
هغه سندونه چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي ښيي، چې د طالبانو مشر ملاهبتالله اخوندزاده په دولتي چوکاټ کې د «ملي» کلیمې پر کارولو بندیز لګولی دی. د دغه حکم پر بنسټ، د یو شمېر امارتي ادارو له نومونو څخه د ملي کلمه لرې شوې او پر ځای یې د «عمومي» کلمه کارول کېږي. د طالبانو د رسمي مکتوب لهمخې، چې یوه اوونۍ وړاندې لیکل شوي، د ملاهبت الله د حکم په اساس د احصایې او معلوماتو ملي اداره له دې وروسته د «احصایې او معلوماتو عمومي اداره» او د ازموینو ملي اداره د «ازموینو عمومي اداره» په نوم نومول شوې دي. په دغو مکتوبونو کې له دولتي ټلوېزیون څخه، چې تر اوسه یې نوم ملي ټلوېزیون دی، غوښتل شوي چې دغه حکم ټولو ادارو ته ابلاغ کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې په ملي ټلوېزیون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملاهبت الله هڅه کوي د دغه ټلوېزیون نوم هم د «شریعت غږ» په نوم بدل کړي. د دوی په وینا، طالبانو دمګړۍ ټولې ملي راډیوګانې په شریعت غږ نومولې دي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د قول اردوګانو په ګډون د یو شمېر ادارو نومونه عربي ته اړولي دي. د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله اوسمهال د «پولیسو» نوم هم په «شرطه» بدلوي چې یوه عربي کلمه ده. afintl.com/pa/202605027852















