Hurriyat Radio Pashto

25.1K posts

Hurriyat Radio Pashto banner
Hurriyat Radio Pashto

Hurriyat Radio Pashto

@HurriyatPa

حریت د ولس رښتینی غږ

Afghanistan Katılım Temmuz 2022
6 Takip Edilen133.3K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د کابل او تاشکند د وصل نقطه؛ حیرتان د تړلو دروازو بدیل ګرځېدلی دی حریت د افغانستان او ازبیکستان هغې پولې ته رسېدلې، چېرې چې سوداګري ورځ تر بلې وده کوي. یوټیوب لېنک: youtu.be/p0pkLo7sajk
YouTube video
YouTube
PS
0
19
124
2.2K
Hurriyat Radio Pashto retweetledi
Hurriyat Radio Dari
Hurriyat Radio Dari@HurriyatDa·
تاپی TAPI یکی از بزرگ‌ترین و مهم‌ترین پروژه‌های انتقال گاز طبیعی در منطقه است که هدف آن تأمین انرژی و تقویت همکاری اقتصادی بین کشورهای ترکمنستان، افغانستان، پاکستان و هند است. این خط لوله گاز میدان گالکین‌شیر ترکمنستان را از طریق خاک افغانستان به پاکستان و هند منتقل می‌کند و ظرفیت آن حدود ۳۳ میلیارد متر مکعب گاز در سال است. افغانستان حدود ۷۳۰ کیلومتر از مسیر این خط لوله را در اختیار دارد و ساخت و ساز در مربوطات ولایت‌ هرات با پیشرفت چشمگیری ادامه دارد. آغاز کار این پروژه در خاک افغانستان که از آرزوی دیرینه مردم بود به ابتکار امارت اسلامی در ماه سنبله سال ۱۴۰۳ از سوی مقامات افغانستان و ترکمنستان آغاز شد. بر اساس آخرین گزارش‌ها تاکنون حدود ۲۵ کیلومتر لوله در خاک افغانستان نصب شده و کار آماده کردن ۱۲۰ کیلومتر دیگر برای نصب لوله نیز تکمیل شده است. مقامات وزارت معادن و پترولیم می‌گویند کار در مربوطات ولایت هرات مطابق پلان پیش می‌رود و انتظار می‌رود تا پایان سال جاری میلادی این بخش به بهره‌برداری برسد. کارشناسان اقتصادی پروژه تاپی را یک فرصت استراتیژیک برای اقتصاد افغانستان می‌دانند به باور آنان این پروژه می‌تواند از ترانزیت گاز، ایجاد اشتغال و توسعه زیرساخت‌های انرژی عواید چشم گیری برای کشور ایجاد کند. لینک یوتیوب: youtube.com/shorts/gOnMVSI…
YouTube video
YouTube
فارسی
0
6
29
1.4K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
نړۍ د امریکا له ولکې خلاصې دورې په لور روانه ده پوليټيکو وېبپاڼه په خپله يوه وروستۍ خپره کړې مقاله کې په دې غږېدلې چې د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له داسې نړيوال واقعيت سره مخ ده چې سرغړونه په کې ډېره شوې او ورځ له بلې په کې د هغو نړيوالو لوبغاړو شمېر په زياتېدو دی چې د واشنګټن فشارونو ته نور سر نه ټيټوي. د بهرنيو چارو اړوند د دې وېبپاڼېخبریاله نهال طوسي وايي چې وروستي نړیوال جیوپولیټیک بدلونونه دا ښيي چې په ټکر ولاړه د ټرمپ بهرنۍ تګلاره سرچپه پایلې ورکوي؛ ځکه هېوادونه او مشران د دې په ځای چې ويې مني، هغه ردوي او په وړاندې یې درېږي. طوسي روښانوي چې ټرمپ څو میاشتې داسې تهاجمي ستراتیژي خپله کړې وه، چې په خپلو متحدینو او مخالفینو دواړو یې فشار راووړ. هغه د دې لپاره له ګمرکي مالیاتو، ګواښونو، ګوتڅنډنو او ان له پوځي ځواکه کار اخیست، څو سیاسي او اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي. هغه زیاتوي، چې د ټرمپ اداره په دې اند ده، چې امریکا د خپلېاقتصادي برلاسۍ او جبري ځواک له لارې کولی شي د نورو چلن بدل کړي، خو وروستي بدلونونه ښيي چې دا مفکوره اوس د پخوا په پرتله لږه واقعي ده. ایران، هنګري او واتیکان مقاله ليکوالې د دې زیاتېدونکي مخالفت څو څرګند مثالونه وړاندې کړي دي. د ايران مشرتابه واشنګټن سره د سولې له خبرو ووت او په ځای یې جګړه روانه ساتل غوره کړل، څو د امریکا شرطونه و نه مني. په اروپا کې، هنګري کې لوی سیاسي بدلون راغی او رایه ورکوونکو لومړی وزیر ويکټور اوربان چې د ټرمپ له نږدې متحدینو څخه و؛ له واکه لرې کړ. ان پاپ ليو څوارلسم د امريکايي ولسمشر په ضد وغږېد او اعلان یې وکړ، چې هغه له ټرمپ څخه «نه وېرېږي»، چې دا د هغه د سیاسي خبرو ښکاره رد ګڼل کېږي. د طوسي په وینا، دا ټولې پېښې دا څرګندوي چې نړیوال لوبغاړي ورځ تر بلې خپلواک دریځ نیسي او د امریکا تر فشار لاندې نه راځي. د نړیوالو اړیکو ناسم درک بهرنيو چارو لپاره د پوليټيکو خبرياله د ټرمپ او د هغه د ټیم د نړیوالو اړیکو په درک نیوکه کوي او وايي چې دوی نور هېوادونه داسې ګڼي لکه بې‌حرکته موجودات چې په اسانه کنټرولېدی شي. خو دا لیدلوری د نړیوال سیاست یوه مهمه قاعده له پامه غورځوي چې: هر عمل یو غبرګون زېږوي، او دا غبرګونونه تل د امریکا له تمو سره سم نه وي او ان موخو ته يې تاوان پېښولی شي. ليکوالې يادونه کړې چې تر اوسه د امریکا ادارې په دې تګلاره کې کوم حقیقي بدلون نه دی راوستی. د بهرني سیاست کارپوهان لکه ريچارډ هاس چې پخوا د بهرنيو اړيکو د شورا رييس و؛ هم دا اندېښنه شریکوي او وايي که د «فشار او زور» سیاست ناکامي درک شوې وی؛ نو ستراتیژي به بدله شوې وه، خو دا کار نه دی شوی. طوسي دا هم وايي چې بهرني ډیپلوماتان اندېښمن دي چې ښايي ولسمشر ته له خپلو سلاکارانو څخه کره او رښتینې معلومات نه رسېږي، چې دا کار د پرېکړو په بهیر کې تېروتنې رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول د ایران موضوع کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښ. د خبرو په ځای امر کول دا ټرمپ د دې طرز فکر اغېزې د هغه د ادارې په غړو کې هم ښکاري. د بېلګې په ډول ایران سره له اوږدو خبرو وروسته، د امریکا مرستیال ولسمشر «جي. ډي. وانس» وويل، چې تهران «زموږ شرطونه و نه منل»، چې دا یو اړخیز لیدلوری ښيي، یعنې د مساوي خبرو کولو په ځای آمرانه چلن. طوسي باور لري چې دا ډول خبرې نه یوازې مخالفین، بلکې نړیوال څارونکي هم لرې کوي، ځکه هغوی دا د امریکا په سیاست کې د انعطاف نه شتون بولي. په ورته وخت کې د امریکا حکومت وايي چې د ټرمپ تګلاره د کلونو کمزورۍ اصلاح کوي او د دې لپاره چې سوداګرۍ، امنیتي لګښتونو او نړیوالو بنسټونو کې بې‌توازني سمه کړي؛ فشار اړين دی. پایله: د امریکا له ولکې خلاصه نړۍ خو مقاله ليکواله وايي چې د دې ستراتیژۍ واقعي پایلې ښايي برعکس وي. ګواښونو اړیکې ترینګلې کړي او هېوادونه هڅوي چې په واشنګټن خپله تکیه کمه کړي. په اروپا کې، د ګرینلنډ د الحاق مفکورې اندېښنې راوپارولې او اروپا د ناټو له لارې امریکا څخه د امنیتي خپلواکۍ هلې ځلې چټکې کړې. اقتصادي پالیسۍ او په ځانګړي ډول ګمرکي مالیات هم هېوادونه دې ته هڅوي چې خپل سوداګریز شریکان متنوع کړي، چې په پایله کې يې د امریکا نفوذ په اوږد مهال کې کمېږي. مقاله کې ويل شوي چې ټرمپ نړیوالو ستونزو ته ډېر ساده نظر کوي او د سوداګریزو معاملو په څېر چلن ورسره کوي، حال دا چې داس ستونزې په حقیقت کې پېچلې دي او د هویت، تاریخ، ارزښتونو او بقا په څېرمسایل په کې رول لري، چې د اوکراين او غزې جګړې يې ښه بېلګې دي. مقاله د پايلې په توګه څرګندوي چې نړۍ «د امريکا له ولکې د خلاصون پېر» ته روانه ده، چې امریکا به په کې لا هم یو لوی ځواک وي، خو نور به یوازې خپله اراده نه شي تپلی؛ بلکې اړ به وي چې د امر کولو په ځای خبرې اترې او قناعت غوره کړي. #حریت_راډیو
Hurriyat Radio Pashto tweet media
PS
1
24
133
4.7K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
۴۵ کلن بېلتون؛ د کندهار اوسېدونکی عبدالله جان دا موده چېرته و؟ یوټیوب لېنک: youtu.be/I3TCPRRfx3U
YouTube video
YouTube
PS
0
6
61
4K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، د سرحدي پولیسو منسوبینو د هرات ولایت اسلام کلا بندر کې د ۲۵۰زره امریکایي ډالرو د قاچاق هڅه شنډه کړې او په تړاو یې یو تن نیولی دی. ښاغلي فاروقي ویلي، نیول شوي کس هڅه کوله دغه اندازه پیسې په غیرقانوني ډول ایران ته انتقال کړي. نوموړي زیاته کړې، امنیتي ځواکونه به چاته اجازه ورنکړي، چې له قانون څخه سرغړونه وکړي. #حریت_راډیو ویب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
Hurriyat Radio Pashto tweet media
PS
1
15
201
4.4K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د چاریکار ښاروالۍ روان کال د ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کوي د ښاروالۍ مسولین وایي، دغه پروژې د سړکونو کانکریټ کولو، معیاري هوټل جوړولو، ښاري ښکلا او د ځینو نورو برخو کې پلي کیږي. یوټیوب لېنک: youtu.be/AWdUVnKKiRc
YouTube video
YouTube
PS
0
8
36
961
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز ۱۳۰ کسان فارغ شول دغو زده‌کوونکو ته د کمپیوټر، انګلیسي او ویناوالۍ په برخو کې وړیا زده‌کړې ورکړل شوې دي. یوټیوب لېنک: youtu.be/kpvwO-vvu4k
YouTube video
YouTube
PS
0
0
9
513
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
تخار کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید فابریکې کار به ژر پیل شي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق همکار ویلي، تخار ولایت کې له ډبرو سکرو د برېښنا تولید سترې فابریکې لومړني کارونه پای ته رسېدلي او عملي کارونه به یې نږدې راتلونکي کې پیل شي. ښاغلي همکار د کندوز ولایت د عسقلان – دشت ارچي ۲۲۰کیلوولټ برېښنا مزي رغونې پروژې پرانیستې مراسمو کې ویلي، یو شمېر ولایتونو کې له کورنیو سرچینو د برېښنا تولید څو پروژو قرار دادونه لاسلیک شوي او تر راتلونکو څو کلونو به افغانستان د برېښنا تولید برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي زیاته کړې، برېښنا شرکت ترکمنستان سره د ۲زره میګاواټه برېښنا انتقال په قرارداد کار کوي چې له دغې برېښنا څخه به په مرکزي، سویل، سویل ختیځ او ختیځ زونونو کې ګټه واخیستل شي. د یادونې ده چې د ۵۳۵میلیونه افغانیو په ارزښت کندوز کې له عسقلان سب‌سټېشن څخه تر دشت ارچي ولسوالۍ پورې د ۲۲۰کیلوولټ برېښنا لین د تمدید پروژې چارې پیل شوې. یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/QCwLGaR…
YouTube video
YouTube
PS
0
11
84
1.7K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
بغلان کې تېر کال د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته ۳۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوې یوټیوب لېنک: youtu.be/KXJqSv3_cIs
YouTube video
YouTube
PS
0
2
11
487
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د نن بحث ــــــــــــــــــــــــــــــــ په منځني ختیځ کې له تاوتریخوالي سره سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ دوام افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ویلي، دوغارون او اسلام کلا بندرونو کې به د ټرانسپورټي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وشي. نوموړي د یادو مسیرونو له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د لا زیاتې همکاري او همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی. پر همدې موضوع زموږ همکار د اقتصادي چارو شنونکي دوکتور سیدمحمد روحاني سره بحث کړی. یوټیوب لېنک: youtu.be/A-og3e9fy_8
YouTube video
YouTube
PS
0
4
10
540
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په روسیه کې میشت افغان پانګه وال افغانستان کې پانګونې ته راوبلل. عثماني افغان پانګه والو اوسوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره پر شته فرصتونو خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي، څو د اقتصادې ودې او کاري فرصتونو په ایجاد کې له ونډې برخمن شي. روسیه کې مېشتو افغان پانګه‌والو او سوداګرو ژمنه کړې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې به پانګونې ته لا زیاته پاملرنه وکړي. #حریت_راډیو ویب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
Hurriyat Radio Pashto tweet media
PS
1
3
57
1.1K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېر ۱۴۰۴کال کې یې په ۶۵۰زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ۱۲میلیارده او ۶۰۰میلیونه افغانۍ نغدې مرستې وېشلې دي. د یاد وزارت ویاند مفتي فیصل ویلي، دغه مرستې د بانکي سیسټم له لارې په میاشتنې ډول ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړې یاده موده کې له موسساتو او خیرته بنسټونو سره په همغږۍ ۹میلیونه او ۷۹۱زره ډالرو په ارزښت له مستحقو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې هم شوې دي. #حریت_راډیو ویب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
Hurriyat Radio Pashto tweet media
PS
0
5
29
1K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
د بهرنیو چارو وزیر: هر کال تر ۱۰۰میلیارده افغانیو زیاتې پیسې د ناسمو رواجونو له امله ضایع کیږي. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ناسمو رواجونو مخنیيوي په اړه د اسلامي امارت مشرتابه ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق او اهمیت په موخه غونډې ته ویلي، د پلاوي موندنې ښيي چې هر کال تر ۱۰۰میلیارده افغانۍ زیاتې پیسې په ناسمو رواجونو کې مصرفیږي. یوټیوب لېنک: youtu.be/cT-xKKjja80
YouTube video
YouTube
PS
7
44
236
4.7K
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
اسلامي امارت ټولو برخو کې توازن ته پاملرنه کوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت مشرتابه ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق اهیمت په اړه غونډې ته ویلي، اسلامي امارت ټولو برخو کې توازن ساتنې ته پاملرنه کوي. ښاغلي متقي د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو غوښتي، چې د سیاسي کارونو ترڅنګ دیني زده‌کړو ته هم پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، ناسمو رواجونو کې تر حد زیات لګښتونه د کورنیو اقتصادي ته درانه زیانونه اړوي. یوټیوب لېنک: youtu.be/Oe9pC4DCkwc
YouTube video
YouTube
PS
0
9
43
887
Hurriyat Radio Pashto
Hurriyat Radio Pashto@HurriyatPa·
سمنګان کې ١٠٠ امنیتي کامرې ولګول شوې د سمنګان امنیه قومندانۍ ویلي، ایبک ښار کې یې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت سل امنیتي کامرې نصب کړي. مسوولین زیاتوي، دغه اقدام یې د احتمالي امنیتي پېښو د مخنېوي او د ټولنیز خوندیتوب په موخه کړی. یوټیوب لېنک: youtu.be/VbrVrJYRGu4
YouTube video
YouTube
PS
0
17
141
3.8K