Sabitlenmiş Tweet
عبدالهادي مهدي | Mahdi
708 posts

عبدالهادي مهدي | Mahdi
@Mahdi0863
فَوَاللَّهِ لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ.
Afghanistan Katılım Ocak 2025
596 Takip Edilen1.4K Takipçiler

څه وختونه تېرېږي😊
دې سړي یو وخت پخوانی ټویټر اوسنی ایکس په یوه ګوته چرخوو🤭
یو وخت به زه او کاکړ صیب څنګ په څنګ روان وو بیا کاکړ صیب ځیني تکتیکونه مېډیا ته را وایستل چې تر ډېره بریده اوس هم چلېږي، مثلاً د دفتر انځور د سنګر انځور یې لومړي کمینټ کې نو سړی بېخي کش کې شو🫣
لنډه دا چې دې سړي لکونه خلګ کمینټ ته کړي دي🤭
اوس که لیږ زاړه یاران وي خامخا یې پېژني.
د هغه وخت ملا ع....
اوسنی کاکړ صیب در یادوم؛ کاکړ صیب میډیا کې ښه بلد دی خو پرله پسې د اکونټونو بلاک کولو سړی تقریباً له ایکس نه ګوښه کړی وو، اوس مو په وچ زور دې اف ته راوستی دی؛ نو هیله ده په ټوله مینه یې درسره وڅارئ❤️
@tariq_sidiqi

PS

@Mahdi0863 موژ ټول تیار یو الحمدلله
د دې سپېڅلې نظام لپاره مو مخکی هم قربانۍ ورکړې اوس به یې هم د مال او تن په وینو ساتو ورورکه
PS

@AhmadbilalAziz3 ورورکه نوره ما هم نده کتلي
دغه لیږ برخه مې پیدا کړي
PS
عبدالهادي مهدي | Mahdi retweetledi

د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد تر هر څه اولویت لري!
د اسلامي امت د یووالي او اتحاد انګېزه زموږ لومړني مصدر قرآنکریم مسلمانانو ته ورکړي ده، د دې انګېزې خپلول مسلمان د یوه توغ تر سیوري لاندې رایو ځای کوي.
د [واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا] آیت مفهوم دا ده چې تاسو ټول په دین د الله منګولي ټینګي کړئ او تفرق مه کوئ.
د اعتصام معنا منګولي او چمبې په یوه شي کې خښول په داسې توګه چې هیڅ څوک یې جلا نه کړي، همدارنګه د جمیعا کلمه راغلي چې بیا ولاتفرقوا کلمه پسې راغلي، دا ټول تاکیدات د اتفاق او اتحاد د رسۍ د ټینګښت لپاره دي.
د اسلام ټول مفاهیم د اجتماعیت، عدالت او د یووالي په محور خپلو پلویانو ته رهنمایي کوي. د دې رهنمایي یون ته به هغوی دانګي چې د اسلام اصلي مفهوم یې درک کړی وي.
د مسلمانانو اذهانو ته نبوي ارشادات، قرآن، سیرت او د اسلام معتبرو مصادرو دا شاربلي چې اسلامي امت هغه وخت د امن، سوکالي، ارامتیا او د وحدت
خوند څکلای شي چې د یوه قائد او د یوه توغ تر سیوري لاندې سره را ټول شي.
په اسلام کې د اختلاف مفهوم په فرعي مسائلو کې یو رحمت بلل شوی؛ تر څو د قرآنکریم د هر آیت په ټولو اړخونو عمل وشي. د تشویش خبره داده چې دا فرعي اختلاف ته دومره زور ورکول شي چې د دې وړ وګرځي چې د قطبینو خواته ولاړ شي او د عناد، حسد واګې یې تر لاسونو ونیسي او د امت وحدت بېل کړي.
کچېرته امت او د دوی علماء د فرعي مسائلو اختلافاتو کې ګیر شي، د شعیه او سني مسائل وڅېړي، لکه همدا نن چې ګیر دي؛ نو غرب او مخالفین به له همدې فرصتونو څخه په استفاده ټول امت له ګرېوانه ونیسي او دوی به دا خلاوي په خپلو اهدافو ډکوي.
علماء، لیکوالان، اسلامي نظام او مسؤل اشخاص باید د خلګو اذهانو ته دا ور وانګیري چې نن عصر کې د مسلمانانو بېلتون ته د نړۍ ټول ادیان متفق شوي؛ تر څو د اسلام مفاهیم د مسلمانانو له منځ څخه ورک کړي.
دوی یهود، نصاری، مشرکین، ملحدین او د معاصرو باطلو فکري نظریاتو پلویان د مسلمان دښمنۍ ته یو شوي دوی ټول خپل اختلافات د مسلمان د دښمني لپاره تر شا کړي.
دې هجوم یې زموږ معاصر حاکمان، علماء، سیاسون او اقتصاد پوهان هم له ځانه سره اخیستي او په خپلو ګټو کې یې لوبوي.
نن مسلمانان دېته ضرورت لري چې تر هر څه وړاندي د اولویت او اولیت حق وپېژني، د اتحاد، اتفاق لارې خپلې کړي، ټولې اسلامي ډلي، تنظیمونه، قومونه، او حزبونه باید د یوه توغ تر وزرو لاندې خپل برخلیک وټاکي.
د امت بېلتون تباهي راولي، د دوی مسیر ګډوډوي، ځواک یې ضعیفوي، اقتصاد، سیاست، تعلیم، پوځ او ټیکنالوژي یې کمزوري کوي؛ دا هر څه چې کمزوري شي؛ نو د مسلمان رهبري او قیادت ته خلل رسېږي، لدې فرصت څخه په استفاده بیا د نن عصر قانون ده چې زورور کمزوری داړي په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول یې تر خپل تسخیر لاندې راولي.
چې اسلامي امت تسخیر کړي بیا به اقتصاد، پوځ، تعلیم، نصاب او نور د ژوند هر څه به دښمن ورته جوړوي او دښمن به د مسلمانانو د بچیو روزنه کوي، بیا به دغه تسخیر شوي د دوی په نفع کار کوي، همدا ټولي ناخوالي د اتحاد د نشتون نتیجه شوه.
همدا لوبه اوس په ټولو اسلامي هیوادونو کې تر سره کیږي.
د اسلام او مسلمانانو د کامیابۍ اصل دا ده چې د اختلاف بدبویه کلمه ورکه شي، لیکوالان، علماء، ژورنالستان او د ټولنیزو رسنیو فعالان باید د امت د اتحاد په اړه خپل قلمونه وکړنګوي.
ځوان نسل ته دي د اولیتونو په باب پوهاوی ورکړي، د قرآنکریم مفاهیم دي ورته تشریح کړي.
او د تاریخ له زاویې دي له تېرو شویو پېښو، تجاربو او ازمونونو ګټه واخلي؛ تر څو دا خلاوي ډکي شي..!
پای

PS

د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد تر هر څه اولویت لري!👇
عبدالهادي مهدي | Mahdi@Mahdi0863
د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد تر هر څه اولویت لري! د اسلامي امت د یووالي او اتحاد انګېزه زموږ لومړني مصدر قرآنکریم مسلمانانو ته ورکړي ده، د دې انګېزې خپلول مسلمان د یوه توغ تر سیوري لاندې رایو ځای کوي. د [واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا] آیت مفهوم دا ده چې تاسو ټول ۱/۱۱
PS

د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد تر هر څه اولویت لري.!
د اسلامي امت د یووالي او اتحاد انګېزه زموږ لومړني مصدر قرآنکریم مسلمانانو ته ورکړی ده، د دې انګېزې خپلول مسلمان د یوه توغ تر سیوري لاندې رایو ځای کوي.
عبدالهادي مهدي | Mahdi@Mahdi0863
د مسلمانانو ترمنځ اتفاق او اتحاد تر هر څه اولویت لري! د اسلامي امت د یووالي او اتحاد انګېزه زموږ لومړني مصدر قرآنکریم مسلمانانو ته ورکړي ده، د دې انګېزې خپلول مسلمان د یوه توغ تر سیوري لاندې رایو ځای کوي. د [واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا] آیت مفهوم دا ده چې تاسو ټول ۱/۱۱
PS

@Y_Mujahid_ د اختلافاتو څخه لاس اخیستل او بل [ لايصلح آخر هذه الأمة إلا بما صلح أوله]
العربية







