
قبل قليل جمع الرئيس ترمب قادة دينيين للصلاة معه في البيت الأبيض والدعاء له.
بشير احمد افغان
5.2K posts


قبل قليل جمع الرئيس ترمب قادة دينيين للصلاة معه في البيت الأبيض والدعاء له.

د افغانستان بهرنی سیاست له مودو راهیسې بهرنیو پدیدو ته د عکس العمل سیاست وو. مونږ ته د داسې وضعیت شدیده اړتیا وه چې خپل سیاست په خپلو ارزښتونو او لومړیتوبونه وڅرخوو. ښايي تېرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل وي چې افغان حکومت داسې مستقل سیاست تجربه کوي چې ابتکار یې د افغانیت او اسلاميت په اصولو ولاړ دی. زمونږ بهرنی سیاست اوس د عکس العمل پر ځای په سیمه او نړۍ کې د خپلو ګټو پر بنسټ قدمونه ږدي. په دا وروستیو کې په بهرني سیاست کې د افغان حکومت په کوربه توب فعال ډېپلوماتیک فعالیتونه د همدې ستراتیژیک مسیر لومړي ګامونه دي. زه باوري یم چې مونږ به په لنډ وخت کې ګران هیواد د “امنیتي ننګونې” له روایت څخه د “اقتصادي نښلون د څلور لارې” په روایت بدل کړو. دا یو واقعیت دی.




