Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ

7.1K posts

Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ banner
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ

Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ

@Shahidzai93

اِغتَنِم خَمساً قَبْلَ خَمسٍ شَبَابَكَ قَبلَ هَرَمِكَ وَ صِحَّتَكَ قَبلَ سُقمِكَ وَ فَرَاغَكَ قَبلَ شُغلِكَ وَ حَيَاتَكَ قَبلَ مَوتِكَ وَ غِنَاكَ قَبلَ فَقرِكَ

Afghanistan Katılım Kasım 2022
290 Takip Edilen4.7K Takipçiler
Sabitlenmiş Tweet
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
❤️«إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا»❤️    اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى םבםב  وَعَلَى آلِ םבםב ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌺     اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى םבםבٍ وَعَلَى آلِ םבםב ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌺
العربية
0
0
1
42
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ retweetledi
شرکت امارتی سپین زر کندز
اسفالت ریزی لایه دوم جاده چهل متره سپین‌زر آغاز گردید مسوولان شرکت پیمان‌کار‌ که آماده‌گی‌های لازم در جهت اتمام کار این سرک دارند، می‌گویند الی چند روز معدود، کار جاده را به‌گونه‌ی کامل تکمیل و مورد بهره‌گیری قرار می‌دهند. #ریاست_شرکت_امارتی_سپین‌زر_کندز #تولیدوطن_افتخاروطن
فارسی
0
1
5
113
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کندهار پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره په جلا جلا غونډو کې د مسولینو او زده‌کړیالانو مسولیتونو ته په اشاره ویلي، «هغه کسان چې راحت غواړي، کمال ته نه شي رسېدلی.» ښاغلي ندیم زیاته کړې؛ ۱۲۰۰ ممتاز فارغ شوي محصلین د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مقام ته ور پېژندل شوي او له ارزونې وروسته به په دندو وګمارل شي.
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
1
48
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د تېرو څو ورځو پرمهال د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند په خانکي سیمه کې راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۳۷ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي. د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ننګرهار کې د دغو نمرو د وېش پر مهال ویلي، دغه ځمکه پر اړمنو کورنیو وېشل شوې او اسلامي امارت ژمن دی، چې د امکان تر حده راستنېدونکو ته سرپناه، بنسټیز خدمتونه او د ژوند مناسب شرایط برابر کړي. د دغه وزارت په وینا، تراوسه په دغه ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته ۲ زره او ۶۰۵ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
1
35
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د کهف سورت مهم فضیلتونه او ګټې : د کهف سورت د قرآن کریم اتلسم سورت دی چې ۱۱۰ آیتونه لري او په مکه مکرمه کې نازل شوی دی. دا سورت د مسلمانانو لپاره خورا مهم فضیلتونه لري .👇 د دجال له فتنې ژغورنه: رسول الله ﷺ فرمایلي دي چې که څوک د کهف سورت لومړني لس آیتونه یاد کړي، هغه به د دجال له فتنې څخه خوندي وي. د جمعې د ورځې رڼا : څوک چې د جمعې په ورځ دا سورت تلاوت کړي، د ده لپاره به تر راتلونکې جمعې پورې یوه رڼا (نور) وي چې د ده لاره به روښانه کوي. د ګناهونو بښنه : په ځینو روایاتو کې راغلي چې د دې سورت لوستونکي ته به د دوو جمعو ترمنځ ګناهونه وبښل شي. نفسي ارامتیا: د دې سورت تلاوت زړه ته سکون او اطمینان بښي او انسان له ازمېښتونو سره مقابلې ته چمتو کوي. په دې سورت کې ذکر شوې مهمې کیسې: ۱. اصحاب کهف: د هغو ځوانانو کیسه چې د خپل ایمان ساتلو لپاره غار ته پناه یوړه. ۲. د دوو باغونو خاوند: د هغه چا کیسه چې په خپلو مالونو مغرور شوی و. ۳. موسی (ع) او خضر (ع): د علم او حکمت د زده کړې سفر. ۴. ذوالقرنین: د یوه عادل پاچا کیسه چې د یأجوج او مأجوج پر وړاندې یې دېوال جوړ کړ.
PS
0
0
2
69
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ retweetledi
شرکت امارتی سپین زر کندز
صدای شهروند: واقعا کارکرد‌ها و خدمات شرکت سپین‌زر ستودنی است و این فعالیت‌ها به‌ حدی‌است که اصلا تصورش را نمی‌کردیم... . #ریاست_شرکت_امارتی_سپین‌زر_کندز #تولیدوطن_افتخاروطن
فارسی
0
1
5
219
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د عامې روغتیا وزیرمولوي نور جلال جلالي کندوز ولایت ته په سفر کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده. په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر د اړينو روغتیايي پروژو پلي کېدل د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلل او ويې ويل: هڅه کېږي چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته د درملنې مناسبې اسانتیاوې برابرې شي. ښاغلي وزير زياته کړه، د دې ډول روغتونونو جوړېدل به د ولسوالیو په کچه خدمتونه پیاوړي کړي او خلکو ته به د اساسي روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
1
4
96
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د ایران د سمندري ځواک قومندان، شهرام ایراني ویلي، چې ډېر ژر به «ډاروونکې» وسلې را ښکاره کړي او «دښمن» ته به پښېمانوونکی ګوزار ورکړي. د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران دغه نظامي چارواکي ویلي، امریکا له «سمندري غلا» څخه «یرغمل کولو» ته مخه کړې او د دوی کارکوونکي او د هغوی کورنۍ یې یرغمل کړي دي. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
2
59
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې، د امارتي ادارو د مکتوبونو او اسنادو د مدیریت الکترونیکي سیستم تصویب شو. د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د دې سیستم پلي کېدل به د همغږۍ پیاوړتیا، شفافیت او امنیت راوستلو، د جعل، فساد او د وخت د ضایع کېدو مخنیوي او د حساب ورکونه نوره هم پیاوړي کړي. همدارنګه، دا کار د الکترونیکي حکومتدارۍ پر لور یو مهم ګام بلل کېږي. اقتصادي کمېسیون همداراز ودانیزو پروژو رېل پټلۍ او د برېښنا لېږد او توزیع په ګډون ۱۳ عام‌‌المنفعه پروژې تایید کړې. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
2
79
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
#مهم د پنجشېر ولایت مقام دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د پنجشېر ـ تخار نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي. دغه سړک د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي د پریان ولسوالۍ خاواک کوتل څخه پیل شوی او د تخار ورسج ولسوالۍ پورې رسېږي. د خبرپاڼې پراساس د نورستان ـ پنجشېر د ۱۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې شوي او د بدخشان ـ پنجشېر سړک د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په درشل کې دي. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
3
50
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
#مهم ټولګټو وزارت د غزني په خوګیاټو ولسوالۍ کې د ۷۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې. یاد سړک د غزني له ښار څخه تر جغتو ولسوالۍ پورې اوږدوالی لري. دغه راز د ۱۵۷ پلچکونو او ۷۵۰ متره استتنادي دېوالونو جوړول هم په یاده پروژه کې شامل دي. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
2
23
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
#مهم د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د واخان دهلیز د لومړي فاز چارې ۶۰ سلنه او دویم فاز چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې دي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له‌مخې، د واخان دهلیز لومړی فاز د بدخشان ولایت له بروغیل سرحده تر بزای‌ګنبد او دویم فاز یې د چین هېواد تر سرحد پورې اوږدوالی لري. #ملي‌تلویزون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
1
50
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په فاریاب ولایت کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا وېش او لېږد درې پروژې پرانیستل شوې. په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا لېږد مزي غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پینځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
1
41
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
#هېواد_راپورته_کېږي👇 څو شېبو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون په جوزجان ولایت کې د یتیم‌تاق، د سمنټو تولیدي کارخونې د جوړولو د چارو پرانیسته کېږي. د یادونې وړ ده، چې دغه کارخونه د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړېږي، چې په ورځ کې به د ۳۰۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
1
1
3
199
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر، شي جین پینګ ترمنځ د سوداګریز اوربند سربېره داسې برېښي چې بیجینګ د واشنګټن پر وړاندې د اقتصادي فشار اړوند ابزارو د قوي کولو په حال کې دی. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د تېر کال په اکټوبر میاشت کې له شي جین‌پینګ سره خپله لیدنه ډېره بریالۍ بللې وه او ویلي یې و، چې د چین له لوري به محدودیتونه کم شي؛ خو بیجینګ د احتیاطي دریځ په ساتلو سره، د خپلو اقتصادي لارو چارو د پیاوړتیا لپاره نوي اقدامات پیل کړي دي. #ملي‌تلویزیون
Abdulghafoor Shahidzai عبدالغفور شهيدزی ـ tweet media
PS
0
0
1
50