Samar Niazi

118 posts

Samar Niazi banner
Samar Niazi

Samar Niazi

@samar99812

رسنۍ باید د شخصي ذوق پر ځای د ملي او دیني ارزښتونو استازولي وکړي.

Afghanistan Katılım Aralık 2025
90 Takip Edilen654 Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
مفتي صاحب وايي، يو چا پوښتنه را څخه وکړه چې ستا د کاميابۍ راز په څه کې دی؟ دی وايي: ما ورته وويل، زه تر اوسه کامياب شوی نه يم؟ آيا کاميابي داده چې څوک شهرت، پيسې کور او موټر پيدا کړي؟ نه هيڅکله نه! کاميابي دا ده: فمن زحزح عن النار و أدخل الجنة فقد فاز ❣️
PS
4
1
15
1.1K
Shafi Azam
Shafi Azam@ShafiOriakhil·
بارانونه رحمت دي خو دا چی موږ د اوبو مدیریت ندی کړی؛ نو شته سیلابونه زموږ تېرې بیغورۍ را برسیره کوي. د سپرلي باران سره عموما د زمکې له تله پتنګان/میږیان هوا ته راوځي خو دلته یې احمقان برسیره کړل چې موټرو سره سیلاب ته قصدي ورګډ او مړه شول. دا ښیي چې څومره د عامه پوهاوي کمی دی!
PS
12
33
315
6.7K
Qaseem Nangyal
Qaseem Nangyal@QaseemNangyal·
زمونږ د جګړې په میدان کې به کله د فارس امپراتورانو قدم واهه، کله به مو د یوناني او مغولي سامراج سره لاس بند کړی و او یا به د برتانوي، شوروي او امریکایي پهلوانانو سره سوک په سوک او پنجه په پنجه اړم و. مونږ په تاریخ کې د داسې سپک، پست او ناولي دوښمن سره جګړه کې نه یو کښېوتي، لکه اوس چې ورسره بند یو. نه نسب لري. نه دین، نه هویت، نه راویت، نه حیثیت، نه تور او نه سپین. بس دا وار مو خدای په اخلاقي لحاظ هم امتحانوي.
PS
7
30
191
7.8K
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
امیرالمؤمنین عمر فاروق " رضي الله عنه "د ښې حکومتولۍ لپاره داسې فرمایلي ; که چا د خپلوۍ پر اساس ، څوک د کوم ځای حاکم وټاکه، حال دا چې له ده غوره او لایق سړی موجود وو، نو هغه له خدای تعالی، رسول الله (ص) او ټولو مسلمانانو سره خیانت وکړ. د اسلام تاريخ، ج۲، پاڼه ۶
PS
0
0
1
88
Samar Niazi retweetledi
عبدالرحمن محمود
ښځه په خپل ژوند کي درې مرحلې لري. لومړی لور وي، د لور په هکله جناب أکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي(مَنْ وُلِدَتْ له ابنةٌ فلم يئِدْها ولم يُهنْها، ولم يُؤثرْ ولَده عليها ـ يعني الذكَرَ ـ أدخلَه اللهُ بها الجنة". (رواه أحمد) که د چا لور نصیب شوه، او خپله لور یي و نه وژل لکه د جاهلیت په وخت کي چي کفارو خپلي لوراني وژلې، او نه یي د هغي اهانت وکړ، مطلب ذلیله یي نکړه، او خپل نارینه اولاد ته یي پر هغي بهترې ورنکړه، الله تعالی به یي د همدې لور په سبب و جنت ته داخلوي. بیا میرمن شي، د میرمن په هکله جناب أکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي(أكمل المؤمنين إيمانًا أحسنهم خُلقًا، وخياركم خياركم لنسائهم..رواه الترمذي) کامل د مؤمنانو دایمان په لحاظ هغه څوک دی چې ښه أخلاق یي وي، او بهترین ستاسو هغه څوک دی چې د خپلو ښځو لپاره ښه وي، ظلم نه پر کوي، تحقیروي یي نه، بلکي د عزت ژوند ورسره کوي. بیا مور شي، د مور احترام خو په اسلام کي دومره ډیر دی چی د الله ج د اطاعت وروسته اطاعت د مور او پلار دی، د مور تر قدمونو لاندي جنت دی، هغه څوک چي مور تري ناراضه وي، شقي دی، خسرالدنیا و الآخرة دی. مطلب له دې اوږدي مقدمي څخه دادی چي د أدیانو و ماهرینو ته چیلنج دی چي د نړۍ پر مخ دي بل داسي دین پیدا کړي چې تر إسلام يي ډیر قدر أو حیثیت و ښځي ته ورکړی وي. کلا و حاشا.
عبدالرحمن محمود tweet media
PS
11
80
403
14.9K
Samar Niazi retweetledi
غرباء Ghuraba
غرباء Ghuraba@Ghuraba013·
د پاکستان پوځي رژیم په خلاف مجاهدینو ته د استاد یاسرصاحب رحمة الله انقلابي ویناوې. #غرباء #ردالظم
PS
0
64
308
5.8K
Samar Niazi retweetledi
م✍️ هدايت الله حکمت
د افغانستان او پاکستان د کړکېچ اصلي ريښې او تاريخي پړاوونه جګړه پر خاوره او ډيورنډ کرښه نه ده، دلته د مظلوم د دفاع جګړه ده. ځيني عرب او نړيوال ليکوالان فکر کوي چي د پاکستان د پوځي رژيم او اسلامي امارت ترمينځ د دې جګړې يوازينئ لامل د ډيورنډ کرښه ده، چي دا د افغانستان په جغرافيه د هغوی پر ناخبرۍ ستر دليل دی. اصلي ستونزه د پاکستاني پوځ مالي ګټي او د قبايلو د تاريخي حيثيت نقضول او پر بلوڅانو او پښتنو سخت وحشتونه او ظلمونه دي. دا دښمني لاندي تاريخي پړاوونه لري: ۱ - د قبايلو آزاد حيثيت (د جناح ژمنه): د پاکستان د جوړېدو پر مهال (۱۹۴۷)، محمد علي جناح قبايلو ته د آزاد تګ راتګ او خپلواک نظام (جرګو او شريعت) ژمنه ورکړه، ځکه دا يو قوم دی چي ۲۶۰۰ کيلومتره کرښي سره جلا کړی دی. ۲ - د لمبو اصلي ريښه: د ډيورنډ له کرښي ور هاخوا د دغي خونړۍ جګړې لمبې د ډيورنډ د فرضي کرښي له خاورو نه دي راپورته سوي. دغه کرښه خو تر سلو کلونو زيات عمر لري، که خبره د خاوري او پولي وای، نو افغانانو ته د تاريخ په هر پړاو کي زرين فرصتونه په لاس ورغلي وه. د افغانانو د غيرت او مېړاني ثبوت: کله چي پاکستان په خپل تاريخ کي تر ټولو ضعيفه وو، کله چي په بنګال کي د بې وسۍ له امله په ګونډو سو او ماته يې وخوړه، يا چي په کشمير کي د هند تر ضربو لاندي راغلی وو، نو افغانانو کله هم د شا له خوا خنجر ور نه کړ او نه يې هم د کرښي پر سر جګړه پيل کړه. دا د افغان مېړانه او د ګاونډيتوب د مروت تر ټولو لوی معيار وو. د جګړې د پيل حقيقي ټکی: د نن پيښي او د TTP او بلوڅانو مقاومت د يوه استخباراتي غدر نتيجه ده. دا جګړه هغه وخت شروع سوه چي کله پاکستاني پوځ د امريکا د خوشاله کولو او د پښتنو او بلوڅو د مادي او معنوي وسايلو د لوټلو لپاره پر خپلو قبايلو بمبارونه پيل کړل. د انسانيت ترور: په لکونو بې ګناه انسانان يې شهيدان او زرګونه نور يې "ژوندي ورک" کړل، چي تر ننه يې هره کورنۍ په مړي او ژوندي جسدونو پسي لالهانده سرګردانه پاته دي. د مشرانو سوداګري: پوځ نه يوازي عام خلګ وځپل، بلکي په سلګونه مجاهدين او مشران يې پر امريکا وپلورل. په دې کي يې د اسلامي امارت ډېر لوړپوړي مشران په ډېر بې ننګۍ سره بنديان، شهيدان او يا په تيارو زندانونو کي ورک کړل. ۳. د افغانانو مېلمه پالنه: د شوروي يرغل پر مهال قبايلو د افغان مجاهدينو تود هرکلئ وکړ او وروسته يې د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ کي د اسلامي امارت کلک ملاتړ او غوڅه ونډه واخيسته. ۴ - د سپټمبر ۱۱مي غدر او خيانت: د امريکا له راتګ سره، پاکستاني پوځ د ډالرو په بدل کي د امارت مشران (لکه شهيد ملا عبيدالله اخند، ملا هدايت الله بدري، ملا برادر اخند، مولوي عبدالصمد حکمت، پاکستان کي د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعیف، استاذ ياسر او داسي په زرګونه مجاهدين) ونيول، شهيدان يې کړل او يا يې پر امريکا وپلورل. ۵ - د پښتنو او بلوڅو نسل وژنه: پوځ د امريکا د خوښۍ او پنجابي تعصب له مخي په لکونه پښتانه او بلوڅان "ژوندي ورک" کړل. نن چي منظور پښتين او ماه رنګ بلوڅ د خپلو ورکو سويو عزيزانو د جسدونو يا ژوند پوښتنه کوي، پوځ يې زنداني کوي او ځپي. د هغوی په جلسو کي په زرګونو خلګ راځي، د خپلوانو عکسونه ورسره وي، وايي چي زموږ د خپلوانو فقط دا خبر راکړی چي هغوی ژوندي دي که مړه، ترڅو مېرمن او بچيان، خور، مور او پلار او نور خپلوان يې خبر سي. او نور ورته انتظار نه سي. که مړه وي، جسد يې راکړی چي ښخ يې کړو او فاتحه يې واخلو. که ژوندي وي، مکحمې ته يې راولی، که مجرم وي، هرڅونه سزا چي ورکوی، موږ هيڅ نه وايو. ۶ - د ظلمونو غبرګون او د TTP زېږېدل: د امریکا په امر يې ويرستان بمبار کړ، ګواکي په وزيرستان کي د امارت مجاهدین سته، قبايل يې ټول بمبار کړل، د لال مسجد پر شهيدانو او جبري ورکېدنو وروسته، د TTP مقاومت پيل سو. هغه مهال د پاکستان ۵۰۰ علماوو د امريکا د ګټو ساتونکي پاکستاني پوځ پر ضد د جهاد فتوا ورکړه. ۷ - د "ضرب عضب" وحشت او جبري هجرت: د پاکستاني پوځ په ړندو عملياتو کي زرګونه بې ګناه قبايل شهيدان او په لکونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سول، چي ځيني خيبر پښتونخوا او ځيني د افغانستان (خوست، پکتيا، پکتيکا) ته پناه راوړه. ۸ - د سولي سبوتاژ او د جنرالانو ډالري لوبه: د امارت له بيا واکمنېدو سره، د TTP او د عمران خان د حکومت ترمينځ کابل کي مذاکراتي ټيم افغانستان ته راغلی، مذاکرات ۹۰ سلنه بريالي سول. خو کله چي پوځ وليدل جګړه درېږي او "دفاعي بوديجه (ډالر)" يې کميږي، نو حکومت يې ړنګ کړ او د TTP مذاکراتي استازی عمر خالد خراساني يې په ډېر غدر په افغانستان کي د جاسوسانو له لاري په انفجار کي په شهادت ورسوی. په همدې ډول پاکستاني فوجي رژيم د سولي ټول مذاکرات او د سولي خبري له مينځه يوړې. جاري...
PS
4
14
72
6.9K
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
په روانو حالاتو کې جنرال صېب له موږ سره ډیر ښه وو 💔 @mobeenkhan1231
PS
0
0
2
115
Samar Niazi retweetledi
Jabeer Nomani
Jabeer Nomani@JabeerNomani01·
دا ذلیل دښمن خپل د واک په سیمه کې یو څو سرببر او تش لاسي مجاهدین نشي کانټرولولای اوس یې د جهاد او ایثار پر خاوره یرغل ور وړ. هغه خنجر چې د دوی په خیټه کې پروت دی که وښورول شي درد ته یې ځان نشي ټینګولای. بعون الله. اپشنونه ډېر دي. ان شاءالله
PS
4
76
412
5.4K
Samar Niazi retweetledi
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف
پاکستان دامریکا او اسرائیلو دملاتړ ترلاسه کولو لپاره خپل ځان خطرته ورکړی دی،
Abdul Salam Zaeef. عبدالسلام ضعيف tweet media
PS
15
89
580
16.1K
Samar Niazi retweetledi
Jabeer Nomani
Jabeer Nomani@JabeerNomani01·
شهادت ژوند دی، او فتحه ژوند دی، ثبات ژوند دی،‌ جهاد ژوند دی، او متین عزم او لوړ لکه غر مورال ژوند دی. له پاکستان سره روانه معرکه به مختلف مراحل او پړاونه ولري، خو په اسلامي انګیزې او د ملي غرور په احساس به مضبوط دریږو، د ازادی، اسلامي نظام او وقار قیمت خورا دروند دی. چمتو اوسئ.
PS
8
109
526
6.2K
سترجنرال مبين خان
سترجنرال مبين خان@mobeenkhan1231·
زه به ځان غلی کړم هیڅ به نه وایم چی اړیکی خرابی نشی خدایه 😭😭
سترجنرال مبين خان tweet media
PS
111
105
1.4K
42.6K
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
هغه چې نن مو خلاص کړل له هغو پن جابیانو خو منې که زیات ګناهګار وي، همدومره سزا ېې بس وه، کله ناکله عفو او رحم تر سختې سزا لوړ پیغام لري، د روژې د سپېڅلتیا په درناوي او د انساني شفقت له مخې ازادول یې کمزوري نه، بلکې اخلاقي برلاسی ده @mobeenkhan1231
Samar Niazi tweet media
PS
0
0
4
859
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
له امام شافعي رحمه الله څخه وپوښتل شول: تر ټولو ستر عمل کوم دی چې بنده پرې الله تعالی ته نېژدې کېږي؟ هغه وژړل، بیا یې وفرمایل: دا چې الله تعالی ستا زړه ته وګوري، او وویني چې ته د دنیا او آخرت له هر څه پرته، یوازې هغه غواړې. الله اکبر
PS
0
0
2
46
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
د ملا برادر حفظه الله تعلی له هرې خبرې کتاب جوړېږي. د پوهنتون استاد جاوید مومند
PS
0
0
4
343
Samar Niazi retweetledi
Abdullah Raihan
Abdullah Raihan@Raihan_093·
خلیفه صاحب: د الله په ذات مې دې قسم وي چې د خپل دین او وطن د دفاع لپاره به هره قرباني ورکوو، که هغه د خپل ورور، زوی، پلار او اقاربو هم وي، څوک چې زمونږ بې‌ ارامه غواړي او خپلې ګټې زمونږ په تاوان کې لټوي، مونږ به داسې جواب ورکوو لکه څنګه مو چې شوروي اتحاد، ناټو او امریکا ته ورکړ.
PS
12
90
633
15K
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
غربيان د مرغانو په څېر په هوا الوتلی او سپوږمۍ ته ختلی شي، د کبانو په څېر د ځمکې لاندې اوبو کې هم اوسېدلی شي، خو د انسان غوندې د ځمکې په سر ژوند نه شي کولی*!! ندوي رحمه الله
PS
0
2
12
535
Samar Niazi
Samar Niazi@samar99812·
پر موږ چې کومه طبقه شل کاله حاکمه او مسلطه وه، هغوی اکثریت اپسټینان وو؛ هم یې د خلکو وینې څښلې، او هم یې ناموسونه، عزتونه او انساني کرامتونه تر پښو لاندې کول او... #Western_civilization
PS
0
1
8
516