
ځایي سرچینې وایي، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې پر يوه کور د نامعلومو وسلهوالو په برید کې يوه ښځه او درې لوڼې وژل شوې او درې زامن یې ټپیان شوي دي.
د سرچينو په وينا، وسلهوال کسان د شپې پر مهال يو کور ته ننوتلي او د ډزو په کولو سره یې د کور مور او درې لوڼې وژلې او درې کمعمره زامن یې ټپیان کړي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د ټپیانو روغتيايي حالت هم نازک بلل شوی دی.

PS













