Fazel Fazly فضل فضلي

17.3K posts

Fazel Fazly فضل فضلي banner
Fazel Fazly فضل فضلي

Fazel Fazly فضل فضلي

@FFazly

Specialist in Family Medicine at Region Stockholm, former DG Administrative Office of President Ashraf Ghani, Islamic Republic of Afghanistan

Afghanistan Katılım Temmuz 2009
373 Takip Edilen182.6K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Fazel Fazly فضل فضلي
ایا موږ ټول د امریکا په وسیله د جمهوریت د سقوط شاهدان نه وو؟ ایا امریکا سره د BSA او SPA په څېر د هوکړه‌لیکونو تجربه مو هېره کړه چې په ظاهره کې نړېوال او قانوني قرادادونه وو، خو په عمل کې بې‌ اعتباره او غولوونکي ثابت شول؟ موږ له دې ټولو ترخو تجربو سره سره، هیڅ ټکان و نه خوړ او درس وانه‌خیست؟ چې نن بیا د بګرام د اډې په اړه د امریکا د ولسمشر او څو امریکايي مامورینو څرګندونې جدي نیسو او بدرګه کوو یې؟!
PS
2
39
433
45.3K
Fazel Fazly فضل فضلي
ټرمپ وایي چې ایران به داسې بمبارۍ کړي چې ډبرپېر «عصر حجر» ته یې ور وګرځوي یعنې له خاورو سره به یې خاورې کړي. د جګړې په پیل کې یې ویلي و چې د ایران د خلکو مرستې ته ور روان دی، خو ټرمپ اوس خپل اصلي هدف روښانه کړ چې د جګړې اساسي هدف یې څه شی دی؟ نور هېوادونه په کنډوالو بدل کړه، خلک یې وحشي معرفي کړه، او بیا یې منابع تر واک لاندې راوله. دا د «آزادې نړۍ» د مشر ژبه ده. له دې ژبې دوه درسه اخېستل کېدای شي، اول دا چې په نړۍ حاکم نظم او حتا تش په نوم نړیوال اخلاقي قواعد نور نشته او دویم درس دا چې د پردیو په زور خپل هېواد ته د جګړې راوړولو پایله، بدبختي او بې‌عزتي ده.
PS
60
63
443
22.1K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Abd. Sayed ترمذی سادات
A Taliban delegation currently in China for negotiations with Pakistan is reportedly composed of relatively junior officials, a composition that may signal limited optimism on the Taliban’s part regarding the prospects of these talks at this preliminary stage. This apparent lack of confidence is particularly significant when considered in light of the Taliban’s earlier accusations that the Pakistani delegation displayed a lack of seriousness during the previous round of negotiations held in Istanbul in November 2025.
English
2
12
80
7.4K
Fazel Fazly فضل فضلي
صفیه وایي چې غواړي خپلې زده کړې بشپړې کړي او فضانورده شي؛ خو بیا په ژوره ناهیلۍ زیاتوي چې له شپږم ټولګي وروسته نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. دا د ولس رښتینی غږ، هیله او د پرمختګپال تفکر منعکس کوونکې ده. د دې غږ پر وړاندې هغه کسان ولاړ دي چې د تورې دورې د تفکر او ناپوهۍ استازیتوب کوي؛ داسې کسان چې هېڅکله به د پوهنې له کاروان سره په یوه لاره ولاړ نه شي. له دوی سره د پوهنې د حق او اړتیا په اړه استدلال او د قناعت هڅه کول، په بشپړه توګه د وخت ضایع کول دي. د صفیې او د میلیونونو نورو افغان نجونو د هیلو پر وړاندې د جهالت دا بندیزونه د ولس لپاره د وجدان یوه لویه ازموینه ده. د تاریخ په اوږدو کې مبارزو افغانانو هېڅکله د سوکاله او انساني ټولنې لپاره خپله مبارزه نه ده پرې ایښې. دوی مات شوي، وژل شوي او شکنجه شوي، خو بیا هم راپورته شوي او د خپلو ارمانونو لپاره یې مبارزې ته دوام ورکړی دی. د دې سپېڅلې مبارزې بریا ته رسول اوس زموږ او راتلونکو نسلونو پر اوږو یو دروند مسئولیت دی. موږ باید نه یوازې ماتې و نه منو، بلکې په معقوله بڼه، ستراتېژیک تفکر او پوره حوصلې سره دا مبارزه پر مخ یوسو. ځکه دا د افغانانو خپله مبارزه ده، او باید افغانان یې پخپله د بریا تر منزل پورې ورسوي.
BBC Pashto@bbcpashto

دولس کلنه صفیه غواړي ستورمزلې شي خو له خپلې ځانګړې وړتیا او استعداد سره سره به افغانستان کې دې موخې ته ورسېږي؟

PS
1
17
103
5.4K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Kabul Podcast
Kabul Podcast@KabulPodcast·
🎙️ د کابل پادکست ځانګړی بحث! موضوع: د جمهوریت سقوط، د امریکا رول، پنځم ستون، د طالبانو–پاکستان اړیکې او پر افغان خاوره د پاکستان تېری! د بحث محورونه: - د جمهوریت د سقوط اصلي عوامل - د امریکا رول او پنځم ستون - د افغانستان او پاکستان تاریخي شخړه - د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ او پر افغان خاوره د پاکستان تېری - جمهوري جریان او حل لارې میلمه: ډاکټر فضل محمود فضلي (د چارو ادارې پخوانی مشر) نیټه: د یکشنبې ورځ د مارچ ۲۹مه وختونه: مرکزي اروپا: ۴:۳۰ بجې مازدیګر کابل: ۷:۰۰ بجې ماښام پیښور: ۶:۳۰ بجې ماښام واشنګټن: ۱۱:۳۰ بجې غرمه تاسو هم کولای شئ چې په بحث کې ګډون وکړئ او خپلې پوښتنې او نظریات مطرح کړی. x.com/i/spaces/1oxwb…
PS
3
10
25
3.5K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Khushal Khalil
Khushal Khalil@Khalil_khushal·
طالب جانه! دامریکا په خوښه د پاکستان لخوا د کابل د بمبارولو یو هدف همدا و چې د طالبانو منځ کې دا ذهنیت جوړ کړي چې له یو نړیوال قدرت سره له دفاعي تړون پرته دوام نشي کولی. تاسې له امریکا پرته بل انتخاب نلری، د بندیانو په نامه د امریکايي استازو د تګ راتګ اجنډا په همدې موضوع راڅرخي
Ahmad Taqi@Ahmadza94437642

موږ د يو زورور سره دفاعي معاهدې ته ضرورت لرو! ځکه پوره پوځي وسائل په واک راوستل کافي علم، وخت او اقتصاد ته اړتيا نبي صلعم تر هجرت وروسته په مدينه منوره کي د يهودو همدغه سي تړون کړی ؤ، فقهاء کرامو ددليل په ډول ګرځولی. نور نو مسئولين پوهيږي چي دچا سره تړون اسانه پریوزي. @Muehsan12

PS
2
3
12
4.3K
Fazel Fazly فضل فضلي
د خلکو د فریب لپاره دا استدلال کېږي چې ګواکې دوی له هر ډول سیاسي «نوښت» څخه هرکلی کوي! خو د طالب سره د دښمنۍ په نوم د «هر نوښت» ملاتړ څه معنا لري؟ له پاکستان او یا بل هر هېواد سره د افغانستان په سر د افرادو او کوچنیو ډلو خبرې اترې، په اصل کې د بادار او مزدور اړیکه منعکسوي، او له پاکستان سره خو دا کار هېڅ د توجیه وړ نه دی. دا سیاسي نه، بلکې تجارتي او استخباراتي ګام دی. د پنډۍ او استعماري ادرسونو له لارې هر ډول «نوښت» او حرکت مردود دی. له طالب سره زموږ مخالفت باید یوازې د ولسي، سوچه افغاني او خپلواک ګوندي نوښت له لارې مطرح شي، او بس.
PS
0
35
202
15.6K
Fazel Fazly فضل فضلي
نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وري درېیمه، د نوي تعلیمي کال د پیل الهام‌بښونکې ورځ، هغه زرینه شېبه چې باید د ښوونځي ژوندی زنګ افغان اولاد ته د روښانه او هیله‌من راتلونکي زېرى شي، او نجونې او هلکان د لوړو هیلو او پوهنې سره په پوره لېوالتیا خپلو ټولګیو ته ستنې شي. خو له بده مرغه، دا پنځم کال دی چې د افغانې نجلۍ د فکر او زده کړې دښمنه کړۍ دغه رڼا په تیارو بدله کړې، هیلې یې خاورې کړي او راتلونکی یې یرغمل نیولی دی. تاریخ به دا توره دوره هېره نه کړي؛ دا به د ظلم، جفا او خیانت داغ په توګه زموږ د ټولنیز او سیاسي وجدان په حافظه کې د تل لپاره پاتې وي. خو باور لرو چې هره تیاره پای لري. د پوهنې رڼا نه شي بندېدای. افغانان به د فکري آزادۍ او زده کړې لپاره خپله مبارزه تر بریا پورې روانه ساتي. بېشکه چې بریا د پوهنې او آزاد فکر د لښکر په نصیب ده!
Fazel Fazly فضل فضلي tweet media
PS
0
27
162
6.2K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
د پسرلي له پېل سره سم روانه اونۍ د هېواد په سړو سېمو کې نوی تعلیمي کال پیلېږي. زرغون پسرلی او تعلیم دواړه انسانانو ته د ښه او نېکمرغه راتلونکي زېری ورکوي، خو افغانې نجونې هم د خدای ورکړي طبېعت له احساسولو او هم د تعلیم د انساني حق نه محرومې کړای شوې دي. دوی افغانستان سره د استعمار د زړې دښمنۍ قرباني دي او د هغوی د ناانساني سیاستونو له امله له زده کړو محرومې دي. د ښځو او نجونو پر وړاندې د کار، ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندېدل او هغوی ټولنه کې له هر راز ګډون څخه بې برخې کول کومه تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تاریخ تکرار او یو تاریخي ظلم دی. دا د یوه ملت د راپورته کېدو او سیال کېدو پر وړاندې د خنډ جوړولو یوه زړه او تکراري استعماري پروژه ده چې په پوره بې رحمۍ او قساوت د حاکمې نیابتي ډلې په وسیله پلې کېږي. د افغانانو پر خلاف د استعمار د دښمنۍ دا تاکتیک نه یوازې نوی نه دی، بلکې دا ځل تر پخوا ډېر منافقانه او بربنډ هم دی. پنځه سوه کاله وړاندې چې کله د روښانیانو د مبارزې په هسته کې افغانې باسواده، ملي‌پالې او مختګ‌پالې مېرمنې لکه میرمن شمسو، میرمن الایي او میرمن بسۍ سر را پورته کړ، کټ مټ د نن په څېر د وخت د مغولي زبرځواک لخوا تر برید لاندې راغلې. مغولي استعماري ځواک د دوی د بدنامۍ لپاره اخوند دروېزه وګوماره. اخوند د ننني ملا په څېر دا مبارزې مېرمنې د بې‌دینۍ په دروغجنو تبلیغاتو تورنې کړې. پر دې سربېره یې بایزید روښان، چې د افغانو مېرمنو د زدکړو او د ټولنیزې ونډې لپاره یې خپله مبارزه له خپلې کورنۍ پیل کړې وه، هم د تورونو لاندې ونیو. اخوند درویزه بایزید روښان ته د “پیر روښان” پر ځای د “پیر تاریک” لقب ورکړ او د هغه پر خلاف یې د کفر فتوا ورکړه تر څو مغولي استعمار پر افغانانو خپل جبر ته دوام ورکړي او د دوې له مختګ‌پالې مبارزې ځان خوندي وساتي. خو تراژیدي دا ده چې پنځه پېړۍ وروسته نن یو ځل بیا افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د مترقي انساني او افغاني فکر پر خلاف هماغه د اخوند درویزه تاریخ کټ مټ د دې عصر د نوی استعمار پر مټ تکرارېږي. نن نومونه بدل دي، خو پروژه هماغه زړه پروژه ده. په ورته وخت کې دا خبره د لمر په څېر نوره روښانه ده چې د افغانو نجونو پر زدکړو بندیز نه زموږ د ټولنې له عقایدو سرچینه اخلي او نه هم زموږ له دودونو؛ بلکې دا یوازې د واکمنې نیابتي ډلې بهانې دي چې د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره یې زموږ د نسلونو تباهۍ ته کار ویلی دی. خو که یوخوا له پېړیو راهیسې استعمار تل د اخوند پر مټ د هر پرمختګپال خوځښت مخه نیولې، په هر دور کې مبارزو افغانانو د سوکاله او انساني ټولنې لپاره خپله مبارزه نده پرې ایښې. دوی مات شوي، وژل شوي، او شکنجه شوي، خو بیا بیا راپورته شوي او د خپل ارمان لپاره یې مبارزه کړې. بریا ته د دغې سپېڅلې مبارزې رسول اوس موږ او راتلونکو نسلونو باندې یو پور پاتې دی. دا اوس په موږ پورې ده چې ماتې ونه منو او په معقوله بڼه، ستراتېژیک تفکر او پوره حوصله‌مندۍ سره مخته دا مبارزه پرمخ بوځو. ځکه دا د افغانانو خپله مبارزه ده، او باید چې خپله افغانان یې د کامیابۍ منزل ته ورسوي. په دې لار کې بهرنۍ فیشني پروژې نه یوازې له دې مبارزې سره مرسته نشي کولای بلکې د مبارزې نوم بدوي او ځنډوي. انځورګر: حمدالله ارباب
Fazel Fazly فضل فضلي tweet media
PS
0
23
113
7K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
د “ښې ورځې روانې دي” د شعار بدرګه کوونکو ته! که د تېرو څلورو کلونو سراسري اختناق او سیستماتیک «فکري نسل‌وژنه» لا هم تاسو سره طالب‌پېژندنه کې مرسته نه وي کړې، نو له کابله د نن ورځې خپرې شوې ویناوې به تاسو ته کافي او شافي وي!
PS
2
10
95
13.7K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
حاکمه ډله خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او فکري کنټرول ولاړه ساتي؛ د دوی افراطي دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې دښمني رامنځته کړې؛ دوی به هیڅکله د ناپوهۍ وسله پر ځمکه کېنږدي؛ پر کومې چې دوی واک چلوي. ښایي د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي راتلونکي ته خوشباوره اوسي او د «امر ثاني» تخیلي ژمنې اورېدو ته د پنځو کلونو په تېریدو سره سره اوس هم زړه ښه کړي، خو دوی نور هیڅ نشي کولی ځکه دا خوشباوره طالب مامورین نه د تصمیم نیولو واک لري او نه هم د تصمیم نیوونکو په کړۍ کې شامل دي.
PS
1
12
116
12K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
د افغان وطن نوروز شاعر: عبدالغفور لېوال کمپوز: رامشګر غږ: جاوید امیرخېل د ملي تلویزیون تولید ځای: جلال‌آباد، شیشم باغ، د فخر افغان خان عبدالغفار خان مقبره
PS
0
61
406
28.3K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیلېدل او د ملي وجدان ازموینه راتلونکې اونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي. په عادي شرایطو کې دا باید د خوښۍ، هیلو او راتلونکې د جوړېدو موسم وای؛ خو اوس په داسې حال کې پیلېږي چې د افغانستان شاوخوا شل میلیونه نجونې او مېرمنې لا هم له زده کړو او کار څخه محرومې دي. دا محرومیت یوازې یو اداري بندیز نه دی، بلکې د یوې ټولنې پر فکري راتلونکې د اوږدمهاله ضربې په معنا دی. د افغان نجونو او مېرمنو دا دوامداره محرومول فکري نسل‌وژنه ده، هغه نسل‌وژنه چې اوس پنځم کال ته داخله شوې ده. حاکمه ډله ښايي د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل خپله بریا او ویاړ وبولي، خو د ټولنې او د غیرطالب سیاسي او فکري جریانونو لپاره دا د ژورې ناکامۍ څرګنده نښه ده. یوه ټولنه چې نیم نفوس یې له پوهې، کار او ټولنیز مشارکته بې‌برخې شي، نه یوازې خپل راتلونکی کمزوری کوي، بلکې د ملي دفاع او ملي اجماع بنسټونه هم زیانمنوي. په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي تمامیت تېرۍ نوې خبره نه ده. دا د اوږدې تاریخي سلسلې برخه ده، له سیاسي مداخلو او نیابتي جګړو نیولې تر هغې پورې چې مجاهدین او طالبان یې وزیږول، هم د پاکستان نفوذ او لاس‌وهنه وه. نن چې د پاکستان د مستقیمو بمباریو وحشیانه څپه روانه ده، دا هم د هماغه اوږدې لړۍ دوام دی. طبیعي ده چې د دې ډول تیریو څپې به وخت پر وخت تکرارېږي. خو د دې څپو د مخنیوي یوازینۍ لار ملي دفاع ده، او ملي دفاع یوازې د وسلو په زور نه رامنځته کېږي؛ بلکې د ولسي اجماع، کورني مشروعیت او د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون رامنځته کېږي. هغه هېواد چې دننه مشروعیت او ملي یووالی ونه لري، له بهرنیو شخړو څخه بریالی نه شي راوتلی. له همدې امله د پاکستان سره د شخړې تر سیوري لاندې یو اساسي حقیقت باید هېر نه کړو: موږ نه شو کولای د بهرني ګواښ پر وړاندې د ملي دفاع ادعا وکړو، خو په ورته وخت کې د خپلو لوڼو او خویندو پر وړاندې روانه فکري نسل‌وژنه له پامه وغورځوو. د یوې ټولنې نیمایي برخه چې له زده کړو او کاره بې‌برخې وي، هغه ټولنه نه شي کولای پیاوړې ملي اجماع او اغېزمنه دفاعي اراده رامنځته کړي.
PS
0
26
176
18.5K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Fazel Fazly فضل فضلي
پاکستان د افغانانو له کوم ظرفیت او ځواک څخه ډار لري؟ پاکستان ښه پوهېږي چې د افغانستان خپلواک هوايي ځواک، ځمکنی ځواک او استخبارات څلور دېرش کاله وړاندې د پاکستان او امریکې د جهادي ډلو پوسیله له منځه تللي دي، او د پاکستان د فزیکي زور پر وړاندې د افغانستان نظامي قوت د پرتلې وړ نه دی. نو پوښتنه دا ده چې افغانانو څخه د پاکستان اصلي وېره له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ حقیقت دا دی چې پاکستان د افغاني روایت څخه ډار لري. هغه روایت چې د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل څخه بل نسل ته د پاکستان د استعماري سیاستونو پر وړاندې انتقال شوی او ولس کې ژورې ریښې لري. پاکستان له دې هم وېره لري چې افغان ولس دې پایلې ته رسېدلی چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د مذهبي افراطیت له منافقانه ابزارو څخه په استفادې، پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی. د همدې ژور افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره، موږ ولیدل چې د پاکستان پوځ ځینې “ځانګړې حلقې” د مجاهدینو د مشرانو غږونه د تل لپاره چوپ کړل. همدارنګه، د نورو “ځانګړو حلقو” تر مدیریت لاندی د طالبانو د لومړۍ ردې د مشرانو غږونه هم لکه خپلو اسلافو بند شوي دي. په دې توګه د طالبانو د ټیټ پوړو ځوانانو هغه احساسات له جدي ګواښ سره مخ دي چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر ضد راپاریدلي او د خپلو مشرانو له پټو اړیکو ناخبره دي. پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران، انجوبازان او «مدني فعالان» اسلام‌آباد ته په پر له پسې توګه راوغواړي، څو د پاکستان پر ضد افغاني روایت چوپ کړي. د تش په نامه “ملي مقاومت جبهې” وروستۍ اعلامیه به تاسو لوستې وي چې د کابل د غمیزې په اړه خپره شوی خو د پاکستان نوم پکې نشته. همدارنګه د طالبانو د لومړۍ ردې مشرانو ته هم ویل شوي چې په خپلو صفونو کې راټوکېدلی پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. له کابل او کندهار څخه د تېرو دوو ورځو خپرو شویو ویناوو محتوا د دې ادعا څرګند ثبوت دی. #ملي_ماتم
PS
3
39
238
17.5K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Afrasiab Khattak
Afrasiab Khattak@a_siab·
A must read thread for looking through the colonial smokescreen on war against Afghanistan.
English
0
10
21
1.6K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Majeed Qarar
Majeed Qarar@MajeedQarar·
په امریکا، کاناډا، اروپا او نورې نړۍ کې افغانان د اختر لمنځونو ته ځي. دا لاندې بارکوډ یا د موبایل په سکرین واچوئ، یا یې په یوه کاغذ پرنټ کړئ، د خلکو مخې ته یې ونیسي چې ځای پر ځای یې په موبایل سکېن او لاسلیک کړي. په پیټېشن کې د پاکستان لخوا د ملکي افغانانو د وژنې په مقابل کې د عدالت غوښتنه شوې ده، تر لاسلیکونو را ټولېدلو وروسته دا پیټېشن ملګرو ملتونو، او نړیوالو سازمانونو ته وړاندې کېږي.
Majeed Qarar tweet media
PS
107
70
290
22.1K
Fazel Fazly فضل فضلي retweetledi
Hamdard
Hamdard@HAMDARD_JH·
Petition for National Mourning in Afghanistan: Justice for Pakistani Airstrike Victims! - Please Sign & Share the Petition! په افغانستان کې د ملي ماتم او د پاکستاني هوايي بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنلیک ! - لطفآ غوښتنلیک لاسلیک او شریک کړئ! دادخواهی جهت عزاداری عمومی و عدالت خواهی برای قربانیان حملات هوایی پاکستان در افغانستان ! - لطفاً دادخواست را امضا و به اشتراک بگذارید! c.org/8gfWLKNYMh via @Change
52
155
289
75.6K