شهاب لېوال Shahab lewal313

2.6K posts

شهاب لېوال Shahab lewal313 banner
شهاب لېوال Shahab lewal313

شهاب لېوال Shahab lewal313

@Shahablewal313

جهادي لیکوال او دسیاسي چارو شنونکیMember of the Cultural Commission of the Islamic( E )of Afghanistan

Katılım Ocak 2023
1.4K Takip Edilen18.9K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
شهاب لېوال Shahab lewal313
شهاب لېوال Shahab lewal313@Shahablewal313·
جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .
PS
36
27
202
39.7K
Jawad sargar جواد څارګر
وطن یوازې د غرونو، سیندونو او شنو دښتو مجموعه نه ده، بلکې د خلکو د عزت، ازادۍ او هویت نښه ده. د وطن ښکلا هغه وخت بشپړه مانا پیدا کوي چې عدالت، یووالی او رښتینی ملي احساس پکې ژوندی وي. که څه هم طبیعي ښکلا د هېواد ویاړ دی، خو سیاسي ثبات او ښه اداره هغه بنسټونه دي چې دا ښکلا ساتي او وده ورکوي. کله چې ځوانان او په ځانګړي ډول د نظام مسولین او منسوبین د خلکو په خیر فکر وکړي او د فساد پر ځای صداقت غوره کړي، نو وطن نه یوازې ښایسته ښکاري، بلکې د خپلو اوسېدونکو لپاره د هوساینې او پرمختګ ځای هم ګرځي. په یوه سترکاروان کې د ګران ورور او ملګري جابر نعماني ترڅنګ په ظاهر ستړي کیدونکي سفر مونږ ته د دې نظام د قوام او استحکام زیری را کاوه. تر ټولو مهمه دا چې د نظام څخه د ملت دفاع او له نظام سره یې مینه وینو دانو مونږ ته د نظام بقا او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري. کله چې زمونږ ملت خپل نظام د خپل هویت او راتلونکي برخه بولي په کلکه یې ملاتړ او د هر ډول ګواښ پر وړاندې یې ساتنه کوي نو اړینه چې دا مینه مونږ په وینه وساتو او دا ملت خپل ارمان ته وه رسوو. تاسې دې جوړ یاست. وطن دې آباد وي زبون دښمن دې برباد وي
Jawad sargar جواد څارګر tweet media
PS
42
14
468
21.8K
شهاب لېوال Shahab lewal313
د پروان ولایت چاریکار ښار روښانه شو 🌟 د پروان ولایت ښاروالۍ د قاري صاحب راز محمد یاسر په مشرۍ د چټکو پراختیايي پروژو عملي کول پیل کړي دي. د همدې هڅو په پایله کې د پروان مرکز، چاریکار ښار، چې کلونه په تیاره کې و، اوس روښانه شوی دی. الحمدلله، زموږ ښاروال یو مدبر، ویښ او پلان لرونکی شخصیت دی. ان‌شاءالله په راتلونکي کې به هم د ورته مهمو او ګټورو پروژو د پرانیستې شاهدان وو @Ahmad1yaser
PS
0
3
39
1.2K
شهاب لېوال Shahab lewal313
تلفون ګالري مې کتله. لاړم هغه سختو ، کړاونو ، زخمونو ، هجرتونو او د ملګرو شهادتونو ته . هغه شیبې مې نظر ته شوې، چې کله به خپل مو هم باور ټکنۍ شوو ؛ چې آیا موږ به بریالي شوو، الحمدلله نن موږ د هغه ستړو کړیدلو شهیدانو ، زخمیانو او د اسیرو مجاهدنیو د قربانو ثمره ، سوله، امنیت او اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو. خو هغه سکون، هغه آرمتیا او اخوت نشته. نن له مالي پلوه ښه خو له معنوي پلوه بې خونده یوو، نن دنیوي هرڅه سهولتونه شته خو ، اراده ، تقوا او الاهیت مو کم شوی. سست شوي ، تنبل شوي او آن ډارونکي شووي یوو. الله تعالی پرموږ ټولو خصوصي رحم وکړي إنما الأعمال بلخواتيم کله وویریګم ! چې موږ کوم خوا روان یوو، منهج او مسیر رانه پاتې نشي ، جهاد قتال او د اسلامي نظام داعیه رانه سپیره نشي . د ښار په ګڼه ګونه او تجملاتو کې ورک نشوو. الله تعالی زموږ د نظام امیر او ټولو مسؤلینو خصوصي حفاظت وکړي . الله تعالی دې موږ له هغه امتحاناتو وساتي له کومو چې مخکې ملتونه په کې پاتې راغلل.
PS
14
12
132
4.9K
شهاب لېوال Shahab lewal313
@mb_ghalibaf به امید پیروزی شما در میدان سیاست ، ان شاءالله که در میدان نظامي باعث افتخار ملت اسلامی شدید .
فارسی
0
0
7
376
محمدباقر قالیباف | MB Ghalibaf
۱/پیش از مذاکرات تأکید کردم که ما حسن نیت و ارادهٔ لازم را داریم ولی به دلیل تجربیات دو جنگ قبلی، اعتمادی به طرف مقابل نداریم. همکاران من در هیئت ایرانی میناب۱۶۸ ابتکارات رو به جلویی مطرح کردند ولی طرف مقابل در نهایت نتوانست در این دور از مذاکرات اعتماد هیئت ایرانی را جلب کند.
فارسی
2.9K
7.6K
38.7K
2.7M
شهاب لېوال Shahab lewal313 retweetledi
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن
د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه. یاده څارنه د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د پوهنتون له سړک څخه تر کوټه سنګي څلور لارې او د دهبوري تر ساحو پورې د بېلابېلو ودانیو وضعیت وڅېړل شو. د څارنې پر مهال د ودانیو ویزه شوې نقشې د موجوده ساختماني وضعیت او منظور شوو ښاري پلانونو سره پرتله شوې. همدارنګه، هغه ودانیز فعالیتونه چې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونو نښې پکې موجودې وې، د لا زیاتو ارزونو لپاره تر څېړنې لاندې ونیول شول. د پروژو له ټولو مالکینو غوښتنه وشوه، چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وړاندې کړي، څو د دقیقې ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي. ټاکل شوې ده، چې د یاد ریاست د کاري پلان له مخې دا ډول څارنې دوام ومومي او د ښار نورې ساحې به هم په راتلونکو ورځو کې تر څارنې لاندې ونیول شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت - وزارت شهرسازی و مسکن tweet media
PS
1
1
12
681
شهاب لېوال Shahab lewal313
@ummat1953 موږ هغه څه کوو چې رسول الله مبارک ص د فارس او روم د اختلافاتو په وخت کې وکړل ، موږ هغه څه کوو کوم چې رسول الله مبارک له مکې معظمې څخه مدنیې ته راغی او هلته یې د نظام پیاوړتیا لپاره له فرصتونو استفاده وکړه .
اردو
1
0
0
68
ummat unity
ummat unity@ummat1953·
@Shahablewal313 مونږ په کوم ځای کی ځای لرو یا ځان یوه نړیوال ځواګ جوړو یا د نورو ځواکونه ترشا ولاړ یو عجب بهترین فرصت دی ااا ته چی هغه څه وکړی چی ټول امت ورته انتظار دی اوس سازمان بین الملل او امریکا وپیژندل شوه نور د رسمیت ناری بندی کړی او خلافت تاسیس کړی انشاالله عزت د تاسو وی
PS
1
0
0
78
شهاب لېوال Shahab lewal313
زه چې د نړۍ وروستیو پېښو ته ګورم نو ښکاري چې روان حالات غربیانو پیل خو اوس یې له کنتروله بهر ښکاري . له سوریې څخه نیولې تر اوکراین له غزې تر افغانستان او اوس ایران که مو یاد وي سوریه کې جګړه ظاهراً د کورنۍ شخړې په نوم پیل شوې وه خو ډېر ژر د نړیوالو قوتونو د نفوذ ډګر وګرځېده. هر ځواک هلته خپله موخې تعقیبولې: یو د حکومت د بقا لپاره، بل د نفوذ د پراختیا لپاره. همدا نمونه وروسته په نورو سیمو کې هم تکرار شوه. د اوکراین جګړه بیا د نړیوال ځواک د توازن یوه بله څېره ده. دلته جګړه یوازې د یو هېواد د دفاع موضوع نه ده، بلکې د غربي ښکیلاک د ځواک او نفوس ساتلو لپاره پر روسان د تحمیلي جګړې پیل وه. غزې ته چې وګورو، جګړه ظاهراً د امنیت او دفاع په چوکاټ کې پرمخ وړل کیږي ، خو زما تحلیل بیا داده چې د اوږدې مودې ټکر سیاسي، مذهبي او ستراتیژیک عوامل سره ګډ شوي. امریکا د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي ځکه اسرائیل په منځني ختیځ کې د هغې ستراتیژیک متحد دی. افغانستان د غربي اشغالګرو له پوځي ماتې راپه دیخوا افغانستان د پرمختګ ښه امنیت او سیاسي ډګر کې ښه پرمختک کړی ، امریکا اګر که په جګړه کې مات شوی خو افغانستان او امارت ته ښه نظر نه لري هڅه کوي دلته شرایط ترینګړي وساتي په همدې وجه یې پاکستان ته دنده سپارلې ترڅو سیمه په ځانګړې ډول افغانستان ته سرخوږۍ جوړ کړي . ایران او امریکا؟ دلته ټول انځور سره نښلي. ایران هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي امریکا بیا غواړي دا محدود کړي د اسرائیلو ملاتړ د ایران پر ضد فشار او د سیمې نورو هېوادونو تحرکات ټول د یوې سترې ستراتیژۍ برخه ښکاري. کله چې د نړیوالو رسنیو تحلیلونو ته ګورو، لکه بی بی سي، سي این این، رویټرز او الجزیره، هغوی اکثر پېښې جلا جلا بیانوي: کله د امنیت، کله د دفاع، او کله د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې. خو زما له نظره، دا ټول د یو ستر نړیوال رقابت او د ځواک د توازن د بدلون څرګندونه ده. وروستۍ پایله دا ده چې روانې جګړې یوازې د جغرافیې مسایل نه دي؛ دا د راتلونکي نړیوال نظم د ټاکلو هڅې دي. هر ځواک غواړي په دې نوي نظم کې خپل ځای تثبیت کړي، که د جګړې له لارې وي او که د سیاسي فشار له لارې. په ټوله کې زما خو تحلیل دادی چې نړې نور د غربیانو تر انحصار او ځواک لاندې نه ده د امریکا ماته په افغانستان کې او اوس یې ایران پر مقابل بې پایلې جګړه دا ښیې چې امریکا نور پر اروپا اغیز او ځواک نلري ، ژر ده چې عربي هیوادونه هم دا درک کړي او د غربیانو له سیوري ځان راوباسي خپل اسلامي حیثیت حفظ کړي کنې د اوکراین په برخلیک به اخته وي.
شهاب لېوال Shahab lewal313 tweet media
PS
3
1
17
2.1K
شهاب لېوال Shahab lewal313
پاکستان سره زموږ ستونزه یواځې د دیورند فریضي کرښه نه ده ، هلته داسې جابر او فاسدرژیم حاکم دی چې میلیونونه مسلمانان ورونه او خویندې یې برمته کړي . هغه نظام چې د صهیونیستانو د خوښۍ لپاره یې زرګونه عرب او عجم مسلمانان امریکایانو ته لاس تړلي سپارلي ،هغه رژیم چې مظلومه عافیه صدیقي خورکۍ یې د امریکا د رضایت لپاره پر هغوی پلورلې. پاکستان کې حاکم پورځي رژیم سره زموږ جګړه د عصبیت او قومیت یا مرزیت پر بناء نه ده . پاکستان کې حاکم تحمیلي رژیم سیمه کې د غربي ښکیلاکګرو جاسوس او اجنټ ده چې وخت پروخت د هغوی پالیسۍ عملي کوي . نو له داسې رژیم سره جهاد نه یواځې چې فرض ده بلکه «فرض »عین ده او پر هر مسلمان مخصوصاً افغانانو باندې لازمه ده چې ددې رژیم د پرځولو او رنګولو لپاره خپل لازمي اقدامات ترسره کړي . اګر که اسلامي امارت وار وار هڅه وکړه چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي او همدا شان د هغوی د تیري په اړه له صبر او زغمه کار واخست خو یاد رژیم د امارت له صبر او زغمه سوء استفاده وکړه او وار وار یې زموږ حریم نقض کړ زموږ مسلمانان یې شهیدان ، کورنه یې بمبارد او آن تر دې چې زموږ روغتونه یې هم تر برید لاندې راوستل . اسلامي امارت د رسول الله ﷺ مبارک د سنتو مطابق عمل وکړ خو مقابل لوري امارت ضعیفه وګڼه . رسول الله ﷺ چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ، لومړې کار یې له غیر مسلمانانو سره د میثاق مدنې تر عنوان یو تړون امضاء کړ او بیا یې د شپږم هجري کال کې مشرکینو سره د حدیبې سوله هم وکړه. خو ددې دواړو ټړونو ماتول د مقابل لوري لخوا وه. رسول الله ﷺ مبارک یاد تړوننه اعاده نکړل بلکه د شدیدو غزاګانو په زریعه یې د اسلامي نظام ستنې لا مستحکمې او د څنګ ټول دښمنان یې تار او مار کړل . ژوند هسې سرګردانه لوبه ده چې په دې لوبه کې یواځنی خوند په جهاد کې ده، درنو مسلمانانو رازی ددې فاسد نظام پر ضد خپل مالي او ځاني جهاد پیل کړو .
شهاب لېوال Shahab lewal313 tweet media
PS
4
9
47
2.7K
شهاب لېوال Shahab lewal313 retweetledi
RTA Dari News
RTA Dari News@rtadarinews·
سخن‌رانی امروز عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوی هبة‌الله آخندزاده حفظه‌الله تعالی به مناسبت عید سعید فطر در عیدگاه مرکزی کندهار! #ملي‌تلویزیون
فارسی
36
181
587
57.2K
شهاب لېوال Shahab lewal313
@ummat1953 ستاسو أه آند رسول الله مبارک ولې مکې کې د جهاد اعلان نه کولو. او بله دا چې موږ ټولو حربي کفارو سره جهاد لرو
PS
1
0
0
26
ummat unity
ummat unity@ummat1953·
@Shahablewal313 نو تحریر ته نصرت ورکړی کنه مونږ د شریعت په اصولو غواړو بیعت وکړو مګر حیران یم چی ولی بیعت نه نیسی شرط د بیعت دغه دی چی اسلام بشپړ تطبیق او د جهاد اعلان خلافت تاسیس مګر تاسو اوس هم مصلحت کوی او د وطن په سر جنګونه کوی او سازمان ملل څخه د رسمیت ناری وهی مونږ حاضر یو انشاالله
PS
1
0
0
36
شهاب لېوال Shahab lewal313
د پاکستان د پوځي رژیم سره زموږ جګړه حتمي ده، او تر هغه چې یې غاښونه مات نشي، دوی نه سړي کېږي. الحمدلله اسلامي امارت هغه وړتیا لري چې په مناسب وخت کې د دوی پر ستراتیژیکو موخو باندې کارنده او دقیق بریدونه وکړي. خو ځمکني عملیات هم حتمي دي! خوند به داسې وکړي چې فرمان راشي؛ د اسلامي امارت ټول رئیس صاحبان مکلف دي چې یو یو میاشت سنګر ته لاړ شي. تاسو په دې کې څه وایاست؟ هغه پخوانۍ عقیده به هم پخه شي، او له بلخوا به د نظامي مجاهدینو له حاله هم خبر شي
PS
16
17
126
7.6K
شهاب لېوال Shahab lewal313
بېړنی! پر اميد روغتون د پاکستاني پوځي رژيم بېګاني بريد کې ۴۰۰ معتادين شهيدان شوي او ۲۵۰ ټپيان دي د ا.ا. مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي چې په کابل کې د امید په نوم د معتادينو د درملنې پر ۲زره بستريز روغتون د پاکستاني پوځي رژيم بېګاني بمبار کې، د شهيدانو شمېر تر دې مهاله ۴۰۰
شهاب لېوال Shahab lewal313 tweet media
PS
1
10
65
2.7K
شهاب لېوال Shahab lewal313
تازه معلومات: د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په کوهاټ کې د دښمن پر نظامي مراکزو ډرون بریدونو په نتیجه کې یو ځای لس تنه هلاک شوي دي او بل ځای پنځه تنه وژل شوي دي. یادو ډرون بریدونو کې لسګونه تنه نظامیان زخمیان شوي دي د هلاک کېدونکو ارقام تغیریدای شي.
PS
2
5
64
2.5K
شهاب لېوال Shahab lewal313
خیبرپښتونخوا کې د کوهاټ پوځي قلعه په نښه شوې راپورونه وایي، د خیبرپښتونخوا کوهاټ کې پوځي قلعه چې ګڼو سیمو ته ترې پوځي اکمالات کېدل په ډرون بریدونو کې په نښه شوې. سرچینې ویلي، له یادې قلعې څخه به د پاړه چنار، صدې، خیبر، کرمې ایجنسۍ او همدارنګه د فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې اکمال کېده. ویل کیږي، دغې قلعې کې د وسلو او مهماتو ډيپوګانې په نښه شوې دي. دغه راز د یادې قلعې په دوه کیلومټرۍ کې د فرضي کرښې د جګړې د قومندانې مرکز او د پوځې قعلې د قومندان دفتر هم په نښه شوي. ویډیو کې ښکارې چې درون الوتکې پوځي قلعې کې دننه لګیږي او وروسته سیمه کې ډزې هم کیږي.
PS
0
4
31
1.2K