Hamasa Media

18K posts

Hamasa Media banner
Hamasa Media

Hamasa Media

@MediaHamasa

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او مرکې/https://t.co/FGX0iVTYcH

Katılım Ocak 2023
0 Takip Edilen40.6K Takipçiler
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه اي ته منسوب پیغام، خپور شوی چې پکې یې د پوځ رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا ځواک د انقلاب وروسته د ملت له منځه راټوکېدلی او د هېواد د دفاع اصلي ستن ګرځېدلی دی. په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ایران پوځ د امریکا، د پخواني پهلوي نظام د پاتې عناصرو او تجزیه‌ غوښتونکو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی او په بېلابېلو پړاوونو کې یې «حماسي» رول لوبولی دی. مجتبی خامنه اي، همدارنګه ادعا کړې چې د ایران پوځ اوس هم د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د «استکبار جبهې» پر وړاندې په جګړه بوخت دی، او زیاته کړې یې ده چې د پوځ بې‌پیلوټه الوتکې پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو بریدونه ترسره کوي، او سمندري ځواک یې د نورو احتمالي عملیاتو لپاره هم چمتو دی. په پیغام کې د پوځ د لا پیاوړتیا ژمنه هم شوې او ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ځواک د پرمختګ لپاره نوي تدابیر اعلان شي. د یادونې وړ ده چې په دې پیغام کې د ایران د پخوانیو پوځي قوماندانانو او جګړه‌ییزو څېرو ستاینه هم شوې او هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره د بېلګې په توګه یاد شوي دي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
6
142
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د العربیه د راپور پر بنسټ، هرمز تنګي کې د یوه تازه امنیتي پېښې خبر ورکړل شوی، چې پکې یوه هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې ده. د راپور له مخې، د کښتیو د څار ادارې ویلي چې دغه کښتۍ د عراق شاوخوا دوه میلیونه بېرله تېل لېږدول او د پېښې پر مهال د هرمز تنګي له لارې روانه وه. سرچینې زیاتوي چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه دوه هندي کښتۍ اړ کړې چې له سیمې ووځي او د تنګي اوبه پرېږدي. همدارنګه، د بریتانیا سمندري ځواک ویلي چې د عمان له ساحل څخه شاوخوا ۲۰ مایله لرې د یوه احتمالي برید راپورونه ترلاسه شوي دي. دغه پېښه تر هغه څو ساعته وروسته رامنځته شوې چې د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه بېرته عملي کوي.
Hamasa Media tweet media
PS
1
0
22
737
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د طالبانو حکومت وایي، د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې رغنیز کارونه په وروستیو میاشتو کې چټک شوي او د پروژې عملي بهیر په منظم ډول مخ ته روان دی. د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې ده. د وزارت په وینا، د نل‌لیکې د دوام لپاره ۱۲۴ کیلومټره نور مسیر هم چمتو شوی او تخنیکي چارې یې بشپړې شوې دي. ټاپي پروژه، چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي، د سیمې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې او کاري فرصتونه رامنځته کړي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
1
176
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
وروسته له هغه چې ایراني رسنیو د دویم پړاو له پیل سره د تهران د نه‌موافقت خبر ورکړی، د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو راتلونکی پړاو له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی. د ایران تسنیم خبري اژانس ، راپور ورکړی چې تهران د «امریکايي لوري د زیاتو غوښتنو» او همدارنګه د سمندري فشارونو له امله، تر دې دمه د خبرو د دوام لپاره شین څراغ نه دی ورکړی. د راپور له مخې، ایران دا دریځ د پاکستاني منځګړي له لارې واشنګټن ته رسولی او ټینګار یې کړی چې «اوږدې، ستړې کوونکې او بې‌پایلې خبرې» د منلو وړ نه دي. د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ ناسته چې له ۲۰ ساعتونو زیات یې دوام وکړ، د تېرې شنبې ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شوه. له هغې وروسته، په روانه اوونۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه وه، خو لا هم کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
9
519
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویلي چې د امریکا د ژمنې د ماتیدو او د سمندري محاصرې د دوام له امله د هرمز تنګي کنټرول بېرته سخت شوی دی. د خاتم‌الانبیا د مرکزي قرارګاه ویاند ویلي چې د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو له امله، د هرمز تنګي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځېدلی او اوس د وسله‌والو ځواکونو تر جدي کنټرول لاندې دی. هغه زیاته کړې چې تر هغو به دا سخت کنټرول دوام ولري، څو امریکا د ایران له بندرونو څخه د بېړیو د تګ راتګ بشپړه ازادي تضمین نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران چارواکو د جمعې په ورځ ویلي وو چې د پخوانیو توافقاتو له مخې یې د یو شمېر نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو د تګ اجازه ورکړې ده.
Hamasa Media tweet media
PS
0
1
21
408
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
ځینو باخبره سرچنیو حماسه میډیا ته ویلي چې معتصم اغا جان د طالبانو حکومت له لوري کندهار ولایت کې «نظر بند» شوی او هر ډول ټلیفوني اړیکو ته له لاسرسي محروم شوی دی. د سرچینو په خبره، نوموړي په دې وروستیو کې په بېلابېلو شخصي مجالسو کې د طالبانو د حکومت پر مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د ښځو او نجونو د حقونو اړوند پالیسو باندې نیوکې کولې او د دوی په خبره، ممکن معتصم اغا جان له همدې امله تر څار لاندې نیول شوی دی. معتصم اغا جان ته نږدې دې سرچینو چې نه یې غوښتل هویت یې خپور شي، حماسه میډیا ته زیاته کړې چې نوموړي په دې وروستیو کې د افغان او پاکستاني مخکښو سوداګرو او ځینو دیني علماوو د یو ۱۱ کسیز ګروپ مشري کوله او هڅې یې روانې کړې وې چې د دواړو هېوادو تر منځ د روانو شخړو په ځانګړې توګه سوداګرۍ برخه کې حل لارې وړاندیز کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د استخباراتو ځینو سرچینو حماسه میډیا ته د نوموړي د «بندي» کېدو خبر رد کړی و.
Hamasa Media tweet media
PS
2
1
25
2.5K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره هوکړه ونه شي، نو امریکا به بیا بمباران پیل کړي، خو هم‌مهاله یې د توافق نږدې کېدو خبره هم کړې ده. ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې که له ایران سره توافق و نه شي، نو امریکا به پوځي بریدونه بیا پیل کړي. هغه ویلي چې یوازې څو ورځې پاتې دي او که هوکړه وشي، ښايي وضعیت بدل شي. ټرمپ زیاته کړې چې له ایران سره خبرې روانې دي او دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي دي، خو ځینې اختلافات لا پاتې دي. په ورته وخت کې اکسیوس راپور ورکړی چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا هم ځینې مهم اختلافات نه دي حل شوي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
20
817
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د طالبانو حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان سمرقند ښار ته سفر کړی، ترڅو په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په رسمي بلنه سمرقند ته تللی دی. د متین په وینا، هغه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه نېټه په یوه نړیواله ناسته کې ګډون وکړي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي. نوموړي زیاته کړې چې په دې ناسته کې به د نشه يي توکو نړیوال ګواښونه وڅېړل شي او د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو پر لارو چارو به بحث وشي. قانع ویلي چې چې د «اسلامي امارت» پلاوی به په غونډه کې خپلې لاسته راوړنې، د نشه يي توکو پر ضد اقدامات او راتلونکې برنامې ګډونوالو ته وړاندې کړي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
11
448
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې امریکا په جګړه کې بریالۍ شوې او د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل یې یقیني کړي دي. قالیباف ویلي چې که د امریکا له لوري سمندري محاصره دوام وکړي؛ نو د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ یوازې د ایران په اجازه ترسره کېږي. هغه زیاته کړې چې امریکا نه په جګړه کې بریالۍ شوې او نه هم په خبرو اترو کې. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي یوه ورځ مخکې د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستل کېدو خبر ورکړی و. بل لور ته، ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې دغه تنګی، د امریکا د سمندري محاصرې سره سره، بېرته پرانیستل شوی دی.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
16
486
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د فرانسې، مارسي ښار ته نږدې په یوه سیمه کې یو ۱۹ کلن افغان ځوان د وزو او پسونو د پرله‌پسې جنسي ځورونې په تور نیول شوی او قضیه یې عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده. د فرانسوي پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کس د څو اوونیو څار او تعقیب وروسته هغه مهال ونیول شو چې د فارم دننه پر حیواناتو د جنسي اړیکې د ترسره کولو په حال کې و. د فارم مالک تر دې مخکې د خپلو حیواناتو پر بدنونو د ټپونو او غیرعادي حالتونو له امله شکمن شوی و او وروسته یې د څارنې کمرې نصب کړې. لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښې یوازې محدودې نه وې، بلکې د څو اوونیو په اوږدو کې تکرار شوې دي. د څېړونکو له لوري راټول شوي ویډیويي شواهد او جنیټیکي نمونې د قضیې د ثبوت لپاره مهمې بلل شوي دي. د فارم مالک رسنیو ته ویلي چې دغه وضعیت نه یوازې حیواناتو ته زیان اړولی، بلکې خپله یې هم له جدي رواني فشار سره مخ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د څو اوونیو لپاره یې شپې له وېرې ویښې تېرې کړي دي. د فرانسې څارنوالۍ د تورن پر وړاندې د اعظمي سزا غوښتنه کړې، چې پکې درې کاله بند او ۴۵ زره یورو جریمه شامله ده، خو محکمې ویلي چې وروستۍ پرېکړه به د رواني ارزونې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.
Hamasa Media tweet media
PS
8
2
38
5.1K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وايي، د «سیستم بیا بسته بندي» تر نوم لاندې د سیاسي بدلون هڅې باید رد شي، په ځانګړي ډول که بهرني لاسونه پکې ښکېل وي. هغه په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د «سیستم بیا بسته بندي» په نوم نوې سیاسي اصطلاح کارول کېږي، چې هدف یې د موجوده نظام بڼه بدلول ښودل کېږي. هغه زیاته کړې چې د رژیم بدلون پخوانۍ تجربې بریالۍ نه وې، او اوس ځینې لوري د نظام د بیا جوړښت یا له سره بسته بندۍ خبره کوي، چې باید د وخت له اړتیاوو سره سم وارزول شي. داودزي ادعا کړې چې دا ډول بحثونه په ځینو هېوادونو لکه وینزویلا او ایران کې هم مطرح شوي دي. نوموړي ویلي چې دا اصطلاح د رژیم بدلون بدیله بڼه ګرځېدلې او ځینې سیاسي شنونکي یې د پخوانیو طرحو نوې بڼه بولي. هغه ویلي چې په پاکستان کې هم ځینې کړۍ د دې اصطلاح له لارې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه بحثونه کوي او د اغېزمنتیا پوښتنې راپورته کوي. داودزي ټینګار کړی چې که هر ډول سیاسي بدلون د بهرني لاسوهنې له لارې ترسره شي، دا به د افغانستان په ګټه نه وي او باید رد شي، ځکه دا ډول اقدامات د سیمې ثبات ته زیان رسوي.
Hamasa Media tweet media
PS
2
0
21
1.9K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده. یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۳۱ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو له ۷۳ زره زیات کسان اغېزمن کړي دي. د راپور له مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې ۹۳ کسان مړه شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي. راپور زیاتوي چې دغه سېلابونو زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي. راپور کې دغه راز ویل شوي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي. د راپور په خبره، همدارنګه، اغېزمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، نغدي مرسته او رواني ملاتړ شامل دي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
7
289
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې په هر ډول ترلاسه کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، دا کار به په غیر دوستانه ډول وشي. ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې امریکا به په هر ډول ممکنه لاره د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې ترلاسه کړي. هغه خبرداری ورکړی چې که روانې خبرې ناکامې شي، دا اقدام به په ډېر غیر دوستانه ډول ترسره شي. ټرمپ زیاته کړې چې د دې اقدام دقیق وخت به نه اعلانوي، مګر که یو تړون وشي، نو امریکا به له ایران سره په ګډه دا کار ترسره کړي. د هغه په وینا، له تړون وروسته به سل په سلو کې لوړ بډایه شوي یورانیم امریکا ته ولېږدول شي. هغه ټینګار کړی چې که دا کار د تهران په همکارۍ ونه شي، واشنګټن به بیا هم دا هدف په بل او ډېر غیر دوستانه ډول ترلاسه کړي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
25
1.1K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حزب‌الله غوښتي چې په اوسني حساس وخت کې مناسب چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسي ایکس‌حساب د یوه پیغام په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ څرګندونې شریکې کړې دي. ټرمپ ویلي: «هیله لرم چې حزب‌الله په دې مهم وخت کې مناسب او ښه چلند وکړي. که داسې وکړي، دا به د هغوی لپاره یو ډېر مهم فرصت وي.» هغه ټینګار کړی: «نورې وژنې باید ونه شي او سوله باید ټینګه شي.»
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
17
648
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
تازه خبر څو شېبې وړاندې کابل او شاوخوا ولایتونه یوې نسبتاً زوروې زلزلې ولړزول. تر اوسه د دغې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
Hamasa Media tweet media
PS
1
0
10
258
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به په ارامه توګه ایران ته داخل شي څو د دغه هېواد غني شوي یورانیم بېرته ترلاسه او امریکا ته یې ولېږدوي. د هغه په وینا، دا بهیر به د ایران په همکارۍ سره ترسره شي. ټرمپ ټینګار کړی چې له ایران سره د احتمالي تړون په چوکاټ کې به هېڅ ډول مالي راکړه ورکړه ونه شي. هغه زیاته کړې چې د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره تړون تر ډېره بریده نهایي شوی او تمه ده چې د دې بهیر پرمختګ به ډېر چټک وي. ټرمپ ویلي چې ډېری مهم ټکي وروستي شوي او راتلونکې اوونۍ به د یو دوامدار تړون په اړه خبرې وشي. نوموړي دا هم ویلي چې تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې د امریکا له لوري به د خبرو اترو مشري څوک کوي. ټرمپ د پاکستان د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «کېدای شي.»
Hamasa Media tweet media
PS
1
0
34
3.5K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې په لبنان کې له موقتي اوربند سره موافقه کړې، خو ټینګار یې کړی چې د حزب‌الله پر ضد عملیات لا هم دوام لري. هغه زیاته کړې چې اسرائیل د حزب‌الله شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي او راکټي زېرمه له منځه وړې ده، خو لا هم جګړه بشپړه شوې نه ده. دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې امریکا اسرائیل د لبنان له بمبارۍ څخه منع کړی او ویلي یې دي: «نور بس دی.»
Hamasa Media tweet media
PS
0
0
14
1.5K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران اعلان کړی چې د هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص دی او د تګ راتګ لپاره چمتو دی. هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشیال کې د دې خبر په اړه لیکلي: «مننه!» تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګي له لارې د تجارتي کښتیو تګ راتګ د اوربند د پاتې مودې لپاره په بشپړ ډول آزاد اعلان شوی دی. د یادونې ده چې د دې خبر له خپرېدو وروسته د تیلو بیې شاوخوا ۱۰ سلنه راټیټې شوې دي.
Hamasa Media tweet media
PS
0
1
34
1.7K
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګی د اوربند د پاتې مودې لپاره د ټولو سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شوی دی. هغه زیاتوي چې دا پرېکړه د هغه همغږۍ پر بنسټ شوې چې تر دې مخکې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې اعلان کړې وه. د دې اعلان له مخې، سوداګریزې بېړۍ کولی شي د لنډمهالي اوربند تر ختمېدو پورې له هرمز تنګي پرته له محدودیت څخه تګ راتګ وکړي.
Hamasa Media tweet media
PS
1
1
23
719
Hamasa Media
Hamasa Media@MediaHamasa·
د ایران د مشهد ښار د جمعې امام احمد علم‌الهدی له امریکا سره د مذاکراتو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له نظره مذاکره د تسلیمېدو معنا لري. نوموړي ویلي چې اټومي ټکنالوژي د ایران یوه عمومي علمي لاسته راوړنه ده او ګڼ شمېر محصلان په دې برخه کې زده کړې کوي؛ نو ځکه دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده. هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې ایران د خپل مخالف پر وړاندې برلاسی دریځ لري او د امریکا اوسنی حکومتي جوړښت د کمزورۍ په حال کې دی، نو مذاکره کول د امتیاز ورکولو معنا لري. نوموړي ټینګار کړی چې پر ځای د مذاکرې، باید پر هرمز تنګي فشار زیات شي، څو له امتیاز ورکولو څخه ډډه وشي.
Hamasa Media tweet media
PS
1
3
62
3.4K