Sabitlenmiş Tweet
Rahmatullah Andar🇦🇫
12.4K posts

Rahmatullah Andar🇦🇫
@RahmatAndar1
Ex-Religious Affairs Director & Religious Affairs Adviser & Spokesperson @NSCAfghan | Writer. زما خبرې حقیقت نه دی، حقیقت دا دی چې زه خبرې لرم
In Exile Katılım Eylül 2020
288 Takip Edilen257.1K Takipçiler

تاسې لږ سم غوږ کېږدی، نن به سیاست او ط.لب پرېږدو، د ملا صیب او د هغه د دیني تفسیر، قرائت او تعبیر په اړه به خبره وکړو.
یا لومړۍ زما پوسټ په غور ولولئ، بیا د مفتي صیب خبرو ته غوږ کېږدئ او یا د مفتي صیب خبرې لومړی واورئ او بیا زما پوسټ ولولئ.
مفتي صیب وایې چې ښځه به لیک نه زده کوي او د دې منع په سورة نور کې راغلي ده، دومره تعلیم د ښځې لپاره ضروري یا اړین نه دی چې هغه ماسټره او ډاکتره شي، د دې خبرې لپاره یې هم د دلیل په توګه د حنفي فقهي د معتمد عالم ملا علي قاري رحمه الله قول نقل کړی دی چې د نارینه ډاکتر لپاره د ښځینه ناروغ د بدن ډېره محرمه برخه کتل هم جایز دي.
له دې وروسته مفتي صیب په ډېر یقین سره په هغو ښځو او نجونو د فحشاء تور لګوي چې مکتب او پوهنتون یې لوستی وي او بیا له شیخ حسن جان رحمه الله څخه نقل قول کوي او د پېښور د کوم پوهنتون (2000) محصلینې په فحشاء تورنوي...
مفتي صیب وایې چې په نورو اسلامي هېوادونو کې د نجونو تعلیم زما لپاره دلیل نه شي کېدای او نه زه د قطر، دوبی او مصر تابع یم، ځکه موږ ته دین پیغمبر راوړی دی او ما ته به د قرآن کریم او پیغمبر طریقي په دلیل کې وړاندې کوئ، لنډه دا چې په پیغمبري دین کې د نجونو تعلیم نه شته.
وروسته د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه قول د دلیل په توګه وړاندې کوي چې وایې خپلې ښځې ته سورة النور وښیئ، خط مه ورته ښیې.
مفتي صیب یو ګام مخې ته تللی دی، وایې چې د مکتب له بنیاده مې بد راځي، له همدې امله خپل زامن مکتب ته نه پرېږدي، وایې چې د مکتب شاګردان د بې ادبې سمبولونه دي.
بیا وایې چې زموږ دین له (اقراء) څخه پیل کېږي، لوستل به کوي او الله تعالی به دې مقام ته رسوي، خو زموږ په خلکو کې یو تاوان دا دی چې اقراء یې په مکتبونو او پوهنتونونو لیکلی وي... او دا د قرآن کریم تحریف دی چې (اقراء) په مکتب او پوهنتون ولیکل شي، علم په اصل کې قال الله او قال رسول الله او قال الصحابة دی او دا ته چې کوم شی زده کوي دا کسب دی...
مفتي صیب وایې چې له (اقراء) څخه مراد او مقصد د مکتب او پوهنتون ویل نه دي او نه و، بلکې د قرآن او حدیث ویل او لوستل ورڅخه مراد دي...
بیا وروسته قسم کوي چې د مکتب او پوهنتون پوښتنه له تاسې څخه نه کېږي، دا زما او هم زما د استاذ عقیده ده، خو له تاسې څخه به د قرآن کریم پوښتنه خامخا کېږي.
.......
تاسې د مفتي صیب وینا واورېده، د هرې خبرې لپاره دلیل وړاندې کوي، یا د قرآن کریم ایت کریمه، یا د رسول الله حدیث شریف او یا د صحابه کرامو اقوال او د معتمدو فقهاو اقوال.
که زه ډېر په ساده او لنډ ډول درته ووایم؛ نو زموږ دیني متنونه ادبي دي او له ادبي متنونو څخه د لوستونکو په شمېر تعبیرونه او تفسیرونه کېدای شي.
د نجونو د تعلیم او په ټوله کې د مکتب په اړه د مفتي صیب دیني برداشت، تفسیر او تعبیر ځانګړی نه دی، بلکې یوه لویه کتله ملا صایبان په همدې باور او نظر دي او همدغه یې له دینه انګېرنه ده.
دا نن چې د نجونو مکاتب بند دي او په ټوله کې مکتب ته ډېره اعتناء نه کېږي، لامل یې همدا باور او نظر دی.
نه یواځې د نجونو د تعلیم او مکتب مسله، بلکې نور ټولنیز او سیاسي مسائل هم شته چې د دې ډلې نظرونه پکې له واقعیت سره اړخ نه لګوي او نه د تطبیق وړ دي.
هغه ملګري چې دیني زده کړي نه لري او مفتي صیب ته بد رد وایې دا هم ناسمه ده او هغه چې زده کړي لري او دا نه مني چې ګنې دغه دیني برداشت او تفسیر زموږ په ټولنه او هېواد کې شته او یا د دغسې ملاصایبانو شتون د ګوتو په شمار ښیې، هغوی هم ځان تېرباسي.
د مفتي صیب او ملا صایبانو دغه دیني تفسیر او تعبیر هغه وخت لا خطرناک شي چې دوی یې له منبره د دین یواځنی په حقه تفسیر او تعبیر وګڼي او نور تفسیرونه او تعبیرونه رد کړي او که د چا نظر د دوی له نظره خلاف وي، ډول ډول ټاپې پرې ولګوي او یا د ټوپک په زور له دینه خپل برداشت په خلکو تحمیل کړي.
لنډه دا چې دا زموږ د ټولنې یوه واقعي او حقیقي ستونزه ده، ملا صیب، مفتي صیب او خلیفه صیب ته په بدو ویلو نه حل کېږي، یوه عملي حلا لار غواړي.
دا خو زما نظر و، تاسې هم لیږ غور پکې وکړئ، که دا ستونزه درته رښتیا ستره ټولنیزه ستونزه برېښې، بیا به یې په حل لار پسې ځان ستړی کړو.
PS

@KHANAFG42143433 ښکنځل خو د طالب هویت دی.
له ښکنځل پرته کله پېژندل کېږي.
PS

@RahmatAndar1 مولانا صاب تر تبصرو د علماؤ ښکنځلې زیاتې دي..😆
تبصره باید تا کړې وای دوی نو چېرته پخپلو خوړل شویو اعتراف کوي..
PS

@Moon50966788035 @NwryAlhq د طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم یې سره څه؟
اخلاق او تربیه یې کورنۍ ده، له مور او پلاره یې زده کړي دي.
PS

شیخ صاحب عزیز الله مظهري ډېره سپینه وینا کړي.
هغه په دې اعتراف کوي چې لا هم په افغانستان کې داسې مجتهد عالم نه شته چې په دیني مسالو کې د عوامو او علماوو وروستۍ مرجع وي او د نه شتون بده پایله یې دا ده چې موږ په یوه وړه مسله کې هم اتفاق ته نه رسېږو…
خو زما په اند اجتهادي مسايل په هر عصر کې اختلافي یې حتی د استاذ او شاګردانو تر منځ یې هم اتفاق نه وي، امام ابو حنیفه رحمه الله او مشهور شاګردان یې امام ابو سف او امام محمد رحمهم الله هم په ډېرو مسایلو کې یو له بل سره اختلاف کړی دی.
اصلي ستونزه دا ده چې اوس په اجتهادي مسایلو کې اختلاف د بې احترامي، نفاق او شقاق تر کچې رسېږي.
که موږ زغم او تحمل ولرو، په اجتهادي مسایلو کې اختلاف ته د فرعي اختلاف په سترګه وګورو، له تعصب فی المذهب څخه لاس واخلو مسله حل کېږي، خو له بده بخته ملاهبة الله اخوند ته اوس هم حق مذهب یواځې حنفي مذهب ښکارېږي، علم یواځې په مدرسه کې ویني او دیني تفسیر او تعبیر یې یواځې له دیوبنده سرچینه اخلي.
نو چې امیر دغسې وي، له مامورینو به یې څه ګیله وي.
داسې ښکارې چې ملاهبة الله اخوند به د بهرنیو او کورنیو فشارونو په نتیجه کې له خپل دریځه واوړي او یا به …
PS

@RahmatAndar1 نوته څه وایې چي اوس هم مجتهدین سته؟
PS

@DrhakimiHakimi1 زه نه ځان مشر ګڼم او نه مې مشرتوب کړی، په فردي توکه هره ورځ ځان مقصر ګڼم.
PS

پر کنړ ولایت پرلپسې بریدونه کېږي، نن یې په مرکز اسعد آباد هم برید شوی دی.
د پاکستاني تجاوز او وحشت په خلاف که طالب څه نه شي ویلی، هغه مطرحي سیاسې څېرې ولي غلې دي او ولي په مطرحو نړۍ والو رسنیو کې له روان وحشته پرده نه پورته کوي.
د څوکیو په ویش کې هر ولایت او قوم سلګونه مشران لري، خو په وطن چې بده ورځ راشي، هیڅوک د مشرتوب دعوه نه کوي او نه د مسؤلیت احساس کوي.
PS
Rahmatullah Andar🇦🇫 retweetledi

ایا رڼا ټلوېزون رښتیا پاکستانۍ ریښه لري؟
«رڼا ټلوېزون» لومړی د «وحدت ټلوېزون» په نوم د افغان الاصله سویډني کس «نور رحمان شېرزاد» او غالباً د پاکستاني الاصله انګرېز «سردار اغا» تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په جریان کې په لندن کې د پاکستانۍ وحدت ورځپاڼې د یوې څانګې په توګه په «16012230» شمېره ثبت شو چې ټول مالي ملاتړ یې د وحدت ورځپاڼې پاکستاني مشر «پیر هارون شاه اغا» پر غاړه واخیست او تېر کال یې پرانیسته هم وکړه، چې وروسته د افغانستان لپاره له پاکستاني چینل څخه کټ مټ په هماغه نوم فعالیت کولو کې ورته د حساسیتونو پیداکېدو وېره پیداشوه. او له دې کبله یې خپرونې وځنډولې. چې بالاخره یې د نوم د بدلون پرېکړه وکړه او د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې د «رڼا ټلوېزون» په نوم په لندن کې په «16175034» ثبت شمېره د نور رحمان شېرزاد تر مشرۍ لاندې د دفتر په دې پته (36 South Park Way, Ruislip, England, HA4 6UL) راجستر شو.
دا چې په رڼا ټلوېزون کې زما ځینې دوستان هم کار کوي، هیله ده چې د هغوی زړه بد نشي. (که زړه یې بد هم شي خیر دی د وطن خبر ده.😊)
د پورتنیو دقیقو مالوماتو لمخې د رڼا ټلوېزون او پاکستانۍ وحدت ورځپاڼې ترمنځ له مالي او سازماني تړون او ریښې څخه نه شېرزاد او نه هارون شاه اغا انکار کولای شي.
اوس راځم د وحدت ورځپاڼې دریځ ته: دا ورځپاڼه چې نږدې ۵۰ کاله کېږي په پاکستان کې فعاله ده بنسټ یې سفید شاه همدرد ایښی دی چې اوس یې د هغه زوی هارون شاه اغا مشري په غاړه لري او په ښکاره ډول د پاکستان د ریاست داعیه پر مخ وړي. د پاکستان په سطحه یې یو شمېر دولتي میډالونه هم ګټلي دي، له ډاکټر نجیب نیولې تر اشرف غني او په ځینو مواردو کې تر اوسنیو واکمنانو پورې د ټولو افغان حکومتونو خلاف دریځ یې لرلی دی. په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته هم د یوه شورش او ستونزې په توګه کله ناکله پوښښ ورکوي او د پاکستان د ګټو خلاف یې بولي.
د رڼا ټلوېزون مشر نور رحمان شېرزاد اړوند هم څو ټکي زیاتول اړین بولم: نوموړی اصلی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی له ۲۰۰۸ کال څخه وړاندې یې د پاکستانۍ وحدت ورځپاڼې او پاکستاني AVT خېبر ټلوېزون سره رسمي کار کاوه او د هغه ترڅنګ یې د پاکستاني جیونیوز او د پاکستاني خبریال حسن خان په شمول یې د نورو خبریالانو سره هم ښې اړیکې درلودې. د کار په موده کې به یې یوه پښه په کابل او بله پېښور کې وه. په ننګرهار کې دوه ځله د ملي امنیت لخوا د پاکستاني ادارو سره د همکارۍ په تور تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې هم راغلی دی چې وروسته یې ولسمشر حامد کرزي ته هم د ملي امنیت سره د جنجال په اړه شکایت کړی و. نوموړی په هماغو کلونو کې سویډن او بیا لندن ته ولاړ او له هماغو ځایونو څخه یې د وحدت ورځپاڼې سره خپله ملګرتیا تر نن ورځې جاري ساتلې.
اوس پوښتنه دا راپیداکېږي چې رڼا ټلوېزون د کوم هدف لپاره فعالیت کوي؟ واکمن نظام ته په ط..لب خطاب کوي خو بیا هم هلته ګرځي او تر واخانه پورې سفرونه کولای شي. ایا هدف یې رښتیا د ملي ارزښتونو ساتنه او د افغانانو رښتینی غږ پورته کول دي؟
هیله ده چې نور رحمان شېرزاد او پیر هارون شاه اغا زما او د ټولو افغانانو د دغې اندېښنې رفع کولو لپاره په سړه سینه د وحدت او رڼا د ريښو، مالي سرچینو، د رامنځته کولو او نوم بدلولو دې ګډوډ حالت ته قانع کوونکی وضاحت وړاندې کړي.
په درنښت
نورایل کلیوال

PS

@Quddusi_H_H فضاء خرافاتو ته جوړه ده او بل دا چې په خوب کې محال هم ممکن کېدای شي، د دوی لاس پکې ازاد یې ملامتېږي نه
PS

@RahmatAndar1 دا عبد الحق حماد چي زه پېژنم يو با استعداده ځوان دی او د خوبونو سړی نه وو نه پوهېږم چي ولي خوبونه په سټيج بيانوي
PS

دوی دواړه له دیني ادرسه وینا کوي، خلک د علماوو په سترګه ورته ګوري، هره خبره یې په عام ولس کې دین او د دین تفسیر او تعبیر تلقي کېږي…
څو لسیزې وروسته به دغسې خوبونه، شخصي او سلیقوي تعبیرونه د دین ځای نیسي او عام ولس به دغسې خرافاتو د ثواب په نیت ناست یې.
دوی به هم سبا د خلیفه صیب دین محمد په څېر مدرسي لري او هر کال به د دیني علماوو په نامه سلګونه نالوستو ته سرونه او ذهنونه د دستار بندي په نامه ور تړي.
PS

@soriaajil هر پلیټفورم خپل مخاطبین لري، څوک چې په خواله رسنیو کې ښکیل دي، پر هغوی یې اغېز کړی دی
PS

@RahmatAndar1 نوکه په رسنۍ خلګ ویښېدلاي اوس به تاو مجید قرار په نړۍ کي انقلاب راوستلاي واي
البته
PS
Rahmatullah Andar🇦🇫 retweetledi

د دیني علومو متخصص، مولانا رحمت الله اندړ د طالبانو د یوه چارواکي، عبدالحق حماد هغې ادعا ته، چې ویلي یې وو د اسلام پېغمبر یوه طالب جنګیالي ته د رنجر موټر د احتیاط سپارښتنه کړې، غبرګون ښودلی دی.
هغه ویلي، داسې څرګندونې چې دیني بڼه ورکول کېږي، په حقیقت کې د دیني نصوصو شخصي او سلیقوي تعبیرونه دي، چې کولای شي د خلکو باورونه غلط لوري ته بوځي.
د ده په وینا، کله چې دا ډول خبرې د دین په نوم عامې شي، نو عام خلک یې د دین اصلي تعبیر ګڼي او د «کاڼې کرښه» یې بولي.
مولانا اندړ زیاته کړې، که دا وضعیت دوام وکړي، نو په راتلونکو لسیزو کې به همدغسې تعبیرونه د دین ځای ونیسي او خلک به خرافاتو ته د ثواب په نیت مخه کړي. هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول بهیر د دین له اصلي ارزښتونو څخه د انحراف لامل ګرځي.
نوموړي همداراز ویلي، هغه کسان چې دا ډول ادعاوې کوي، وروسته به د دیني علماوو په نوم مدرسې جوړې کړي او د نالوستو خلکو ذهنونه به د دین په نوم تر خپل اغېز لاندې راولي.
هغه ټینګار کړی چې باید پر دیني ادرسونو له سره جدي غور وشي او هر څوک د دین استازی او وارث ونه ګڼل شي.
عبدالحق حماد چې طالبانو په لږ تر لږه لوړپوړو مطبوعاتي چارواکو کې ځای لري، یوه تازه ویډیو کې ادعا کړې چې یوه طالب ته د اسلام پېغمبر خوب کې رینجر موټر سره د احتیاط کولو سپارښتنه کړې ده.
#ABN #Afghanistan #Kabul @RahmatAndar1 #Taliban #Extremism

PS






