حافظ راشد هلمندی

30.3K posts

حافظ راشد هلمندی banner
حافظ راشد هلمندی

حافظ راشد هلمندی

@HafizHelmandy

اطلاعاتو-کلتور ریاست کي خدمتګار

Katılım Ekim 2022
135 Takip Edilen10.2K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
حافظ راشد هلمندی
حافظ راشد هلمندی@HafizHelmandy·
تیر یادونه : هغه وخت چي ټولو ملګرو ورځ او شپه د ګران هیواد د ازادولو لپاره کار ویلی وو الله تعالی دي دټولو ملګرو خدمتونه قبول کړي !!
PS
17
41
280
24.6K
حافظ راشد هلمندی
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
3
17
1K
حافظ راشد هلمندی
مارجې کي د لسګونه سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرسته وسوه. تېره ورځ، د هلمند ولايت د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ رياست له لوري او د يو شمېر همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ مارجې ولسوالۍ پسآب سيمه کي د ۳۱ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرسته وسوه. د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ رئيس الحاج مولوي جمعه خان مستقيم باختر خبري آژانس ته وويل: چي يادي مرستي د وروستيو سېلابونو له امله د ځپل سوو کورنيو سره د هغوی د اړتياوو پوره کولو او لاسنيوي په موخه ترسره سوې چي په ترلاسه کولو سره به يې د يادو کورنيو اړتياوي تر يو بريده بشپړي سي. نوموړي زياته کړه، چي د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري ۱۱ کورنيو ته د اوسېدني خيمې، د خوړو نړيوال سازمان له لوري هري کورنۍ ته ۲۰۰ کېلو اوړه، ۲۰ لېټره غوړي، ۲۵ کېلو دال، مالګه او ۲ کېلو د ماشومانو او ښځو لپاره د تغذيې مواد، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق له لوري هري کورنۍ ته ۱ دانه ترپال، د انټرساس مؤسسې له لوري هري کورنۍ ته د روغتيا او وقار کيټونه، د يونسيف مؤسسې له لوري هري کورنۍ ته پخلنځي کيټ او يو دانه پلاستيکي فرش او جارو او د اس ای مؤسسې له لوري هري کورنۍ ته ۵۴۰۰ افغانۍ نغدي پيسې ورکول سوې. د يادوني وړ ده، چي د ياد رياست په هڅو او د همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ تر دې وړاندي هم د هلمند په يو شمېر سېلاب ځپلو سيمو کي د ځپل سوو کورنيو سره ورته مرستي ترسره سوي دي. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
حافظ راشد هلمندی tweet mediaحافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
1
8
270
حافظ راشد هلمندی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت: د کندهار په ۱۵ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت له لوري ۱۸ نوي ۳جي انتنونه فعال شوي دي.
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
3
16
355
حافظ راشد هلمندی
د ا.ا.ا. له لوري د فلسطین د غزې ولس ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې د مصر جمهوریت د رفح بندر له لارې ورسېدې چې په ۲۲۰۰۰ کورنیو به وویشل شي. د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء محترم مقام په حکم دغه مرستې چي د مصر عربي جمهوریت ته د اسلامي امارت د لیږل شوي پلاوي په توسط خریداري او چمتوشوې د رفح بندر له لارې د فلسطين - غزې ته ورسېدې. 3/1
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
2
10
113
حافظ راشد هلمندی
دغه مرستې د ۵۳۰ ټنو خوراکي توکو په کچه په ٤٢ لاریو کي د نږدې پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت، چې د خوراکي موادو ، البسې او نورو اړینو توکو په بڼه چمتو شوې وې شاوخوا دوه ويشت زرو کورنيو ته به ووېشل شې. 3/2
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
2
8
182
حافظ راشد هلمندی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو لوريو غواړي چې غزه کې د اوربند د بنسټيز کولو لپاره معنالرونکې هڅې وکړي. اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په اړه يو ځل بيا خپل اصولي دريځ تکراروي چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي ثابتو واقعیتونو او فلسطيني ولس حقه حقونو په نظر کې نيولو سره حل شي. 3/3
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
1
6
135
حافظ راشد هلمندی
Islamic Emirate of Afghanistan Delivers 530 Metric Tons of Humanitarian Assistance to Gaza via Rafah Crossing The Islamic Emirate of Afghanistan has delivered 530 metric tons of essential humanitarian assistance to the people of Gaza, Palestine, via the Rafah crossing in the Arab Republic of Egypt. The aid will be distributed among approximately 22,000 families. ,4/1
حافظ راشد هلمندی tweet media
English
0
0
2
56
حافظ راشد هلمندی
This assistance was provided pursuant to the directive of the esteemed Office of the Prime Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan. The supplies were procured and prepared by a delegation of the Islamic Emirate dispatched to the Arab Republic of Egypt and were subsequently transferred to Gaza through the Rafah crossing 4/2
حافظ راشد هلمندی tweet media
English
0
1
1
79
حافظ راشد هلمندی
This assistance was provided pursuant to the directive of the esteemed Office of the Prime Minister of the Islamic Emirate of Afghanistan. The supplies were procured and prepared by a delegation of the Islamic Emirate dispatched to the Arab Republic of Egypt and were subsequently transferred to Gaza through the Rafah crossing 4/3
حافظ راشد هلمندی tweet media
English
0
0
2
70
حافظ راشد هلمندی
The Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan calls upon influential stakeholders to undertake substantive efforts toward the establishment of a ceasefire in Gaza. The Islamic Emirate reiterates its principled position on the question of Palestine, emphasizing that the issue must be resolved in light of established historical realities and the legitimate rights of the Palestinian people. 4/4
حافظ راشد هلمندی tweet media
English
0
0
1
52
حافظ راشد هلمندی
إمارة أفغانستان الإسلامية تُسلّم 530 طنًا من المساعدات الإنسانية إلى غزة عبر معبر رفح قامت إمارة أفغانستان الإسلامية بإيصال 530 طنًا متريًا من المساعدات الإنسانية الأساسية إلى سكان قطاع غزة في فلسطين، عبر معبر رفح في جمهورية مصر العربية، وذلك لتوزيعها على ما يقارب 22,000 أسرة. وقد تم تقديم هذه المساعدات تنفيذًا لتوجيهات المقام المحترم لرئاسة مجلس الوزراء في إمارة أفغانستان الإسلامية، حيث جرى شراء هذه المواد وتجهيزها من قبل وفد الإمارة الموفد إلى جمهورية مصر العربية، قبل أن يتم نقلها إلى قطاع غزة عبر معبر رفح. 2/1
حافظ راشد هلمندی tweet media
العربية
0
0
1
72
حافظ راشد هلمندی
وتبلغ القيمة الإجمالية لهذه الشحنة نحو 500,000 دولار أمريكي، وتشمل 530 طنًا من المواد الغذائية وغيرها من المستلزمات الأساسية، بما في ذلك الملابس، وقد تم نقلها على متن 42 شاحنة، على أن يتم توزيعها على نحو اثنين وعشرين ألف أسرة. وتدعو وزارة الخارجية في إمارة أفغانستان الإسلامية الأطراف المؤثرة إلى بذل جهود جادة وذات مغزى من أجل ترسيخ وقف إطلاق النار في قطاع غزة. كما تؤكد الإمارة مجددًا موقفها المبدئي إزاء القضية الفلسطينية، مشددة على ضرورة 2/2
حافظ راشد هلمندی tweet media
العربية
0
1
2
87
حافظ راشد هلمندی
د ا.ا.ا. له لوري د فلسطین د غزې ولس ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې د مصر جمهوریت د رفح بندر له لارې ورسېدې چې په ۲۲۰۰۰ کورنیو به وویشل شي. د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء محترم مقام په حکم دغه مرستې چي د مصر عربي جمهوریت ته د اسلامي امارت د لیږل شوي پلاوي په توسط خریداري او چمتوشوې د رفح بندر له لارې د فلسطين - غزې ته ورسېدې. دغه مرستې د ۵۳۰ ټنو خوراکي توکو په کچه په ٤٢ لاریو کي د نږدې پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت، چې د خوراکي موادو ، البسې او نورو اړینو توکو په بڼه چمتو شوې وې شاوخوا دوه ويشت زرو کورنيو ته به ووېشل شې. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو لوريو غواړي چې غزه کې د اوربند د بنسټيز کولو لپاره معنالرونکې هڅې وکړي. اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په اړه يو ځل بيا خپل اصولي دريځ تکراروي چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي ثابتو واقعیتونو او فلسطيني ولس حقه حقونو په نظر کې نيولو سره حل شي.
PS
0
0
1
64
حافظ راشد هلمندی
د موسی قلعه د عمومي سړک د رغنیزو چارو څخه څارنه وسوه. تېره ورځ، د هلمند ولایت د ټولګټو چارو رئیس الحاج ملا عبدالخالق حاجي کاکک او ورسره مل تخنیکي پلاوي له لوري د موسی قلعه ولسوالۍ د عمومي سړک د رغنیزو چارو څخه څارنه وسوه. یاد پلاوي په دې څارنه کي د یاد سړک د دواړو لاټونو د رغنیزو چارو هر اړخیزه لیدنه وکړه همدا راز یې د دواړو لاټونو د شرکتونو مسؤلینو ته د کار د چټکتیا او کیفیت په اړه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې. د ټولګټو چارو رئیس ښاغلي حاجي کاکک د شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چي خپلي چاري دي د نقشې او قراداد مطابق تر سره کړي تر څو په چارو کي ستونزي رامنځته نسي او کارونه پر خپل ټاکلي وخت تکمیل سي. باید یادونه وسي چي څه موده وړاندي د موسی قلعه او ګرشک ولسوالیو ترمنځ د ۴۶.۵ کېلو متره سړک رغنیزي چاري د ټولګټو چارو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول سره پیل سوې چي دا مهال یې چاري په چټکۍ سره رواني دي. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
حافظ راشد هلمندی tweet mediaحافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
5
30
1.7K
حافظ راشد هلمندی
موسیٰ قلعه کي شپږ تنه غله ونیول سوه. د هلمند ولایت موسیٰ قلعه ولسوالۍ کي د امنیتي منسوبینو له لوري شپږ تنه غله چي د یوه صراف څخه یې یوه میاشت مخکي په میلیونونو پیسې غلا کړي وې، ونیول سوه. د تيري روژې میاشتي پر ۲۵ مه نېټه باندي یو تن صراف چي شا او خوا ۳۶٠٠٠٠٠٠ شپږ دېرش میلیونه کالداري یې د ګرشک ولسوالۍ څخه د نوزاد ولسوالۍ تیزني سیمي ته لېږدولې، د نوزاد او موسیٰ قلعه ولسوالۍ تر منځ د نصیر خان دربار سیمه کي غلو ور څخه د اسلحو په مټ اخیستي وې چي تر یو لړ کشفي معلوماتو وروسته د امنیتي ځواکونو په هڅو یاد غله ونیول سوه. د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتره په را استول سوي خبر کي راغلي: چي د نیول سوو شپږو تنو غلو سره ۱۲۷۵۰۰۰۰ دوولس میلیونه او اووه سوه او پنځوس زره کالداري نیول سوي، یاد نیول سوي غله به تر بشپړو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل سي. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
PS
0
1
8
288
حافظ راشد هلمندی
مارجې کي د څه کم دوه سوه سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستي وسوې. تیره ورځ، د ا.ا.ا. د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ملي ادارې د لارښووني پر بنسټ د هلمند ولایت د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست له لوري مارجې ولسوالۍ کي د سېلابونو له امله د ١٨٠ زیانمنو سوو کورنیو سره د بېړنيو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وسوه. د پېښو سره د مبارزې او امادګۍ رئیس الحاج مولوي جمعه خان مستقیم باختر خبري آژانس ته وویل: چي په دې مرستو کي هري کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، یو مکمل الاسباب کیټ، ٣ سطلونه، ۲ لاسي څراغونه او ٣ جوړې د لاسي څراغ بیټرۍ و وېشل سوې. د يادوني وړ ده، چي د یاد رياست له لوري تر دې وړاندي هم د هلمند ولایت په يو شمېر سيمو کي د سېلاب ځپلو کورنيو سره ورته مرستي ترسره سوي دي. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
PS
0
2
9
251
حافظ راشد هلمندی
هلمند والي د ګڼ شمېر علماء کرامو، مسؤلینو، متنفذینو او ولسي وګړو سره وکتل. نن ورځ سې شنبه، د هلمند ولایت والي الحاج مولوي امان الدین منصور صاحب په خپل کاري دفتر کي د علماء کرامو، نظامي او ملکي مسؤلینو، د خصوصي ښوونځیو له مسؤل او شاګردانو، قومي مشرانو او عامو ولسي وګړو سره وکتل. په دغو ناستو کي د ګرشک ولسوال الحاج معاون شرافت، امنیه قوماندان حاجي یاسر، ښاروال مفتي قدرت الله وصال، د لښکرګاه ښار د شپږمې امنیتي حوزې آمر حاجي عرفان او ورسره مل پلاوی، د نادعلي مخکنی ولسوال حاجي مبارک، د امنیه قوماندانۍ د تروریزم مدیریت مرستیال حاجي طالب، د علماوو شورا یو شمېر شیخان، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج مولوي حماد او ګڼ شمېر نور مسؤلینو او استازو ګډون درلود. د ناستو په ترڅ کي راغلو مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او ولسي وګړو د خپلو اړوندو ادارو او سیمو ستونزي او اړتیاوي له والي سره شریکي کړې، یادو موضوعاتو کي اداري ستونزي، اقتصادي ننګوني، ټولنیزي اړتیاوي، تعلیمي او تربیوي مسایل او یو شمېر تخنیکي ستونزي شاملي وې، چي د حل په موخه یې د ولایت مقام د همکارۍ او پاملرني غوښتنه وکړه. د ولایت مقام مطبوعاتي دفتره په را استول سوي خبر کي ویل سوي: چي په همدې حال کي د خصوصي ښوونځیو مسؤل او شاګردانو هم د زده‌کړو د بهیر د لا پیاوړتیا، د تعلیمي چاپېریال د ښه والي او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو اړوند خپل نظرونه او غوښتني شریکي کړې. هلمند والي ښاغلي منصور ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو اورېدو ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه، نوموړي د مطرح سوو موضوعاتو د حل په موخه اړوندو ادارو ته لازمي لارښووني وکړې او ټینګار یې وکړ چي د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه د مسؤلینو اساسي دنده ده. نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړ چې د ولایت مقام به د ټولو مشروع غوښتنو د پوره کېدو او د خدماتو د لا ښه والي لپاره خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي او له ټولو ادارو یې وغوښتل چي د همږغۍ، شفافیت او حساب ورکوني له لاري د خلکو ستونزو ته اغېزمن ځواب ووایي. راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!
PS
0
1
9
340
حافظ راشد هلمندی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري په نيمروز ولايت کې د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د نیمروز د علماوو په استازیتوب، مولوي عبدالاحد "خطیب زاده" د عالیقدر امیرالمؤمنین د احکامو او فرمانونو په پلي کولو او د پوهاوي په لوړېدو کې د علماوو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: علمای کرام دې د هغو خرافاتو او ناسمو رواجونو د له منځه وړلو لپاره چې د اسلامي مقدساتو، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتو او د افغاني اصیل کلتور څخه لرې او په ټکر کې دي، عامه پوهاوي وکړي او ولسونه ترې خبر کړي. #دامیرالمؤمنین_١٧فرمان
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
2
8
244
حافظ راشد هلمندی
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري په نيمروز ولايت کې د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷ مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د نیمروز مرستیال والي مولوي نجیب‌الله "بدخشي" د فرامینو د پلي کولو پر ارزښت او د امیر د اطاعت پر اهمیت باندې هر اړخیزې خبرې وکړي او ويې ويل: چې ټول مسؤولین او خلک بايد د اميرالمومنين د اوامرو او فرمانونو اطاعت وکړي، ځکه چې د الله تعالی، پيغمبر ص او د اولی‌الأمر اطاعت واجب دی، زموږ قانون، اسلامي قانون دی او زموږ امير هم يو مشروع امير دی باید د امير، د هغه احکام او فرمانونه، چې د اسلامي حکومت له بنسټونو څخه ګڼل کیږي، په هر اړخیزه توګه یئ اطاعت وشي.
حافظ راشد هلمندی tweet media
PS
0
1
6
263