رسالت

627 posts

رسالت banner
رسالت

رسالت

@Resalat143

په دغه پاڼه کې فکري، دیني او سیاسي لیکنې نشرېږي، او د مسلمه امت وحدت او بیداري خپل مسؤلیت ګڼو.

Katılım Mart 2023
0 Takip Edilen1.3K Takipçiler
رسالت
رسالت@Resalat143·
د پاکستان بریدونه: سیاسي او فکري جګړه د سیمې په کچه ! پر افغانستان وروستي هوايي او نظامي بریدونه د تصادفي امنیتي اقداماتو پر ځای د سیمې د ژور سیاسي کشمکش برخه ګڼل کېږي. دا بریدونه د دې لپاره ترسره کېږي چې په پاکستان کې دننه اسلامي فکر کمزوری او پر ځای یې قومپاله او ملي افکار پیاوړي شي، تر څو د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اسلامي اړیکې زیانمنې شي. له بلې خوا، پر افغانستان فشار راوړل کېږي څو خپل بهرنی سیاست د پاکستان او نړیوالو قدرتونو د ګټو سره برابر کړي. دغه فشارونه د نظامي، سیاسي او اقتصادي وسیلو له لارې عملي کېږي، ترڅو حاکم نظام خپلواک اسلامي دریځ غوره نه کړي. همدارنګه، دا حالت د دې ښکارندوی دی چې بهرني ځواکونه لا هم د سیمې پر سیاسي توازن اغېز لري او هڅه کوي د افغانستان سیاست تر خپل نفوذ لاندې وساتي. اصلي حل د ملي چوکاټونو پر ځای د اسلامي امت په کچه په فکري بیدارۍ او یووالي کې دی. د علماوو او اسلامي ډلو ترمنځ همغږي، د قومپالنې مخنیوی، او د اسلامي سیاسي شعور پیاوړتیا کولی شي د دې ستونزې بنسټیز حل رامنځته کړي. کله چې ستونزه یوازې نظامي نه بلکې فکري او سیاسي وي، نو حل یې هم باید له فکر او پوهاوي پیل شي، نه یوازې له ځواک څخه. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram:t.me/Resalat_143/738
رسالت tweet media
PS
0
4
12
120
رسالت
رسالت@Resalat143·
زموږ د تېر برم او عزت لامل دا و چې موږ یو واحد اسلامي دولت (دارالاسلام) درلود، نه لکه نن چې په افغانستان، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو وېشل شوي یو. — شیخ عبدالسمیع غزنوي FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram:t.me/Resalat_143/736
رسالت tweet media
PS
0
7
20
272
رسالت
رسالت@Resalat143·
د مسلمانانو وېشل او بېلابېل دولتونه لرل، له اسلامي اصولو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي، د ختیځ او لوېدیځ مسلمانان ټول باید یو دولت، یو دارالاسلام، یو نظام، یو وحدت او یو امیر ولري. شیخ عبدالسمیع غزنوي FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram:t.me/Resalat_143/735
رسالت tweet media
PS
0
10
46
661
رسالت
رسالت@Resalat143·
قومي تعصبونو د له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې بېرته د اسلام سپېڅلي اصل ته وګرځو، او هویت د عقیدې پر بنسټ وپېژنو، نه د قوم او ملي نومونو پر چوکاټ کې. له همدې امله، پکار ده چې د «ملت افغان» پر ځای د «ملت ابراهیم» هویت راژوندی شي، او تذکرې له سره وکتل شي او د همدې توحیدي هویت له روحیې سره سمې اصلاح شي؛ تر څو امت د ایمان پر محور یو موټی شي او د قوم‌پالنې تور سیوری له منځه ولاړ شي. شیخ عبدالسمیع غزنوی FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… TELEGRAM: t.me/Resalat_143/734
رسالت tweet media
PS
2
8
29
422
رسالت
رسالت@Resalat143·
۸ د ثور؛ د امت لپاره لنډ عبرت! ۸ د ثور هغه تاریخي پېښه ده چې ښيي څنګه هغه کسان چې د یو کفري نظام (کمونیزم) پر ضد ودرېدل او بریالي شول، وروسته د بل کفري نظام (کپیتلیزم/جمهوریت) تر نفوذ لاندې راغلل. دا بدلون ځکه رامنځته شو چې د مبارزې تر شا روښانه اسلامي فکري او سیاسي طرحه نه وه، بلکې یوازې احساساتي جګړه او د دښمن پر ضد غبرګون و. له همدې امله، که څه هم نظام بدل شو، خو د بهرني نفوذ ماهیت پاتې شو. دا تجربه یو روښانه پیغام لري: تر څو یو بشپړ اسلامي نظامي، سیاسي او فکري لید شتون ونه لري، امت به بیا بیا د قدرتونو په لاس کې د یوې بڼې څخه بلې ته انتقالېږي. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/732
رسالت tweet media
PS
0
4
26
312
رسالت
رسالت@Resalat143·
د امت زوال او د کعبې د حرمت خبرداری! د عبدالله بن عباس رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:«أرى رجلاً من الحبشة يرفع رايته على الكعبة يُقال له ذو السويقتين» زه داسې وینم چې یو سړی له حبشې راولاړیږي او د کعبې شریفې حرمت ته به لاس وغځوي، چې د ذوالسویقتین په نوم یادېږي. دا حدیث یوازې یو غیبي خبر نه دی، بلکې د امت د حال انعکاس هم دی—هغه مهال چې مسلمانان خپل سیاسي ځواک، وحدت او د الله د دین حاکمیت له لاسه ورکړي. نن چې د امت ټوټې ټوټې حالت، د اسلامي نظام نشتوالی، او د کفري نظامونو تسلط وینو، نو دا زموږ پر غاړه یو دروند مسوولیت دی چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړو، څو د اسلام عزت بېرته راژوندی شي او د مسلمانانو مقدسات خوندي پاتې شي. الله سبحانه وتعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې د حق لپاره ودرېږو، پر ایمان ثابت پاتې شو او د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره صادقانه هڅه وکړو. آمین FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram:t.me/Resalat_143/731
رسالت tweet media
PS
1
6
34
759
رسالت
رسالت@Resalat143·
استعماري پولې او د اسلامي امت د یووالي ستونزه! اسلامي امت د جګړو، اشغال او بحرانونو تر فشار لاندې دی، او په داسې حال کې استعماري پولو ته مشروعیت ورکول د یووالي پر ځای د تفرقې لامل ګڼل کېږي. د ډیورنډ کرښه د استعماري سیاست محصول ده چې د مسلمانانو د وېش لپاره رامنځته شوې، لکه د سایکس–پیکو تړون چې اسلامي نړۍ یې ټوټه کړه. ملي مفکورې او سرحدونه د اسلامي یووالي پر وړاندې خنډ بلل کېږي، او یوازې د پولو بدلول یا پراخول ستونزه نه حلوي، ځکه ملي ګټې بیا هم د شخړو سبب کېږي. دا پولې اسلامي مشروعیت نه لري او د هغو دفاع د ديني وجیبې په توګه نه شي توجیه کېدای؛ اصلي اړتیا د امت فکري او سیاسي یووالی دی. د حل لار دا ده چې لومړی د مسلمانانو له ذهنونو استعماري پولې لرې شي، عامه پوهاوی لوړ شي، او بیا عملي ګامونه واخیستل شي تر څو امت د یووالي او واحد نظام پر لور رهبري شي. پایله: اسلامي لارښوونه د یووالي امر کوي او له تفرقې څخه منع کوي، نو د امت نجات په یووالي کې دی، نه په استعماري سرحدونو کې. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/730
رسالت tweet media
PS
1
10
33
1.4K
رسالت
رسالت@Resalat143·
فتحې لمونځ؛ هېر شوی عمل او مفکوره ډېر کلونه کېږي چې دې امت د فتحې لمونځ هېر کړی دی؛ نه یوازې په عمل کې، بلکې په فکر او پوهه کې هم د نن نسل حتی دا هم نه پوهېږي چې په اسلام کې داسې لمونځ شته چې د فتحې لمونځ بلل کېږي؛ هغه لمونځ چې د عزت، بریا او د دین د عملي کېدو نښه وه. خو نن سبا مسلمانان د جنازې لمونځ سره بلد شوي دي، د هغو بې‌ګناه شهیدانو لپاره چې هره ورځ د اسلامي نړۍ په ځای ځای کې وژل کېږي دا صحنه اوس عادي شوې ده. جنازې، اوښکې، ماتې دعاګانې… داسې دعاګانې چې د ځواک پر ځای د کمزورۍ له زړه راوتلي فریادونه وي او انسان غواړي له ذلت نه ځان وژغوري. پوښتنه دا ده: پرون مو څه درلودل چې عزت مو درلود؟ او نن مو څه له لاسه ورکړي چې دومره کمزوري شوي یو؟ FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/729
رسالت tweet media
PS
1
15
65
2.3K
رسالت
رسالت@Resalat143·
د اقلیمي بحران تر شا حقیقت او د حل لاره! افغانستان دا مهال د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، چیرې چې ناڅاپي واورې او سېلابونه د کرنې او خلکو ژوند ته زیان رسوي. سره له دې چې دا هېواد د ککړتیا په تولید کې لږه ونډه لري، خو بیا هم تر ټولو ډېر تاوان ویني، چې دا د نړیوالې بې‌عدالتۍ څرګندونه کوي. اصلي ستونزه د مادي ګټې پر بنسټ ولاړ نظام بلل شوې، چې طبیعي سرچینې یې بې‌رحمانه کارولي او چاپېریال یې زیانمن کړی دی. دغه وضعیت نه یوازې اقلیمي بحران زیات کړی، بلکې بېوزلي، لوږه او کډوالي یې هم پراخه کړې ده. د حل لپاره یو داسې عادل نظام ته اړتیا ده چې د انسان، طبیعت او خالق ترمنځ توازن رامنځته کړي، سرچینې د عامه ګټې لپاره وکاروي، او اقتصادي عدالت تأمین کړي. همدارنګه، د تقوا او سم مدیریت له لارې کولای شو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ټولنې مقاومت زیات او برکتونه راجلب کړو. په ټوله کې، د اقلیمي ستونزو حل یوازې تخنیکي نه، بلکې بنسټیز فکري او سیاسي بدلون ته اړتیا لري. دا موضوع ښيي چې طبیعت یوازې یو چاپېریال نه دی، بلکې د انسان د کړچنو مستقیم انعکاس هم دی. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/727
رسالت tweet media
PS
0
7
26
413
رسالت
رسالت@Resalat143·
د امت یووالی؛ د الهي نصرت شرط او د عزت لاره! رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «إِنَّ يَدَ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ» (بېشکه د الله مرسته له جماعت سره ده). دا حدیث امام ترمذي رحمه الله په خپل کتاب سنن ترمذي کې روایت کړی دی او د محدثینو له نظره حسن حدیث بلل شوی دی. دا حدیث د امت لپاره یو مهم فکري او عملي اصل بیانوي، چې الهي نصرت او برکت د هغه جماعت سره تړلی دی چې پر حق ولاړ وي او یو موټی وي. له جماعت څخه مقصد یوازې ظاهري یو ځای کېدل نه دي، بلکې هغه فکري او سیاسي یووالی دی چې امت د اسلام د اصولو پر بنسټ یو واحد امت جوړوي. کله چې امت په همدې یووالي ټینګ پاتې شي، نو د قوت، عزت او حاکمیت لور ته ځي، خو کله چې د تفرق او بېلتون ښکار شي، نو ضعف، ذلت او د نورو تر تسلط لاندې راتلل یې نتیجه ګرځي. د اسلامي تاریخ تجربې هم دا حقیقت تاییدوي چې د امت ځواک د یووالي سره تړلی دی او زوال یې د تفرق سره. نو د دې حدیث پیغام دا دی چې د امت د بیا ځواکمن کېدو او د الهي نصرت د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره دا ده چې مسلمانان د تفرق له ټولو ډولونو ځان وساتي او د یو واحد امت د جوړښت لپاره ګډ حرکت وکړي، ځکه چې د الله مرسته د همدې جماعت سره ده چې پر حق ولاړ وي او یووالی وساتي. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/726
رسالت tweet media
PS
0
12
38
1K
رسالت
رسالت@Resalat143·
له امریکا سره مذاکرات زهر دي! امریکا تل هڅه کړې هغه څه چې یې له نظامي لارې نه دي ترلاسه کړي، د خبرو او مذاکراتو تر نوم لاندې د مذاکراتو پر مېز ترلاسه کړي. هغوی به تر هغه وخته له ایران سره په شخړه کې وي څو دا هېواد په بشپړه توګه تابع کړي. خو د عبرت ځای دا دی چې د ایران دولت باید پوه شي چې هېڅکله هم نشي کولای د مذاکرې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي. دا تجربه موږ مخکې هم لیدلې ده، او که اوس هم همداسې وشي، نو دا به د مسلمانو واکمنانو د غیرسیاسي توب نښه وي. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram:t.me/Resalat_143/723
رسالت tweet media
PS
0
10
63
4.8K
رسالت
رسالت@Resalat143·
د نړیوال قدرت بدلون او سیاسي تشې! پانګوالي نظام او هغه ځواک چې ځان یې د نړۍ ستر قدرت باله، نن د کمزورۍ او زوال څرګندې نښې ښيي او د هغه هیبت مخ په له منځه تلو دی. له بلې خوا، د نړۍ نور ځواکونه هم نه سیاسي اراده لري او نه داسې فکري مکتب چې د بنسټیز بدلون توان ولري، نو ځکه د نړۍ ریښتینی مشرتوب تر لاسه کولای نه شي. په همدې دلیل، نړۍ له یوې ژورې سیاسي تشې سره مخ ده، داسې تشه چې یوازې یو عقیدوي او عادل نظام یې ډکولای شي. په پای کې، هغه یوازینی د حکومتدارۍ نظام چې نړۍ ته رښتینی مشرتوب ورکولای شي، د نبوت پر منهج ولاړ خلافت دی. تاریخ ښيي چې کله یو نظام ړنګ شي، د نوي فکر او نظام د راڅرګندېدو زمینه برابریږي. FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/720
رسالت tweet media
PS
1
7
22
428
رسالت
رسالت@Resalat143·
د امریکا او اسراییلو ګډه جګړه له ایران سره؛ د اسلامي هېوادونو لپاره عبرت! نن یو ځل بیا داسې صحنه مخې ته راځي چې اسلامي امت باید په خلاصو سترګو ورته وګوري، نه یوازې د لنډمهاله احساساتو له مخې. د استعماري قدرتونو او د سیمې د یوه هېواد ترمنځ تقابل یوازې یوه پوځي جګړه نه ده، بلکې دا د اسلامي خاورو او د هغوی د شتمنیو د کنټرول لپاره د لویې لوبې برخه ده. امریکا او اسراییل دواړه په یوه مسیر روان دي؛ داسې مسیر چې هدف یې د خپل برلاسۍ ساتل، د سرچینو کنټرول، او د اسلامي امت د ریښتیني عزت د بیا راژوندي کېدو مخنیوی دی. په دې منځ کې هر هغه هېواد چې د نړیوال نظام په چوکاټ کې لوبه کوي، یا وسیله ګرځي او یا هدف. دا جګړه که بیا رامنځته شي یا نوره هم پراخه شي څو مهم حقیقتونه روښانه کوي: لومړی: نړیوال نظام د عدالت پر بنسټ نه دی جوړ شوی، بلکې د لویو قدرتونو د ګټو پر بنسټ ولاړ دی. هر هېواد چې پر دې نظام تکیه وکړي، په پای کې د هماغو اصولو قرباني کېږي چې منلي یې دي. دویم: پر بهرنیو قدرتونو تکیه کول یا د هغوی په چوکاټ کې لوبه کول امنیت نه راولي، بلکې یوازې د سقوط وخت ځنډوي. د سیمې تاریخ له داسې بېلګو ډک دی چې دولتونو د بهرني ملاتړ په هیله خپلواکي او حتی خپل بقا له لاسه ورکړې. درېیم: د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافاتو د دښمنانو لپاره تر ټولو لوی فرصت جوړ کړی دی. په داسې حال کې چې امت سترې شتمنۍ، لوی نفوس او مهم جغرافیایي موقعیت لري، خو سیاسي وېش دا ځواک په کمزورۍ بدل کړی. څلورم: د داسې واحدې او خپلواکې رهبرۍ نشتوالی چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ وي، د دې سبب شوی چې غبرګونونه بېلابېل، احساساتي او بې‌پایلې وي. په دې حالت کې حتی لوی بحرانونه هم بنسټیز بدلون نه راولي. دا وضعیت باید د اسلامي هېوادونو لپاره د ویښتابه زنګ وي؛ چې ریښتینی امنیت د نړیوالو قدرتونو له ائتلافونو نه ترلاسه کېږي، بلکې د سیاسي یووالي، فکري خپلواکۍ او د داسې نظام له لارې چې د عقیدې څخه سرچینه اخلي رامنځته کېږي. که اسلامي امت همداسې پاتې شي وېشل شوی، تابع او په داخلي شخړو کې ښکېل نو دا ډول سناریوګانې به بیا بیا تکرار شي. خو که د حقیقي بدلون لاره غوره شي، نو معادله به په بشپړ ډول بدله شي. کله ناکله تر ټولو لوی عبرت په ماتې کې نه، بلکې د هماغو تېروتنو په بیا تکرار کې وي. اصلي پوښتنه دا نه ده چې څوک به بریالی شي؛ بلکې دا ده چې ولې امت لا هم د اصلي میدان لوبغاړی نه دی؟ FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/719
رسالت tweet media
PS
0
10
31
559
رسالت
رسالت@Resalat143·
د اسرائیلو نفوس شاوخوا ۸ میلیونه دی، خو هغوی د دوو میلیارده مسلمانانو د سترګو مخې ته لس زره فلسطینیان اعداموي. دا څه ډول ذلت او سپکاوی دی چې تاریخ یې شاهد دی؟ FACEBOOK: facebook.com/profile.php?id… Telegram: t.me/Resalat_143/715
رسالت tweet media
PS
1
15
37
779