هدایت الله هدایت

542 posts

هدایت الله هدایت banner
هدایت الله هدایت

هدایت الله هدایت

@Hedayatullahaaa

د باختر خبري اژانس رئيس Director of Bakhtar News Agency

Petaling, Selangor เข้าร่วม Aralık 2020
3.2K กำลังติดตาม321.4K ผู้ติดตาม
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
@PTVNewsOfficial جھوٹا ایک نہ ایک جگہ اللہ ﷻ شرمندہ کرتا ہے یہ کہتا ہے کہ میں افغانستان جا رہا تھا، میری مالی اور جانی مدد ہو رہی تھی۔ پھر اس نے علاج پشاور میں کیوں کیا ہههههه مولانا بجلگر کی بات هی شرمېېېېېېدلیو 😃
اردو
2
2
40
1.5K
PTV News
PTV News@PTVNewsOfficial·
طالبان رجیم اورفتنہ الخوارج کا گٹھ جوڑ بے نقاب: اہم سرغنہ کے ہوشرباانکشافات سیکیورٹی فورسز کے ہاتھوں گرفتارخارجی دہشتگرد نے افغان طالبان اور فتنہ الخوارج کے گٹھ جوڑ کو بے نقاب کر دیا فتنہ الخوارج کے سرغنہ عامر سہیل عرف مولوی حیدر نے اعتراف کیا کہ؛ فتنہ الخوارج میں پاکستان کیخلاف گمراہ کن پروپیگنڈا کی وجہ سے شامل ہوا افغان صوبے پکتیکامیں فتنہ الخوارج کے مرکزمیں دہشتگردی کی تربیت حاصل کی، خارجی عامر سہیل افغانستان میں فتنہ الخوارج کے مراکز کو افغان طالبان کی مکمل پشت پناہی حاصل ہے، خارجی عامر سہیل افغانستان میں موجود داعش،القاعدہ جیسی دہشتگرد تنظیموں کیساتھ بھی ہمارے قریبی روابط تھے، خارجی عامر سہیل ہمیں افغانستان اور دیگر غیر ملکی ایجنسیوں بشمول "را" کی جانب سے مالی معاونت فراہم کی جاتی تھی، خارجی عامر سہیل میری تشکیل میں20سے زائد خارجی دہشتگردوں میں افغان شہری بھی شامل تھے ، خارجی عامر سہیل بنوں، لکی مروت اور میانوالی میں سیکورٹی فورسز پر حملوں میں ملوث رہا، خارجی عامر سہیل مجھے پشاور میں علاج کی غرض سے آتے ہوئے قانون نافذ کرنے والے اداروں نے گرفتار کیا، خارجی عامر سہیل فتنہ الخوارج کااسلام اورجہادسے کوئی تعلق نہیں، یہ صرف پیسے کیلئے پاکستان میں دہشتگردی کرتےہیں، خارجی عامر سہیل عالمی ماہرین کے مطابق؛ خارجی دہشتگرد کے انکشافات سے واضح ہے کہ طالبان رجیم کی سرپرستی میں افغانستان دہشتگردوں کی آماجگاہ ہے پاکستان میں دہشتگردی پھیلانے کیلئے افغانیوں اور فتنہ الخوارج کے گٹھ جوڑ کے ناقابل تردید شواہد موجود ہیں ، ماہرین خارجی دہشتگرد کاطالبان رجیم اوربھارتی سرپرستی میں دہشتگردی کا اعتراف پاکستان کےدیرینہ مؤقف کی توثیق ہے
اردو
54
75
194
13.7K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
RT @Al_Huda_0: په افغانستان کې د ربوي نظام د بندېدو وروسته د عربي هېوادونو د اوسېدونکو نظریات او خوښي
PS
0
12
0
83
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي د "امید‌" کمپ د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ غونډه کې ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم، سالم ژوند ته د را ګرځېدونکو روږدو ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.
PS
1
14
54
1.9K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
ایراني پوځ د امریکا له لوري د هرمز تنګي له لارې د بندرونو د محاصرې احتمالي پلان سمندري غلا بللې او ویلي یې دي، چې د امریکا دغه کړنه به له سخت غبرګون سره مخ شي. ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې د خپل حاکمیت د دفاع لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
الهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
9
49
2K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
د نړۍ والو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، که اړتیا پېښه شي، ترکیه کولای شي د اسرائیلو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي. نوموړي د فلسطین او لبنان پر وړاندې د اسرائیلو کړنې سختې غندلي او هغه یې د بشري اصولو خلاف بللي. اردوغان ټینګار کړی، چې ترکیه باید قوي وي څو د فلسطین پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او زیاته کړې یې ده، چې ترکیې مخکې هم په نورو سیمو کې مداخلې کړي او د اسرائیلو پر وړاندې هم ورته اقدام ممکن دی.
الهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
1
6
31
2.6K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
هرمز تنګي کې د پاکستان دوه کښتۍ بېرته ستنې شوي دي او د تک اجازه نه ده ورکړل شوې.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
0
4
41
1.7K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
د جیو نیوز خبریال عزاز سید: تر ټولو په زړه پورې خبره خو دا ده چې کله د امریکا مرستیال ولسمشر ډي جي وېنس پاکستان ته را ورسېد، پاکستاني رسنیو ورته لاسرسی نه درلود. خو د هغه د رارسېدو مراسم د برېټانوي خبري اژانس «رویټرز» او هندي اژانس «اې اېن ای نیوز» له لوري په ژوندۍ بڼه خپاره شول
هدایت الله هدایت tweet media
PS
1
8
49
2K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷ تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري دفتر کې داسې مهال وکتل چې د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږی معین مولوي محمد علي جان احمد او د مقام د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي هم حضور درلود. په پیل کې د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین، ښاغلي احمد، راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د یوې ټولنې او نظام لومړنۍ بریا د هغوی فکري او عقیدوي یووالی دی، چې لله الحمد دا زموږ په ملت کې موجود دی. ورپسې د سیاسي چارو شنونکو په خپلو خبرو کې د ولسونو پر یووالي او له نظام سره د هغوی پر پیاوړي پیوستون ټینګار وکړ. دوی وویل دا ملت داسې عادت لري، چې یو وار درسره ودرېدل بیا د دُښمن پرخلاف تر مرګه درسره دی. دوی زیاته کړه: دا هیواد د قومونو او قبایلو خاوره ده، او دا قومونه به یې ساتي. هغوی همداراز له اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ په یوه غږ وویل چې لله الحمد اوس په افغانستان کې د حاکم نظام له برکته امنیت ټینګ شوی او دوی ورسره په هر ډګر کې ولاړ دي. نوموړو له ښاغلي نوري سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مشورې شریکې کړې. په پای کې ښاغلي نوري د خپلې وینا پرمهال د کارپوهانو د نظرونو قدرداني وکړه. هغه ټینګار وکړ چې حکومت د ولس له منځه راټوکېدلی د الله تعالی په نصرت او د خلکو په همکارۍ تر دې ځایه را رسېدلی، ځکه خو دا ولس ډېر ارزښت ورته لري. ښاغلي نوري صاحب زیاته کړه : دا نظام یوازې د یوې ډلې نه دی، بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د سرحداتو وزارت پر یو شمېر فعالیتونو هم رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت له بریا وروسته یې د ملي پخلاینې په موخه زرګونه شخړې حل کړې دي او همداراز یې د نورو فعالیتونو سربیره د سرحدونو ساتنې ته هم جدي پاملرنه کړي. وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل با تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون دیدار نمودند پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷ الحاج ملا نورالله نوری، وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل، قبل از ظهر دیروز با شماری از تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون‌ها در دفتر کار خویش دیدار نمود. در این نشست، مولوی اخترشاه هاشمی، نماینده ریاست عمومی استخبارات، مولوی محمدعلی جان احمد، معین جرگه‌ها و هماهنگی امور قبایل، و مولوی نیاز محمد تقی، رئیس دفتر این وزارت نیز حضور داشتند. در آغاز، محترم محمدعلی جان احمد، معین جرگه‌ها و هماهنگی امور قبایل، ضمن خوش‌آمدگویی به اشتراک‌کنندگان اظهار داشت که نخستین کامیابی یک جامعه و نظام، وحدت فکری و عقیدتی آن است که الحمدلله این امر در میان ملت ما موجود می‌باشد. سپس، تحلیلگران سیاسی در سخنان خویش هر یک به نوبه خود بر وحدت میان مردم و همبستگی نیرومند آنان با نظام حاکم تأکید ورزیدند. آنان گفتند که این ملت عادت دارد هرگاه یک‌بار در کنار شما ایستاده باشد، بارها تا دم مرگ نیز در برابر دشمن در کنار شما خواهد ایستاد. ایشان افزودند که این کشور، سرزمین اقوام و قبایل است و آنان در کنار نیروهای امنیتی و دفاعی، از وطن محافظت خواهند کرد. همچنان، آنان ضمن ابراز حمایت از امارت اسلامی، به‌گونه یک‌صدا بیان داشتند که الحمدلله اکنون از برکت نظام اسلامی، امنیت در افغانستان تأمین شده است و ایشان در هر میدان، با حمایت خویش در کنار نظام اسلامی ایستاده خواهند بود. آنان همچنان مشوره‌های خود را در مورد مسائل مختلف با محترم الحاج نوری صاحب شریک ساختند. در پایان، محترم نوری صاحب در سخنان خویش از نظریات کارشناسان و تحلیلگران سیاسی قدردانی نموده، تأکید کرد که نظام حاکم از میان مردم برخاسته و به نصرت الله متعال و همکاری مردم تا این مرحله رسیده است؛ از همین‌رو، مردم افغانستان نزد رهبری و مسئولین نظام از ارزش والایی برخوردار اند. محترم نوری افزود: این نظام تنها برای یک گروه نیست، بلکه یک نظام مشترک و همه‌شمول از تمام افغان‌ها است و همه مردم کشور به یک چشم دیده می‌شوند. وی در اخیر سخنان خود به شماری از فعالیت‌های وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل نیز اشاره نموده، وضاحت داد که پس از پیروزی امارت اسلامی افغانستان، به‌منظور مصالحه و آشتی میان مردم و اقوام، هزاران منازعه حل‌وفصل گردیده و علاوه بر سایر فعالیت‌ها، به حفاظت از سرحدات کشور نیز توجه جدی صورت گرفته است.
الهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
4
39
3.3K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت محترم وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو بحث وشو. د چین سفیر د ارومچي د خبرو اترو په اړه د خپل هېواد دریځ او د راتلونکي لپاره چمتووالی شریک کړ او د افغانستان له رغنده دریځ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. همداراز یې د دې بهیر د دوام هیله څرګنده کړه. مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار وکړ چې د افغانستان تر امنیت وروسته، د سیمې امنیت ورته ځانګړی اهمیت لري او د حل لپاره د خبرو اترو لاره تر ټولو غوره بولي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت دریځ د زغم، متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ ولاړ دی. خو د هر ډول تېري په وړاندې د هېواد دفاع یې مشروع حق او ملي مسؤلیت دی. په دې ناسته کې دواړو لورو په دوه‌اړخیز تفاهم، سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا او د باور جوړونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ. #ملي_دفاع_وزارت
الهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
2
32
2.2K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
مسجدالاقصی نن پنجشنبه د ۴۰ ورځو له تړل کېدو وروسته بېرته د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. د راپورونو له مخې، له پرانیستې سره سم د سهار لمونځ هم په دغه مقدس ځای کې ادا شوی او ګڼ شمېر مسلمانان د عبادت لپاره ورغلي.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
1
11
124
2.4K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د کابل–جلال‌اباد لویه لاره چې له تېرې جمعې راهیسې د بارانونو، سېلابونو او د تنګي غارو په سیمه کې د غر ښویېدو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
1
11
83
2.1K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
ملګرو ملتونو، جاپان، مالیزیا او ځینو نورو هېوادنو د ایران او امریکا تر منځ د دوه اونیو اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې روان بهیر باید د یوه جامع او دوامداره سولې تړون ته لار هواره کړي.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
2
8
37
855
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
په مسکو کې د ا.ا.ا. سفیر گل حسن حسن د «روسیې–اسلامي نړۍ ستراتیژیک لیدلوري» کلنۍ غونډه کې گډون کړی.د غونډې په څنډه کې افغان سفیر د تاتارستان جمهوریت له رئیس رستم مینیخانوف سره کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي او د کازان په فورم کې یې د افغان استازو پر دوامداره گډون ټینگار کړی.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
1
9
60
1.7K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
د ملي دفاع وزارت ۴۶۰ منسبوبین د درندو وسلو له زده کړو فارغ شول. د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قومندانۍ ۴۶۰ منسوبین د درندو وسلو له مسلکي زده‌کړو فارغ شول. فارغانو په هر ډول شرایطو کې له اسلامي نظام او هېواد څخه د ساتنې ډاډ ورکړی.
هدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet media
PS
0
23
168
6.5K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي رژيم د امريکا او اسرئيلو پر ملاتړ تورن کړ د پاکستان د جمعیت علمای اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي رژیم د امریکا او اسرائیلو پر ملاتړ تورن کړی دی. فضل الرحمن ویلي: «د پاکستان حکومت د خپلو ناوړه سیاستونو په پلي کولو سره غواړي د اسرائیلو اشغالګر رژیم خوندیتوب او په اسلامي نړۍ کې د امریکا روانې ټول‌وژنې او چور او تالان ته زمېنه برابره کړي.» د پاکستان جمعیت علمای اسلامي ګوند مشر په وینا، چې د پاکستان د اوسني حکومت د دغو ناوړه سیاستونو پر وړاندې د راونې فبروري میاشتې پر ۱۲ مه نېټه له مردان څخه سیاسي مبارزه پیلوي، چې نورو سیمو ته به یې هم پراخه کړي.
الهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
3
5
1.3K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په لیکلي لیک کې ویلي، چې ایران له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غواړي، چې د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت کړي او د ایران پر ضد د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي. نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د دغو هېوادونو حاکمیت ته درناوی لري، خو په همدې حال کې به د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د ساتنې لپاره د مشروع دفاع ټول لازم اقدامات ترسره کړي.
الهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
4
17
2.1K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو، توپان، د لید ساحې د کمښت او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه تر بلې خبرتیا پورې د ټولو مسافرو او بار وړونکو وسایطو پر مخ لنډمهاله تړل شوې ده.
هدایت الله هدایت tweet media
PS
0
8
68
1.7K
هدایت الله هدایت
هدایت الله هدایت@Hedayatullahaaa·
انځورونه؛ د پنجشېر د غرونو او رغونو لمنې نن یو ځل بیا په سپينو واورو کې پټې شوې.
هدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet mediaهدایت الله هدایت tweet media
PS
0
14
177
4.7K
هدایت الله هدایت รีทวีตแล้ว
الهدایة خپرندویه اداره
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د جنوب زون د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو پنځه ورځني اصلاحي او رو زنیز سیمینار کې ګډون او ویناوې وکړې! عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو لپاره په جوړ شوي پنځه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رئیس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رئیسانو او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وې وکړې. سیمېنار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمېنار ګډونوالو ته مهمې توصیې، لازمې سپارښتنې او وینا وکړه. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، حج د الله تعالی یو عظیمه فریضه ده، ستاسو لپاره دوه اجرونه دي، یو مو خپل حج دی او بل مو د حاجیانو خدمت دی، د حج څخه مقصود د نفس اصلاح ده او د نفس د اصلاح لپاره حج فرض شوی دی، حج د الله تعالی لوی رحم دی او لویه مرتبه ده چې الله پاک یې کوم چاته توفیق ور کړي، د حج وروسته په حاجي کې تواضع او عاجزي پیدا کیدل د حج مبرور نښه ده. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، ډیر کوښښ وکړئ چې ښه کردار ادا کړئ او ښه خدمت وکړئ، په غفلت کې وخت درباندې تیر نه شي، نیتونه اصلاح کړئ، پر تاسو یو لوی امتحان دی، ځانونه خادمان فرض کړئ، تاسو اوس د خادمانو په حیث مشخص شوي یاست، نو ښه په اخلاص خدمت وکړئ، خلک ستاسي څخه د ډير خدمت توقع لري. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د الله تعالی د دین او شریعت خدمت وکړئ، اوس الله تعالی یو ښه فرصت را وستلی دی او د خدمت زمینه یې راته برابر کړې ده، کوښښ به مو دا وي په هر څه کې چې د الله تعالی څخه کومک وغواړئ په ټولو کارونو کې به مقصود دا وي چې الله تعالی ښه راضي کړو. هغه جناب وویل: د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضا مکلف شوي دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي، اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ، د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضاوو ته چې څه په سیمېنارو کې ویل شوي او کوم اصول چې د ارشاد حج او اوقافو دي، هغه دي په حج کې په صحیح طریقه سره عملي کړي. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، اکثره خلک د حج سره نابلده وي، تجربه یې نه لري، ناجوړه، عاجزه او سپینږیري خلک پکې وي، نو تاسو به د دوی په ټولو برخو کې مراقبت کوئ، تر څو د حج مناسک په ښه طریقه ادا کړي، په فضائلو یې پوه کړئ د مکروهاتو او مفاسدو څخه یې وساتئ، تاسو د دوی لارښوونکي او رهنمایان یاست نو کوښښ وکړئ چې ښه رهنمایي وکړئ، او حاجیانو ته دا پیغام ورسوئ، چې حاجي صاحبانو کوښښ وکړئ په ښه ډول د ټولو فرائضو، واجباتو، سننو، مستحباتو او ادابو سره حج ادا کړئ، د الله تعالی عبادت او ذکر ته متوجه شئ. جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: لويي مه کوئ، تواضع اختیار کړئ، خدمت د تواضع نښه ده، د مسلمانانو خدمت یو سعادت دی، کوم خدمت چې درته وسپارل شو، نو په ښه طریقه یې سرته ورسوئ، کوښښ وکړئ د خلکو ‌ذهني اصلاح وکړئ، په شرعي احکامو یې پوه کړئ، دا خلک اوس ستاسو په لاس کې دي، حاجیان ټول ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، دا حاجیان مو تاسو ته د امانت په حیث در کړي دي، نو په ښه طریقه سره یې خدمت او پالنه وکړئ، په خپلو منځو کې دوامداره مذاکرې او نصیحتونه سره کوئ. په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او یو به. مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسید. ۱۴۴۷/شوال/۱۹
الهدایة خپرندویه اداره tweet mediaالهدایة خپرندویه اداره tweet media
PS
0
3
18
1.5K