
لیکوال: منور ذهین د بین المللی منازعاتو څیړونکی "دا ښه په یاد ولرئ، چی مونږ مو څارو ! هغه حکومتونه چې غواړي د خپلو کورنیو ناکامیو څخه د خلکو پام واړوي، ښایي د ستراتیژیکو اړیکو له تګلارو څخه کار اخلي. دې تګلاره کې رسنیزی اغېزمنی او مشهوری عامه څېری ګماری چی تر څو ګمراه کوونکي یا پام اړوونکي روایتونه خپاره کړي. دا هڅې اکثره پر هغو موضوعاتو تمرکز کوي چې احساساتي یا حساس وي؛ داسې موضوعات چې که څه هم د خلکو پام ځان ته را اړوي، خو د هېواد د ستونزو د اساسی حل لپاره بې اهمیته یا غیر عملي وي. دا ډول ستراتیژۍ بېلابېل هدفونه لري، لکه د وخت اخیستل، د عامه افکارو بڼه اړول، یا له حساب ورکولو څخه تېښته. د افغانستان په قضیه کې، دا بڼه په ځانګړي ډول روښانه ده. اوس مهال افغانستان له یوې پېچلې او څو اړخیزې کړکېچ سره مخ دی؛ چې پکې د مشروعیت نشتوالی ، پراخه بېکاري، زیاتېدونکې بېوزلي، تکراري طبیعي افتونه، او دوامداره ټولنیز - سیاسي بېثباتي شامل دي. په داسې حالت کې، د ګاونډیو هېوادونو سره د تاوتریخوالي، د ملي بیرغ پر سر بحثونو، یا د ډیورنډ کرښې پر شخړو تمرکز کول، د ستونزو څخه د ولس تمرکز په قصدي ډول اړول ښيي. که چیری دا پیښي رښتیا هم بیړني وای، نو دا به د یوه مشروع او وړ حکومت مسؤلیت وای چې د رسمي ډیپلوماتیکو او اداري لارو له لارې یې حل کړي. خو د اوسنیو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، دا ډول مسایل د حاکمی (de facto) سرپرسته ادارې او د هغې اړوندو ګمارل شویو لوبغاړو له عملي توان څخه بهر دي. د افغانستان په عامه فضا کې، د دې ډول روایتونو ترویجول داسې ښکاري چې صرف د هغو کسانو ګټې خوندي کوي چې دا یې رامنځته کړی ، نه دا چې عملي حللارې وړاندې کړي. دا په اصل کی د هیوادونو بنسټیزو ناکامیو انعکاس دی او د اوږدمهاله حل پر ځای لنډمهاله انحراف ته تمایل ښيي. د افغانستان وضعیت رغنده، د حللارو پر بنسټ تعامل ته اړتیا لري، نه سمبولیکو یا انحرافي بحثونو ته." @ashrafghani @KarzaiH @hasankhyber @AmuTelevision @hpacha007 @MalakFaisal786 @Stanikzai25

