ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·8hده ثبت شوې، همدا راز يې له خبريالانو د عامه پوهاوي پراختيا له امله مننه وکړه. د کمپاين د پرانيستې پر مهال د پوليو د بيړني مرکز مشر ډاکتر نجيب کاموال، د ختيځ زون د کتلوي معافيت آمر ډاکتر حکم خان ګلابزي، د يونيسف او نورو ادارو مسوولينو هم حضور درلود. ننګرهار رسنيو دفترแปล PS00066
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·8hد عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف په وینا، دغه کمپاین جلالاباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې ورسره به د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د وېټامین «A» درمل هم ورکړل شي. د WHO مسوولينو وويل، چې تېرو اوو میاشتو کې ننګرهار کې د پوليو مثبت پېښه نهแปล PS10080
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·8hد ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د ختیځ زون په کچه د پولیو واکسين څلور ورځنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به يې په ننګرهار کې نږدې ۹۰۰ زره او په ټول ختیځ زون کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.แปล PS105197
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد معلوماتو له مخې، په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري مهارتونو د پياوړتيا اړوند موضوعات وړاندې شول، چې د چارو اغېزمنتيا، همغږۍ او مسلکي ظرفيت لوړولو پر اهميت ټينګار وشو.แปล PS000112
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دفتر له لوري د روداتو ولسوالۍ ۴۱ کار کوونکو ته د مسوولیت پېژندنې، پلان جوړونې او راپور ليکنې په برخه کې ورکشاپ ورکړل شو.แปล PS106279
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد زندانونو چارو د سمون رئيس مولوي سهيل سعيد وايي، دا ډول ورزشي پروګرامونه د زندانيانو پر روحي حالت مثبت اغېز لري او د هغوی د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون لپاره به نور پروګرامونه هم پلي کړي.แปล PS000107
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد معلوماتو له مخې، په دې سياليو کې د جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسواليو ترڅنګ د هېواد د ۱۰ ولايتونو ټيمونه هم ګډون لري او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.แปล PS100131
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·12hد #ننګرهار د زندانونو چارو د سمون رياست له لوري د «ردالظلم» تر سرليک لاندې د واليبال ټورنمنټ پيل شو، چې موخه يې د زندانيانو سالمه بوختيا، ذهني سکون او د اصلاح او روزنې بهير پياوړتيا ده.แปล PS1021930
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·13hپه ورته مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست مسوولينو له لوري د کور او ښار جوړولو رياست د ۱۸ کار کوونکو د ارزونې له پروسې څارنه وشوه. ننګرهار کې هره ورځ د هغو کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه کيږي چې د ګمارنې او فعالیت کال يې بشپړ شوی وي.แปล PS00074
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·13hد يادو کار کوونکو کاري لايحې او کلني پلان ته په کتلو د دوی فعاليتونه او لاسته راوړنې مثبت ارزيابې شوې او د چارو لا ښه والي په موخه ور سره د ولایت مقام لارښوونې شريکې شوې.แปล PS100110
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·13hد ننګرهار ولایت مقام د کار کوونکو چارو ریاست مسوولينو له لوري د کرنې ۳۸ او د ښار جوړونې ۳ کار کوونکو د کړنو او اجرااتو ارزونه وشوه.แปล PS105202
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hهغه دغه راز د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کانونو ساتنې او خونديتوب په موخه خپلې هڅې جاري وساتي او په دې برخه کې اصولو سره سم اجراات تر سره کړي.แปล PS000118
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hهمدا راز په تېرو پرېکړو، حل شويو ستونزو او په راتلونکې کې په نورو پلانونو هم بحث تر سره او نظرونه شريک شول. د ولایت مرستيال مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانونو په برخه کې سپارل شوي مسووليتونه پر وخت تر سره او کمېټې سره يې راپور شريک کړي.แปล PS100133
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hد ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري په مشرۍ د کانونو ساتنې کمېټې ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې د کانونو په خونديتوب، د نيمګړتياو مخنيوي، شفافيت او د کړنلارې له مخې په فعاليت خبرې وشوې.แปล PS116300
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hدغه پروژه چې د OLH مؤسسې له لوري د ګلاهي او هزارناو لېسو کې عملي کيږي موخه يې د زده کوونکو لپاره د برېښنا اسانتيا برابرول او د پوهنې پياوړتيا ده.แปล PS00064
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·14hد ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د شينوارو او مومندرې ولسواليو په دوو لېسو کې د لمريزې برېښنا د سيستمونو د نصب پروژه پوهنې رياست ته ور وپېژندله.แปล PS117212
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·15hد معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان ورکړل شول او له دې وړاندې ورته د چرګانو د ساتنې اړين توکي هم برابر شوي وو، چې موخه يې د مالدارۍ پراختيا، د عايد زياتوالی او د خوړو خوندیتوب دی.แปล PS00080
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·15hد ننګرهار کرنې رياست تر چتر لاندې، ستاسو غږ مؤسسې له لوري په کوزکنړ ولسوالۍ کې ۴۷ راستنو شويو، معلوليت لرونکو او بې سرپرسته مېرمنو ته د کورني اقتصاد پياوړتيا په موخه د هګيو چرګان ووېشل شول.แปล PS104293
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·15hمحصلين د دې رياست د بېلابېلو مسلکي څانګو په چارو کې عملاً برخه اخلي، د پروژو د تطبیق بهیر څاري او له اداري میتودونو سره بلدتیا مومي، چې دا کړنې د هغوی د ظرفیت لوړونې او راتلونکو کاري فرصتونو په زیاتوالي کې مهم رول لري.แปล PS00086
ننګرهار رسنيو دفتر@nmic8·15hد ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د پوهنتونونو يو شمېر محصلينو ته د عملي زده کړو زمینه برابره شوې، څو د نظري زده کړو تر څنګ مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي.แปล PS105242