ทวีตที่ปักหมุด

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت محترم وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو بحث وشو.
د چین سفیر د ارومچي د خبرو اترو په اړه د خپل هېواد دریځ او د راتلونکي لپاره چمتووالی شریک کړ او د افغانستان له رغنده دریځ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. همداراز یې د دې بهیر د دوام هیله څرګنده کړه.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار وکړ چې د افغانستان تر امنیت وروسته، د سیمې امنیت ورته ځانګړی اهمیت لري او د حل لپاره د خبرو اترو لاره تر ټولو غوره بولي. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت دریځ د زغم، متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ ولاړ دی، خو د هر ډول تېري په وړاندې د هېواد دفاع یې مشروع حق او ملي مسؤلیت دی.
په دې ناسته کې دواړو لورو په دوهاړخیز تفاهم، سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا او د باور جوړونې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
#ملي_دفاع_وزارت

PS















