Ümit 🕊
4.8K posts

Ümit 🕊
@Yakamoz_eb
Living with a purpose. Peace • Love • Humanity 🕊️ Hala Madrid y nada más ⚪️👑⚽

په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو وضعیت.



د طالبانو مشر ملا هيبت الله د دوی د مالیې وزارت د رییسانو په یوه ناسته کې د خپل اطاعت، مالي فساد او اداري اصلاحاتو په اړه خورا سخت او خبرداری ورکوونکي احکام صادر کړل. نوموړي په ډاګه کړه چې د "د امير يانې هيبت الله" اطاعت شرعي وجیبه ده او هر ډول سرغړونه به له جدي غبرګون سره مخ شي. هيبتالله وویل: "زما حکم او زما اطاعت پر تاسې داسې لازم دی لکه د الله او رسول حکم." هغه د قران کریم په ایتونو استناد وکړ چې د اول الامر اطاعت واجب بولي. نوموړي امر وکړ چې له دې وروسته دې د دوی ساتونکو ته د "پولیس" کلمه نه کارول کېږي او پر ځای دې د "شُرطه" اصطلاح وکارول شي او په دې اړه به ژر قانون نافذ کړي. هغه ګمرکونه د بیتالمال مال وباله او ویې ویل چې عواید یې باید شخصي جیبونو ته لاړ نه شي، طالب چارواکي یې له "ډالیو" منلو منع کړل او ویې ویل چې دا عزت یواځې د دوی د عسکرو له امله دی. ملا هيبت الله ځان خدای ته ورته بللو سره وویل چې تر نن ورځې پورې "ټولې پخوانۍ نافرمانۍ" بښي، خو خبرداری یې ورکړ چې له دې وروسته به په تحقیقاتو کې هیڅ ډول "منځګړیتوب" ونه منل شي. دا څرګندونې ښیي چې ملا هيبت الله د خپل واک د لا پیاوړي کولو او د هغو طالب مشرانو د مهارولو هڅه کوي چې په کابل او ولایتونو کې په مالي فساد یا د شخصي مدرسو او نفوذ په جوړولو تورن دي. #ABN | #TalibanLeadership | #FiscalPolicy | #IslamicLaw | #AfghanistanUpdate



مېخانه ده، کور د يار دی او کۀ دار دی ما موندلی په دې ټولو کې قرار دی زۀ يوسف يم،د کِنعان بادشاه هوښيار دی ګرم کړی يې زما په سر بازار دی داسې مۀ وائي څۀ نشته وطن خوار دی هر څۀ ډير دي خو چې نشته يو اختيار دی تر پرونه چې روان وۀ په خړپوسو نن قدرت ته د خدای ګوره شهسوار دی ښکليو راشئ زۀ هم يم او رقيب هم دی زړۀ د مينې لېونی ، دی خريدار دی دا مې ستا د سپورو زلفو ذِکر کړی دا زما ګرېوان چې داسې تار په تار دی هغه چېرته چې وي تلی زۀ هم لاړ شم په دروغه وايم دلته مې څۀ کار دی نن مې بيا دي ستا د مينې شراب څښلي نن مې بيا د زړۀ په رګ رګ کې خُمار دی دا چې هسکه غړۍ جګه شمله راغی ما ته ښکاري لکه دا چې هغه زيار دی ارواښاد ډاکتر خالق زيار




















