Rabya
867 posts





دا په ډاګه وايو، او په دلايلو یې ثابتوو، او ستاسو څخه هم هيله لرو چي پر دې موضوع خپل تحقيقات هم وکړی، چي په دين کي د ديني او عصري علوم، يا د ديني او دنيوي علوم هيڅ وېښ نسته. د عصري په نامه چي کوم علوم زده کيږي، هغه عصري نه دي، بلکي پخواني يعني قديم دي. او علوم ټول ديني دي، ځکه په دنيا کي هيڅ داسي څه نسته چي پر هغه د آخرت ثواب او عقاب مرتب نه وي. دا وېش اول ځل د فرانس له انقلاب څخه راولاړ سو، بيا زموږ آسيايي هيوادونو ته انګرېزانو رانقل کړی، بيا اول ځل د ځينو انګرېز جاسوسانو د عالم په لباس کي يا د انګرېز سره دښمنۍ کي د تعصب پر اساس ځينو حق علماوو په غير شعوري توګه دغه وېش او اصطلاح پرمخ يوړه، چي ترننه ټول امت ورڅخه کړيږي. کنې د فرانس له انقلاب مخکي د مسلمه امت د علماوو ټول کتابونه راواړوی، خاص دغسي وېش به پيدا نکړی. م هدايت الله حکمت ✍🏻

















