Omaid sahil

8.9K posts

Omaid sahil

Omaid sahil

@S0smani

د اسلام، وطن او د مسلمانانو د لوړتیاره مبارزه

Afghanistan Katılım Haziran 2020
366 Takip Edilen17.7K Takipçiler
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
له لسیزو جګړو وروسته د اړیکو نوی فصل عمر راشد ایډیالوژي، له خپلو ارزښتونو دفاع، ملي ګټې، پرمختګونه، اتحادونه، د قدرت زیاتوالی او د خاورې پراختیا هغه مهم عوامل یادېږي چې په تېرو لسیزو کې یې د دوستو هېوادونو تر منځ دښمني او د دښمنو هېوادونو تر منځ دوستي ته لار پرانیستې ده. اوس مهال نړۍ تقریباً په ۲۰۰ هېوادونو وېشل شوې چې هر یو هېواد په دې لټه کې دی تر څو ځان خوندي کړي، ارزښتونه وساتي او بل هېواد، سازمان او ډلې ته اجازه ور نه کړي چې عقاید، فرهنګ، ارزښتونو، شتمنۍ او خاورې ته یې زیان ورسوي. افغانستان هم د موجودې نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هم قدامت لري او هم د یادو پورته عواملو لپاره د مبارزې قوي تاریخ. له کله څخه چې د معاصر افغانستان بنسټ د احمد شاه بابا رحمه الله په لاس اېښودل شوی، نو له هماغه ورځې ملت د وخت له حکومتونو سره د دین د ساتنې او آزادۍ په لار کې هر راز تکلیفونه ګاللي دي. څو ځله یې سختې جګړې کړې او بیا یې د همدې هېوادونو سره د ګټو د خوندیتوب په موخه ښې اړیکې پاللې دي. افغانستان اوږد او له مبارزو ډک ویاړمن تاریخ لري چې دلته په څو کرښو کې حتی خلاصه کېدای هم نه شي، خو راځو یوازې په اخیرو لسیزو کې یې د روسیې پر وړاندې بهرنۍ پالیسۍ او اړیکو باندې بحث کوو. روسیه، چې د شوروي اتحاد له تجزیې څخه پاتې خاوره ده، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په مهال یې د شوروي اتحاد تر نامه لاندې پر لویه خاوره حاکمیت درلود. همدا وخت یې د کمونیزم د پراختیا په لټه کې هڅې کولې چې هېوادونه لاندې کړي. د افغانستان په اړه یې هم ورته اراده درلوده، خو ناسمه مطالعه یې درلوده. د افغانستان په خاوره کې د یو څو کمونیستي فکر لرونکو افغانانو له روزنې وروسته یې د سردار محمد داود خان نظام ړنګ کړ او د خپلو لاسپوڅو مشرانو په وسیله یې راتګ ته زمینه سازي وکړه. د راتګ سره سم د افغانستان د دیني قشر له خوا د مسؤولیت پر اساس د جهاد پیل وشو او د ټولې اسلامي نړۍ په مرسته یې شوروي اتحاد داسې مات کړ چې له وجود څخه یې ۱۴ نور جمهوریتونه هم بېل شول. دا وخت د شوروي اتحاد د اشغال له امله د افغانستان سره اړیکې کاملاً د دښمنۍ پر اساس ولاړې وې او ملت په پوره مېړانه جهاد وکړ. له شوروي اتحاد سره هر ډول اړیکې قطع شوې او شوروي اتحاد هم ختم شو او یوازې روسیه ترې پاتې شوه. له روسیې سره د اړیکو نوی فصل پیل شو. د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د وخت د مجاهدینو حکومت له ټولې نړۍ سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غوښتې، خو د بهرنیو دسیسو له امله افغانستان داخلي جګړو ته ټېل وهل شو چې یوه لسیزه داخلي جګړه وه. د داخلي جګړو له ختمېدو مخکې د غرب اشغال راغی چې روسیې د مجاهدینو خلاف ډلو او امریکا سره په لومړیو کې همکاري کوله، خو لږ وخت وروسته د افغانستان په وړاندې د دوی هغه بهرنی سیاست، چې مخالفین یې حمایه کول، دښمن ته یې پناه ورکوله او هر راز ستونزې یې جوړولې، په ډېر ښه نیت بدل شو. له د افغانستان د مخالفینو سره یې نه یوازې دا چې ملاتړ بند کړ، بلکې د هغوی د ماتې هڅه یې هم کوله. د انکشافي پروژو ملاتړ یې پیل کړ او په اقتصادي، علمي او سیاسي برخو کې د اړیکو داسې نوی فصل پیل شو چې دښمن هېواد له دښمنۍ لاس واخیست. په همدې لسیزه کې فتحه راغله. د امارت د حاکمیت سره سم روسیې خپل سم نیت یو ځل بیا وښود او د افغانستان د مخالفینو سره یې د اړیکو د پرېکون تر څنګ د هر راز پرمختګ ملاتړ وکړ، اقتصادي همکاري یې وکړه او د ا.ا.ا په وړاندې یې دوستانه او په متقابل احترام ولاړه پالیسي اختیار کړه. په همدې لړۍ کې یې تېره اوونۍ دفاعي تخنیکي تړون هم وکړ چې ممکن په نږدې راتلونکې کې له ا.ا.ا سره لا زیاته نظامي مرسته وکړي. دا مرسته اسلامي امارت د کومې معاملې یا هم د ارزښتونو د بایللو پر اساس نه ده ترلاسه کړې، بلکې د شریکو ګټو پر اساس یې ترلاسه کړې ده، چې د اسلام په دین کې هم د دا ډول تړونونو او اړیکو په اړه د جواز حکم شتون لري. موږ د اوس مهال لپاره له روسیې سره په متقابل احترام ولاړې، یعنې زموږ خاورې، دین، ګټو او ارزښتونو ته په کتو سره اړیکې لرو. د شریعت په رڼا کې نه یوازې له روسیې سره، بلکې له ټولې نړۍ سره هر ډول اړیکو او جوړجاړي ته تیار وو، یو او یو به. زموږ دښمني د شریعت پر اساس وه. دا چې زموږ دین خوندي دی، ارزښتونه مو ساتل شوي او اشغال شتون نه لري، له هر هغه چا سره چې د اسلام مبارک دین اجازه راکوي، اړیکې پالو. خو که بیا، خدای مه کړه، د اشغال وخت شو یا د شریعت حکم شو، نو هماغه جهاد به جریان ولري کوم چې د بدر له غزا څخه یې پیل شوی.
Almirsaad Pashto@Almirsad_Pashto

زموږ دښمني د شریعت پر اساس وه. دا چې زموږ دین خوندي دی، ارزښتونه مو ساتل شوي او اشغال شتون نه لري، له هر هغه چا سره چې د اسلام مبارک دین اجازه راکوي، اړیکې پالو. خو که بیا، خدای مه کړه، د اشغال وخت شو یا د شریعت حکم شو، نو هماغه جهاد به... 🔗 پاته ولولئ almirsaad.com/%d9%84%d9%87-%…

PS
0
1
2
469
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
په تېر لمریز کال کې د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اوروژنې (اطفایې) او له پېښو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز او ولسوالیو کې د اورلګېدنې او طبیعي افتونو ۴۷ پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې، چې په پایله کې یې د شاوخوا ۱۹۰ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو مالي زیان مخه نیول شوې ده. د اطفایې ځواکونو د بېړنیو او بریالیو هڅو له امله د خلکو د سر او مال ساتنه شوې او د زیانونو کچه راکمه شوې ده. د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر مسؤل مولوي محمد احرار وایي چې ولسونه دې ډاډه وي، چې د اوروژنې دغه ویښ او بیدار ټیم به د هر ډول بېړنیو پېښو پر مهال د پخوا په څېر په بشپړ چمتووالي او ژمنتیا سره خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.
PS
0
2
5
155
Omaid sahil
Omaid sahil@S0smani·
دفدایانو ستر سالار! قلب الفدایون! د 75 استشهادي عملیاتو طراح! د وخت ثاني صلاح الدین ایوبي! د خارجي او داخلي غلامانو قاتل! شهید فدایي حافظ بدر الدین حقاني تقبله الله
فارسی
0
2
12
611
Omaid sahil
Omaid sahil@S0smani·
په کندهار کې د عامه ټرانسپورټ لپاره د ۱۴ ملي بسونو فعالیت پیل شو. له دغه ملي بسونه څخه به ۱۲ په ښار، یو د دامان او بل به د سپین بولدک پر لین چلیږي.
Omaid sahil tweet media
PS
0
0
1
67
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د امربالمعروف وزارت اړوند د پکتیکا ولایت محتسبینو په تروو او سروضه ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه دوه مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې دې.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
1
6
554
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د مرستې اعلان ! د خوست ولایت مرکز مربوط د چولانو کلي اوسیدونکی حضرت عمر د کمال خان ایکي یو زوی د کینسر له ناروغۍ کړیږي . پلار یې(کمال خان) خپل ټول جائداد، هست و بود پرې مصرف کړل خو بیا یې هم تداوي نیمګړې پاتې ده والد صیب یې نور د علاج هیڅ توانایي نه لري. سخت بېوسه دی .له ټولو اهل خیر مسلمانانو نه د مرستې هیله کوو. که کوم ورور کومک کولی شي د کمال خان د تلیفون او واټساپ نمبر. دا دی +93 76 435 5703 ملګرو د الله تعالی د رضا لپاره پوست شیر کړئ الله مهربان ذات دی شاید کوم مرسته کوونکی مسلمان ورور پیدا شي چې د ( حضرت عمر) په تداوي کې مرسته وکړي او د دې بیچاره تنکي ځوان ژوند وژغورل شي.
شبیراحمد عثماني tweet mediaشبیراحمد عثماني tweet media
PS
6
15
45
5.8K
Omaid sahil
Omaid sahil@S0smani·
د کابل په ارغندۍ سیمه کې د ترانسپورتي ټرمینل جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي.
PS
0
0
1
60
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د افغانستان حکومت ویاند: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله شتون نه لري د افغانستان حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول بهرنۍ وسله‌واله ډله شتون نه لري او امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټولې جغرافیې بشپړ کنټرول لري. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د شتون ادعاوې له پخوا راهیسې مطرح کېږي او دا ډول څرګندونې حتا تر هغه وړاندې هم کېدې چې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېږي. مجاهد ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او امنیتي ادارې د هر ډول احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر لري. دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې، چې د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون د سیمې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
4
15
311
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د فرشتې عمادي خاوند «ویس عمادي» هندوکش غږ ته ویلي چې د ده د مېرمنې د مړینې په تړاو په ټولنیزو رسنیو او ځینو بهرنیو رسنیو کې خپرې شوې ادعاوې ناسمې او بې بنسټه دي. د هغه په وینا، نوموړې په کومه وسله واله پېښه کې نه ده وژل شوې، بلکې خپله یې ځان وژنه کړې ده.
PS
1
3
10
225
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د مالیې وزارت وایي؛ د مېوو د جوسو تعرفه له ۶۰ سلنې ۲۰ سلنې ته راکمه شوه. د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د پانګونې د جلب، د مېوو د پروسس صنعت د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې د پیاوړتیا په موخه شوې ده.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
1
12
272
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
له روسیې سره دفاعي هوکړه او د افغانستان متوازنه بهرنۍ تګلاره لیکنه ؛ اکبر جمال د افغانستان تاریخ، چې د برصغیر او منځنۍ اسیا د نښلوونکې کړۍ په توګه ځانګړی جیوپولیټیک موقعیت لري، شاهد دی چې د دې خاورې سیاسي تحولاتو تل پر نړیوال سیاست ژور اغېز کړی دی. د شل کلنې اوږدې مبارزې او د بهرني اشغال تر پای ته رسېدو وروسته، کله چې په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام حاکم شو، د نړۍ لپاره تر ټولو ستره پوښتنه دا وه چې د کابل نوی مشرتابه به له نړۍ سره خپلې اړیکې په کوم چوکاټ او کومې تګلارې پر بنسټ تنظیموي؟ نن ورځ د افغانستان بهرنۍ تګلاره په داسې پخوالي، اعتدال او د اسلامي شریعت په رڼا کې مخته روانه ده چې نه یوازې د افغان ولس د ملي ګټو استازیتوب کوي، بلکې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره هم یو مهم ضمانت ګڼل کېږي. خو له بده مرغه، دغه مثبت پرمختګ د ځینو هېوادونو د پوځي او استخباراتي کړیو، په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ له لوري، په شکمنه سترګه کتل کېږي. هغوی په پرله‌پسې توګه هڅه کوي چې نړیوالو قدرتونو ته افغانستان د یوه احتمالي ګواښ په توګه معرفي کړي؛ داسې هڅې چې نه له واقعیتونو سره سمون لري او نه هم د منطق له معیارونو سره. د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنۍ تګلارې لومړنی او بنسټیز اصل د اسلامي شریعت احکام او د نبوي دورې سیاسي او ډیپلوماتیک اصول دي. اسلام یو داسې جامع دین دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو، که مسلمان وي او که غیرمسلمان، سره د سولې، سوداګرۍ او سیاسي اړیکو د ټینګښت اجازه ورکوي او په ځینو حالاتو کې یې اړتیا هم لازمه بولي. د اسلامي تاریخ پاڼې شاهدې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې اسلامي دولت له تأسیس وروسته له بېلابېلو غیرمسلمو قبایلو او سلطنتونو سره تړونونه وکړل، چې د «میثاق مدینه» او «صلح حدیبیه» تړونونه یې روښانه بېلګې دي. د همدې شرعي نمونو په رڼا کې اسلامي امارت له هر هغه هېواد سره د متقابل احترام، مساوات او متوازن تعامل (Engagement) لپاره چمتو دی چې د افغان ولس حقونو او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري. له روسیې سره وروستۍ امنیتي او دفاعي همکاري، یا له چین سره اقتصادي او کان‌کیندنیزې پروژې، ټول هغه ګامونه دي چې د اسلامي شریعت د ټاکلو اصولو او چوکاټونو په دننه کې اخیستل شوي دي. د دغو همکاریو موخه د هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کول او د بهرنیو یرغلونو او لاسوهنو مخنیوی دی. دلته دا ټکی د ځانګړې پاملرنې وړ دی چې د افغانستان اوسنۍ بهرنۍ تګلاره د کوم نړیوال بلاک برخه نه ده او نه هم د کوم ځانګړي محور پر ضد ولاړه ده، بلکې په بشپړ ډول یوه خپلواکه او بې‌طرفه (Non-Aligned) تګلاره ده. د پخوانیو لاسپوڅو حکومتونو برعکس، چې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو له مخې جوړ شوي وو او افغان خاوره یې د سیاسي او ډیپلوماتیکو سیالیو ډګر ګرځولې وه، اوسنی نظام افغانستان د یوه خپلواک او مستقل دولت په توګه تعریفوي. له روسیې او چین سره د اړیکو پراختیا هېڅکله دا معنا نه لري چې کابل له امریکا او یا لوېدیځې نړۍ سره د تقابل او دښمنۍ لاره غوره کړې ده. اسلامي امارت په څرګنده ویلي چې له لوېدیځو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی، خو په دې شرط چې هغوی د افغانستان په کورنیو چارو او اسلامي نظام کې لاسوهنه ونه کړي. افغانستان د دې پر ځای چې د کوم نړیوال قدرت د موخو وسیله وګرځي، هڅه کوي د سیمې د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره پر یوه مهم ترانزیټي مرکز (Transit Hub) بدل شي. د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره د انرژۍ او ترانسپورتي پروژو پراختیا د همدې لیدلوري ښکاره بېلګه ده. سره له دې چې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره رغوونکې، متوازنه او د سولې پر محور راڅرخي، د پاکستان پوځي او حاکم نظام په دې وروستیو کې هڅه کوي نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا ته د افغانستان په اړه د یوه مصنوعي ګواښ انځور (Threat Perception) وړاندې کړي. پاکستاني پوځ دا تبلیغات کوي چې له روسیې سره د افغانستان دفاعي اړیکې ښايي په سیمه کې د نوي امنیتي بحران لامل شي. که موضوع په منطقي او واقع‌بینانه توګه وارزول شي، نو دا دریځ د پاکستان د پوځي نظام یوه ستره او جدي ډیپلوماتیکه تېروتنه بلل کېدای شي؛ ځکه اصلي موخه یې دا ده چې نړیوال پام د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناکامیو څخه واړوي. د پاکستان واکمنې کړۍ له ډېر وخت راهیسې د «افغان کارت» په کارولو سره له لوېدیځو هېوادونو مالي او سیاسي امتیازات ترلاسه کړي دي، او اوس هم هڅه کوي د همدې زړې تګلارې له لارې امریکا ته خپله امنیتي اړتیا او اهمیت ثابت کړي. دا سیاست نه یوازې له اخلاقي پلوه کمزوری دی، بلکې د سیمې د دوامدارې سولې او ثبات له ګټو سره هم په ټکر کې دی. لیکنه دوام لري ریپلې کې ولوله
Almirsaad Pashto@Almirsad_Pashto

د همدې شرعي نمونو په رڼا کې اسلامي امارت له هر هغه هېواد سره د متقابل احترام، مساوات او متوازن تعامل (Engagement) لپاره چمتو دی چې د افغان ولس حقونو او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري. له روسیې سره وروستۍ امنیتي او دفاعي همکاري... 🔗 پاته ولولئ almirsaad.com/%d9%84%d9%87-%…

PS
2
1
5
564
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون: په تېره اداره کې د صفر یک قطعې د تعلیم او تربیې نظامي استاد عبدالولي عزیزي د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې، له امریکا څخه خپل هېواد ته راستون شو.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
5
17
739
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
سرحدي ځواکونو وياند: څنګه چې نور افغانستان په امن ده، داسې به د واخان دهلیز امنيت ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
2
14
249
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د ښځو هغه شرعي حق چې د اسلامي امارت تر راتلو هیچا نه ورکاوه. زمونږ خوا ته اوس هم دا ناروا روانه ده . کله چې د وروڼو نه یا د میړه په میراث کې خپل حق غواړي سمدستي وروڼه ورته ووایي چې ته هیڅکله زمونږ خور نه یې. افسوس چې صرف د خولې مسلمانانو. د هلمند او زابل ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا هغو شپږ مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیې نا حل پاتې وې.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
2
4
201
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان د بدخشان واخان ته تللی او هلته یې د امنیتي پوستو او چک‌پاینټونو څخه د لیدنې ترڅنګ د لوی پامیر د اوسېدونکو ستونزې هم له نږدې اورېدلې دي. د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله فاروقي وايي، چې ښاغلي حسان مسوولینو ته لارښوونه کړې څو د لوی پامیر د اوسېدونکو ستونزو د هواري په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
PS
0
5
17
701
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
خدای دې خیر ورکړي ! د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۱۱ هغه ښځې، چې له کلونو راهیسې د کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، تر شرعي ملاتړ لاندې راوستې.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
2
2
105
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د پاکستان پوځي رژیم حقیقت، د تاریخ په اوږدو کې! ډاکټر همام د ۱۹۷۱م کال په جګړه کې د پاکستاني پوځ رول د ۱۹۷۱م کال جګړې د پاکستاني پوځ په تاریخ کې یو بل تور باب ورزیات کړ. په دې جګړه کې رامنځته شوې دردونکې پېښې د دې څرګند ثبوت وې چې د پاکستان له جوړېدو څلورویشت کاله وروسته هم د پوځ ذهنیت یو ذرې قدر نه و بدل شوی. انګرېز لومړی ځل د لوېدیځ هند پوځیان هغه مهال استعمال کړل چې په ۱۸۵۷م کال کې یې له بنګال څخه راپورته شوې پاڅون ځپلو. په ۱۹۷۱م کال کې پر بنګالیانو ترسره شوي ظلمونه هم په حقیقت کې د هماغو کرکې او تعصب احساساتو پایله وه چې انګرېز په ۱۸۵۷م کال کې د دې پوځ په خټه کې اچولي وو. د پاکستان له جوړېدو وروسته هم د پوځ رهبرۍ خپل نظام د هماغو جاهلانه تعصباتو پر بنسټ وچلاوه چې انګرېز د دوی په ذهن او فکر کې ټینګ کړي وو. په پاکستاني پوځ کې د بېلابېلو قومونو تناسب هم تقریباً هماغسې پاتې شو لکه د پاکستان تر جوړېدو مخکې چې و. د پوځي چارو شنونکې عائشه صدیقه په ۲۰۰۷م کال کې په خپلې څېړنې کې څرګندوي چې د پاکستاني پوځ د سرتېرو لوی اکثریت، یعنې ۷۱ سلنه، لا هم د پنجاب له ایالت څخه دي، په داسې حال کې چې: • ۱۲ سلنه د خیبر پښتونخوا څخه، • ۹ سلنه د آزاد کشمیر څخه، • ۴ سلنه د سند څخه، • ۳ سلنه د شمالي سیمو څخه، • او له یو سلنې څخه کم د بلوچستان څخه دي. سربېره پر دې، له سند څخه هم چې کوم سرتېري جذبېږي، له اتیا سلنې څخه زیات یې یوازې د کراچۍ او حیدرآباد اوسېدونکي وي، او د سند نورو سیمو ته نږدې هېڅ استازیتوب نه ورکول کېږي. همدارنګه اسټیفن پي کوهن په ۱۹۹۸م کال کې په خپلې څېړنه کې څرګندوي چې د پاکستان پوځ لا هم د ”جنګي نسلونو“ پر هغه خرافاتي نظریه ولاړ دی چې انګرېز څه باندې یوه پېړۍ وړاندې جوړه کړې وه. د همدې فلسفې له امله تر نن ورځې د پوځ ۷۵ سلنه سرتېري د پنجاب او سرحد له هغو پنځو ولسوالیو څخه جذبېږي چې انګرېز به د خپلې خوښې”جنګي قومونه“ ګڼل. د پوځ د رهبرۍ او مافوق الرتبه (بیوروکراسۍ) د همدې متعصبانه چلند له امله په بلوچستان، سند، سرحد او سویلي پنجاب کې بېلتونپالو خوځښتونو سر راپورته کړ؛ او د همدې تعصباتو پایله وه چې ختیځ پاکستان جلا شو. د ختیځ پاکستان له مسلمانانو سره د چلند پر مهال پوځ نه یوازې د ”جنګي نسلونو“ پر همدې خرافاتي فلسفې ولاړ پاتې شو، بلکې د بنګالي مسلمانانو سپک ګڼلو او تر فشار لاندې ساتلو هغه ناوړه رویه یې هم روانه وساتله چې له ۱۸۵۷م کال وروسته یې له خپلو بادارانو څخه په میراث اخیستې وه. له جګړې وروسته، د بنګالي مسلمانانو پر ضد د پوځ د ظلمونو د پلټنې او د جګړې د ناکامۍ د مسؤلینو د پېژندلو لپاره د پاکستان د سترې محکمې د قاضي القضات حمود الرحمن تر مشرۍ لاندې یو کمېسیون جوړ شو. د دې کمېسیون په غړو کې د سند او بلوچستان د عالي محکمو مشران قاضیان هم شامل وو. دغه کمېسیون د سلګونو شاهدانو له اقوالو او بشپړو څېړنو وروسته یو راپور ترتیب کړ، چې د پوځ د ناوړه کړنو پرده پورته کوي. که څه هم دا کمېسیون تر دې وړاندې چې خپلې څېړنې منطقي پایلې ته ورسوي، خپله له هماغه برخلیک سره مخ شو چې تمه یې کېده، خو راپور یې بیا هم د هر پاکستانی د سترګو پرانیستلو لپاره بسنه کوي.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
4
6
518
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو دغه جومات د دوو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې په ۴۵۰۰ مربع متره ځمکه کې د څه باندې دوو کلونو په موده کې د عصري اسانتیاوو په لرلو سره جوړ شوی دی. یاد جومات د تخنیکي او انجینري معیارونو له مخې رغول شوی او د عبادت تر څنګ به د دیني او ټولنیزو پروګرامونو د ترسره کېدو لپاره هم مناسب چاپېریال برابر کړي.
شبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
1
5
125
Omaid sahil retweetledi
شبیراحمد عثماني
سږ کال په پنجشېر کې ١٣٠ ټنه ګیلاس راټول شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، ټاکل شوې چې د یادو حاصلاتو ٢٠ ټنه قرغیزستان، اوزبیکستان او روسیې هېوادونو ته صادر شي.
شبیراحمد عثماني tweet mediaشبیراحمد عثماني tweet mediaشبیراحمد عثماني tweet media
PS
0
4
14
586