Dr.Abdul Aziz 🩺
26.5K posts

Dr.Abdul Aziz 🩺
@A_ZW786
Human Rights Activist/Doctor



د پکتیکا ولایت د یحیاخېلو ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو په یوه ګډه پرېکړه کې هوکړه کړې چې په دغه ولسوالۍ کې به له دې وروسته د پیغلې نجلۍ ولور ۳۰۰,۰۰۰ (درې لکه) او په بن د ورکړې ولور ۵۰۰,۰۰۰ (پنځه لکه) افغانۍ ووسي. په هغه سند کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لسګونه قومي مشرانو په خپلو لاسلیکونو او د ګوتو په نښو تایید کړې چې له دې پرېکړې سرغړونکي به نه یواځې د قوم له ملامتۍ سره مخ شي، بلکې قانوني چلند به هم ورسره وشي. دا لومړی ځل نه دی چې په لیرې پرتو ولایتونو لکه پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني کې د ولور د کچې راکمولو پرېکړې کېږي. له دې وړاندې هم په ځینو نورو ولسوالیو کې ان د ولور کچه له دوه لکو تر درې لکو افغانیو پورې هم ټاکل شوې وه. د دې پرېکړو اصلي موخه د ځوانانو پر وړاندې د واده د خنډونو له منځه وړل او د ناوړه دودونو مخنیوی ښودل شوی دی. په ډېری مواردو کې خلک په لیکلي سند یا "نکاح خط" کې هماغه ټاکل شوې اندازه (مثلاً درې لکه) لیکي، خو په حقیقت کې تر شا له خسرګنۍ سره پر ډېرو لوړو پيسو (ان تر ۱۵ لکو پورې) هوکړه کوي. د قومي فشار له وېرې، ډېری کورنۍ پاتې پیسې په پټه اخلي چې دا چاره د قومي پرېکړو اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راولي. قومي مشران وایي چې دوی به له حکومتي مسوولینو سره په همغږۍ هڅه وکړي چې د دغې پرېکړې کلکه څارنه وکړي، ترڅو ځوانان وکولی شي په کم لګښت خپل ګډ ژوند پیل کړي. #ABN | #Paktika | #YahyaKhel | #Walwar | #DowryReduction | #AfghanCulture | #TribalDecision | #YouthIssues | #SocialReform | #AfghanistanNews





څېړنېزې پوښتنې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې تېر جمهوري حکومت څخه کلیدي پوښتنې: د افغانستان او پاکستان تر منځ فرضي سرحدي کرښې اوږدوالی په بېلابېلو سرچینو کې د ۲۶۱۱ نه تر ۲۶۴۰ کیلومتره پورې یادونه کېږي. فرضا که دا څېړنه د علمي کره والي لپاره ۲۶۱۱ کیلومتره حساب کړو، نو په دې حساب ۲ ملیونه شپږ سوه یولس زره متره کېږي. د ریاضي په حساب سره د دې فرضي کرښې عمقي بدلون په لاندې ډول دی: که په ټوله کرښه کې پاکستان یو متر مخکې راځي نو پاکستان ۲٫۶۱۱ کیلومتره مربع ځمکه کې مخکې راځي او د افغانستان خاوره به اشغال کوي. که فرض کړو چې د همدې کرښې په اوږدو کې پاکستان دوه متره مخکې راځي نو دا هېواد به ۵٫۲۲۲ کیلومتره مربع افغان خاوره اشغالوي. په همدې اساس که درې متره مخکته راځي نو پاکستان به ۷٫۸۳۳ کیلومتره مربع خاوره نیولي وي. اوس بنسټیزې پوښتنې دادي: 1.ستاسو د حکومت په دوره کې اغزن تاز د کوم کمېسیون له خوا ټاکل شوی او لګول شوی و؟ 2.د دې کمېسیون غړي څوک وو؟ د هغوی نومونه او دندې څه وې؟ 3.د اغزن تار تېرولو کې پر کوې نقشې پرېکړه شوې وه؟ ایا دا نقشه د دواړو هېوادونو ګډه وه که یو اړخیزه نقشه وه؟ 4.مسلکي او کارپوه افغانانو په دې بهیر کې څه رول درلود او ایا هغوی د حق ویلو او نظر ورکولو صلاحیت درلود؟ 5.ولې په څو سیمو کې اغزن تار داسې تېر شو چې کلیوالې، زرغونې ځمکې او حیاتي سرچېنې یې شاته پاتې شوې؟ 6.د دې حساسو ځایونو د ټاکلو لپاره وروستی مسولیت د چا په غاړه و؟ 7.دا پرېکړه ولې له ملت اودقانوني ادارو پرته ترسره شوې، ولې پټه پاتې ده؟ 8.د تېر جمهوریت ډله باید هرو مرو دغو جدي او ملي پوښتنو ته په روڼتیا او په کره ډول ځواب ورکړي ځکه دا یوه ملي، حقوقي او د خاوري مسله ده.




بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ














