Inayat Ullah
118.6K posts

Inayat Ullah
@Inayat__Ullah
South Dublin, Ireland Katılım Temmuz 2010
5.2K Takip Edilen2.1K Takipçiler
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi

آپ کو منع کیا تھا شربت نہ پیا کریں زیادہ۔ چوہا شراب کے ڈرم میں گر بھی ہاتھی نہیں بن جاتا۔
اگر کھڑے نہیں ہو سکتے تھے تو ٹوئیٹ کیا کیوں تھا اور ڈیلیٹ کر کے بھاگ گئے آپ۔
Khawaja M. Asif@KhawajaMAsif
دوڑ گیا جے۔۔
اردو
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi

Inayat Ullah retweetledi

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
afintl.com/pa/202604096850

PS
Inayat Ullah retweetledi

موقف روند سبز افغانستان - رسا در مورد توهین به هویت فرهنگی اوزبیکهای کشور توسط طالبان:
خبر رسید که ملاندیم که اکنون در رأس وزارت تحصیلات عالی این گروه قرار دارد، یکی از محصلین به اسم یعقوب را بهخاطر پوشیدن کلاه اوزبکی در صحن پوهنتون کابل مورد توهین و تحقیر قرار داده است .تورکتباران کشور در تمام عرصهها اعم از فرهنگ، علم و نظامسازی، بزرگترین افتخارات را در تاریخ کشور ما ثبت کردهاند. توهین و تحقیر یک محصل اوزبیکتبار و آنهم بخاطر هویت فرهنگی اش توسط ملاندیم بیسواد، که بر اساس معاملهٔ بدنام دوحه اکنون در رأس آنچه از وزارت تحصیلات عالی باقی مانده قرار دارد، رویداد جدیدی نیست؛ اما بازتاب آن باعث واکنش ملی و گستردهای علیه گروه طالبان شده است. از محصل شجاع به نام یعقوب که این توهین را برنتافت و آن را فریاد زد، استقبال و قدردانی مینماییم.در فردای سرنگونی سلطهٔ نامشروع و ضد ملی طالبان، همهٔ اقوام و فرهنگهای کشور مورد احترام قرار خواهند گرفت.
پاینده باد افغانستان.
سرنگون باد طالبان

فارسی
Inayat Ullah retweetledi

دا څومره د شرم، ظلم او وحشت انتها ده چې یو وزیر دې د پوهنتون پر محصل یوازې د یوې خولۍ له امله لاس پورته کړي!
ته وزیر یې که د جهل او تعصب ساتونکی؟ ته د علم خادم یې که د سپکاوي او وحشت استازی؟
یو ځوان، یو محصل، یو د راتلونکي نسل استازی — یوازې د دې لپاره په څپېړه وهل کېږي چې پر سر یې سره خولۍ ده؟ او ته دومره ناپوه یې چې لا تر اوسه د قومونو، کلتورونو او دودیزو لباسونو توپیر نه شې کولای؟
دا خولۍ که د ازبک ده، که د پښتون ده، که د هر قوم او سیمې نښه وي — ستا او ستا د واکمنۍ څه تاوان پکې دی؟
که ستاسې واکمني تر یوې خولۍ لړزېږي، نو دا واکمني له بنسټه مړه ده.
هغه ځوانان چې خولۍ پر سر د پوهنتون انګړ پاکوي، د وطن د ابادۍ، نظم او مسؤلیت نښه ده؛
خو تاسې دومره له علم، پوهنتون، پاکۍ او روښان فکره وېرېدلي یاست چې حتی جارو هم درته سیاسي ښکاري!
دا د پوهنتون توهین دی.
دا د ځوان نسل سپکاوی دی.
دا د انسان کرامت ته سپین سپور توهین دی.
او دا هر څه د دین، شریعت او نظم په نوم توجیه کول، خپله د دین له نامه سره ظلم دی.
تاسې له کتاب سره ستونزه لرئ،
له قلم سره ستونزه لرئ،
له پوهنتون سره ستونزه لرئ،
له پاک فکره ځوان سره ستونزه لرئ،
او اوس مو تر دې هم کار تېر کړی چې د یوه محصل پر مخ لاس پورته کوئ!
پوه شئ:
محصل وهل اتلولي نه ده،
د لباس پر سر تعصب غیرت نه دی،
او د بېوسه ځوان سپکاوی اقتدار نه دی — دا یوازې بزدلي، جهالت او اخلاقي سقوط دی.
که په دې وطن کې لا لږ غیرت، وجدان او عدالت ژوندی وي، نو د یوه محصل څپېړه باید د زرګونو وجدانونو چیغه شي.
ځکه چې نن که د خولۍ له امله یو محصل وهل کېږي، سبا به د فکر، ژبې، قوم، لباس او ساه اخیستلو له امله ټول ملت مجرم ګڼل کېږي.
دا هېواد د تعصب، تحقیر او وهلو ټکولو په زور نه سمېږي.
دا وطن د علم، عزت، زغم او انساني کرامت په ساتلو جوړېږي.
شرم دې وي پر هغه واکمنۍ چې له خولۍ، له محصل او له پوهنتونه وېرېږي.


PS

RT @GhafoorLiwal: دا خولۍ د افغانستان خولۍ ده، نو د هر افغان خولۍ ده.
دا که زما د اوزبیک، تورکمن، تاجیک یا پښتانه و بلوڅ یا نورستاني هېواد…
PS
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi

په جمهوري نظام کې د ملي امنیت شورا پخوانی کبیر حقمل، په چین کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو خبرو اترو په تړاو ویلي چې د دغو خبرو پایلې ځکه پټې ساتل کېږي چې طالبان د پاکستان د غوښتنو پر وړاندې د درېدو توان نه لري.
حقمل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، که څه هم د خبرو د پایلو په اړه رسمي مالومات نشته، خو د خبرو له منځه راوتلي جزییات ښيي چې پاکستان "بې قید او شرطه" خپل شرایط غواړي.
هغه ادعا کړې چې طالبان د خپل پخواني تړاو او اوسنۍ کمزورۍ له امله نه شي کولای د اسلام اباد د خوښې خلاف ګام پورته کړي.
حقمل پوښتنه کړې چې ولې د چین د خبرو پایلې له ولس سره نه شریکېږي؟
نوموړی وایي پاکستان خپل شرایط په زور مني او طالبان يې د درېدو وس نه لري.
حقمل زیاتوي، طالبانو شل کاله د "پنجاب په امر" جګړه وکړه او هېواد یې کمزوری کړ، نو ځکه اوس هم د غلامۍ له حس څخه ځان نشي خلاصولای.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې که د طالبانو په څېر ډلې نه وای، اسلام اباد به کله هم پر افغانستان د داسې "تاړاکونو" زړه نه وای ښه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د چین په اورومچي کې د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ د یوې اونۍ غیر رسمي خبرې پای ته رسېدلي، خو تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تشنج د کمېدو په برخه کې کوم څرګند بدلون نه دی لیدل شوی.
#ABN | #KabirHaqmal | #ChinaTalks | #Taliban | #Pakistan | #AfghanistanRelations | #UrumqiProcess | #PoliticalCritique | #Kabul | #Islamabad

PS
Inayat Ullah retweetledi

په افغاني ټولنه کې جامه یوازې د بدن پوښ نه ده، بلکې د تاریخ، هویت او ارزښتونو ژبه ده. له پکول او لونګۍ نیولې تر مزارۍ خولۍ پورې هره ټوټه د دې خاورې د خلکو د ژوند او مبارزو کیسه کوي. دغه خولۍ چې د پښتون مبارز منظور پشتین د مبارزې نښه ګڼل کیږي، د ګډ هویت او حق غوښتنې سمبول دی.
تازه د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چهارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.
د محصلانو په وینا، د طالبانو وزیر ددغو محصلانو تذکرې هم اخېستې او د هغوی مشخصات یې ثبت کړي، خو وروسته د پوهنتون د مرستیال په ضمانت خوشې شوي دي.
تاریخي ریښه او کلتوري رنګ
خوشال بابا وايي:
دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي.
د پګړۍ، خولۍ او هر بل ملي لباس ټولنیز او سیاسي ارزښت له دې بیت نه قیاس کېدای شي.
مزارۍ خولۍ چې په شمالي افغانستان کې د ازبکو او ترکمنو تر منځ په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي، د ورځني ژوند او مراسمو برخه پاتې شوې ده. دا خولۍ لومړی د ښځو په لاس اوبدل کېدې او وروسته بیا د فرهنګ او سوداګرۍ برخه وګرځېدې.
په دې خولیو کې د ګلونو او هندسي بڼو له لارې د سیمې ذوق او داستانونه ساتل شوي او د نسلونو ترمنځ یې د کلتوري حافظې پُل جوړ کړی دی. په دې معنا چې مزارۍ خولۍ د ځان پېژندنې او ټولنیز تړاو نښه ده.
دغه خولۍ د افغانستان په شمال او جنوب کې په مختلفو بڼو، د افغانستان د ټولو قومونو د لباس د ښکلا برخه ګڼل کیږي.
له دود څخه تر سمبول پورې
د وخت په تېرېدو، هر کلتوري توکی کولی شي نوې معناوې خپلې کړي. مزارۍ/منظوري خولۍ هم د معاصر تاریخ په یوه پړاو کې د حق غوښتنې، سوله غوښتنې او مدني دریځ سمبول وګرځېدله. کله چې خلک د سولې، عدالت او کرامت خبرې کوي، د خپل دودیز هویت له نښو سره یې کوي.
کله چې منظور پشتین د وزیرستان له خاورې د پښتنو د حقونو لپاره لومړی غږ پورته کړ، د هغه پر سر مزارۍ خولۍ وه؛ هغه خولۍ چې د سیمې د دود، وقار او عادي انسان د ژوند برخه ګڼل کېده. هماغه مهال هغه یوه جمله«یہ جو دہشت گردی ہے، اس کے پیچھے وردی ہے» د یوې تجربې او یوې پوښتنې په توګه بیان کړه؛ چې د پښتنو او افغانانو پر ځمکه د تاوتریخوالي تر شا مسوولیت او حساب څوک پر غاړه لري؟
دا پیغام چې له ټولنیز درده یې سرچینه اخیسته، ژر د ژبې او سیمې له پولې واوښت او د ډېرو لپاره د امن، عدالت او کرامت غوښتنې نښه وګرځېده.
وروسته همدغه شعار او ورسره مزارۍ خولۍ د لسګونو، سلګونو، زرګونو او بیا د میلیونونو پښتنو له خوا بدرګه شول. دغه خولۍ له دودیزې جامې څخه منظوري رنګ واخیست او د حق غوښتنې، عدم تشدد او مدني دریځ سمبول شو. په دې بهیر کې د افغانستان سرې مزاري خولۍ د افغانانو د ملي هویت په نقشه کې ځای ونیو،د تنوع په منځ کې د یووالي نښه وګرځېده او ویې ښودله چې افغاني فرهنګ یوازې جامې نه، بلکې هغه ارزښتونه دي چې خلک د عدالت او وقار لپاره سره نښلوي.
مزارۍ خولۍ ځکه نن افغانانو او پښتنو ته مهمه ده چې دا د خاموش درد له ویلو پیل شوې نښه ده. په وزیرستان کې چې منظور پشتین د زرګونو بېغږو خلکو احساسات په یوه جمله کې راونغاړل، خولۍ هم ورسره د احتجاج له صحنې تر کورونو، کلیو، ښارونو او بیا تر برلین، لندن او کابل ورسېده. دې خولۍ خلکو ته دا پیغام ورکاوه چې حق غوښتنه وسله نه غواړي، بلکې وجدان، تسلسل او زغم غواړي. له همدې امله، خولۍ یوازې د منظور پشتین پورې محدوده پاتې نه شوه، بلکې د هغه ماشوم، مور، قومي مشر او محصل پر سر هم کېښودل شوه چې د ورکېدلو، ماینونو، بېمحاکمې وژنو او سپکاوي پوښتنه یې کوله.
همدارنګه، د افغانانو لپاره دا خولۍ ځکه ارزښتناکه ده چې دا د افغانستان ټولنیز او کلتوري تنوع په عملي بڼه یادوي. افغانستان تل د قومونو، رنګونو او دودونو مجموعه پاتې شوې ده او هر هغه سمبول چې د یوه قوم تجربه د ټول وطن د وجدان مخې ته ږدي، په طبیعي ډول ملي رنګ اخلي. مزارۍ/منظوري خولۍ وښوده چې کلتوري توکي کولی شي د ملي یووالي ژبه شي، نه د تفرقې. همدې ځای کې دا خولۍ د افغاني ملي فرهنګ برخه وګرځېده، ځکه چې حق غوښتنه، عدالت او انساني کرامت د افغان ټولنې ګډ دردونه دي، نه د یوه حزب یا ډلې شعار.
خو دا چې ولې طالب واکمنان له دې خولۍ سره مخالفت کوي، لامل یې خپله خولۍ نه ده، بلکې هغه فکر دی، چې خولۍ یې استازیتوب کوي. هر سمبول چې له واک نه بهر راټوکېدلی وي، د عامو خلکو غږ ولري او پوښتنه راپورته کړي، د تنگ نظره واکمنو لپاره د خطر زنګ ګڼل کېږي.
د مزارۍ یا منظور پشتین د خولۍ مخالفت په اصل کې د پوښتنې، تنقید او مدني حق غوښتنې پر ضد دریځ دی. ځکه همدا خولۍ خلکو ته دا یادوي چې فرهنګ د حکم له لارې نه بدلېږي او تاریخ د هغه چا په ګټه نه څرخیږي چې د خلکو دود، هویت او غږ د زور په مټ چوپول غواړي.
کله چې دودیز سمبولونه له خپل تاریخي او ټولنیز بستره بېلېږي او یوازې د تورو او سپینو عینکو لاندې لوستل کېږي، کلتور ټپي کېږي. د پوهې او زده کړو په فضا کې د داسې تفسیرونو رواج د زدهکوونکو کرامت کمزوری کوي، د پوهنتون فضا تریخوي او د باور دروازې بندوي. فرهنګ د زور په څپېړه نه روزل کېږي؛ فرهنګ په پوهه، اورېدنه او درناوي ژوندی پاتې کېږي.
د حق غوښتنې مشروع ژبه
حق غوښتنه د افغان ملت تاریخي تجربه ده. له خپل دودیز لباس سره د حق خبرې کول د تاوتریخوالي بلنه نه ده؛ دا د سولې ژبه ده. کله چې ځوانان د خپل کلتور په ژبه د عدالت غوښتنه کوي، په حقیقت کې د ټولنې لپاره د اخلاقي لوړتیا غوښتنه کوي. د داسې ژبې محدودول یا بد تعبیرول، ستونزه نه حل کوي، بلکې لا یې ژوره کوي.
د افغانستان له ازبکي فرهنګ څخه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.
طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.
که یې رالنډه کړو، مزارۍ/منظوري خولۍ د افغانستان د خلکو د هویت، وقار او حق غوښتنې یوه نښه ده؛ داسې نښه چې د دې وطن د تنوع له زړه راټوکېدلې ده. د افغاني فرهنګ دفاع هغه مهال معنا لري چې د ټولو افغانانو کلتوري نښې پکې خوندي وي.
هر هغه عمل چې په ناپوهۍ یا تندلارۍ کې د دې شتمنۍ سپکاوی کوي، نه یوازې د یوه قوم احساس ژوبلوي، بلکې د ملي یووالي ستنې هم کمزورې کوي.
د افغانستان راتلونکی د درناوي، زغم او پوهې له لارې رغېږي او کلتور له همدې لارې ساتل کېږي، نه د تاوتریخوالي او بد او مغرضانه تعبیر له لارې.
@afintlpashto
afintl.com/pa/202604090683
PS
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi
Inayat Ullah retweetledi

ما تاسو ته څومره وخت پخوا ويلي وو چه د شهيد مولانا خانزيب قتل د ايمل @AimalWali او عاصم منير په مشوره شوای وو. او د پختنو په خاوره چه د هر يوه بااحساسه او باضميره پښتون قتل کيږي او يا د پښتنو په خاوره د پنجابي فوج اپريشن کيږي، په هغه کښې د پنجاب دغه دلالان مکمل برخه لري


PS


















