Patriot
15.9K posts

Patriot
@FraidounA
أَ تَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَ أَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتابَ أَ فَلا تَعْقِلُونَ

د بدخشان چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، تېر کال په دغه ولایت کې د رنګه هوسو شمېر ۵۳ سلنه کم شوی. د دغه ریاست په وینا د دوی د ارزونو له مخې تېر کال هلته شاوخوا ۱۴۸ رنګه هوسۍ وې، خو اوس یوازې ۷۷ پاته دي.



د بلخ لپاره د طالبانو د والي يوسف وفا په مشرۍ د شمال لويديځ طالب واليانو، امنيه قوماندانانو او استخباراتو رييسانو په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو نظام د منتقدینو خاموشولو او نظامي محاکمو ته د هغوی په معرفي کولو ټينګار شوی دی. همدارنګه ويل شوي، د دوی په نظام انتقاد کوونکي، که د منبر له لارې وي، د رسنيو له لارې وي او ان په عامو مجلسونو کې وي، ونيول شي او نظامي محاکمو ته دې معرفي شي. دغه راز په دې غونډه کې په کابل کې د طالبانو د درباري علماوو د هغې فتوا پر تطبيق هم ټينګار شوی، چې له افغانستان څخه بهر جهاد منع ګرځوي: «د جهاد په نوم له هېواده بهر نورو هیوادونو ته تلل او له نورو ډلو ټپلو سره یو ځای کېدل د امیر له امر پرته هېڅ جواز نلري او هيچاته اجازه نشته چې په دې نوم فعاليت وکړي. مالي او ځاني همکاري يې هم جواز نلري.»














