د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن

12.4K posts

د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن banner
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن

د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن

@MUDH_AF

Committed to Social and Economic Growth & Environmental Protection

Afghanistan Katılım Mart 2018
24 Takip Edilen26K Takipçiler
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د جومات د پلسترکارۍ چارې وکتل شوې، چې د تخنیکي ارزونې له مخې د نقشې او انجنیري معیارونو سره سم پرمخ روانې وې. همدارنګه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې هم د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي او د کار په هر پړاو کې نظارتي انجنیران په جریان کې وساتي. د ودانیزو پروژو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د تضمین، د معیارونو د رعایت او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
1
8
261
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي، ښاري او ټولنیز مطالعات پیل او بشپړ شول. دغه مطالعات د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شول، چې موخه یې د یادې ساحې د مناسبې او مالي توان وړ استوګنیزو پروژو لپاره ارزونه وه. د ترسره شوو ارزونو له مخې، د سیمې ټولنیز او اقتصادي وضعیت، زیربنايي او تفصیلي امکانات، د چاپېریال ساتنې اړخونه، د اوبو سرچینې او د ځمکې تخنیکي ځانګړتیاوې په دقیق ډول تحلیل شوي دي. پایلې ښيي، چې یاده ساحه سره له دې چې په ستراتېژیک پلان کې د تپې او غره په نوم ثبت شوې، خو په عملي توګه نسبتاً هواره، باثباته او د جوړښت لپاره مناسبه ده. همدارنګه تخنیکي ارزونې څرګندوي، چې یاده ساحه د ساختماني بار د زغملو وړتیا لري او د شاوخوا ښاري سیمو سره مناسب نښلون یا اتصال لري. په همدې ډول، د زیربنايي امکاناتو ارزونه ښيي، چې دا ساحه د سړکونو، اوبو، برېښنا او نورو ښاري خدماتو له شبکو سره د نښلولو بشپړه وړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې د دې ډول مطالعاتو ترسره کول د منظمې ښاري پراختیا، د استوګنې د ستونزو د حل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
0
9
499
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې. دغه چارې د وزارت د هدایت او د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ساحې دقیق جغرافیایي ځانګړتیاوې، ارتفاعي معلومات او نور تخنیکي جزئیات د عصري وسایلو په وسیله ثبت او تثبیت شول. د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولول د دقیقو نقشو د جوړولو، د ځمکې د وضعیت د ارزونې، د معیاري ښاري او ساختماني پلانونو د ترتیب، او د راتلونکو زیربنایي پروژو د طرحې لپاره بنسټیز اهمیت لري. دا معلومات د دې زمینه برابروي، څو پروژې د تخنیکي معیارونو او واقعي شرایطو سره سم طرح او تطبیق شي. د یادونې وړ ده، چې د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري د دې ډول تخنیکي فعالیتونو دوام د معیاري پلان جوړولو ، د ځمکو د اغېزمن مدیریت او د منظم ښاري پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
1
12
440
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، قیصار ولسوالۍ ته د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب په موخه د سروې چارې پیل کړې. ددغې تخنیکي سروې موخه د قیصار ولسوالۍ د اصلاح شوي ښاري پلان د ترتیب لپاره د ساحې تخنیکي سروې او د اړینو معلوماتو راټولول دي. د سروې د چارو له پیل مخکې، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د ولسوالۍ له محلي مسؤلینو، اړوندو ادارو او قومي مشرانو سره همغږي وکړه، څو د سروې بهیر په منظم او خوندي ډول ترسره شي او تخنیکي وسایلو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. وروسته د تخنیکي ټیم له لوري د توتل سټېشن او نورو سروې يي وسایلو په کارولو سره د ساحې د دقیقو اندازه‌ ګیري او معلوماتو راټولولو عملي بهیر پیل شو، تر څو د همدې معلوماتو پر بنسټ یو معیاري او اصلاح شوی ښاري پلان ترتیب او طرحه شي. د یادونې وړ ده، چې د اصلاح شوو ښاري پلانونو ترتیب د منظم ښاري پراختیا، د ځمکو د اغېزمنې کارونې او د ښاري خدمتونو د ښه تنظیم لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
1
10
409
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو نظارتونو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د رحمن مینې په سیمه کې د طلایي ښارګوټي څخه ساحوي څارنه ترسره شوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې په کې د ښارګوټي بېلابېلې برخې د تخنیکي ټیمونو له لوري په هر اړخیز ډول وڅارل شوې. په دې نظارت کې د سایټ‌ پلان، استوګنیزو او سوداګریزو برخو، عام‌المنفعه تأسیساتو، د سرکونو شبکې، د کانالیزاسیون سیستم، د ښارګوټي حریم او محدوده، همدارنګه د برېښنا او فایبر نوري شبکو وضعیت د منظور شوو پلانونو سره سم وڅېړل شو. د څارنې په جریان کې یو شمېر ښاري سرغړونې هم تثبیت شوې، چې له ډلې یې د واحدونو غیرمجاز زیاتوالی، د سرکونو په مسیر کې د خپل سرو دوکانونو اعمار او د عام‌المنفعه ساحو د کارونې بدلون شامل دي. د یادې څارنې اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه والی بلل شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
0
15
664
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو ساحو کې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې له دهمزنګ عمومي سړک څخه تر دهبوري څلور لارې پورې ساحې یې تر پوښښ لاندې راوستې. د څارنې پر مهال د ودانیو ویزه شوې نقشې د موجوده حالت او ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د منظور شوو پلانونو او نافذه مقرراتو سره سم پرمخ روانې دي. همدارنګه، هغه پروژې چې پکې د ښاري اصولو او قوانینو څخه د احتمالي سرغړونو نښې لیدل کېدې، تر دقیقې ارزونې لاندې ونیول شوې. له همدې امله د پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د یاد ریاست سره شریک کړي، تر څو د ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي. په دې لړ کې ټینګار وشو، چې ټولې ودانیزې چارې باید د ښاري پلانونو او نافذه اصولو سره سم ترسره شي، څو د بې‌ نظمې ودانیزې پراختیا، تراکم او نورو ستونزو مخه ونیول شي. د یادونې وړ ده، چې د ودانیزو چارو دا ډول دوامداره څارنې د پلان له مخې دوام لري او په نږدې ورځو کې به د ښار نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
2
16
785
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د غزني ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ. یاد اصلاحي تفصیلي پلان چې په دقیقه توګه مطالعه او د ساحې سره په همغږۍ اصلاح شو په 1906.5 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې 1655 استوګنیزې نمرې لري. تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي. اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي. پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي. په دې لړ کې غزني ولایت کې د لومړي فاز د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
2
19
680
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د دامان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د جوماتونو د ودانیزو پروژو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه. د څارنې پر مهال د جوماتونو په بېلابېلو برخو کې روانې ودانیزې چارې وڅارل شوې، چې پکې د چت (سلب) قالب تړل، سنګکاري، د موادو انتقال او نور تخنیکي فعالیتونه شامل وو. همدارنګه، په ځینو برخو کې تخنیکي ستونزې موجودې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري په ساحه کې حل شوې او اړوند اصلاحات ترسره شول. په هغو ساحو کې چې د سیلاب خطر موجود و، د ودانیو د ثبات او خوندیتوب په موخه د سنګکارۍ او تخنیکي تدابیرو د پیاوړتیا سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکې ستونزې مخنیوی وشي. همدارنګه، د څارنې پر مهال د کارګرو د خوندیتوب موضوع ته جدي پاملرنه وشوه او ټینګار وشو چې ټول کارکوونکي باید د خوندیتوب اصول مراعت کړي او پرته له اړینو محافظتي وسایلو څخه د کار اجازه ورنه کړل شي. د څارنې په پای کې ټینګار وشو، چې ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوړل شي. د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کیفیت د لوړولو، د ستونزو د پر وخت حل او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
2
20
836
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ. یاد اصلاحي تفصیلي پلان چې په دقیقه توګه مطالعه او د ساحې سره په همغږۍ اصلاح شو په 1006.6 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې 1289 استوګنیزې نمرې لري. تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي. اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي. پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي. په دې لړ کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
4
22
793
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د آقینې بندر د ګمرک ریاست د ځمکو د تثبیت، د کروکي د ترتیب او د مختصاتو د اخیستنې په موخه د سروې چارې پیل کړې. تخنیکي ټیم د یادو ځمکو د کره تثبیت لپاره د ټوټل سټېشن ماشین په وسیله د ساحې مختصات اخیستي دي، چې شاوخوا «۳۴،۲۴» جریبه ځمکه په کې شامله ده. اوس مهال د یادې ساحې د کروکي او نقشې پر ترتیب عملي چارې روانې دي، چې له بشپړېدو وروسته به د اړوندې ادارې د ملکیتونو کره حدود او تخنیکي معلومات تثبیت شي. د دولتي ځمکو د تثبیت، کروکي جوړولو او د دقیقو مختصاتو اخیستنه د ښاري مدیریت یو مهم اصل دی، چې د ځمکو د قانوني تثبیت، د شخړو د مخنیوي او د پروژو د منظم تطبیق لپاره اساسي رول لري. د دغو چارو ترسره کول د اداري شفافیت، د ملکیتونو د دقیق ثبت او د راتلونکو پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو لپاره مهم بنسټ برابروي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
0
17
514
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ. دغه اصلاحي تفصیلي پلان په 1046 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې 954 استوګنیزې نمرې لري. تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي. اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي. پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي. په دې لړ کې د لغمان ولایت د کافرګله ساحې اړوند د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
1
18
898
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
دتهيه مسكن دويم بلاك محترمو مشتركينو! دتهيه مسكن بلاک ټولو درنو او محترمو مشتركينوته خبر وركول كېږي، چې د خپلو آپارتمانونود پاتې قسطونود تحويلي بهير د شرايطو سره سم چټك او منظم كولو په موخه، اړ دي چې ژر تر ژره د ياد وزارت د صندوق وجهي مسكن آمريت ته مراجعه وكري، خپلې تعرفې ترلاسه او ټاكل شوې مالي وجوهات د اړوند بانك له لارې تحويل كري. ياده دې وي، چې د قسطونو پر وخت تحويلي نه يوازې د قرارداد اصولو رعايت، بلكې د ښاري خدمتونو د دوام تضمين هم ګڼل كېږي. بناءً، هغه مشتركين چې قسطونه پر خپل وخت تحويل نه كړي، له هغوى سره به د نافذو قوانينو او مقرراتو له مخې جدي او قانوني چلند وشي د همكارۍ او قانون مندې تعامل غوښتنه مو ده. والسلام آمريت صندق وجهي مسكن
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
2
33
4.8K
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي. دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او ډیزاین د عمومي ریاست له لوري په «۱۴۰۴» کال کې وڅېړل شوې، چې پکې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور له لوري استول شوې نقشې شاملې دي. دا نقشې د استوګنیزو، اداري، روغتیایي، بنسټیزو او سوداګریزو مهمو پروژو اړوند دي، چې د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې پلي کېږي. یادې ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو په رعایت سره ترسره شوې دي او موخه یې په ټول هېواد کې د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د کیفیت لوړول دي. دا نقشې له څېړنې او ارزونې وروسته ښاري کمېسیون ته لېږل کېږي، تر څو د شته اصولو او معیارونو له مخې تایید او ویزه شي. د څېړل شوو نقشو ډېره برخه د اړوندې ادارې له لوري ویزه شوې او د مالکینو په واک کې ورکړل شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
3
10
611
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ. تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي. اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي. پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي. په دې لړ کې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو. دغه ښارګوټی په 1826.24 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې 2619 استوګنیزې نمرې او ټول اړین ښاري خدمات، عامه تأسیسات او بنسټیزې اسانتیاوې په معیاري ډول په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
3
3
22
983
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت، راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې د زمینې برابرولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو او د ځمکو د وېش لړۍ روانه کړې ده. په همدې لړ کې لوګر ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو د ښارګوټي د استوګنیزو نمرو د خط اچولو چارې په منظم ډول روانې دي. د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیمونو له لوري، د منظور شوي پلان سره سم د یاد ښارګوټي د نمرو د خط اچولو او د نقشې د تطبیق چارې پیل او په منظم ډول دوام لري. یاد ښارګوټی د لوګر ولایت مرکز پل‌علم په مربوطاتو کې موقعیت لري، چې په شاوخوا «۸۲۵» جریبه امارتي ځمکه کې طرحه او ترتیب شوی دی. په دې ښارګوټي کې ټولې «۱۰۲۶» استوګنیزې نمرې شاملې دي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس به هرې راستنې شوې مهاجرې کورنۍ ته «۵» بسوې ځمکه ورکړل شي. د نمرو د وېش بهیر به د مرکزي کمېسیون او د سیمه ‌ییزو مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې په شفاف ډول ترسره شي، څو د عادلانه وېش زمینه برابره شي. د یاد ښارګوټي په بشپړېدو سره به سلګونه راستنې شوې کورنۍ دایمي سرپناه لپاره استوګنیزې نمرې ترلاسه کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
11
7
73
5.8K
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو ښارګوټي (شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان) د جومات د اعمار د پروژې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې په ساحه کې د بنسټ (تهداب) د کیندنې او لیول کولو چارې، د ساختماني موادو انتقال او د سیخ ګول نمونې اخیستنه د لابراتواري ازموینو لپاره ترسره شوې وې، چې یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شول او ساحه د راتلونکو ساختماني پړاوونو لپاره چمتو وبلل شوه. یاده پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري تمویلېږي او د پروګرامونو د انسجام ریاست تر مدیریت لاندې تطبیقېږي، چې د هغې د خط اچونې چارې د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له خوا ترسره شوې دي. دغه پروژه د کابل ښار د ۱۵مه ناحیې اړوند،د قصبې په سیمه کې موقعیت لري. د څارنې په ترڅ کې ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي. د ساختماني او زیربنایي پروژو د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق لپاره مهمه بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
3
16
654
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه. دغه څارنه د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د غیرقانوني او خودسرانه تأسیساتو د اعمار د مخنیوي په موخه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د یو شمېر ساختماني فعالیتونو له جریان څخه لیدنه وشوه، چې په ترڅ کې څرګنده شوه، له روانو پروژو څخه درې پروژې له تخنیکي اسنادو پرته تطبیقېږي. د یادو پروژو له مالکینو وغوښتل شول، څو خپل قانوني اسناد او تخنیکي مدارک د اړوند مدیریت سره شریک کړي، تر څو د هغو پر بنسټ لازم اجراآت ترسره شي. د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د غیرمجازو فعالیتونو د مخنیوي او د ښاري نظم د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
1
15
557
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
اطلاعیه در مورد پرداخت قسط چهاردهم شهرک شیخ زاید به اطلاع مشترکین محترم شهرک شیخ زاید رسانیده میشود؛ از اینکه در سال چهاردهم پروژه این شهرک رهایشی قرار داریم مشترکین شهرک مکلف اند در جریان سال مالی 1405 قسط چهاردهم خویش را تحویل بانک نموده و مجموع اقساط خویش را الی 70 فیصد تکمیل نمایند. به اطلاع آنعده از مشترکین آپارتمانهای شهرک شیخ زاید که اقساط شان در فیصدی بیشتر از 50 فیصد و کمتر از 65 فیصد قرار دارد رسانیده میشود که مقروضیت سالهای قبلی خویش را هر چه عاجل از طریق ریاست عواید وزارت شهرسازی و مسکن تعرفه اخذ نموده و به حساب معینه تحویل بانک نمایند. در غیر آن آپارتمانهای که کمتر از 65 فیصد را تحویل نموده اند در جمع آپارتمانهای زیر 50 فیصد قرار گرفته احتمالاً تعرفه داده نخواهد شد و نظر به حکم 471/3321 مورخ 1446/6/26 عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی و بند دوم ماده سیزدهم طرزالعمل توزیع آپارتمانها مسترد خواهند شد آنگاه حق هیچ نوع شکایت را نخواهند داشت. وزارت شهرسازی و مسکن مکروریان سوم کابل - افغانستان 0786593522
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
فارسی
0
2
8
1.6K
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د مخنیوي په برخه کې خپلې څارنې لا پیاوړې کړې دي. د یاد ریاست د مسلکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د سیند په غاړه هټیو (له پل باغ عمومي څخه تر پل خشتي پورې) څارنه وکړه او څرګنده شوه، چې د یو شمېر هټیوالو له لوري په لوړو چوکاټونو کې د لمریزې برېښنا تختې نصب شوي، چې دې چارې د سیمې تاریخي بڼه زیانمنه کړې او ننداریزه ګډوډي یې رامنځته کړې ده. د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د خپلو قانوني دندو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د (۱) شمېرې فرمان (نېټه: ۵/۱/۱۴۴۵ هـ.ق) پر بنسټ ټینګار کوي، چې په تاریخي جوړښتونو کې هر ډول مداخله باید د فرهنګي میراثونو د ساتنې له اصولو سره سم ترسره شي. همدارنګه، د نړیوالو معیارونو له مخې، په ځانګړي ډول د تاریخي میراثونو د ساتنې اړوند اصولو ته په کتو، د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري نندارې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب اړین بلل کېږي. د یادو نیمګړتیاو پر بنسټ، په لوړو چوکاټونو کې د لمریزې برېښنا د تختو نصب، چې د ښار پر لید، نندارې، نظم او چاپېریالي یووالي منفي اغېزې لري، د تاریخي سیمو د ساتنې له اصولو سره په ټکر کې دي. د پخوانیو ښارونو د ساتنې محترم ریاست وایي، له همدې امله اړینه ده چې د مسؤلو ادارو له لوري په دې برخه کې بیاکتنه، تنظیم او لازم تدابیر ونیول شي، څو د سیمې د تاریخي هویت د تدریجي زیان مخه ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet mediaد کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
1
24
1.2K
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار کې د الشفاء (جمهوریت) روغتون د پروژې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه وشوه. دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د کارونو جریان وڅارل شو، چې په لومړۍ برخه کې د لس پوړیزه تعمیر د کړکیو لپاره د طبي پردو نصب، د اوبو رسولو تجهیزاتو لګول او د مرکز ګرمي پایپونو غځول روان وو. همدارنګه، په دویمه برخه کې د جلا تعمیرونو لپاره قالب تړل او سیخ تړل، د اکسیجن برخه او د اوبو رسولو پایپونو نصب، د خشتکارۍ، پلسترکارۍ او رنګمالۍ چارۍ، او د برقي سیستم اړوند د ساکټونو او سویچونو نصب او تنظیم تر کار لاندې وو. په درېیمه برخه کې د اکسیجن پلانت لپاره د مسي پایپونو نصب، د انټرنېټ شبکې اړوند دکتونو نصب او د اوبو رسولو تجهیزاتو لګولو چارې روانې وې. یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت له لوري مدیریت کېږي او د ساختماني چارو تطبیق یې د ملي يراختیا شرکت له لوري د قرارداد له مخې پرمخ وړل کېږي. د څارنې په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي. د ساختماني او زیربنایي پروژو د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق لپاره مهمه بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
0
3
13
608