AFG Embassy Turkmenistan

364 posts

AFG Embassy Turkmenistan banner
AFG Embassy Turkmenistan

AFG Embassy Turkmenistan

@AFGEmbTurkmen

حساب رسمی سفارت افغانستان در عشق اباد - The Official Account of the Afghanistan Embassy in Ashgabat

Turkmenistan เข้าร่วม Kasım 2020
54 กำลังติดตาม3.6K ผู้ติดตาม
AFG Embassy Turkmenistan
AFG Embassy Turkmenistan@AFGEmbTurkmen·
په ترکمنستان کې د ا.ا.ا. د سفارت چارسمبالي حاجي فضل محمد صابر د دغه هېواد د نړیوال توریزم نندارتون کې گډون وکړ. ښاغلي صابر د نندارتون په لړ کې گډونوالو ته په افغانستان کې د ټینگ شوي امنیت، سیاحت او پانگونې په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي همداراز د سیاحت په برخه کې د پانگونې پر فرصتونو خبرې وکړې او گډونوال یې د افغانستان د سیاحتي ظرفيتونو څخه گټې اخیستنې ته وهڅول.
AFG Embassy Turkmenistan tweet media
PS
0
9
76
2.7K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان ، تاجکستان او قزاقستان جمهوریتونو محترمو معين صاحبانو او استازو؛ او ټولو درنو مېلمنو او ګډونوالو؛ السلام علیکم و رحمة الله و برکاته سهار مو نیکمرغه........ خوښ یم چې نن د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د لومړنۍ مشورتي ناستې د جوړېدو شاهدان یو. دا ناسته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان د لوړپوړو استازو په ګډون جوړه شوې ده، یو څو اړخیز سیاسي مشورتي میکانیزم دی، چې موخه یې د سیمه ییزو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله، د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا او د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکاریو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمه ییز اتصال په برخو کې د عملي لارو چارو لټول دي. په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه (ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان) د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز ټرانزیټ په برخه کې رغنده او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي، چې نن یې د فرصتونو، همکاریو او سیمه ییزې همغږۍ د یوې ژوندۍ بېلګې شاهدان یو. د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ نمونه ده. دا ناسته به پر لاندې بنسټیزو موخو ټینګار وکړي: د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا؛ د یوې اقتصاد محوره کړنلارې په اډانه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د نویو فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو پېژندل؛ او د سیمه ییزو بدلونونو او د ثبات په ټینګښت او تلپاتې پراختیا کې د همکاریو د رول په اړه د لیدلورو شریکول. موږ هیله من یو چې د دې ناستې په جوړولو او په ګډه د ټولو فرصتونو او ننګونو په ارزولو سره به، د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي او د اقلیمي بدلونونو په برخو کې د هراړخیزو همکاریو یوه روښانه نقشه ترسیم کړو. موږ نن په داسې حال کې راټول شوي یو چې له یوې خوا نړیوال نظم له جدي پوښتنو او ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا بېلابېل توهمات او مخالف روایتونه رامنځته شوي دي؛ له یوې خوا د اسیا وچې، په ځانګړې توګه د اورآسیا سیمې د اقتصادي خوځښت شاهدان یو او له بلې خوا د لوېدیځې اسیا سیمه له جګړو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده. په دې منځ کې، بې له شکه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له دې جریانونو اغېزمن دي؛ نو اړتیا ده چې په ګډه دا مشترکې ننګونې مدیریت کړو او له شته ظرفیتونو څخه د پرمختګ، هوساینې او سیمه ییزې همغږۍ په لور د رسېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو. درنو ګډونوالو، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو. له یوې خوا د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی. نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي. الحمدلله، نننی روایت د افغانستان اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ روایت دی، نه د تقابل او توهم. موږ په ګډه کولی شو د سیمه ییزې همغږۍ یوه بریالۍ بېلګه رامنځته کړو او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړو. درنو مېلمنو ! د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي. په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. موږ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، د ګډو سیمه ییزو فرصتونو او ننګونو له امله پر سیمه ییز محوره ستراتیژۍ ټینګار کوو. د همدې سیاست په پایله کې، نن الحمدلله د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې او رغنده تعامل لرو، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ اوسنۍ اړیکې یې ښکاره بېلګه ده. ٢/١
حافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
10
106
441
16.8K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
بې له شکه په سیمه ییزه کچه ځینې ننګونې شته چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او زیربناوو یې منفي اغېز کړی. د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو امنیت‌محوره لیدلوري د ټرانزیټ په وړاندې خنډونه جوړ کړي چې د سیمې ټولیزې ګټې له ګواښ سره مخ کوي. افغان حکومت په پوره صداقت او د حل‌لارې په لټه کې، له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخیستې چې دا مهال د چین په نوښت په "ارومچي" ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي، خو په عین حال کې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ولس څخه د دفاع حق محفوظ ساتي. محترمو حاضرینو، افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره شاوخوا ۲۳۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري. اړتیا ده چې د دې سرحد په اوږدو کې د آمو سیند د غاړو په تحکیماتو او د سرحدي نښو په عصري کولو کې په ګډه کار وشي. د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. نن په سرحدونو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته او موږ په دې برخو کې لا ډېرې همکارۍ ته چمتو یو. افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي؛ اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ د نشه یي توکو کښت او قاچاق منع شوی او کچه یې صفر ته نږدې شوې ده. درنو ګډونوالو، افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل شوی او د نړیوال بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۵ کال کې زموږ اقتصادي وده ۴.۳ سلنه وه. له منځنۍ اسیا سره زموږ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۷ ملیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي، خو هدف دا دی چې دا کچه په راتلونکو ۳–۴ کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي. افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي. د "افغان-ټرانس" پروژه زموږ لومړیتوب دی. د ټاپي، ټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي. موږ غواړو په سیمه ییزو ترانسپورتي، ریل پټلۍ او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولرو. په «شنه منځنۍ آسیا» نوښت کې ګډون او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ زموږ لپاره خورا مهم دی. درنو مېلمنو، په پای کې، یو ځل بیا په دې مهمې غونډې کې ستاسو ګډون او ملاتړ څخه مننه کوم او غواړم په ځانګړي ډول د ځینو ټکو یادونه وکړم. ۱. دا مشورتي ناسته دې لا پیاوړې او په دوامداره توګه ترسره شي. ۲. د دواړو لورو د متخصصینو یو څېړنیز کنفرانس دې جوړ شي ترڅو د همکاریو عملي نقشه ترتیب کړي. ۳. د ګډو امنیتي ننګونو د هواري لپاره دې پر یوې ګډې امنیتي کړنلارې بحث وشي. ۴. د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره دې یوه همغږې او ګډه تګلاره رامنځته شي. ۵. د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره دې په ګډه کار وشي. ستاسو له پاملرنې مننه
PS
1
9
65
2.9K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډې ته د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي وینا
PS
6
167
607
20.1K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
افغانستان په سیمه ییزو پروګرامونو او نوښتونو کې، په ځانګړې توګه په منځنۍ آسیا کې د ترانسپورت، ریل پټلۍ، چاپیریال ساتنې او پراختیایي نوښتونو کې په فعاله توګه ګډون ته لیواله دی. Afghanistan is keen to actively participate in regional programs and initiatives—particularly in transport, railway, environmental, and development initiatives of Central Asia.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
34
90
2.4K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو اړیکې په ژورو تاریخي، جغرافیایي، دیني، کلتوري او ټولنیزو پیوندونو کې ریښې لري. موږ پېړۍ پېړۍ په دې خاوره کې د نږدې ګاونډیانو په توګه ژوند کړی، ګډ هویت، ګډ درد او ګډ راتلونکی لرو. The relations between Afghanistan and the Central Asian countries are rooted in deep historical, geographical, religious, cultural, and social bonds among the peoples of this region. For centuries, we have lived together as good neighbors in this land, sharing a common identity, common suffering, and a common future.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
0
36
118
2.7K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
افغانستان په خپل جیو-اکانومیک موقعیت سره هڅه کوي چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي. Afghanistan, leveraging its geoeconomic position, is striving to connect Central Asia with South and West Asia—and vice versa.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
0
32
116
2.8K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده. By adopting an economy-centered foreign policy, Afghanistan has created conditions conducive to the growth of trade and the attraction of foreign investment.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
Català
5
35
142
3.2K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د ځینو ویجاړونکو عناصرو لکه داعش ډلې ګواښونه، د نشه یي توکو قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او پلان شوي جرمونه زموږ ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې زموږ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي. Issues such as the activities of certain destructive elements—including the threats posed by Daesh groups, the smuggling of narcotics (especially synthetic drugs), illegal migration, and cross-border organized crime—are among the common concerns of both sides. To this end, the Afghan security entities have taken the necessary measures. Timely actions have been carried out against individuals and elements attempting to undermine the friendly relations between Afghanistan and the Central Asian countries.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
57
129
3.9K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي؛ اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی. After nearly half a century of instability, Afghanistan has achieved a genuine Islamic system, real stability, and nationwide security. The foundations of governance are being strengthened day by day. Administrative corruption has been eliminated, and work is underway to simplify government bureaucratic processes and advance digitalization.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
35
127
2.8K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی، نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي. On one hand, great Islamic figures such as Imam Abu Hanifa, Imam Bukhari, and Imam Tirmidhi (may Allah have mercy on them) laid the foundations of the flourishing Islamic civilization of this region. On the other, historical and cultural figures such as Abu Rayhan al-Biruni, Rudaki, Makhtumquli Faraghi, Amir Ali Sher Nawa’i, and Abu Nasr al-Farabi have enriched our shared history. It is these commonalities that form the very foundation of relations between Afghanistan and Central Asia.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
6
63
231
11.3K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاست د توازن او اقتصاد محورۍ پر اصل ولاړ دی چې پر اسلامي ورورولۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او همکارۍ ټینګار کوي او په دې پالیسۍ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه ځانګړی ځای لري. The foreign policy of the Islamic Emirate of Afghanistan is based on the principles of balance and economic centrality, with emphasis on Islamic brotherhood, good neighborliness, mutual respect, and cooperation. The Central Asian countries occupy a special place in this policy.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
1
32
80
3.9K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي ښکېلتيا، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ده. The pragmatic, opportunity-oriented, and cooperation-focused approach of the Central Asian countries toward Afghanistan—emphasizing political engagement and economic and transit cooperation—represents a successful model of mutual trust and collaboration at the regional level.
حافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
4
62
202
9.9K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
حافظ ضياء احمد تکل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه پیل شوه. دا غونډه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون سره پیل شوه ، چې پکې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو، او همداراز د سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په اړه بحثونه ترسره شي.
حافظ ضياء احمد تکل tweet mediaحافظ ضياء احمد تکل tweet media
PS
13
155
740
25.4K
AFG Embassy Turkmenistan
AFG Embassy Turkmenistan@AFGEmbTurkmen·
په ترکمنستان عشق اباد کې د ا.ا.ا. په سفارت کې په کابل کې د روژې مبارکې میاشتې په ۲۸مه شپه پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم د هوایي وحشي بمبار له امله په شهادت رسېدلو هېوادوالو ته د فاتحې مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې په کوربه هیواد کې د ډیپلوماټانو، کارمندانو او مېشتو افغانانو ترڅنگ، د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال احمد کاکا بایوف هم گډون وکړ او د خپل هیواد په استازیتوب یې د تسلیت مراتب ټول افغان ولس ته وړاندې کړل.
AFG Embassy Turkmenistan tweet mediaAFG Embassy Turkmenistan tweet mediaAFG Embassy Turkmenistan tweet media
PS
0
15
164
6.5K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
دا هغه بې ګناه ملکیان او معتادین دي چې بیګا شپه په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې د (پاکستاني پوځي حلقې) په بمبار کې اکثره شهیدان شول. انالله و انا الیه راجعون
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) tweet media
PS
390
1.1K
4.3K
107.7K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
این‌ها همان افراد بی‌گناه ملکی و معتادین هستند که شب گذشته در شفاخانهٔ دوهزار بستر در اثر بمبارد (حلقات نظامی پاکستان) اکثر شان شهید شدند. انا لله و انا الیه راجعون
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) tweet media
فارسی
168
389
1.7K
59.2K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
هؤلاء هم المدنيون الأبرياء والمدمنون الذين استُشهد معظمهم الليلة الماضية في مستشفى ذي ألفي سرير نتيجة قصف (الدوائر العسكرية الباكستانية). إنا لله وإنا إليه راجعون
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) tweet media
العربية
117
636
2.4K
135.2K
AFG Embassy Turkmenistan รีทวีตแล้ว
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )
innocent civilians and addicts who were mostly killed last night at the 2,000-bed hospital due to the bombing by (Pakistani military circles). Indeed, we belong to God and to Him we shall return.
Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) tweet media
English
426
784
2.9K
150.7K
RTA Dari News
RTA Dari News@rtadarinews·
جمعیت هلال احمر افغانی اعلام کرده است که تیم‌های صحی این نهاد در جریان ۳۰ روز گذشته خدمات صحی اساسی را در چندین ولسوالی ولایت کندز ارائه کرده‌اند. به گفته این نهاد، در این مدت ۷ هزار و ۸۵۴ بیمار به گونه مستقیم تداوی شده‌اند که شامل معاینات صحی، توزیع دوا، تداوی زخم‌ها، تطبیق واکسین، ارزیابی سوءتغذیه، مراقبت‌های قبل و بعد از ولادت و خدمات تنظیم خانواده می‌شود. همچنان ۷ هزار و ۹۰۶ بیمار دیگر نیز مشوره‌های طبی دریافت کرده‌اند. #ملي‌تلویزیون
RTA Dari News tweet media
فارسی
1
2
1
130