
Imad Dawran
167 posts



"تاریخ پالنه" ښه نه وي؛ خو د تاریخ ځینې پیښې یاد ساتل پکار دي. غواړم په افغانستان کې د دوه ډلو د ایجاد په عواملو د "عزیز هندي" له کتابه وغږېږم چې څنګه رامنځته شوې او تاوان یې څه دی؟
عزیز هندي په خپل کتاب "زوالِ غازي امان الله خان" کې لیکي، چې کله امیر حبیب الله خان د هند له سفر بېرته وګرځېد نو پرمختګپال فکر یې پرېښود، د سراج الاخبار، حبیبیه کالج(لېسه)، مشروطه غوښتونکیو او نورو ټولو مخ پر ودې کارونو ته یې شا کړه او ټول پام یې د ځان او خپلې کورنۍ عیش و عشرت ته ور واوښت. تر دې وروسته د نوموړي د استبدادي رویې له وجې د ملت شتمني په ملت نه تقسیمېده، دا وخت په افغانستان کې غربت او بېکاري اوج ته رسېدلې وه، خلکو د ژوندي پاتې کېدلو لپاره څلور لارې درلودې، اول مسافري او مهاجرت ؤ، دویم ګدایي وه، درېیم رهزني وه او څلورم ملاتوب یا ملاګِرایي وه، په دې څلور واړو کې ملاتوب ځکه غوره ؤ، چې نه پکې د مسافري او بې وطني سختي وه، نه پکې د ګدایۍ خجالت ؤ او نه د رهزنۍ ګواښ؛ بلکې دا په وطن دننه، په سنتي باورونو نیکنامه او آسوده لار وه، چې خلکو به د خیټې مړولو او د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اختیاروله. هغه وخت به چې څوک ت.ا.لب شو نو په یو جومات کې به یې له یو لارښود ملا سره واړول او روزي به یې پر خلکو حواله شوه، مخکې به مذهبي خلکو لنګرونه درلودل او ملایانو به د شتمنو خلکو په ملاتړ خلکو ته ډوډۍ ورکوله؛ خو دا اول ځل ؤ، چې ملایانو له عامو خلکو ډوډۍ غوښتل پېل کړل او د وظیفو(ډوډۍ) ټولولو دود رامنځته شو، زده کوونکي تا.لب.ان به په کورونو ګرځېدل او وظیفه به یې ټولوله. د دې لارې تر ټولو خطرناک اړخ دا ؤ چې دوی لپاره مسوولې دولتي تدریسګاوې نه وې او نه هم داسې کوم نظام ؤ چې د دوی زده کړه معلومه کړي چې دوی ریښتیا درس ویلی او که نه؟ دا چې دوی د لوږې او بېکارۍ له وجې دې لارې ته وردانګلي وو نو اکثرو به یې د درس د زده کولو لېوالتیا نه لرله خو ظاهراً به یې ږېرې اوږدې ساتلې، د افغانانو له عام مروج پټکي مختلف یو ډول خاص پټکی به یې پر سر وو،ږ چې د ملایانو پېژندګلوي به پرې کېدله او د خاص ملایي انداز(بزرګۍ انداز) رویه به یې ساتله؛ خو یوه لویه اندازه خلکو چې ځانونه ورته مېړني افغانان ښکارېدل او د غیرت په جذبه سرشار وو د ډاکې او رهزنۍ لاره خپله کړله. د رهزنو او ډاکوانو د ډلې مشران به اکثر خانان او ملکان وو، کله چې دولت ډېر کمزوری شو نو د دې لپاره چې د دولت او ملت اړیکه بیخي قطع نه شي، همدغه ډاکوان یې په سیمو کې خپل استازي وګمارل او یو ډول خاص مشروعیت یې ورکړ، له دې وروسته به رهزنو د مالیې د پیسو راټولو او په سیمه کې د دولتي شتمنیو او ودانیو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه کې نیمې خپله اخیستې او نیمې به یې دولت ته ورکولې. (د جمهوریت د وخت وکیلان د همدغو رهزنانو ماډرنه بڼه وه)
د وخت په تېرېدو له دې څلورو ډلو یې وروستیو دوو ډلو خپل شناخت او هویت پېدا کړ او په داخل کې یې ځانګړی فرهنګ او نظام رامنځته شو، صف بندي او درجه بندي پکې وشوه، مشر او کشر، پیر او مرید پکې پېدا شول او د رهزنو تر منځ د باج
اخیستلو او باج ورکولو اصول وضع شول.
د امان الله خان په زوال کې لوی لاس هم د همدغو دوو ډلو وو، چې د خیټو د ساتلو لپاره یا ملایان شوي وو او یا رهزن شوي وو او په هند کې یې له میشت انګریزي ځواک سره د ډلو په توګه اړیکې لرلې.
هماغه د لوږې ملایان او رهزنان تر ننه د افغانستان له دښمنانو سره اړیکې پالي او د ملي دولت د جوړولو مانع دي. د دوی د ایجاد عامل فکر نه دی، لوږه ده، که لوږه ختمه کړئ دا ډلې خپله ختمېږي.
@ImadDawran @MajeedQarar @NajeebNangyal @Mhalimfidai

PS
Imad Dawran retweetledi

د ويسا اکاډمي زده کوونکي هایډرولیک ماشین جوړ کړ
احمد د ویسا اکاډمي د اووم الف ټولګي زده کوونکي د خپل لارښود استاد عبدالمالک باور په لارښونه د وزن پورته کولو هایډرولیک ماشین جوړ کړی دی، چې د ۲۰ کیلو وزن پورته کولو قابلیت لري.
#WESAAADEMY #Students #Experiment #Kandahar #AFG
PS

طالبان له هر هغه افغان سره ستونزه لري، چې د وطن د مالکیت احساس ولري او د ښېرازۍ لپاره یې خولې تویوي؛ مگر د دوی له ډلې څخه نه وي.
د مطیع الله ویسا یوازینۍ ګناه دا ده، چې د افغان انسان د سوکالۍ هیله یې لرله او کار یې ورته کاوه.
د دې ستونزې یو دایمي حل پکار دی.
#FreeWesa

PS

@khalid_vardak دېګانان یا دهگانان هغو خلکو ته ویل کېدل چې کوچيتوب به یې نه کاوه او په کلي (ده) کې به پاتې کېدل. دغه خلک به عموماً تاجیکان یا تاجیک میلانه پښتانه وو، چې "دېشین" یا "ده نشین" به وو.
PS

@Sharifakatawazi تاسو عالي ذوق لرئ، تېره ورځ مو د همیم د نظم انتخاب او د ویلو انداز ډېر عالي و
PS

که خپلواک افغانستان غواړئ او له پاکستاني یرغل څخه په تنګ راغلي یاست نو د دې کمپاین ملاتړ وکړئ او له پاکستان سره پریکون وکړئ.
#SanctionPakistan
PS

ربه دا څه حال دی، ته غیبي رحم وکړې! د قدرت لېونیو تږو له کورونو په جګړو و اېستل، یوه مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، اخر څه وکړي، نه خواړه شته، نه نغری او نه غولی. دا ګلالي بې وسه ماشومان له زړه وینې څڅوي
Yogita Limaye@yogital
Gulalai and her children traveled for three days to get to Kabul from Kunduz when it fell to the Taliban on Sunday. 'We were hungry for a week when we came' she said. These are people who had lives of dignity, forced to leave everything behind as violence engulfs #Afghanistan.
PS

One of the leader’s of the Taliban penned this oped in the @nytimes last year. Too bad the killing and maiming has not stopped.

English




