احمد ثاقب
11.1K posts

احمد ثاقب
@SayedSawabShah2
بنده بايد که حد خود داند.
Afghanistan Katılım Nisan 2022
17.5K Takip Edilen38K Takipçiler

@abdulsalamzaeef الحمدلله اسلامي امارت ريښو ته ډیره توجه ورکړې ځکه خو امن دی.
خو د افغانستان د وګړو ناشکري عادت ګرزیدلي.
ښکاري چې دا عادت په بد لیدو دی،
PS

@afbnpashto دا شل کاله مو څه ګلان شیندل خو ټوپک درسره وو درنه يې واخیستو،
PS

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب حکمتیار خبرداری ورکړی، چې په سیاسي ډګر کې د بایلونکي لوري سپکاوی او د هغوی نه زغمل د جګړې د دوام لامل ګرځي.
نوموړی وایي، کله چې موږ خپلو افغان سیالانو ته د ماتې احساس ورکړو او د هغوی عزت او حیثیت په پام کې ونه نیسو، نو هغوی ته له جګړې او ستاسو پر ضد له اقدام پرته بل انتخاب نه پاتې کېږي.
حکمتیار په نورو هېوادونو کې د بېلابېلو مذهبونو او ګوندونو یووالي ته په اشارې سره ویلي، چې هلته د ټولو حقوق خوندي دي او د وطن لپاره په ګډه کار کوي. خو په افغانستان کې برعکس، د حل د لارې موندلو پر ځای یو د بل پر وړاندې ژر ټوپک ته لاس کېږي.
حبیب حکمتیار وايي تر څو چې افغانان یو بل ونه زغمي، سوله او ثبات نه راځي، کله چې یو لوری په بشپړ ډول منزوي شي، هغه د خپلې بقا لپاره هرې ناروا لارې ته لاس اچوي.
#ABN | #HabibHekmatyar | #NationalUnity | #PoliticalTolerance | #AfghanCrisis | #PeaceProcess

PS

@afbnpashto نيشنلیان د مولیانو له ازله دشمنان دي د دوی ویناو ته هیڅ اعتبار نشته.
دوی دې خپله د بیغرتی داعیه مخ ته وړي،
PS

د عوامي نشنل ګوند د ايالتي پارلمان غړی نثارباز وايي، په اسلام آباد ناست حافظ [عاصم منیر] او پر کابل ناست ملا د افغانانو او پښتنو د تباهۍ لپاره یو دي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو او پاکستان د روانې "ډرامې" له امله د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه او افغانان وژل کېږي.
هغه پوښتنه کړې چې څنګه د کابل ملا سره د اسلام آباد د حافظ د ۴۵ کالو یارانه په لنډ وخت کې په دښمنۍ بدله شوې ده؟
#ABN #Afghanistan #Pakistan #KPK #Kunar #Kabul #Islamabad
PS

د اسټرالیا لووي انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان خپلې کاني زېرمې او ملي شتمني په بې ساري ډول له لاسه ورکوي او دا به د هېواد پر راتلونکي ژور او اوږدمهاله اغېز ولري.
راپور کې راغلي چې دا بهیر یوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې د ستراتیژیکو شتمنیو سیستماتیک له لاسه ورکول دي. د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د کانونو سکتور په داسې ډول اداره کېږي چې لنډمهاله عاید ته لومړیتوب ورکوي، خو د هېواد اوږدمهاله ګټې له پامه غورځوي.
د لووي انسټیټیوټ د څېړنې پر بنسټ، طالبان د افغانسان مهم معدني مواد لکه لیتیوم، مس، کوبالت او نادره ځمکني عناصر په خام شکل د لوټو او شګو په بیه صادروي او له همدې امله د ارزښت د تولید مهم پړاوونه له لاسه ورکوي.
د راپور له مخې، چینایي او نور بهرني شرکتونه د کانونو استخراج ته لاسرسی پیدا کوي، خو د پروسس او تصفیې ټول مهم پړاوونه له افغانستانه بهر ترسره کېږي. په دې توګه، افغانستان یوازې د خامو موادو صادروونکی دی.
راپور زیاتوي چې د طالبانو حکومت په تېرو کلونو کې سلګونه د کان کېندنې قراردادونه ورکړي، چې ډېری یې شفاف نه دي او پر ملي ګټو هېڅ تمرکز نه لري.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، افغانستان به د نړۍ د مهمو معدني سرچینو له لرلو سره سره، بیا هم په اقتصادي لحاظ کمزوری او پر نورو هېوادونو متکي پاتې شي.
د لووي انسټیټیوټ په وینا، د کاني شتمنیو ریښتینی ارزښت هغه وخت رامنځته کېږي چې یو هېواد د استخراج تر څنګ د پروسس، تصفیې، بیې ټاکلو او بازار موندنې کنټرول هم ولري. خو افغانستان له دې ټولو مهمو پړاوونو بې برخې پاتې دی.
راپور ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت نه یوازې اقتصادي زیان دی، بلکې د افغانستان د ملي حاکمیت، سیاسي نفوذ او راتلونکي پرمختګ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
#ABN #Afghanistan #MineralWealth #LowyInstitute #China #EconomicPolicy #Taliban

PS

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي عظمت الله عمرزي، چې مور يې په حق رسېدلې وه نن يې خاورو ته د سپارلو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو پر ناسم چلند سخته ګیله کړې ده.
عمرزي په یو دردوونکي پیغام کې ویلي، چې د خلکو د بې ځایه ویډیوګانو او عکسونو له امله یې حتا د خپلې مور وروستی دیدن هم په ارامه زړه ونه کړ.
نوموړي پر هغو کسانو غږ کړی چې د جنازې او قبر تر څنګ ویډیوګانې جوړوي: «مهرباني وکړئ لږ انسانیت او نزاکت وپېژنئ. دا ډېر دردناک حالت دی، باید د احترام او سکون فضا وساتل شي.»
عمرزي زیاته کړې چې د خلکو دا ډول حرکات د غم ځپلو کورنیو زړونه نور هم زخمي کوي.
د عظمت عمرزي دا پیغام په ټولنه کې د یوې نوې او ناوړه پدیدې (د جنازو په مراسمو کې له مشهورو کسانو سره د عکسونو او ویډیوګانو شوق) پر وړاندې یو جدي غبرګون دی، ډېری خلک په دې باور دي چې په داسې سختو شېبو کې د نورو د حریم ساتل د هر مسلمان او انسان اخلاقي مسولیت دی.
#ABN | #AzmatOmarzai | #SocialMediaEthics | #RespectPrivacy | #CricketStar | #Afghanistan

PS

@rtapashto دا ځان خوشحالول او ملت غولول دي
پاکستاني تجارانو دا پریکړه رد کړې
PS








