BBC Pashto
83.4K posts

BBC Pashto
@bbcpashto
پر اېکس د بيبيسي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټساپ: 00448000121010
London Katılım Aralık 2008
26 Takip Edilen984.9K Takipçiler

د پاکستان کرېکټ بورد(پی سي بي) تېزتوپ اچووونکی نسیم شاه د دوه کروړه(۲۰۰ لکه) پاکستانۍ روپۍ جریمه کړی دی.
ده ته دا سزا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب د اعلی وزیرې د شتون په اړه د هغه د ټویټ له امله ورکړل شوې ده.
bbc.in/4bTAWod
PS

ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا متحده ایالات له ''یوه نوي ایراني رژیم سره جدي خبرې" کوي، چې د ده په وینا کولای شي "په ایران کې زموږ پوځي عملیات پای ته ورسوي." تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ، چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
bbc.in/4ddU56P

PS

یوې ډلې هم تراوسه ددې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو تېر کې بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو حکومت پلوه قبایلي مشران په نښه کړي دي.
bbc.in/3O9PsAv

PS

د عراق دفاع وزارت وايي، د دې هېواد پر محمد علاء هوايي ډګر یو توغندي لګېدلی، چې له کبله یې د عراق هوايي ځواک یوې الوتکې ته زیان رسېدلی دی. تفصیل پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلای شئ، چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
bbc.in/4lZnFPz

PS

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک رسماً تائید کړه، چې د سمندري ځواک قوماندان علي رضا تنګسیري وژل شوی دی. له دې څلور ورځې مخکې اسرائيل ویلي و، چې تنګسیري یې په نښه کړی دی. تفصیل پر بي بي سي پښتو وېبپاڼه لوستلای شئ، چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
bbc.in/4cbv1fE

PS

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي، امریکا کولی شي "د ایران د تېلو کنټرول په خپل لاس کې واخلي" او ان کولی شي د دغه هېواد د تېلو لوی مرکز، خارګ ټاپو ونیسي.
bbc.in/47rDlFA

PS

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي ایران او امریکا دواړو د خبرو د اسانتيا برابرولو لپاره پر پاکستان باور څرګند کړی دی.
اسحاق ډار ويلي، پاکستان به "وياړ ولري چې په راتلونکو ورځو کې د دواړو خواو تر منځ د رغنده خبرو اترو کوربتوب او منځګړيتوب وکړي."
bbc.in/415vERJ

PS

د نړۍ حکومتونو اوس ځینې بېلابېلې تګلارې پلي کوي چې له خلکو سره د تېلو د لوړ لګښت اغېزو کې مرسته وکړي. لکه دا چې د مالیو معافیت او د سونتوکو د مرستې د ټاکلو کچه او ځینې نور داسې تدابیرونه چې د تېلو لګښت ورسره کم شي.
bbc.in/4bF85oT
PS

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ویلي، له ډیورنډ کرښې د "پاکستان توغندیزو بریدونو کې" دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
bbc.in/4s6cxCa
PS

افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې کابل ته د ازبیکستان د نمنګان والي او د دغه ولایت د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د سفر پر مهال، د افغانستان له خصوصي سکټور سره د شاوخوا ۵۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
bbc.in/412dDnh
PS

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ورځې په اوږدو کې یې له ایرانه د توغندیو بریدونو د اوو څپو له کشفولو وروسته په تهران کې د "رژیم پر موخو" نوي بریدونه پیل کړي.
په همدې مهال، د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکو په تهران کې د درنو بمباریو راپور ورکړی.
bbc.in/411cQDa

PS

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، افغانستان له ازبیکستان سره "د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو په برخه کې یو د ډاډ وړ ملګر هېواد" بللی دی.
د هوکړو معلومات دلته ولولئ: bbc.in/4dbegCl

PS

لومړنی تمدن چې ورځ یې پر ساعتونو وویشله، هغه پخواني مصریان وو او همدا خبره له میلاد شاوخوا ۲۵۰۰ کاله مخکې په مذهبي متنونو کې څرګندیږي خو له دې ورهاخوا هم خبرې شته.
دلته یې پر بي بي سي پښتو پاڼه ولولئ: bbc.in/4sKud7q

PS

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ویلي، له ډیورنډ کرښې د "پاکستان توغندیزو بریدونو کې" دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
bbc.in/4sPyAhx
PS

د سعودي، ترکیې، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو ډیپلوماټیکې هڅې شوي خو دا کمسارې ده چې په ځايي کچه د خبرو غږ پورته کېږي.
د جرګې په اړه نور دلته ولولئ: bbc.in/4sIA654

PS

د اروپایي ټولنې د سمندري امنیت اداره بېړیو ته خبرداری ورکوي چې د یمن ساحلي اوبو ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه چې د ایران ملاتړي حوثیان ښایي بیا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه پیل کړي، په ځانګړې توګه په سره سمندر او د عدن خلیج کې.
bbc.in/4s5ikrJ

PS

د 'ایرنا' په ګډون ایراني رسنیو د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف یو پیغام خپور کړی چې د جګړې د پیلېدا۳۰ ورځې لمانځي.
په دې پیغام کې قالیباف وايي: "دوښمن په ښکاره د خبرو اترو اشارې ورکوي، خو په پټه د ځمکني یرغل پلان جوړوي."
bbc.in/41x7sI3

PS