Sabitlenmiş Tweet

“سیکولریزم: د عقلاني بغاوت له زهرجنو میوو تر اسلامي نړۍ پورې”
د سیکولریزم طوفان هغه مهال په شدت راپورته شو، کله چې د ۱۷۸۹ میلادي کال په فرانسوي انقلاب کې کلیسا ته ماتې ورکړل شوه. هغه خلک چې د کلیسا د استبداد، ظلم، او اختناق پر وړاندې یې قیام کړی و، د بریا له ترلاسه کېدو وروسته یې دین له سیاست څخه جلا کړ. دین یې یوازې د کلیسا تر دېوالونو محدود کړ، او دا پرېکړه یې وکړه چې دین به نه د انفرادي ژوند چارو ته مداخله کوي، نه به د ټولنې په مسایلو کې د نظر خاوند وي، نه به د جګړې او سولې په اړه پوښتل کېږي، او نه به څوک مجبوريږي چې دین ومني یا پرېښودل یې لازم وګڼي.
د دین او ژوند ترمنځ دا فاصله د هغو تلپاتې عقدو نتیجه وه، چې اروپایانو له کلیسا سره پیدا کړې وې. کلیسا یو تحریف شوی عیسوي دین وړاندې کاوه، چې پاپانو یې د خپلو شخصي غوښتنو تابع کړی و. دغه دین د انسان فطرت ته دروند تمام شو، او بالاخره خلکو پرې بغاوت وکړ.
اروپا او امریکا ته دا یو “دینزده خلاصون” شو، چې د تحریف شوي دین له قیدونو یې ځانونه راخلاص کړل. خو دا مفکوره چې د دین او دولت ترمنځ بېلتون باید وکړي، وروسته د یو نړیوال اصولي نظریې په بڼه مطرح شوه، او د سیکولریزم نوم یې غوره کړ.
کله چې د اسلامي نړۍ ځینو خلکو د غرب دا پرمختګونه ولیدل، ګومان یې وکړ چې زموږ د وروسته پاتې کېدو لامل هم زموږ دین دی. له همدې فکره سره، هغوی د دین محدودول پيل کړل. د دې مفکورې مخکښ کسان د ترکیې مصطفی کمال اتاترک، د افغانستان امان الله خان، او د ایران شاه رضا فهلوي وو.
خو دوی په دې حقیقت پوه نه شول چې دین اسلام د الله له خوا نازل شوی، محفوظ دی، او د پرمختګ، تمدن، عصريت، ټکنالوژۍ، او علم سره هېڅ تضاد نه لري. هغوی ته پرمختګ دا معنا درلوده چې ښځه دې بې حجابه شي، د شرابو پر سزا دې سترګې پټې شي، ږیره دې وخرییل شي، او د سلام پر ځای دې د غرب پر تقلید تاکید وشي.
هغوی د حقیقي اصلاح، پرمختګ، او ټکنالوژۍ پر ځای، خپل ټول تمرکز دا وګرځاوه چې څنګه دین له ټولنیز ژوند، قانون، او دولت څخه بهر کړي. خو د الله دین تل پاتې دی. لکه څنګه چې قرآن وایي:
“إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون” (الحجر: ۹)
«بېشکه موږ دا ذکر (قرآن) نازل کړی او هم موږ یې ساتونکي یو.»
نو له همدې امله، د دوی پر وړاندې د اسلام ریښتيني پلویان راپاڅېدل، وجنګېدل، او د دین دفاع یې وکړه. د سیکولر افکارو پر وړاندې دا اسلامي مقاومت ځینې ځایونه بریالی شو او ځینې یې تر فشار لاندې راووستل.
د اسلامي نړۍ په تاریخ کې، له هغه وخته چې سیکولریزم وارد شوی، تر ننه پورې زموږ په منځ کې هغه کسان چې د دې مفکورې ملاتړي دي، یوازې د دین، دیني احکامو، او د دین استازو (لکه مجاهدینو، علماوو، داعیانو) پر ضد کار کړی. که کله قدرت هم ورته ورغلی وي، نو دوی یې د دین د تضعیف لپاره استعمال کړی، نه د ملت د سمسورتیا، علمي سیالۍ، یا ټکنالوژۍ د پرمختګ لپاره.
د دې حقیقت تر ټولو غوره مثال زموږ د هېواد تېر شل کلن سیکولر او دیموکراتیک نظام و، چې د پردیو تر سیوري لاندې یې اداره کوله. دوی د سیکولریزم شعارونه ورکول، خو حتی د سیکولریزم هغه اساسي اصل هم یې تر پښو لاندې کړ، چې وایي:
«دین یو شخصي عقیده ده، او هېڅوک باید د دین له کبله ونه ځورول شي.»
خو هغوی اجازه نه ورکوله چې څوک له اسلامي مفاهیمو، لکه جهاد، حدود، یا قصاص، ملاتړ وکړي. د دین له هر ډول موجودیت سره یې دښمني درلوده، حتا که د فرد شخصي عقیده هم وای.
نو دا و هغه سیکولریزم، چې له تحریف شوي دین سره د بغاوت په نوم راپورته شو، خو بالاخره د اسلام پر وړاندې په یوه فکري یرغل بدل شو.

PS




















