هغه چې وایي علماء د انبیاوو وارثین دي.
دا څو ورځې به د ممبر پر سر د علماوو ښګنځل تمامې دنیا اورېدلي وي چې د یو فقیر انسان پسې یې وکړې.
ولې هغه حق خبره وکړه.
د ممبر پر سر کیسې بد اخلاقي د رسول الله وارثین نه بلکې هغه خلک چې هغوئ د اسلام په سپین جامه کې پټ شیطانان وي کوي یې👇
دا بیرغ یو ساده ټوټه نه ده، دا د افغانستان د عزت، خپلواکۍ او هویت نښه ده. دا د افغانستان د دښمنانو د سترګو اغزی دی. څوک چې له دې خاورې سره دښمني لري، ښکاره خبره ده چې له دې بیرغ سره به هم دښمني لري. بیرغ زموږ ویاړ دی، او د ویاړ ساتنه د هر افغان دنده ده🇦🇫👇
دا موضوع نه محاسبې ته اړتیا لري او نه ژور تحلیل ته؛ د نجونو د ښوونځیو تړل پخپله د اوسني رژیم د شاته پاتې سیاستونو پر ضد د کرکې لپاره بس دلیل دی. هېڅ بااحساسه، پوه او لوستې انسان باید د داسې پالیسۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي💔👇
په پښتنه خاوره میشت له افغان کډوالو سره ډیر ظلم او غیر انساني چلند روان دی مرتد پاکستاني پولیس یې له کورونو، جوماتونو او دکانونو پورته کوي جیلونه یې پرې ډک کړل او ډیره بې عزتي یې کوي، بغیر له خدایه د پوښتنې یې بل هیڅوک نشته، الله د افغان کډوالو په حال ورحمېږي.