جامعه منبع العلوم کابل

58 posts

جامعه منبع العلوم کابل banner
جامعه منبع العلوم کابل

جامعه منبع العلوم کابل

@JamiaManbaUloom

منبع العلوم په کابل کې د علم معیاري مرکز An Islamic and Modern Educational Madrasa in Kabul | Spreading Knowledge and Building Moral Values | Official Account

Afghanistan Katılım Ekim 2025
0 Takip Edilen1.5K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
جامعه منبع العلوم کابل
ستر ویاړ او تاریخي لاسته راوړنه!! د ۱۴۴۷هـ ق کال د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د اخیستل شوې ازموینې د عاليې مرحلې د کلنۍ پایلو له مخې د ټول افغانستان په سطحه د جامعه منبع‌العلوم کابل طالب‌العلم احمدالله ولد نعمت‌الله په لومړۍ درجه کې بریالی شوی او اول مقام یې ترلاسه کړی دی. دا ستره علمي لاسته راوړنه د یادې جامعې د تدريسي بهیر د کیفیت، د استادانو د ژمنتیا او د زده‌کوونکو د دوامدارو هڅو څرګند ثبوت بلل کېږي. د جامعه منبع‌العلوم کابل اداره نوموړي طالب‌العلم د هغه درنې کورنۍ او ټولو استادانو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي او د لا زیاتو بریاوو هیله لري.
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
37
20
429
22.6K
جامعه منبع العلوم کابل
صحنه‌ی درخشان علمی از جامعه منبع‌العلوم کابل طالب‌العلم کوچک از دوره ابتدائیه "منصور احمد" در مورد «ارزش والدین» بیانی تأثیرگذار و دلنشین ارائه نمود که توجه حاضران را به خود جلب کرد و تصویر زیبایی از آگاهی اخلاقی را به نمایش گذاشت. چنین برنامه‌های تربیتی و علمی نشان می‌دهد که جامعه منبع‌العلوم کابل تنها یک مرکز آموزشی نیست، بلکه نهاد نیرومندی برای پرورش شخصیت و رشد فکری نیز می‌باشد. جامعه منبع‌العلوم کابل که بیش از چهار و نیم دهه در عرصه علم و ادب به‌عنوان یک نام درخشان مطرح است امروز نیز در میان صدها مرکز آموزشی، به‌واسطه نظام منظم تعلیمی، استادان متعهد و شاگردان بااستعداد، جایگاه ویژه‌ای داشته و مسئولیت خدمت به جامعه را به‌گونه‌ای شایسته به پیش می‌برد. #jamiamanbaululoomkabul #جامعه_منبع_العلوم_کابل
Afghanistan 🇦🇫 فارسی
2
18
96
2.2K
جامعه منبع العلوم کابل
په جامعه منبع‌العلوم کابل کې د نوي درسي کال د درسونو د پیل مراسم په روحاني فضا کې ترسره شول. مراسم د قرآن کریم په تلاوت، د یس شریف په ختمونو او د صحیح البخاري شريف د لومړي حدیث په تدریس سره پیل شول، چې ورسره د علم پر ارزښت او ديني مدارسو پر اهمیت ګټورې ویناوې هم وشوې. مراسم د دعا په کولو سره پای ته ورسېدل. اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
PS
1
12
109
2.6K
جامعه منبع العلوم کابل
په جامعه منبع‌العلوم کابل کې د نوي درسي کال د درسونو د پیل مراسم په روحاني فضا کې ترسره شول. مراسم د قرآن کریم په تلاوت، د یس شریف په ختمونو او د صحیح البخاري شريف د لومړي حدیث په تدریس سره پیل شول، چې ورسره د علم پر ارزښت او ديني مدارسو پر اهمیت ګټورې ویناوې هم وشوې. مراسم د دعا په کولو سره پای ته ورسېدل. اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
PS
0
4
39
1.2K
جامعه منبع العلوم کابل
د درسونو د شروع مراسم په کابل منبع‌العلوم جامعه کې وړمه ورځ چهار شنبه د حمل ١٩مه د نوي درسي کال د درسونو د پیل مراسم په منظم ډول ترسره شول. مراسم د طالب‌العلم "محمد مصعب" لخوا د قران کریم په مبارک تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې ټولو طلباوو ته اعلان وشو چې د یس شریف ختم ترسره کړي؛ د سلګونه ځله ختم په پایله کې مجلس ته ځانګړې روحاني فضا وبخښل شوه. لومړی شیخ‌القرآن والحدیث خلیفه صاحب محب‌الله اخندزاده د صحیح البخاري شریف د لومړي حدیث تدریس وکړ او د علم د ارزښت، تقوا او خالص نيت په موضوع یې ګټورې خبرې وکړې. وروسته شیخ‌القرآن والحدیث لطف‌الرحمن حنیف صاحب وینا ته راوبلل شو، چې د احادیثو په رڼا کې یې د علم پر اهمیت او مدارسو پر ارزښت مفصل او اغېزمن بيان واوراوه. ورپسې د کابل منبع‌العلوم جامعې مهتمم، شیخ‌القرآن والحدیث عبدالرحمن حقاني نیازي د وینا لپاره تشریف راوړ. مهتمم صاحب ټولو طلباوو ته ښه راغلاست ووایه، د جامعې مهم اصول یې تشرېح کړل، د نويو مدرسینو پېژندنه یې وکړه، او د تدریسي او تنظيمي پروګرامونو په اړه یې ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د جامعې د رهبرۍ لخوا شفقت کولو او طلباوو پر ځانګړې پاملرنه یې ټینګار وکړ. په پای کې مراسم د شيخ‌القرآن والحديث "محمد عارف حسيني صاحب په دعا سره پای ته ورسېدل. اداره – جامعه منبع العلوم کابل
جامعه منبع العلوم کابل tweet mediaجامعه منبع العلوم کابل tweet mediaجامعه منبع العلوم کابل tweet mediaجامعه منبع العلوم کابل tweet media
Afghanistan 🇦🇫 PS
10
18
201
12.1K
جامعه منبع العلوم کابل
جامعه منبع‌العلوم کابل د ادارې له لوري ټولو هغو طلباوو ته خبر ورکول کېږي چې اسناد یې، د اسنادو دارزیابی کمېټې لخوا د دقیقې ارزونې په نتیجه کی غیر قانوني(مزور او بې اساسه) بلل شوي. د مدرسې د اصولو او مقرراتو له مخې د دوی داخله لغوه اعلانېږي او هغوی ته په هېڅ صورت د بیا شاملېدو اجازه نه ورکول کېږي. لهذا یاد کسان دې د بیا ځلې تکلیف کولو څخه ډډه وکړي. يادونه: د اړوندو طلباوو لست د جامعې په داخل کې پر معلوماتي تخته لګېدلی دی. په درنښت #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
4
2
16
1K
جامعه منبع العلوم کابل
خبرتیا! درنو طلباوو او د علم قدرمنو مینه‌والو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د جامعه منبع‌العلوم کابل د نوي درسي کال د درسونو افتتاح د بخاري شريف په لومړي حديث سبا ورځ ١٩/حمل/١٤٠٥ د سهار په لسو (۱۰:۰۰) بجو پيليږي. څو دا علمي سفر د نبوي ارشاداتو په برکت پیل شي. له ټولو محترمو طلباوو څخه هیله کېږي چې په ټاکلي وخت حاضر شي او د دې علمي بهیر برخه وګرځي. په درنښت اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
1
1
23
830
جامعه منبع العلوم کابل
خبرتیا! د عربي ژبې دورې ټولو نويو شامل شوو طلباوو ته خبر ورکول کېږي چې د ازموینې نېټه د راتلونکي یکشنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷هـ ق (5 اپریل ۲۰۲۶) ټاکل شوې ده او ازموینه به د سهار په ۸:۰۰ بجې په ټاکلي وخت پیلېږي، نو له ټولو طلباوو څخه غوښتنه کېږي چې پر ټاکلي وخت حتمي حضور ولري. هغه طالب‌العلم چې په ازموینه کې حاضر نشي، داخله یې لغوه کېږي او له مدرسې به خارج کړل شي او وروسته به په هېڅ صورت د بیا شاملېدو اجازه نه ورکول کېږي. همدارنګه درسي بهیر به متصل د دوشنبې په ورځ په منظم ډول پیل شي. يادونه: ازموينه به په تحريري او تقريري ډول اخستل کيږي. اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
4
4
30
1.4K
جامعه منبع العلوم کابل
خبرتیا! د جامعه منبع‌العلوم کابل له لوري ټولو نویو شاملېدونکو طلباوو ته خبر ورکول کېږي چې د داخلې له بهیر وروسته، د تعلیمي نظام د معیارونو له مخې د تعیین سطح (درجې ټاکلو) ازموینه اخیستل کېږي. 📅 ټول هغه طلباوو چې نوملیکنه یې کړې ده، مکلف دي چې په ټاکل شوي وخت د ازموینې لپاره حاضر شي، تر څو هر طالب‌العلم د خپلې وړتیا مطابق مناسبې درجې ته شامل کړل شي. 📌 مهم یادښت: هر طالب‌العلم به د خپلې نوې درجې لپاره د تېرې (ماتحت) درجې امتحان ورکوي. • د ابتدائیه درجې لپاره به د قرآن مجید ناظرې او د پښتو لیک لوست ازموینه اخیستل کېږي. 📚 د ازموینې مضامین او د هرې درجې اړوند مواد په لاندې اعلان کې په تفصیل سره ذکر شوي دي. له ټولو محترمو طلباوو څخه هیله کېږي چې د ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي او په ټاکلي وخت حاضر شي. په درنښت اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
4
4
35
2.6K
جامعه منبع العلوم کابل
📢 مهمه خبرتیا! د جامعه منبع‌العلوم کابل محترمو مراجعینو او د علم مینوالو ته په درنښت خبر ورکول کېږي: په دې وروستیو کې د نويو شاملېدو (داخلې) لړۍ پیل شوې وه، چې الحمدلله د ټاکل شوې شمېرې له بشپړېدو سره اوس د نويو زده‌کوونکو لپاره ټول ظرفیتونه ډک شوي دي. له همدې امله، له نن وروسته په ټولو شعبو او بخشو کې نورې داخلې مطلق بندې اعلانېږي. له ټولو درنو وروڼو او طلباﺀو څخه په درنښت هیله کېږي چې: د داخلې په نیت د راتګ زحمت ونه باسي او د خپل قیمتي وخت د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره په نورو تعلیمي مراکزو کې د شاملېدو هڅه وکړي. د ستاسو له مینې، باور او علاقې څخه نړۍ مننه الله تعالی دې ستاسو علمي او عملي هڅې بریالۍ کړي. په درنښت اداره – جامعه منبع‌العلوم کابل
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
3
8
74
6.7K
جامعه منبع العلوم کابل
د کابل جامعه منبع‌العلوم د علمي پروګرامونو په لړ کې د لومړۍ درجې طالب‌العلم "محمد جابر مظهري" د اسلامي نظام په ارزښت غږېدلی، هغه ویلي دي: د اسلامي نظام مصدر د الله تعالی له لوري دی، بنسټګر یې نبي کريم ﷺ او قانون قرآن‌کريم دی. د يادونې وړ ده چې کابل جامعه منبع‌العلوم کې د زده‌کوونکو د علمي او فکري ودې لپاره دا ډول علمي ويناوې او پروګرامونه په دوامداره توګه تنظيمېږي. #جامعه_منبع_العلوم_کابل #jamiamanbaululoomkabul
PS
6
21
172
7K
جامعه منبع العلوم کابل
في جامعه منبع‌العلوم كابل، ألقى الطالب زبير من الدرجة الثالثة كلمةً باللغة العربية عن "أهمية الحرية". وذكر أن الحرية من القيم المهمة في الإسلام، وهي تكون صحيحة إذا كانت ضمن أحكام الشريعة الإسلامية. كما بيّن أن الإسلام يوازن بين حرية الفرد ومصلحة المجتمع، لتحقيق العدل والاستقرار. #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
العربية
9
119
646
19.5K
جامعه منبع العلوم کابل
في جامعه منبع‌العلوم كابل، ألقى الطالب زبير من الدرجة الثالثة كلمةً باللغة العربية عن "أهمية الحرية". وذكر أن الحرية من القيم المهمة في الإسلام، وهي تكون صحيحة إذا كانت ضمن أحكام الشريعة الإسلامية. كما بيّن أن الإسلام يوازن بين حرية الفرد ومصلحة المجتمع، لتحقيق العدل والاستقرار. #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
العربية
0
18
151
5.3K
جامعه منبع العلوم کابل
د کابل جامعه منبع‌العلوم اداره، په ځانګړي ډول رهبري تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي. الله تعالی دې د ټولو عبادتونه په خپل عظیم دربار کې قبول کړي او تل دې خوشحالۍ او نېکمرغۍ در په برخه کړي. په درنښت د کابل جامعه منبع‌العلوم اداره
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
1
1
34
1.6K
جامعه منبع العلوم کابل
دجامعه منبع‌العلوم کابل ۱۴۰۵ هـ ش تعليمي کال لپاره دعربي ژبې دیوکلن معهد(دورة اللغة العربي) لپاره نقشه!! #جامعه_منبع_العلوم_کابل #JamiamanbaulUloomKabul
جامعه منبع العلوم کابل tweet media
PS
1
3
14
709