RTA Pashto

78.2K posts

RTA Pashto banner
RTA Pashto

RTA Pashto

@rtapashto

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan Katılım Mayıs 2019
13 Takip Edilen958.3K Takipçiler
RTA Pashto retweetledi
RTA Pashto News
RTA Pashto News@pashtortanews·
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې افغان حاجیان د منظم ترانسپورټ په واسطه په بشپړې همغږۍ له مِنٰی شریفې څخه عرفات میدان ته ولېږدول شول. ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې په عرفات میدان کې افغان حاجیانو لپاره معیاري خیمې ځانګړې شوي، چې د حاجیانو د هوساینې لپاره پکې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې. د دغه وزارت په وینا، چې نن د لمر له پرېوتو وروسته به افغان حاجیان د عرفات له میدان څخه د منظم ترانسپورټ له لارې مزدلفې شریفې ته ولېږدول شي، څو هلته شپه په ذکر او دعاګانو سره تېره کړي.
RTA Pashto News tweet media
PS
0
1
6
540
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د عرفې ورځې خطیب، شیخ علي الحذیفي، د نړۍ د مسلمانانو د وضعیت د سمون او د حق په لار کې د هغوی د یووالي غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د حج مناسک باید له سیاسي او ګوندي شعارونو پاک وي. نوموړي د نمرې جومات کې وویل، الهي تقوا په دنیا او اخرت کې د بریا، نېکمرغۍ او خلاصون لاره ده.
RTA Pashto tweet media
PS
2
9
82
1.3K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د حج مراسم؛ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څه‌باندې ۱.۵ میلیونه حاجیان د حج د تر ټولو مهم رکن ادا کولو په موخه عرفات کې راټول شوي دي.
PS
1
14
65
1.1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
اختر له یتیمانو سره؛ دغه ځانګړې خپرونه د اختر په شپو او ورځو کې کتلی شئ.
PS
0
1
9
453
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د ټولګټو وزیر د لیدنې پر مهال د دې پروژې مسولینو ته لارښوونه کړې چې د شته ستونزو د حل لپاره د اوسنیو امکاناتو سربېره له نورې ماشینرۍ او کاري ځواک څخه هم ګټه واخلي؛ تر څو رغنیزې چارې په لوړ کیفیت او چټکۍ سره بشپړې شي. ۲/۲
PS
0
0
0
483
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل په مربوطاتو کې د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک، ۳۲ کیلومټره برخې له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده. ۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
2
27
1.2K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې د نشه‌توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته نږدې شوی دی.
PS
0
7
32
1.6K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د راپورونو له مخې، سږ کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه څه‌باندې ۱.۵ میلیونه حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي. ۳/۳
PS
0
0
1
594
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
حاجیان د عرفات له خطبې وروسته د ماسپښین او مازیګر لمونځونه ادا کوي او د لمر پرېوتو پر مهال مزدلفې ته ځي، تر څو شپه هلته تېره کړي او د حج نورو مراسمو ته ځانونه چمتو کړي. ۲/۳
PS
1
0
2
658
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
حاجیان نن د ذوالحجة‌الحرام مياشتې نهمه (عرفې ورځ) د حج د تر ټولو مهمو مناسکو تر سره کولو لپاره عرفات ته رسېدلي او هلته به خپله ورځ د الله ج په ذکر او د بښنې په دعاګانو تېروي. ۱/۳
RTA Pashto tweet media
PS
1
5
41
1K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
تېره ورځ (دوشنبه، د غبرګولي څلورمه) ۲ زره او۹۷۹ افغان کډوال له پاکستان او ۳۹۴ له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
RTA Pashto tweet media
PS
0
2
9
804
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د سرپل امنیتي مسولینو د دې ولایت اوسېدونکو ته د اختر په شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.
PS
1
6
37
1.6K
RTA Pashto retweetledi
RTA Pashto News
RTA Pashto News@pashtortanews·
روسیې امریکا ته سپارښتنه کړې چې خپل ډیپلوماتان او وګړي له کیېف څخه وباسي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې روسي ځواکونو د دې هېواد د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په امر د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې پر نظامي او د پرېکړو پر مرکزونو همغږي او هدفمند بریدونه پیل کړي. د ټاس خبري اژانس راپور له مخې، لاوروف په دې ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې دغه بریدونه پر ملکي وګړو او د روسیې پر بنسټونو د اوکراین د بریدونو په غبرګون کې تر سره شوي. د راپور له مخې، لاوروف دغه راز امریکا ته سپارښتنه کړې چې د اوکراین له پلازمېنې څخه خپل ډیپلوماتیک کارکوونکي او وګړي وباسي.
RTA Pashto News tweet media
PS
0
3
10
1.4K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د خصوصي روغتونونو مسولین وایي، چې اوس‌مهال په روغتیایي برخې کې د اړتیا‌وړ ۹۹ سلنه خدمتونه د هېواد په داخل کې خلکو ته وړاندې کېږي.
PS
2
4
24
1.2K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
دفاع وزارت وايي، یاد کنفرانس د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو د امنیتي او دفاعي چارواکو په حضور کې ترسره کېږي، چې پکې به د سیمه‌ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشي.۲/۲
PS
0
1
0
797
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د روسیې فدراسیون په کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته ورسېد.۱/۲
RTA Pashto tweet media
PS
1
4
24
1.2K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د نن سه‌شنبې ورځې نېټه!
RTA Pashto tweet media
PS
0
2
7
837
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په محدودو امکانو درلودلو سره بیا هم د برېښنا تولید په ګڼو پروژو کار روان دی
PS
0
2
48
2.5K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
الجزیرې د لبنان د رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د لبنان جنوب کې د اسراییلي رژیم په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه درېیو کسانو خپل ژوند بایللی دی. په راپور کې راغلي، اسراییلي رژیم د جنوبي لبنان د اوسېدونکو لپاره د اجباري تخلیې نوي امرونه هم صادر کړي دي.
RTA Pashto tweet media
PS
0
5
23
1.2K
RTA Pashto
RTA Pashto@rtapashto·
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع له ملي نیوز سره په خبرو کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې د نشه‌توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته نږدې شوی.
PS
1
2
18
1.1K