Afghanistan crisis deepens as record returns, drought and aid cuts strain economy | UN News
“Millions of families continue struggling to access essentials, including water, food, healthcare, housing, heating and clothing.” news.un.org/en/story/2026/…
موږ فکر کاوه چې دا د اندړو لېونی دی، دا خو بیخي سپی دی او هغه هم لیونی سپی. د غزني له خلکو هیله ده دا لیونی سپی مو در وتړئ. له اندړو ګیله نه ده په کار.
د ځوان رهبر، منظور پښتین د خبرو لنډیز:
۱- د پاکستان تر چتر لاندې پښتانه د ښې او هوسا ورځې خاوندان کېدای نه شي.
۲- د پښتنو په سیمو کې جنګونه د پاکستان نیابتي او مصنوعي جنګونه دي. ت.البان د دې لپاره جوړ کړای شوي دي چې سیمه ناامنه کړي او پاکستاني پوځ ته د سیمې د نیولو او د خلکو د شړلو جواز جوړ کړي.
۳- د جنګونو اصلي موخه د طبعي زېرمو لوټل دي، او په سیمه کې د نړیوالو ترهګریزو پروژو پلي کول دي.
۴- پر ملتونو بده ورځ راتلل یو تصادف نه وي؛ بلکې د اوږدې مودې د بې غوریو پایله وي، همدا راز یې له دغسې بدې ورځې راوتل هم د یوې ورځې کار نه دی او اوږده مبارزه غواړي.
۵- د پي ټي ایم مبارزه د هرې ملي مبارزې په څېر په لنډ وخت کې ننګونې زیاتوي؛ خو له ستونزو د دایمې خلاصون لپاره ملي مزاحمت یوازینۍ لار ده.
۶- د پاکستان ټولې رسنۍ او رسنوال د استعمار په خدمت کې واقع دي.
۷- پاکستان یو تش په نوم ریاست دی او هیڅ ریښه نه لري. کار یې د پښتنو بېوزله کول دي.
۸- په تېرو دوه اونیو کې، پاکستان زمونږ پر ولسونو سلکونه ډرون بمونه غورځولي او بې ګناه ماشومان، ښځې او سړي یې شهیدان کړي دي.
۹- مولانا ادریس د پاکستان پوځ ووژلو.
۱۰- پاکستان د پښتنو د اقتصاد، فرهنګ او پېژندګلوي د له منځه وړلو په هڅه کې دی.
۱۱- د پښتنو په سیمو برښنا، انټرنیټ، تعلیم او نور خدمتونه نه وي؛ خو په همدې سیمو کې د پاکستان پوځي قلعې دي، چې هم پکې برېښنا وي، هم انټرنیټ، هم تعلیم، هم روغتون، هم پارک او هم نور خدمتونه...
۱۲- پنجابیان زمونږ ورونه نه، بلکې زمونږ پر خاوره او خلکو ظلم کوونکي دي.
۱۳- د پاکستان ریاست د مثبت بدلون جوګه نه دی، له دې څخه خلاصون او خپلواکي د ټولو قامونو په خیر ده. نور قامونه د آزادۍ جنګ کوي، پښتنو ناوخته کړې خو یوه ورځ به خپل هدف ته رسېږي.
۱۴- ټولنیزې شبکې او په ځانګړي ډول ټیکټاک افغانان په سمه توګه نه کاروي.
۱۵- نه مونږ یو او نه پاکستان رانه ورک دی، یوه ورځ به سره مخامخېږو. مونږ بې وسه یو؛ خو ناهیلي نه یو او خپل دښمن پېژنو.
۱۶- علي وزیر، حاجي صمد، نور الله ترین او حنیف پښتین د د وطن د آزادۍ په جرم بندیان دي، که سبا وغواړي(چې ایمل ولي غوندې) ژوند وکړ نو هماغه دقیقه به له زندانه راووځي.
۱۷- بلوڅو ته په ځانګړي خطاب کې؛ مونږ له تاسو سره یو، ماهرنګ بلوچ او نور بلوچ زندانیان زمونږ نه دي هېر، زمونږ او ستاسو ملګرتیا تاریخي ده او یوه ورځ به خپل ارمان ته رسېږو.
#PTMZindabad@ImadDawran@ManzoorPashteen@PTM_GlobalWomen@ptm_usa
No one should interfere in Afghanistan’s internal affairs. It is up to the Afghans to effect any change in their country. Leave the Afghans to their own devices; they will find the way out. However, the chaos within Afghanistan may hurt its neighbours, which should be taken care of by the Afghan leaders and their followers. The statement above is a simple expression of best wishes for the Afghans and their future.
له تعلیم پرته راتلونکې؛ د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي سکتور بحران او د انجونو محرومیت!
لیکنه: بختیار خان
📷: AI
د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي سکتور حالت په وروستیو کلونو کې له سختو ننګونو سره مخ شوی دی، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چي کله طالبان بیا واک ته ورسیدل له هماغه وخت راهسته د زده کړو بهیر په بېلابېلو برخو کې کمزوري شوی ده او داسې پالیسيګانې پلي شوې دي چې د ټولنې پر راتلونکې ژور اغېز لري.
تر ټولو ستر زیان د انجونو پر تعلیم وارد شوی دی. انجونې چې پخوا به یې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تګ کاوه د طالبانو په بیا راتګ سره له زده کړو محرومې شوې او په کورونو کې ناستي دي، دا حالت نه یوازې د فردي ودې مخه نیسي بلکې د ټولنې نیمایي قشر له فعاله ونډې بې برخې کوي.
په هغه هیواد کي چي میرمني یی له تعلیم او تحصیل څخه محرومي وي په حقیقت کي د هغه هیواد راتلونکي ډیر تیاره او بدرنګ وی. له بلې خوا د تعلیمي او تحصیلي سکتور د معیار کچه هم ډیره راټیټه شوې ده.
په نصاب کي بدلونونه،د مسلکي استادانو کمښت، او د نړیوالو اړیکو محدودیتونه ددې سبب شوي چې د زده کړو کیفیت له پخوا ډېر را ټیټ شي، داسې اندېښنې شته چې که چیري دا حالت دوام وکړي نو راتلونکې نسلونه به مو له علمي او مسلکي پلوه له نورو هېوادونو ډېر وروسته پاتې وي.
په دې وضعیت کې طالبانو یو لړ ګامونه اخیستي چې ځینې خلک یې مثبت بولئ لکه (د امنیت ټینګښت او د فساد کموالي) خو په مقابل کې د تعلیم په برخه کې محدودیتونه په ځانګړي ډول د انجونو لپاره هغه څه دي چې پراخې نیوکې ورباندې کېږي. یو متوازن او پرمختللی نظام هغه دی چې د ټولنې ټولو غړو ته د زده کړې او بیان ازادي حق ورکړي.
دا یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی بلکي د هر افغان مسؤلیت دی که موږ افغانان ددې حالتو پر وړاندې چپ پاتې شو او د خپلو حقونو غوښتنه ونه کړو نو راتلونکې نسلونه به مو له جدي ستونزو سره مخ شي. تعلیم د هر ملت د پرمختګ بنسټ دی او پرته له هغه نه یو باثباته او پرمختللی افغانستان ناشونی دی.
نو اړینه ده چې افغانان د تعلیم او تحصیل ارزښت درک کړي د خپلو ماشومانو هلکانو او انجونو د زده کړو ملاتړ وکړي او په سولهییزه او معقوله توګه د داسې بدلون غوښتنه وکړي چې د هېواد راتلونکې خوندي کړي.
(که چیري نن اقدام ونشي سبا به ډېر ناوخته وي).