
پر ټولنيزو شبکو، په صوابۍ کې د پنج پير مدرسې د مهتمم او د اشاعت التوحید و السنه مذهبي - استخباراتي ډلې د مشر مولانا طاهر طيب د لور، د دغې ډلې د بنسټګر محمد طاهر د لمسۍ او د پاکستان د پوځ غړي مېجر عامر د ورېرې د واده عکسونو تر خپرېدو وروسته د دې مدرسې او ډلې غړو زاويه نيوز ته وويل، چې دغه عکسونه جعلي دي. د پاکستان استخباراتو سره د نږدې اړيکو لرونکې دې کورنۍ او ډلو غړو زاويه نيوز ته د دغه خبر د خپرېدو له امله خبرداری او ګواښ کړی دی. د پنج پير مدرسې ملايان اقرار کوي، چې روزل شوي غړي يې دا مهال افغانستان ته هم رسېدلي دي. پر ټولنيزو شبکو د دغو عکسونو تر خپرېدو وروسته د دې ډلې پر فکر، ګفتار او د کورني ژوند پر څرنګوالي له دې وجې انتقادونه وشول، چې له کلونو راهيسې په افغانستان او سيمه کې د افراطي فکر او جګړې لپاره عناصر روزي، خو ځانته يې د خپلو خبرو خلاف د ژوند طريقه خوښه کړې ده.









