کومه وخته د بېوسۍ، سرګردانۍ او سپکاوي ژوند تېروي؟ افغانان هم انسانان دي، او د نړۍ د نورو خلکو په څېر د امن، عزت، تعلیم، کار، روغتیا او ازاد ژوند حق لري.
مونږ غوښتنه کوو چې افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له مخې عادلانه چلند وشي، د هغوی خوندیتوب تضمین شي، او داسې فرصتونه برابر شي چې د نړۍ د نورو ملتونو په شان د ارام، باعزته او انساني ژوند څښتنان شي، #افغانان #عدالت
PS

د افغانستان ملی اتل راشد خان !
خپل زوی ته ډېر ښه نوم انتخاب کړی دی، د ښو خلکو وړتیا په هر کار کې څرګندیږي، د هغه د زوی نوم Azlan، ازلان دی چې اصل یې له عربي او ترکي ژبو سره تړاو لري، د دې نوم معنی زمری، شیر ده، یعنې زړور، قوي او با جرأته سړی، په ځینو سیمو کې دا نوم د زړورتیا او ځواک د نښې په توګه هم کارول کېږي.خداي نیک سړی په کی لوی کړی چی@rashidkhan_19 #Azlan 🤲

PS

افغانستان !
زمونږ ملي اتل راشد خان په کوچني خان ډېر خوښ شوم خدای دې هغه د نیک، صالح، وطنپال او د ملت صادق او رښتینی خدمتګار په توګه لوی کړي، دا ستره خوښي د هغه قدرمنې کورنۍ او ټولو افغانانو ته مبارک وي @rashidkhan_19 ❤️

PS

ملي اتل شاپور جان !
تاسو د عاجلې شفا او ژر تر ژره روغتیا لپاره له دربارِ الهي څخه دعا کوو، خداي ج د تاسو ته بشپړه روغتیا درکړي او ژر تر ژره بېرته خپل عادي ژوند ته راستون شی، مونږ ټول د تاسو تر څنګ ولاړ یو او د هر ډول خدمت لپاره چمتو یو، په د هیله چې ډېر ژر روغ او جوړ شی 🤲
#Afghanistan #AfghanAtalan #cricket #shapoorzadran

PS

خلک وایي چې یو کوچنی ماشوم د کابل سیند ته غورځول شوی او بیا خلکو ژغورلی، خو تر اوسه پورې د دې پېښې رښتیا والی روښانه نه دی، زما په فکر دا خبر دروغ وي، ځکه نن سبا ډېر خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره هر ډول خبرې او ویډیوګانې خپروي. امکان لري چې د دې ډول ویډیو هدف دا وي چې #کابل بدنام کړي او د خلکو ترمنځ ویره او بېباوري خپره کړي.
باید مونږ هر خبر ته په احتیاط وګورو او تر هغې پرې باور ونه کړو، څو چې له باوري سرچینو څخه تایید شوی نه وي، دا هم باید هېر نه کړو چې دا ډول غیر انساني او ناوړه کړنې اکثره وخت په اطرافو او لیرې پرتو سیمو کې رامنځته کېږي، ځکه هلته نظارت کم وي او د قانون پلي کېدل هم کمزوري وي، له همدې امله ځینې کسان د دی فرصت څخه ناوړه ګټه اخلي او داسې اعمال ترسره کوي چې د انسانیت خلاف دي.

PS

افغانستان !
د کرکټ ملي اتل او ویاړلی ستوری راشد خان ته د کرکټ د نړیوالې ټولنې WCA په مشورتي بورډ کې د غړیتوب مبارکي وایم. دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د هغه د شخصي هڅو او زحمتونو پایله ده، بلکې د ټول افغانستان او افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی، راشد خان ته د لا زیاتو بریاوو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په هیله، تل بریالی او سرلوړی اوسی
#Afghanistan #AfghanAtalan #cricket

PS
