
د کندز والي له خوا د سپین زر امارتي شرکت د پراختیایي او سوداګریزو پروژو څخه لیدنه او ملاتړ؛
د کندز والي مولوي نصرالله مطیع، په داسې حال کې چې د سپین زر امارتي شرکت د پراختیا او سوداګرۍ رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزی او د دې شرکت مالي او اداري رئیس عبدالمبین صافی ورسره مل وو، د سپین زر سوداګریزو مارکېټونو د کار له بهیر، د سپینزر سوداګریز او استوګنیز مرکز، او ددې امارتي شرکت د څلوېښت متره سړک د قیر اچونې له کار څخه لیدنه وکړه.
#ریاست_شرکت_امارتی_سپینزر_کندز
#تولیدوطن_افتخاروطن
PS
















